اقتصاد

د افغانستان نړيواله سوداګري

سوداګري زموږ په لرغوني هيواد کې اوږد تاريخ لري په ډيرو لرغونو زمانو کې افغانستان د وريښمو لويې لارې په اوږدو کې پروت و چې ختيز او لويد يز يې سره تړلي ول.

دامير عبدالرحمان خان تر دورې پورې په افغانستان کې سوداګري د باري څارويو(اوښ،اس،خر،کچر)په وسيله تر سره کيده. د هيواد پراخو دښتو او دنګو غرونو د توکو وړل او راوړل ستونزمن کړي ول. ولې د نولسمې پيړۍ په وروستيوکې د لويو ټرانسپورټي لارو او د ريل پټليو غځولو پراختيا او جوړونه د روسانو په وسيله په مرکزي اسيا کې او د بريتانويانو له خوا د هند نيمې وچې د پنجاب (پاکستان) کې د انسانانو او سوداګريزو توکو وړل او راوړل اسانه او د سوداګرۍ بڼې ته بدلون ورکړ. دغه بدلون د افغانستان د خلکو لپاره ډيرې ناوړې اغيزي پريښوولې په داسې ډول سره چې افغانستان د روس او انګليس تر منځ د لويې لوبې((Great Game په ميدان بدل شو. په پايله کې د ډيورنډ کرښې افغانستان له بريتانوي هند څخه جلا کړ. په حقيقيت کې دغې کرښې د هيواد ولايتونه او قبايل له يو بل څخه جلا کړل او زيات شمير قبايل يې دکورنۍ جګړې، سوداګرۍ او قاچاق په موخه مصروف وساتل. د بريتانيې د سياست ښه بيلګه” بېل يې کړه ايل يې کړه. ״ له بلې خوا دغه لويې لارې د اړوندو هيوادنو او قبايلو لپاره يې د سوداګرۍ او زياتې ګټې اخيستنې امکان رامنځته کړ. د هيواد پخوانيو پاچاهانو لکه امير عبدالرحمان خان،حبيب الله خان او غازي شاه امان الله خان سره له دې چې غوښتل يې افغانستان د سوداګرۍ له لارې په يوه متمدن هيواد باندې بدل کړي،مګر د لويو لارو او د ريل د کرښو له پراخيدو سره چې هيواد يې له استعمارګرو ګاونډيانو روس او انګليس سره وصل کاو ډډه کوله.

امير عبدالرحمان خان ويل:افغانستان يو وزګوړي ته پاتې کيږي چې زمري او خرس دواړو هغه ته د حريص سترګې نيولي دي. دا ويره د دې سبب شوه چې افغانستان د ښو ټرانسپورټي لارو او د ريل د کرښې له لرلو څخه بې برخې پاتې شو.حال دا چې نړۍ د تمدن لوړې پوړۍ ته رسيدلې وه ولې تر اوسه پورې اس ،خر او اوښ د ډيرو ښو ټرانسپورټي وسيلو په څير د هيواد په ډيرو سيمو کې ګڼل کيږي.

په 1950-1970ميلادي کلونو کې افغانستان ديوې پخې حلقوي لارې څښتن شو چې هيواديې په چمن ،کندهار او تورخم کې له پاکستانه سره ،د هرات له لارې ترکمنستان او ايران سره او په بلخ کې د حيراتان بندر او په کندوز کې د شيرخان بندر له لارې له پخواني شوروي اتحاد سره وصل کړ. د کابل -کندهار لويه لار د امريکا متحده ايالاتو په مرسته، دسالنګ مشهوره لويه لار د پخواني شوروي اتحاد په مالي او تخنيکي مرسته جوړې شوې.روسيې د ننګرهار ـ کابل اوکندهارـتورغونډۍ لويو لارو په جوړولو کې هم اساسي رول درلود.افغانستان يو غرنى او په وچه پورې تړلې هيواد دى چې له بهرنۍ نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره د ګاونډيو هيوادونو همکارۍ ته سخته اړتيا لري.

له 1920ميلادي کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادنو ته صادرول.په 1920ميلادي کال کې د بريتانيې د همکارۍ نه کولو په دليل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوري د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي. په هغه وخت کې افغانستان په دې بريالۍ شو تر څو د سوداګرۍ تړون له روسيې سره لاسليک کړي چې دهغې په اساس دا هيواد کولای شي خپل سوداګريز توکي پرته له ګمرکي محصول څخه د شوروي اتحاد دجمهوريتونو له لارې بهرنۍ نړۍ ته وليږدوي. په پايله کې د افغانستان ترانزيټي لارو د هرات په شمال کې د تورغونډۍ ،بندر،حيراتان په بلخ کې او شيرخان بندر په کندوز کې پراختيا پيدا کړه او زيات افغاني سوداګريز توکي د دغو پولو له لارې او دشوروي اتحاد په اور ګاډو کې اروپا ته رسيدل. د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته اود ګډو ګټو مستقلو هيوادنو اتحاد له رامنځته کيدو سره دغه سوداګريزې اړيکې له زياتو ستونزو سره مخ شوې. دغه ستونزې وروسته له دې چې طالبانو د هيواد شمال سيمې تر کنټرول لاندې راوستلې ډيرې جدي شوې. د شپېتمې ميلادي لسيزې په کلونو کې افغانستان د سوداګرۍ يو ټرانزيټي تړون د پاکستان له هيواد سره لاسليک کړ چې د هغه په اساس افغاني سوداګريز توکي د کراچۍ د بندر له لارې او د پاکستان له خاورې څخه په تيريدو، پرته له ګمرکي تعرفې څخه افغانستان ته واردات وکړي او دهيواد صادراتي توکي نورې نړۍ ته له همدې لارې صادر کړي.

له دويمې نړيوالې جګړي څخه وروسته کله چې د لويې لوبې ځای (سړې جګړې) ونيو افغانستان له پاکستان سره ډيرې ستونزې پيدا کړې، چې په پايله کې د دواړو هيوادنو سوداګريزو اړيکو ښه پرمختګ ونکړ. د پښتونستان او ډيورنډ د کرښې مساله د دې سبب شوه چې افغانستان ډير په روسيې تکيه وکړي. روسيانو د هند سمندر ګرمو اوبو ته د رسيدو په موخه د افغانستان د لويو لارو په جوړولو کې مرسته وکړه.

امريکايانو چې غوښتل يې د روسيانو نفوذ د هندوکش د غرونو په حدودو کې وساتي،د کابل ـ کندهار لويه لاريې جوړه کړه.

سردار محمد داود خان غوښتل چې په هيواد کې د روسيانونفوذ را کم کړي نود ايران له پاچاهانو سره يې ډيرې نژدي اړېکي رامنځته کړل.په 1974کال کې ايران او افغانستان د تزانزيټ د سوداګريز تړون لاسليک کړ.دغه تړون افغاني سوداګرو ته اجازه ورکړه تر څوپه اسلام کلا او مشهد کې د وراغو له پولو او بندر عباس له لارې د فارس خليج ته ورسيږي او خپل سوداګريز توکي له دې لارې د خليج هيوادنو ته وليږدوي.

په 1975 ميلادي کال کې د ايران پاچا له بندر عباس څخه تر کابله پورې د اورګاډي پټلۍ د غځولو په موخه (2بيلونه)امريکايي ډالرو ژمنه وکړه. دغه پټلۍ يا کرښه له غزني ولايت څخه تيريدله او ايران يې له کابل سره وصلاو. دا هغه ژمنه وه چې هيڅ کله پوره نه شوه ځکه 1979ميلادي کال کې روسيانو افغانستان اشغال کړ.نور نو نه شهيد سردار محمد داود خان په افغانستان کې او نه هم د ايران پاچا په ايران کې واکمن پاتې شول. د ايران د پاچاهاۍ نظام د امام خميني تر لار ښوونې لاندې د اسلامي اوښتون په وسيله رانسکور شو. په پايله کې يې له غربي ګاونډي سره هم سوداګرۍ پراخيدو امکان پيدا نکړ. دغه بهير د جګړو په کلونو کې بدلون وکړ.په داسې ډول سره چې دسوداګريزو اړيکو انډول په بشپړه توګه بدلون پيدا کړ. نور د هيواد په سوداګرۍ کې د شمال ګاونډيانو رول هغومره نه و چې له ختيزواو لويديزو هيوادونوسره يې پيدا کړ. پاکستان د ميلونو افغان کډوالو په منلو سره اودې کډوالو ته د اقتصادي کړنو په اجازت ورکول سره د افغانستان په سوداګرۍ کې اساسي رول پيدا کړ. که څه هم په دغې موده کې پاکستان د ترانزيټ سوداګري د تړون مراعت نه کاواو د خوراکي توکو صادرول يې له پاکستان څخه افغانستان ته منع کړه، ولې بيا هم دغه هيواد تل د افغانستان لپاره د يوازينۍ سوداګريزې لارې په توګه پاتې شو. نن ورځ هم چې شرايط دومره ښه نه دي او د افغانستان حکومت هم تر اوسه په دې ندى توانيدلى تر څو خپل اقتصادي بنسټونه پياوړي کړي، پاکستان او ايران د دوو سوداګريزو ګاونډيانو په توګه د هيواد په سواګريزه راکړه-ورکړه کې ستر رول لري.

افغانستان اوسمهال 6766ميلونه نړيواله سوداګري لري چې ٪94.4 واردات او٪5.6 صادرات جوړوي. د هيواد مهم صادراتي توکي له تازه او وچې مېوې،مساله جاتو،پوستکي،وړۍ،پنبې ،غالۍ،ګيلم څخه عبارت دي او د هيواد واردات له ماشين الاتو،تجهيزاتو،نفتي موادو،کيمياوي موادو،جوړونې موادو،کاغذ،غذايي موادو،مشروباتو او نورو څخه عبارت دي.

افغانستان اوسمهال له پاکستان، هندوستان، ايران، چين، روس، امريکا، جرمني،انګلستان، تاجکستان،ترکمنستان، ترکيه، مصر،دوبۍ،سعودي عربستان او يو شمير نورو هيوادونوسره سوداګريز اړېکي لري.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: