
که چیری ته د اپنډکس د چاودېدو له کبله ابسِه جوړه شوې وي، درملنه په دوه مرحلو کې ترسره کیږی: لمړی دجراحي عمليات سره د ابسه زوې ويستل کیږی او څه موده وروسته بيا اپنډکس لرې کیږی. ښه ده چې د عمليات څخه مخکې ناروغ ته د مکروب ضد درمل ورکول شي.
که دجراحي له عمليات وروسته لاندينيو ستونځو سره مخ شوﺉ، په بیړه ډاکټر ته لاړ شی:
• پرله پسې کانګې
• د ګېډې مخ په ډېرېدو درد
• ګنګسيت او بې هوښه کیدل
• په کانګو يا تشو متيازو کې د وينې شتوالی
• تبه
• په عمليات شوي ټپ کې د زوې (چرک) شتوالی
په لنډ دول، په پام کې ولرﺉ چې د ډاکټر د ښوونې پرته د ګیډې د درد لپاره درمل مه کاروﺉ. د ناروغۍ د ښه او په وخت تشخيص لپاره غوره ګڼل کیږی چې د جراحۍ کارپوه يا متخصص سره مشوره وشي
داكتره مريم زينب