زراعت او مالداري

د اور خاړی بوټی Purslane

اور خاړی چې په انګلیسي کې ورته Purslane وایي علمي نوم یې((Portulaca oleracea دی.
اور خاړی د هرزه بوټو له جملې څخه دی چې د نړی په زیاتره هیوادونو کې پیدا کیږي. دغه نبات د پسرلي په اخرو او د مني په شروع کې عموماً زیات لیدل کیږي. په افغاستان کې یې زیاتره خلک د سبو (سابه) په څیر استعمالوي. دا نبات پخپل ترکیب کې ویټامن B, C, او E لري او همدارنګه مکنیزیم، کلسیم، پتاشیم او پرتین لري.


هغه څیړنې چې د تکساس په پوهنتون کې په نوموړي نبات شویدي، پایلې یې ښایي چې دا نبات د نورو سبزیجاتو او نباتو څخه د ۱۰ څخه تر ۱۰۰ چنده زیات ملاتونین (Melatonin) مواد لري او همدا رنګه یوه اندازه Omega-3 هم لري.
* ملاتونین هغه مواد دي چې په انسان کې د ویده کیدو او راویښیدو دوران کنترولوي.
دا سابه د یولړ ناروغیو په درملنه کې زیات رول لري لکه:
سر درد، د خیټې درد، د ادرارو په وخت کې درد، د اپنډکس ناروغیو لپاره، د پوستکي ناروغیو لپاره، د شکرې ناروغي ، تبه، د وزن په کمولوکې ګټه لري، د سرطاني ناروغیو درملنه کې، د مفصلونو درد او داسې نور.
اورخاړي پاڼې او تنې په مختلفو طریقو خوړل کیږي یعنې دې پاڼې او تنې د سبو په څیر پخیږي، په تازه ډول هم خوړل کیږي، ځینې خلک یې وچوي او بیا ورڅخه استفاده کوي، همدا ډول په غوړیو کې سورکول.

را ټولونکی: م. ا. مقبل
د کرنې او مالداري پاڼه

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: