د الله درګاه | لنډه کیسه
حکایت دی چه وایي یو پادشاه یو درویش او فقیر، بې ګناه زنداني کړ خو د شپی یې خوب ولید، چې غریب زنداني بی ګناه دی. پادشاه دستور ورکړ او زنداني یې خوشې کړ او هغه یې ځان ته راوغوشت او ډیر یې نوازش کړ . او هغه ته وویل چې زما نه یو حاجت وغواړه، درویش وویل : هغه خدای چې په نیمه شپه کې یې ته د خوبه راویښ کړې، تر څو ما آزاد کړي او تا ته یې د عبرت ټکان درکړ، دا ډیره د نامردۍ خبره ده، چې زه د هغه درګاه پریږدم ، او د بل چا له درباره څخه څه وغواړم .
د فارسی حکایاتو څخه په پشتو ژباړه
ژباړن :سید عبیدالله نادر