ژوند رازکاري ژوند او مدیریتماشوم او اولاد روزنه او پالنه

د انسان د تکامل روان پوهنه او د ځوانانو سالمه روزنه

انسان په ژوند کې له بېلابېلو پړاونو تېريږي او په هر پړاو يا مرحله کې ځانگړي خصوصيات لري او په ځانگړي ډول پرمختگ کوي.
د مثال په توگه :
يو ماشوم له پيداکېدو وروسته دا کوښښ کوي چې کښېناستل زده کړي، بيا پدې لټه کې وي چې خاپوړې زده کړي، له خاپوړو وروسته غواړي چې درېدل زده کړي او ورپسې دا هڅه کوي چې تلل زده کړي، بيا نو د خبرو کول، ليکل، لوستل، لمونځ کول، منځنۍ زده کړې، لېسه، پوهنتون، ماستري،پ .ايچ. ډي، علمي پلټنې او داسې نور… او يا هم د ټولنې په نورو برخو کې ځان مشغولوي ، لکه بزگري، مالداري، ترکاڼي او…
مطلب دادى چې انسان له پيداېښت نه تر مړينې پورې د ژوندي پاته کېدو او د ځان د بشپړېدو لپاره زده کړې کوي، زيار باسي او تجربې تر لاسه کوي .
انسان که يو کلن وي او که سل کلن د ژوند په هر پړاو کې د رشد او پرمختگ د روان پوهنې ( پسيخولوژۍ ) د علم په مرسته د ژوند ډېرې ستونزې حلولاى شي. انسان د مور او پلار د واده له شپې نه چې البته ثمر لرونکې وي بيا تر مرگه ځانگړې روزنې او پاملرنې ته اړتيا لري. طب پوهنې او تجربو دا له ډېر پخوا نه په ډاگه کړې چې ماشوم د مور په ګېډه کې تر هر بل وخت نه زياتې پاملرنې ، پالنې او روزنې ته ضرورت لري.
هغه څه چې پر ماشوم باندې د مور په نس کې منفي او مثبتې اغيزې درلوداى شي په دې ډول دي :
د مور خوراک، څښاک، استراحت، خوځښت، ورزش، کار، موسيقي اورېدل، ژړا، خنده، تشويش، روغتيائي حالت، حفظ الصحه، آب و هوا، د مېړه راشه درشه ( برخورد ) له خپلې ښځې سره، تحصيل، ټولنيز چاپېريال، مادي او معنوي ستونزې، سن و سال او داسې نور…
که موږ له يوه بوټي ښايسته ګلان غواړو نو هر بوټى ددې کار لپاره پالنه غواړي، په همدې ترتيب که موږ غواړو چې سالم او استعداد لرونکي ماشومان ولرو نو ميندې ئى پوره پاملرنې او پالنې ته اړتيا لري، البته ددې ټکو په ډېر پراخ، انساني اوطبي مفهوم سره .
اوس راځو يوې بلې ډېرې ارزښتناکې موضوع ته، هغه دا چې په اټکلي ډول په ټوله لوېديځه اروپا کې انسان د پرمختگ د روان پوهنې په رڼا کې په نهو پړاونو ( مرحلو ) کې تر څېړنې لاندې نيول کېږي :
لومړى پړاو : چې ماشوم لا پدې نړۍ سترگې نه وي غړولي،
دوهم پړاو : شيدې رودونکي ماشومان له پيداېښت نه تر يونيم کلنۍ پورې،
درېم پړاو: يونيم کلنۍ نه تر څلورکلنۍ پورې،
څلورم پړاو : څلور کلنۍ نه تر شپږکلنۍ پورې،
پنځم پړاو : د ښوونځي ماشومان شپږکلنۍ نه تر دولس کلنۍ پورې،
شپږم پړاو: تنکي ځوانان له دولس کلنۍ نه تر اووه لس کلنۍ پورې،
اووم پړاو : ځوانان له اووه لس کلنۍ نه تر دوه ويشت کلنۍ پورې،
اتم پړاو : بالغ يا رسېدلي انسانان دوه ويشت کلنۍ نه تر پنځه شپېته کلنۍ پورې،
نهم پړاو : زاړه خلک ( سپين ږيري او سپين سرې ) چې عمر ئې له پنځه شپېتو کلونو پورته وي
دا پړاو وېشنه کېداى شي چې يوازې د لوېديځې اروپا لپاره سمه او د پليکېدو وړ وي، خو د افغانستان اويا بلې سيمې لپاره روان پوهان کولاى شي د هغې سيمې د ټولو خصوصياتو په پام کې نيولو سره سم خپله پړاو وېشنه منځ ته راوړي، خو ددې طبقه بندۍ لپاره د پام لرنې وړ ټکئ دا دئ چې په هره علمي څېړنه او پلټنه کې منځنئ حد ( اوسط ) د معيار په توگه منل کېږي او د پليکدو کپړې اغوندي ، ځکه چې ماشومان او تنکي ځوانان په يو ډول وده او پرمختگ نه کوي .
د ځوانانو د روزنې لپاره د نومول شوو پړاونو څخه شپږم او اووم پړاو خورا د اهميت وړ گڼل کېږي، ځکه چې د هغو تنکېو ځوانانو او ځوانانو په تکامل او روزنه بحث کوي چې عمرونه ئې د اټکل له مخې له دولس نه تر دوه ويشت کالو پورې وي .
افغان ځوانان په ټول ټال او په اروپا او شمالي امريکا کې په ځانگړي ډول له يو شمېر ستونزو سره لاس او گرېوان دي. زموږ ځوانان له دوه گوني کولتور سره مخامخ دي، ددوي تابعيت دوه گونئ دي، ددوي فکري طرز دوه گونئ دي، ددوى عادتونه او صليقې دوه گونې دي، ددوى سپورت، موسيقي او نورې سرگرمۍ هم دوه گونې شوېدي، په تعليمي موسسو کې يو څه، کورنۍ کې بل څه او په بهر چاپېريال کې بيا نور څه اوري او ويني. نو همدا سبب دي چې ځوانان د ژوند په دوه موازي کولتوري او فرهنگي لارو روان دي، او زموږ توقع هم له دوى نه هر وخت دا وي چې دا دوه موازي او له توپيرونو ډکې لارې يو بل سره قطع نکړي او دا دروند پېټئ موږ يوازې د دوى په اوږو وراچولئ دي. د ژبو، مذهبونو، د کوربه ټولنې سياسي، اقتصادي او فرهنگي توپيرونو د دوى کورنئ، تعليمي او تولنيز چاپېريال دومره ستونزمن کړئ چې کله ناکله حتا په دوه لېارې ( دوراهي ) کې درېدلو ته مجبور شي او نه پوهېږي چې په کومه لاره لاړ شي. خو افغان ځوانان د خپل استعداد او افغاني دود سره سم ددې ټولو توپيرونو او ستونزو په وړاندې په ټينگه سره مقاومت کوي او تل ئې هڅه کړې چې هم خپل افغاني ارزښتونه او اندازې ( نورمونه ) وساتي او هم د کوربه ټولنې ارزښتونو ته درناوئ وکړي او د اينتيگرېشن په پروسه کې په کيفي ډول عملي گامونه پورته کړي .
راځئ چې د نمونې په توگه يو بل نه پوښتنه وکړو چې موږ د ځوانانو سره حتا د خپلو اولادونو سره څومره درسي مرسته کړې، څومره مو د هغوى پاملرنه فرهنگي چارو ته راگرځولې، څومره مو اسلامي ښوونه ورکړې، څومره مو خپله مورنۍ او پلرنۍ ژبې ورزده کړې، ايا ورزش او موسيقۍ ته مو هڅولي؟ ايا کله مو د دوى په خوښه سندرې اورېدلي اويا مو تلويزيون ليدلئ، کومه ورځ موزيم ته ورسره تللي يو،څومره مو د انسان له ابتدائي اناټومۍ سره اشنا کړي، زموږ تنکي ځوانان د خپل بدن په غړو او د هغوى په دندو نه پوهېږي. زما په هاند چې زموږ ماشومان او تنکي ځوانان بېله سترگو، پزې، خولې او غوږو بل څه نه پېژني. وروستۍ پوښتنه داده چې په کال کې څو ځله موږ او تاسې د خپلو ماشومانو سره ژوبڼ ( باغ وحش ) ته ځو، د څومره څارويو نومونه مو ورښودلي دي، څومره څاروي ئې په ژوندي ډول ليدلي نه په عکسونو کې. زه فکر کوم چې ډېرۍ تنکي ځوانان درې حيوانات خر، سپئ او غوئى ښه پېژني ځکه چې له موږه هره ورځ دا درې کلمې په خپله پته اوري. نيوکې ډېرې دي خو اړينه دا برېښي چې هم ميندې او پلرونه او هم د ښوونې او روزنې ( پيداگوژۍ ) کارپوهان د حل ﻻرې ولټوي ، او د ځوانانو د لا ښې روزنې او پرمختگ لپاره پيداگوژيکې څېړنيزې ليکنې او عملي کار وکړي او د نړيوال جال ( انترنټ ) نه په پراخه پىمانه گټه پورته کړي .
ددې ټولو پوښتنو او نيوکو مطلب دادي چې هر انسان په ځانگړي ډول سره تکا مل او پرمختگ کوي په خاصه توگه تنکي ځوانان چې د دوى هر اړخيزه وده يو له بل سره په هېڅ ډول د مقايسې وړ نده.
ددې لپاره چې د ځوانانو په سالمه روزنه کې مو په ښه ډول برخه اخيسې وي بايد څو فاکټورونه ( عاملونه ) له ياده ونه باسو، د هر انسان په تېره بيا د ځوانانو پر تکا مل باندې درې اساسي فاکټورونه ډېره زياته اغيزه لري، چې عبارت دي له: داخلي، خارجي او خپل ځاني.
لومړئ : د ننه ( داخلي ) فاکتور
هر ماشوم دې نړۍ ته له خپلو امکاناتو او محدوديتونو سره راځي،يو ماشوم کېداى شي له هره اړخه تندرست اوسي ولې بل ماشوم کېداى شي معيوب يا کمزورئ پيداشي، خو هر ماشوم له ځانه سره د مور او پلار يو شمېر خصوصيات او استعداد په ارثي ډول راوړي، چې دا دده ذاتي داخلي فاکتور دى چې دده په تکامل کې ټاکونکې اغيزه او رول لري .
دوهم:باندنئ ( خارجي ) فاکتور
هر انسان په يوه ټاکلي چاپېريال کې منځ ته راځي او د ټاکلو شرائيطو لاندې ژوند کوي. نو دغه چاپېريال هم دده په تکامل باندې پوره اغيزه کوي. د مثال په توگه، هغه استعداد چې يو ماشوم ته له پيداښته ورکړل شويدي، پدغه محيط کې چې دى ژوند کوي گټه ورنه اخيستلاى شي او که نه ؟ ايا د تعليم امکان لري، مور او پلار ئې څه کاره دي، ايا په يوه داسې سيمه کې ژوند کوي چېرته چې په نږدې واټن کې يو منځنئ ښوونځئ هم نه پيداکېږي او که د استقلال يا حبيبې لېسو ته مخامخ اوسي او په شخصي موټر کې مکتب ته ځي او راځي، او داسې نور…. پاته دې نه وي چې د يوگوني او دوه گوني کولتور اغيزې هم په خارجي فاکتور کې راتلاى شي.
له بله پلوه که يو ماشوم د چرنوبل په سيمه کې دنيا ته راغلئ وي ښکاره خبره ده چې د راديواکتيف وړانگې ئې په استعداد او ذاتي خصوصياتو تاثير لري. او يا هغه ځوانان چې په دا راوروسته دريو لسيزو کې په افغانستان کې دنيا ته راغلي چېرته چې نړيوالو زورواکانو د خپلو وسلو د ازمايښت لپاره په پوليگون بدل کړئ او دا دوه وروستيو کلونو کې چې د کوکونارو د بوټي گواکې د له منځه وړلو په موخه په افغان ولس باندې د ځمکې او هوا له لارې نامعلوم زهرلرونکي مواد چې کېمياوي ترکيب ئې افغاني کېميا پوهانو ته معلوم ندئ ، شيندل کېږي. چې داهم د انسان په روغتيا او ودې باندې د ناوړه او منفي اغيزو سبب کېداى شي.
له دېنه پرته د انسان په ژوند کې ځنې مهمې او بحراني پېښې چې خواشيني او يا خوشالي منځته راوړي له خارجي فاکتور سره مخامخ تړاو لري: لکه نه رغېدونکې ناروغي، د مور او پلار جداوالئ ( طلاق )،د کورنۍ د غړو مرگ، ژوبله او داسې نور د ځوانانو په روان او پرمختگ کې په لويه کچه بدلونونه منځته راوړي، خو ځنې نورې د خوشالۍ پېښې ځوانان مثبت لور ته هڅوي، لکه د ديپلوم اخيستل، لومړئ معاش، د موټر چلولو لايسنس، واده کول، په کور کې د ماشوم زېږېدنه او داسې نور…
په لنډ ډول دا ټول او ډېر نور هغه خارجي فاکټورونه دي چې د ټولو انسانانو او په ځانگړي ډول د ځوانانو په وده او تکامل باندې ښې او بدې اغيزې لري .
دريم : خپل ځاني فاکټور
خپل ځاني فاکټور مانا داده چې خپله راتلونکې پخپله تعينول. يو شمېر ځوانان شته چې د خپل رشد او تکامل لورئ پخپله ټاکي، د خپل زيار او خپلو مټو په برکت يو مسلک تعقيبوي، څېړنې کوي، خپل مسلکي مهارت لوړوي، خپله خرچه پخپله پيداکوي، د واده لگښتونه په خپله غاړه اخلي، او د ژوند په ډېرو برخو کې خپل ځاني درېځ او فکري استقلاليت لري، چې متاسفانه ددې استعداد خداى پاک هر چاته ندئ ورکړئ.
بله خبره داده چې د ځوانانو په روزنه کې بايدد هغوى پرمختگ او تکامل په شپږو برخو يااړخونوکې له ياده ونه باسو.
لومړئ: بدني يا جسمي اړخ
د انسان بدني تکامل د هغه د جسمي او بدني رشد او نمو او يا وروسته پاتېوالي څخه عبارت دي.
دبدن ټول حرکتونه او د ځينو حواسو چې د ليدلو او اورېدلو ( سترگې او غوږونه ) په ذريعه سره سر ته رسېږي پدې برخه کې د غور او بحث وړ دي. د انسان د بدن د حرکتونو وده او نمو په دوه ډوله ده :
الف : د غټو حرکتونو وده
د غټو حرکتونو پرمختگ او وده دغړو ( عضلاتو ) په مرسته سرته رسيږي چې د بدن اساسي توازن ( بلانس ) منځ ته راوړي، لکه پښې او لاسونه چې په کښېناستلو، درېدلو، خاپوړو او گرځېدلو کې ورنه گټه اخيستل کېږي .
ب : د وړو حرکتونو وده
واړه حرکتونه د لاسو او گوتو په مرسته اجراکېږي. دا خوځښتونه په زړه پورې خپل ځانگړيتوب لري او د بدن خوځنده ( ډيناميکي ) حالت بشپړوي. د موسيقي آلاتو په غږولو کې، ليکلو، خطاطۍ، نقاشۍ، گنډلو، اوبدلو، زرگرۍ او نورو کې د گوتو او لاسونو حرکتونه خورا آړين او د اهميت وړ دي. که چېرې د ځوانانو دا ټولو حرکتونو ډېره يا لازمه وده نه وي کړې نو گناه د ميندو او پلرونو ده، چې دوى باندې ئې په ماشومتوب کې د گوتو، لاسونو او پښو ځانگړي حرکتونه ندي تمرين کړي، چې کېداى شي په راتلونکي ژوند کې د ډېرو بدني نيمگړتياوو سبب وگرځي.
په بدني برخه کې يوه بله موضوع چې ډېره پاملرنه بايد ورته وشي هغه بيولوژيکي وده ده، په خاص ډول تنکي ځوانان د خپل ژوند پدې مرحله کې بيولوژيکي بنسټيز بدلونونه په خپل بدن کې ويني او حسوي ئې .
د مثال په توگه، د نجونو مياشتنۍ ناروغي منځته راځي، په ټټر کې ئې لوړه او ژوره ( تيونه ) پيداکېږي.
هلکان هم له جنسي اړخه په ځان پوهيږي، شونډې ئې تورېږي، يو ځاى بل ځاى د پېغلو خواته ورگوري او تخمونه ( سپرمونه ) ئې هم له بدن نه د راوتلو انرژي او علاقه پيداکوي. د بيولوژيکي تغيراتو سره سم د ځوانانو جلدي ستونزې هم د يادولو او پاملرنې وړ دي. په نوموړې مرحله کې نجونې په ډېره پيمانه د مور او هلکان د پلار پا ملرنې او مرستې ته اړتيا لري، تر څو ځوانان له بيولوژيکي او جنسي پلوه ښه او معقوله روزنه او اړين مالومات تر لاسه کړي .
دوهم: دماغي اړخ
د انسان دا برخه له دماغي، فکري او حافظوي ودې څخه عبارت ده. او همدا ډول د ژبې رشد هم د دماغي اړخ يوه برخه تشکيلوي، ځکه چې فکرکول او ژبه يو له بل سره ډېر نږدې تړلي دي، فکرکول بې ژبې او ژبه بې له فکرکولو امکان نلري .
تنکي ځوانان د خپل عمر پدې مرحله کې فکري ثبات پيداکوي او غواړي چې هر څه په منطقي ډول وڅېړي او له ځان نه مشرانو سره په بيلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.مشرانو ته لازمه ده چې د دوي دليلونه په غور سره واوري او د هغوى ټولو پوښتنو ته په جدي ډول ځوابونه ورکړي او هېڅکله خپله حوصېله د لاسه ورنکړي. په دې ترتيب سره بايد ځوانانو ته په ثبوت ورسېږي چې دوى هم شخصيت لري ، نظر،وړانديز او دليل ئې اورېدل کېږي .
دريم : ټولنيزه برخه
په يوه چاپېريال يا ټولنه کې د يو انسان راشه درشه د نورو انسانانو سره – دټولنيز تکامل څخه عبارت دي.
يوازې ځوانان نه بلکه هر انسان بايد په ټولنه کې د نورو سره ښه برخورد او دوستانه ناسته، ولاړه زده کړي.
ټول انسانان، په ځانگړي ډول ځوانان بايد په ټولنه او خپل چاپېريال کې د نورو خلکو موجوديت تائيد او ومني او همدا ډول د ټولنې د نورو غړو لخوا بايد دوى د تائيد او منلو وړ وي. په ټولنيزه برخه کې د ځوانانو سره د مور، پلار، خپلوانو، ښوونکو او همزولو اړيکي د ټولنيز تکامل او پرمختگ لپاره ډېر زيات ارزښت لري. پدې برخه کې تنکي ځوانان له بل هرچانه زيات له خپلو همزولو او هم ټولگيو سره د اړيکو درلودل مهم او په زړه پورې گڼي. له مشرانو مور، پلار، کاکا، ماما او نورو څخه د هرې ورځې په تېرېدو خپل واټن زياتوي. هر هلک کوښښ کوي چې يو ملگرئ ولري او هره نجلۍ پدې لټه کې وي چې ځانته د راز و نياز لپاره خورلڼه ( خواهرخوانده ) پيداکړي، خو د پام وړ ټکئ دادي چې تنکي ځوانان په ټولنيزو مناسباتو کې ثابتې او دوامدارې اړيکې نه ساتي، په کور او ښوونځي کې جنگ او جنجال کوي، ډېر ژر د نورو سره مينه او ملگرتيا پيداکوي، او دا ملگرتيا هم ډېره نه اوږدېږي او داسې نور… چې دلته هم د مشرانو او په ځانگړي ډول د مور او پلار پاملرنه د اهميت وړده .
څلورم : شخصي يا ذاتي اړخ
د انسان شخصي تکامل او وده د هغه د ذاتي هويت، طبيعت، ارادې او شخصيت په جوړولو سره منځ ته راځي. ددې په څنگ کې د انسان د شخصي ارزښتونو ( نورمونو )، شخصي اندازو ( مقياسونو ) او د ښځينه يا نارينه خصوصياتو رشد او وده د يو تنکي ځوان په شخصي يا ذاتي پرمختگ کې ستر رول لوبوي. تنکي ځوانان له ذاتي پلوه د خپل شخصيت په باره کې مطمئن نه وي، خپل ځان ورته له نورو مهم ښکاري، يوازې خپل ځان ويني، ځنې وختونه بې تفاوته او سرزورئ وي او غواړي چې پر هر چا خپله خبره ومني، دا ټول د تنکيوځوانانو خصوصيات دي ،چې په خپل وخت ئې اصلاح او پا ملرنه پکار ده.
پنځم : احساساتي اړخ
د احساساتو تکامل د ټولنيز او شخصي پرمختگ سره ډېر نږدې اړيکي لري. د انسان احساساتي تکامل د هغه د ابتدائي باور او مصئونيت د حسونوله پرمختگ او ودې څخه عبارت دي.
پدې برخه کې د مشرانو، ښوونې او روزنې د کار کونکو لپاره يو څو ټکي ډېر مهم گڼل کېږي :
الف : د ماشومانو او ځوانانو درک او حسونه کولاى شي چې وده وکړي ؟
ب : دا حسونه په څه ډول وده کوي ؟
ت : دغه حسونه کومو شرائېطو ته ځواب وېلاى شي ؟
شپږم : جنسي اړخ
جنسي تکامل د جنسي راشې درشې، بدن او هوسي ( شهوتي ) نږ د ې اړيکو د ودې او نمو څخه عبارت دئ .
انسان د خپل تکامل په ټولو پړاونو کې د خپل بدن لوړې او ژورې ( د بدن جنسي او تشويقي برخې ) د خپل مېتود، صليقې او مالوماتو له مخې په مختلفو کچو او ارزښتونو کې لټوي او تر مطالعې لاندې ئې نيسي .
ځوانان بايد لازمه جنسي روزنه تر لاسه کړي او اړينه برېښي چې تنکي ځوانان د خپل بدن د ټولو غړو په هکله مالومات ولري او په ځانگړي توگه د بدن هغه برخې چې پر جنسي اړيکو باندې په مخامخ يا غير مخامخ ډول اغيزې لري. که چېرې ځوانان يو ښه او منل شوئ جنسي فرهنگ ولري نو دا ددوى او د هغوى د راتلونکو ماشومانو په روغتيا او سالمه وده کې خورا ډېر مثبت رول لوبولاى شي.
هيله من يم چې ټولې ميندې، پلرونه او ښوونکي د ځوانانو د لا ښې روزنې لپاره په خپلو پيداگوژيکو مهارتي مېتودونو کې د پرمختگ د روان پوهنې رول او ارزښت له پامه ونه غورځوي. مننه .
اخځونه :

۱. مېتوديکي مهارتونه ( هالنډي ) A.C.Verhoef
۲. لومړنۍ زده کړې ( هالنډي ) M. van Eijkeren
٣. زموږ ښځو ته ، انسيکلوپېديا ( روسي )

٤ پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزئ ځدراڼ ، د چرنوبيل هستوي پېښې شل کلن تلين ( لکچرنوټ)

دوکتور ظفر لرغون – هالنډ

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: