حقوق

د اولاد حقوق

څرنګه چې مور او پلار په اولاد حقوق  لري ، همداشان  اولاد هم په مور او پلار حقونق  لري. كله چې مونږ اولا د وايو نو په دې كې دواړه هلكان او او نجونې شامليږي.
په مور او پلار باندې د اولا د حقوق ډير دي چې  يو څو يې دا دي :
د اولاد روزنه او پالنه  او هغوي ته  دد ين او اخلاقو د اساساتو ښودل تر څو هغوي په ښه شان سره تربيه  او ددين او اخلاقو په زيور سينګار شي . خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمايي :
( يا ايهاالذين  آمنوا قوا انفسكم و اهليكم نارا وقودها الناس و الحجارة)
اى   هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى خپل ځان او خپل كور واله له دى اور څخه وساتئ  د كوم  چې تيل ( د سونګ مواد ) يې انسانان او تيګى دي.
د پورتني آيت څخه څرګنديږي  چې خداى پاك ايمانداران خپلې ذمه وارۍ ته متوجه كوي او هغه ذمه واري داده چې سړى بايد له خپل ځان سره د خپل كور د خلكو د اصلاح او هغوي ته د اسلامي تعليماتو  او تربيت وركولو    مسؤليت هم پر غاړه واخلي ، تر څو دوي ټول د جهنم د سونګ په موادو بدل نه شي . همدا وجه ده چې رسول الله (ص) فرمايلي دي چې كله چې ماشوم د اوو كالو شي نو ده ته د لمونځ كولو تلقين وركړئ يعنې د لمونځ له  اداكولو سره يې آموخته او آشنا كړئ.
د اولاد  مسوليت د مور او پلار په غاړه دى.  مور او پلار د قيامت په ورځ د اولاد مسؤل ګڼل كيږي . د اولاد د تربيې ، روزنې او پالنې پوښتنه له مور او پلار څخه كيږي. كه مور او پلار خپل  اولاد ته ښه تربيه وركړي وي او ددين په لار يې سم برابر كړی وي نو مور او پلار به د قيامت په ورځ له هر عذاب نه خلاص وي او كه چيرې يې په روزنه او پالنه كښې غفلت كړی وي او ددين په لار يې  نه وي  روان كړي  ، نو بيا  له  مور او پلار نه سوال ځواب كيږي .
خداى پاك په قرآن پاك كې فرمايي :
( و الذين آمنوا و اتبعتهم ذريتهم بإيمان الحقنا بهم ذريتهم و ما التناهم من عملهم من شئ كل امرئ بما كسب رهين .)
او هغو كسانو چې ايمان  يې راوړى دى او  اولاد يې هم په ايمان كښې د هغوي پيروي كړي وي  مونږ د هغوي اولاد هغوي ته رسوو يعنى له هغوي سره يې  يو ځاى كوو  او د هغوي له  اعمالو نه څه نه كموو . هر شخص د خپلو اعمالو ګروي دى.
رسول اكرم محمد صلى الله عليه و سلم وايي :
(( إذا مات العبد انقطع عمله إلا ثلاث : صدقه جاريه ، او علم ينتفع به من بعده ، او اولاد صالح يدعو له )) رواه مسلم.
كله چې بنده مړه شي نو عمل يې بند يعنې قطع شي بغير له دريو شيانو نه .
1- صدقه جاريه : كه متوفى كوم جومات جوړ كړى وي ، كه يې كوهى كنستى وي او يا بل كوم داسې د خير كار يې كړی وي نو هغه په  صدقه جاريه كښې حسابيږي او خلك ورته دعا كوي.
2-  علم :  كه  متوفى كتابونه ليكلي وي يا نور علمي كارونه يې سرته رسولي وي چې خلك ورڅخه استفاده وكړي او ګټه ترينه واخلي.
3-  ولد صالح :  صالح زوى چې متوفى ته  د بخښنې دعا  وكړي.  اوس كه  چيرې مور او پلار  د اولاد تربيه په اسلامي طريقه و كړي  نو ګټه يې  پس له مرګه هم دوي ته    رسيږي.
ډير داسې پلرونه  او ميندې شته چې د خپل اولاد حقوق نه پر ځاى كوي . دوي د خپل اولاد د سالمې تربيې په فكر كښې نه وي ، دوي د خپل اولاد د تربيې له مسؤليت څخه غافل وي ، پوښته نه كوي چې اولادونه يې چيرته ځي او له چا سره ناسته پاسته كوي ، پوښتنه نه كوي چې دوستان او ملګري يې څوك دي . د خير د لارې  لار ښودنه  ورته نه كوي او د شر له لارې نه يې نه ژغوري . دوي  زياتره د خپل مال او دولت د ډيريدو په فكر كښې وي ، دوي غواړي چې د ډير مال او دولت خاوندان شي ، دوي په دې نه پوهيږي چې ددوي اصلي مال او دولت ددوي اولادونه دي . دوي نه پوهيږي چې اولادونه يې په دنيا او آخرت كښې دوي ګټه رسوي.
څرنګه چې يو پلار  ته ښايي چې داولاد  جسم په ډول ډول خوراكونو  تغذيه كړي او جسم يې په رنګارنګ  جامو پټ وساتي نو همداشان ښايي چې  زړه يې د علم او ايمان  په  ډول ډول خوراكونو  موړ كړي او  روح يې د تقوى او پرهيزكارۍ په ښګلو ښګلو  جامو پټ  وساتي .
مور او پلار ته ښايي چې خپل اولاد ته د نفقې په وركولو كښې له بخل څخه كار وانخلي  بلكې  داسې لار غوره كړي چې نه پكښې اسراف وي او نه هم تقصير . خداى پاك چې چاته مال او دولت وركوي هغه ددې دپاره وي چې هغه مال او دولت په برابرۍ سره او اعتدال سره په خپلو اولادونو ولكوي ، د هغوي د خوراك غم وخوري ، د هغوي د پوشاك غم وخوري او د هغوي نور ضروريات برابر او پوره كړي كوم ته چې اولادونه ضرورت لري.  كه چيرې پلار او مور له بخل څخه كار اخلي او د خپل اولاد ضرورتونو ته توجه  نه كوي او هغه نه ترسره كوي نو دا كارد  دوي په  ګټه نه تماميږي . دا ځكه چې ددوي د مرګ نه پس ددوي مال او دولت اولادونو ته پاتې كيږي .نو بهتره دا  ده چې مور او پلار په ژوندون له خپل مال او دولت څخه  د اولاد د ضرورتونو  د پوره كولو د پاره كار واخلي .
په مور او پلار باندې د اولاد يو بل حق دادى چې  اولاد ونو ته د تحفو او هديو په وركولو كښې له عدل او انصاف نه كار واخلي ، په دې مانا چې ټولو اولادونو ته په يوه سترګه وكوري او د  دوي په منځ  كښې كوم فرق ونكړي.  داسې ونكړي چې يو  ته  يو شى وركړي او بل ته يې ورنكړي . كه مور او پلار دا كار كوي نو دا ظلم زياتى ګڼل كيږي او خداى پاك ظالم نه خوښوي . له بلې خوا له دې كار سره نه يواځې  د اولادونو تر منځ دشمني پيدا كيږي  بلكې د اولادونو او والدينو تر منځ هم د خپګان او دښمنۍ سبب ګرځي.
ځيني خلك شته چې  خپل يو اولاد د خپل بل اولاد څخه غوره او بهتره ګڼي . يو ته ښه ښه شيان اوښې  تحفې  اخلي  او بل ته يې نه اخلي ، يو  له ځان سره بازارته  او ملمستياؤ ته بوځي او بل نه بوځي     .
رسول اكرم صلى الله عليه وسلم  ويلي دي چې كه څوك خپل  يو اولادپه بل اولاد   ښه او بهتر ګڼي نو داحرام او  ظلم دى.
مور او پلار ته  ښايي چې د اولاد حقوقو ته احترام وكړي او هغه پرځاى كړي  تر څو ښه اولادونه ټولنې ته وړاندې شي :
د مور او پلار د پاره دا  لاندنئ څو خبرې  ضروري ګڼل كيږي چې په نظر كښې يې ولري.
* د اولاد ښه روزل او پالل .
*   اولاد ته د دين او اخلاقو درس وركول
*  د اولا دد اخلاقي او ديني  تربيى مسؤليت ته په ټينګه  توجه كول.
*    د اولاد حقوقو ته احترام كول او هغه پر ځاى كول.
*  د خير لارې ته د اولاد هڅول او روانول.
* د شر له لارې  نه د اولاد منع كول او ساتل .
*  د اولاد د نفقې په وركولو كښې له سخاوت څخه كار اخيستل .
* په هر وخت كښې د اولاد  له مشكلاتو نه ځان خبرول.
*  له بدو دوستانو څخه د اولاد ساتل .
* اولاد ته په ښه لار د تللو نصيحت كول.
*  ټولو اولادونو ته په يوه سترګه كتل .
* په اولاد باندې له ظلم زياتي څخه كار نه اخستل.
* له اولاد سره په لطف او مهربانۍ خبرې كول.
* له اولاد سره دوستانه اړيكې ساتل.
*  په معقوليت سره  د اولادونو د ضرورتونو پوره كول.
* په اولاد باندې بې ځايه نه په قهر كيدل.
* له اولاد سره د مشكلاتو په حل كولو كښې مرسته كول.
ما علينا إلا البلاغ

الحاج فضل الله رشتين

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close