د اقلیمی بدلون د اونـۍ په مناسـبت

(د اقلیمی بدلون د نړیوالې اونۍ په مناسبت)

د اکتوبر له ۱۹مې څخه تر ۲۵مې پورې یوه اونۍ؛

ټولې نړی د اقلیمی بدلون د هفتی( Global Climate Change Week) په نوم نومولی ده. دا د اندیښنې وړهغه بدلون ته اشاره ده چی د نړی تودوخه کال په کال زیاتیږی، چې پایله یې ټول بشریت ته زیان اړوونکی ده. دچاپیریال پوهنی دڅانګې څیړونکی او علمی مراکز په دغه اونۍ کې په دې هلکه علمی مقالی نشروی او دغې مسئلې ته د نړیوالو پاملرنه رااړوی. دملګرو ملتونو دچاپیرال ساتنۍ پروګرام(UNEP) هم ددغې اونۍ په بهیر کې ځانګړی علمی برنامی او نړیوالوته سپارښتونه اوروي. په افغانستان کې هم ددغې اونۍ په مناسبت غونډې جوړې شوی، دا په داسې حال کې چې افغانستان دغه منفی بدلون کې ډیر اغیز نه لری، ځکه دغه هیواد نه خطرناکی وسلی تولیدولای شی او نه ډیرزیات صنعتی مرکزونه لری او نه هم د ګلخانه یی (شین کوریزو)ګازونو دایجاد عوامل پکې شته، خو د اقلیمی بدلون له بدو اغیزو متاثر هیواد دی.

چاپیریال ساتنه د ژوند د بقا او د رغتیا د ډاډمنتیا په توګه د ساینس موضوع ګرځیدلی ده او نن ورځ ډیری علمی څیړنی همدی موضوع ته وقف شوی دي. دا ستونزه په عادی ډول لاینحله فکر کیږی،خو له نیکه مرغه علمی څیړنو دغی ستونزی ته د حل لاری موندلی دی او د هرچا مسئولیت یی هم روښانه کړی دی. د چاپیریال ساتنه نن ورځ د یوې علمی څانګی په توګه تبارز موندلی، نو ځکه په ګڼ شمیر هیوادونو کی یی د ښوونځیو او پوهنتونو په رسمی نصاب کی ورته ځای ورکړی دی. په دغه مقاله کی موخه داده ترڅو په ټولنه کی هغی ته د عامه اذهانو را اړولوکی مسولیتونه څرنګه تر سره او ټولنی ته ددی موضوع اهمیت څرګند کړو:چاپیریال ساتنه او د چاپیریال ککړتیا د ټول بشریت مشترکه ستونزه ده. د همدی اهمیت له مخی ملګرو ملتونو دغه موضوع په یوویشتمه پیړی کی په خپله اجنډا کی شامله کړی او کلیزو کی یی یوه اونۍ په همدی نوم، نومولی ده. د چاپیریال پوهنی له مخی؛ چاپیریال دوه برخې لري : یویی بیولوژیکی یا ژوندی او بل یی فزیکی یا نا ژوندی. هر ژوندی موجود له خپل شاوخوا محیط سره اړیکی لری چی دا اړیکی د ایکالوژی د علم د مطالعی ساحه جوړوی .
یو شمیر پوهان د ژوندی او نا ژوندی محیط ترڅنګ د فرهنګی محیط یادونه هم کوی .
دا ډیره مهمه ده چی دانسان چلند اوسلوک له چاپیریال سره په معقول اوعلمی بڼه وی، پرته له هغه به دهوا ککړتیا، داوبوککړتیا، غږیزه ککړتیا اوآن دا چی مطلقآ دخاوری او اوبوزهری کیدلوخطر، د اقلیم تودیدل او د دښتی کیدوستونزه او داسی نوری ستونزی راپیداشی. لومړی ځل په(۱۹۶۲)م. کال کی دایل کارسون دغلی(خاموش) پسرلی په نوم دخپلی علمی څیړنی په اساس یوکتاب خپور کړ، چی په هغه کې یې د(DDT ) دزیانونوپه هکله خبرداری ورکړ. هغه کی دیو شمیرزهری مضری موادو او په تیره د ډی.ډي.ټي د استعمال منفی تاثیرات ښودل شوی و،وروسته ګن شمیر علما دی ته ځیرشول چې د انسانانو یرغل په طبیعت باندی نه اټکل کیدونکی زیان اړونکی نتایج لرلای شی( همدا اوس یو ځل بیا؛
دکرونادخپریدو پرمهال ساینسپوهانو په ډاګه د دغه ناوړه یرغل او د ژویو په هبیتات کی د مفطرطې مداخلی پرناوړه اثراتو اعتراف وکړ) . له نن څخه نیمه پیړۍ وړاندې ساینسپوهان له چاپیرال سره د علمی او معقول چلند په فکرکی شول .

( د استوګنی چاپیریال)

وروسته بیا په (۱۹۷۲) م. کال کی په سویډن کی( د استوګنی چاپیریال) ترعنوان لاندی یوکنفرانس دایرشو .
دغه کنفرانس ژوند چاپیریال ترعنوان لاندی یو ه نړیواله اعلامیه هم تصویب اوخپره کړه . له هغه راهیسی بیا ترنن ورځی پوری بشریت ددغی مهمی حیاتی موضوع په هکله ډیری لاری چاری ولټولی اوله نیکه مرغه ترډیره پوری یی ډیری ښی دحل لاری هم وښودلی . دبیلګی په توګه: په (۲۰۰۹)م. کال کی دډسمبر په ۱۸مه د ډنمارک په کوپنهاګن کی د چاپیریال اونړی داقلیم په اړه یونړیوال کنفرانس دایرشو.په دغه کنفرانس کی چاپیریال ته په ورپیښوګواښونوخبری وشوی او دنورو تدابیروترڅنګ دانرژیکی منابعو، سون او فضله توکیو او دهغو دکمښت دامکا ناتو په هکله یی ډیری ښی مشوری ورکړی .مثلا:دتیلواوډبروسکروپرځای دلمرله انرژی څخه استفاده اوځنګلونوساتنی ته پاملرنه او داسی نور. موخه ورڅخه د زمکې دشنه فرش ساتنه او د پاکې انرژۍ مصرفول و.

په ځانګړی توګه هم یو شمیر هیوادونو په انفرادی توګه د چاپیریال ساتنی ، د نړی د اقلیم او منابعود نه ویجاړیدو په هکله کارکړی، لکه : جاپان .چین . هسپانیه. او روسیی . ځینی وخت مشخص هیوادونه (په تیره اته لوی صنعتی قدرتونه ) دی ته بلل شوی دی چی په خپلوبرناموکی تجدید نظروکړی. یوشمیرهیوادونوکی څوڅوځله خلکو دخپلی راتلونکی اندیښنی له مخی لاریونونه کړی اوصنعتی هیوادونو څخه یی غوښتنه کړی، چی په دی برخه کی دراتلونکی نسل لپاره د پاک چاپیریال د ساتلو موضوع په پام کی ولری او دچاپیریالی حقایقو، دهوا او اوبوککړتیا .دژوند دتنوع دمحدودیدو،د نړی تودیدو(Global warming) په هکله یی غږ اوچت کړی دی. دغه لړی د ملتونو د شعور د پوخوالی او د اوچتی پوهی ښکارند وی ده . اوس د علمی څیړنیزومراکزودهلو- ځلوترڅنګ، په خپله خلکوهم د چاپیریال ساتنی غورځنګ پیاوړی کړ دی او د علمی برناموملاتړیی کړی دی.
په حقیقت کی ددغی پدیدی په وړاندی هر هیواد اوهم ټول بشریت اوهم هرهیواد اوان د دی خاورین غونډاری هرفردجلاجلامسئول دی. سوال دادی چی مونږافغانان له دی څخه څومره خبر یاستو او دی خبری ته څومره ځیریاستواوڅومره موخپل مسولیت درک کړی دی ؟
ترهرڅه دمخه دا د خلکو پوهی پوری هم اړه لری ، باید یادونه وکړو چی دخلکو دعمومی پوهی داوچتیالپاره با ید مطبوعات اوروزنیزپروګرامونه پرله پسی معلومات خپاره کړی. باید یوپراخ کمپاین د چاپیریال ساتنی په اړه پیل شی.
نن ورځ یواځی چاپیریال پیژندنه، د چاپیریال پاک ساتل ، دککړتیا دعواملوپه نښه کول او د هغو لپاره تدابیردبحث موضوع نه ده،بلکی دچاپیریال مدیریت ،د چاپیریال اقتصاد اوګڼ شمیرنوری علمی څانګی هم ایجاد شوی دی چی په دی برخه کی کارکوی.

چاپیریال ته ګواښ او یو شمیر حقایق

ساینس پوهانوته ثابته شوی چی دککړونکوپه واسطه نه یوازی داچی خاوری، هوا اواوبه خپل کیفیت له لاسه ورکوی، بلکی یوه اغیزه یی دهوا تودیدل دی. دشمالی قطب دکنګلونوویلی کیدل، دسمندرونوداوبودکچی لوړیدل، د نړی دتودیدوبیلګه ده ،دساینسپوهانویوه ویره داده چی دګرینلند دکنګل کتلی (Green land icecap) به چی کله دتودوخی له امله ویلی شی اوتازه اوبه یی مخ په سمندرونواومخ په برتیانیا اواروپا راشی او دلته به تودوخه لوړه شی (د دی معنا دانه چی داپیښه به ډیرژرواقع شی خودیوی اوږدی راتلونکی مودې په ترڅ کی یی امکان شته) ، دفوسیلی موادو(دلرغونوزمانودژویو،ونو،اوبوټوپاتی شونی) سوځول دهواپه تودیدویوبل اغیزمند فکتور دی . دهغو د سوځیدوله امله به په هواکی Co2زیات شی ټول شین کوریزګازونه دځمکی پرسریوه طبقه اوپوښ جوړوی اوپه نتیجه کی دځمکی له مخ څخه پورته کیدونکی تودوخه او دلمروړانګوغبرګون را ایساریږی اوتودوخه لوړیږی. له Co2سره یوځای Coاو So2،No2.Hcمضره ګازات پرانسانانودبدی اغیزی ترڅنګ د ونو،بوټودودی توان هم کموی .

ساینسی مطالعات دې بدلون په هکله څه وایی؟

په (۱۷۵۰م)كال كي د Co2اندازه په هواکی ppm۲۸۰وه په (۲۰۰۰م)کال کی داندازه په سلوکی ۳۱زیاته شوی ده. علمی راپورونه وایی چی په هواکی له تیروشلومیلیونوکالوراهیسی دco2اندازه دومره نه وه زیاته شوی لکه پدی ورستیولسیزوکی چی په سلوکی څلورځله زیاته شوه . له بده مرغه ددی پیړی ترپای پوری به یی اندازه ppm۹۷۰ـ۵۴۰پوری ورسیږی ،دغه اندازه بشریت ته دزغم او منلو وړ نه ده. دغه وضعیت د دوام او تحمل وړنه ده. داسی ویل کیږی چی دی سره به یوځای د نړیوالی تودوخی اندازه په منځنی توګه دسانتی ګراد شپږدرجی لوړه شی. نوتاسی فکروکړی چی اوس که په افغانستان کی داوړی ګرمی دزغم وړنه ده که شپږدرجی نوره هم لوړه شی څومره به له زغم څخه ووځی. دشمالی کنګلونوویلی کیدلوله تیرولس زره کالونو راهیسی شروع شوی دی. دغه تودیدل په دی دومره موده کی نه احساس کیدل، خوپه شلمه پیړی کی دغه تودوخه اوویلی کیدل ډیراوچت شوی دی چی لامل یی بی سنجشه اوله حده زیات صنعتی فعالیتونه، دځنګلونوکمښت ،دترانسپورتی وسایلوزیاتوالی او دشین کوریزوګازونوتولیددل دی.

میتان هغه مرکبات دی چی دفوسیلی موادوله سون څخه تولیدیږی .له ۱۷۵۰م کال څخه راپه دی خوا ددغو ګازونو اندازه په سلوکی لس زیاته شوی ده. دناپاکه انرژۍ(دلرګیو سوځول، پلاستیک سوځول، ربړونه سوځول، دموټرو زاړه انجنونه، دکورنیوڅارویودزیاتی روزنی (دګڼومالداری فارمونوایجاد) او دوریجودکروندوزیاتیدوهم څه ناڅه بده اغیزه کړی ده). یوه برخه میتان دخوساشویوشیانوڅخه تولیدیږی نایتریس اکساید دسون وړګازفابریکو دبخارخانواوترانسپورت له امله زیات شوی دی.

که خدای (ج)مکړه دا جریان همداسی پرمخ روان وي، د اوزون طبقه کی به ایجادشوی سوری (ozone hole) به پراخ شی، دځنګلونوسوځیدل به ډیرشی ،تیزابی بارانونه به هم زیات شی،دسمندرونوترغاړی به اورښت زیات ،خوپه وچوسیموکی به اورښت کم اولویووچوکی به دصحرایی کیدونښی لازیاتی شی. داټول دځمکی پرمخ دټولواوسیدونکولپاره ګډګواښ دی .نوځکه چاپیریال ساتنه یومشترک فلسفه د ه اوهر وګړی دهغی مقابل کی مسئولیت لری.

وړاندیزیزونه
چاپیریال ساتنه زمونږ د عصر مسله ده. له همدی امله ملګرو ملتونو هغه په خپله اجندا کی شامله کړی ده. د چاپیریال دککړتیا اغیزی ټول بشریت ته یوشان متوجه ده، یعنی دایوه مشترکه ستونزه ده. له نیکه مرغه اوس د چاپیریال ساتنی په هکله ژوری علمی څیړنی شوی دی اوډیری ښی پایلی ورڅخه ترلاسه شوی دی.داسی لاری چاری اوتدابیرشته چی دهغوپه عملی کولوسره دچاپیریال ککړتیا منفی اغیزی کمولای شو،خوډیرمهمه دنده داده چی عامه اذهان په دی هکله روښانه شی. دچاپیریال ساتنی مدیریت او د مدیریت سیستم په همدی برخه کی ځانګړی مسولیت لری.
زمونږپه افغانستان کی دچاپیریال ککړونکی فکتورونوسره ګڼ شمیرخلک دچاپیریال ساتنی په هکله ډیرلږپوهه لری او د ښاروالیوموجوده تدابیرکافی نه دی .مخکی تردی چی دغه ستونزه دزغم وړله حالت څخه دنه منلووړحالت ته ورسیږی، بایدیوشمیرتدابیرونیول شی.په دی برخه کی لاندی ټکی دوړاندیزپه توګه ضروردی:
۱:چاپیریال ساتنی په اړه د خلکودپوهی اوچتوالی
۲:د ښوونځیوپه درسی نصاب کی د موضوع شاملول
۳:په راډیو، ټلویزون او نورو رسنیوکی د پیغام لرونکی پروګرامونو خپرول او له ابتذال څخه د دغو مهمو میډیایی مسایلو راایستل
۴: د شنی ساحی ساتل او د ځنګلونو احداث او بیا احیآ کول
۵:د ښاری ترانسپورټ دسیستم اصلاح او دشهری بسونوبیرته فعالو،با لقابل د کوچنیو موټرونو په شمیرکی کمښت راوستل
۶:د سون وړتوکیو د کیفیت کنټرول د ناپاکی انرژۍ پرځای د پاکې انرژۍ(بریښنا، سولرانرژی، ګاز..) څخه استفاده،
۷:د  زړوموټرو دوار دولو مخنیوی،
۸::د سړکونو اولویو لارو قیرکول،
۹:د ښاروالیو په کارکی کیفی ښه والی راوستل
۱۰: د چاپیریال ساتنی داداری دټولوتصویبونوعملی کول
۱۱:د اضافی فضله توکیو داسی ځای پرځای کول چی ککړوونکی اغیزی یی له مینځه ولاړی شی
۱۲:په ښارونوکی دبدرفت دسیستم ایجاد
په دې توګه به مو اقلاً د اوس لپاره یوڅه کړی وی، پرته له هغه راتلونکو نسلونو ته مسئول یاستو او ځواب به ونلرو.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب