ایمان | عقاید او اړوند

د ايمان نواقص (ماتوونکي) څه دي؟

ځینې خلک داسې فکر کوي، چې یو ځل چا طیّبه کلیمه و لوستله، نو بیا چې هر ډول عقیده لري، هرڅه وایي او هر څه کوي؛ نه کافر کیږی. دا په دې معنی چې د دوی په آند ایمان هېڅ ماتوونکی نه لري، خو داسې نه ده، ځکه چې حق پرستو علماؤ مونږ ته دا هر څه له قرآن کریم او مبارکو احادیثو څخه ښه په واضح ډول بیان کړي دي، چې زه یې دلته په لنډ ډول، له حوالو سره را نقلوم.

ایمان درۍ ډوله ماتوونکي لري:

(۱)اعتقادي ماتوونکي، (۲) قولي ماتوونکي او (۳) فعلي ماتوونکي.

خو په لنډ ډول ټول ماتوونکې تر لاندې شمارې پورې تړو.

لومړی: الله تعالی او د هغه رسول علیه السلام ته ښکنځل کول، که د ټوکې له وجې وي او یا د عناد له وجې، د کفر لامل ګرځي. [رد المختار: ۳جلد، د ۳۱۳ مخ نه تر ۳۲۶ مخ پورې]

دوهم: دین او یا هم کلیمې ته ښکنځل کول، او یا د ټوکو اسباب ترې جوړول، کفر بلل کیږي. [اکفار الملحدین: ۵۴ او ۶۴ مخونه]

دریم: د هغه په کفر کې شک کول چې په پورتنیو وجوهو کفر ته وتلي دي، کفر دی. [رد المختار او در المختار: ۳ جلد، ۳۱۰ مخ]

څلورم: په ژبه د کفر خبره کول، د شعائر الله توهین (مثلاً: یو چاته ویل ستا ژیره ګوره لکه د وزې …) د قرآن کریم نفې کول، استهزاء او یا د علم باوجود د هغه څه نفې کول چې قرآنکریم ثابت کړي وي، لوی کفر بلل کیږي [اعلاءالسنن: ۱۱جلد، ۵۴۱ مخ].

پنځم: ابن نجیم (رحمة الله) فرمایي: په ټوکه یا په مسخره سره د کفر کلیمه په خوله ویل د ټولو علماؤ په اتفاق د کفر سبب کیږي، او د ویوونکي عقېدې ته هېڅ اعتبار نشته. خو که چا په خطايي یا اکراه سره وویله، نه کافر کیږي. [البحر الرائق، شرح کنز الدقائق: ۵ جلد، ۱۳۴ مخ].

شپږم: د علماؤ سپکاوی د هغوی د علم په سبب د کفر لامل ګرځې، او په علماؤ باندې ټوکې وهل هم په همدې وعید کې شاملې دي (لکه د ملا نصرالدین په نوم ټوکې کول) [شرح الفقه اکبر: ۲۶۰ مخ، او الفتاوي الحقانیه: لومړی جلد، ۱۳۰ مخ].

اووم: په خپله خوښه د کفر کلیمه په ژبه باندې ویل کفر دی (مثلاً: ووایي، زه یهودي یم).[شرح العقاید: ۱۲۱ مخ].

آتم: د الله رب العزت د قطعي ثابتو شویو فرائضو او احکامو څخه انکار کول کفر دی (لکه: لمونځ، روژه، زکاة، حج، په اوس وخت کې جهاد …).

نهم: په قرآن کریم او قطعي دلایلو سره ثابت شوي حرام شیان حلال بلل کفر دی (لکه: زنا، دروغ، شراب …).

لسم: یو څوک د دین له وجې وژل کفر دی (لکه نن سبا چې طالبان د اسلامي نظام د راوستلو او جهاد له وجې شهیدانوي). [شرح العقاید: ۸۹ مخ].

یوولسم: د قرآن کریم یو آیت یا د علم باوجود د یو حرف څخه انکار کول کفر دی.

دوولسم: د الله تعالی د قانون په مقابل کې بل قانون جوړل او په هغه فیصله کول عظیم کفر دی، او دې ته شرک فی الحکم هم وایي.

الله تعالی په دې اړه په لس ګونو آیتونو کې تصریح کړې ده چې د هغوی له جملې څخه يې په دې مبارک آیت شریف کې یې داسې فرمایلي دي:

﴿ أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ ﴾ [سورة الشوری، ۲۱ آیت].

ژباړه: آیا دغه خلک له الله تعالی سره داسې شریکان نیسي، چې د دوی لپار یې د دین داسې طریقې جوړې کړي دي ، چې الله تعالی د هغې اجازه نه ده کړې.

د ایمان نور نواقض (ماتوونکي) هم شته چې باید د خپلو ایمانونو د ساتلو لپاره یې په دقیق ډول د حقپالو علماؤ په کتابونو کې وګورو او یا هم له حقپالو څخه دقیقه پوښتنه وکړو.

الله رب العزت دې زمونږ عقیدې اصلاح کړي، او زمونږ ایمانونه دې له ماتولو څخه وساتي.

آمین!

لیکونکی: ابو سعید افغان (سادات)

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: