د انارو له دې (۱۰) روغتيايي ګټو خبر یاست؟
انار زموږ د وطن ډېره عالي او خاصه مېوه ده، د کندهار انار د نړۍ بهترين انار دي، ښه کيفيت لري او د ځانګړي مقام لرونکي دي. پدې ليکنه کې د انارو په ځانګړنو او روغتيايي ګټو درته معلومات وړاندې کوو، انار جنتي مېوه بلل کيږي او ډېرې ګټې لري.
۱ ـ د مفصلونو (هغه بندونه چې هډوکي پکې له يو بل سره وصل وي) درد د لوی عمر په خلکو کې زيات وي، چې ښه تداوي يې په انارو کېدای شي. همداراز د دې مېوې په خوړلو سره ستاسو هډوکي قوي کېږي.
۲ ـ زيات تحقيقات په ډاګه کوي چې انار د سرطان په مخنيوي کې مهم رول لري، ويل کيږي چې انار د سرطاني سلولونو تومورونه له منځه وړي.
۳ ـ د وينې لوړ فشار کنټرول ساتي او د زړه له ناروغيو مخنيوی کوي: د انارو اوبه په زياته کچه انټي اوکسيدونه لري، دغه ترکيب د زړه او رګونو د روغتيا لپاره زيات ګټور دي، انټي اوکسيدونه رګونه خلاصوي او د وينې جريان نورمال ساتي.
څېړنې وايي چې که دوه اونۍ مسلسل د انارو له طبيعي اوبو ګټه واخستل شي، د وينې لوړ فشار نارمل کوي.
۴ ـ د ملکې مارګرېټ د پوهنتون څېړونکو معلومه کړې چې انار په بدن کې د خوشالۍ هورمون پياوړی کوي، دا هورمون د فرد غم لرې کوي او حوصله زياتوي.
۵ ـ د حافظې لپاره ګټور دي: د انارو اوبه له (Polyphenol) پولي پنلونو ډکې دي چې دغه ماده د حافظې لپاره ګټور ده او دغه راز د شعور په پراختيا کې هم رول لري، ذهني فشار، خپګان او نور مسايل حافظه کمزورې کوي او څېړنې ښکاره کوي چې د دې مشکل د مخنيوي ښه طريقه د انارو خوراک دی.
۶ ـ انار چې په زياته اندازه سي ويټامين لري د پوست په ښکلا کې فوق العاده رول لري، دغه راز په زياته اندازه انټي اوکسيدونه، فلانويډ لري چې د ژر زړښت مخه نيسي او د پوست ګونځې له منځه وړي.
۷ ـ انار کولی شي د وېښتانو فوليکولونه تقويه کړي، له يوې خوا د وينې جريان نارمل کوي چې وېښتانو ته ښه وينه رسيږي او له بل لوري د وېښتانو د تقويي لامل کيږي.
۸- انار د کلمو او سږو له روغتيا سره مرسته کوي، په هضم کې مرسته کوي او د کلمو حرکات منظم ساتي.
۹- که غواړئ داسې څه وخورئ چې اشتها مو زیاته کړي، نو انار ښه مېوه ده؛ په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره! تاسو کولای شئ چې خپلو ماشومانو ته له ډوډۍ مخکې د انارو اوبه ورکړئ، څو وروسته له ډوډۍ خوړلو پوره خوند واخلي.
۱۰ ـ کم خوني هغه وخت رامنځ ته کيږي چې د وينې سره کورويات ژيړرنګه شي، دا چې انار په زياته اندازه اوسپنه لري، د کم خونۍ درملنې لپاره ګټور دي.