بیولوژيجغرافیه

د افغانستان طبعیت ته مو څه کړي؟

د رستاق د زلزلئ نه نیولئ په شمال کې د سیلابونو او د بدخشان د ځمکې خویدلو پورئ، دا ټول د ځمکې او هوا سره زمونږه د بد چلند عکس العمل دي.

نړیوالو د سونامي د سیلابونو نه را پدې خوأ چې سلونو زرو خلکو ته ئې مرک ژوبله واړوله په غوڅ اکثریت سره د نړې د تودوخئ او اقلیم د بدلیدلو د دلالیلو په لټه کې شول. د نړې سترؤ محقیقینو د څیړنو او ارزونو وروسته دي پایلو ته ورسیدل چې باید د نړیوالې تودوخئ د مخنیوئ لپاره چټک ګامونه واخلئ.

په ټولو پر مختللو هیوادونو، اروپأ او په خاص ډول په برتانیه کې د هر کور مخ ته د کثافاتو د بیلرونو ایښودل شوي چې په هره اونۍ کې یو ځل د شاروالئ لخوا راټولیږئ او د ښار نه بهر لرې پرتو ځانکړې شوو ځایونو ته وړې، او د ځمکې لاندې دا ټول کثافات ښخوې. وروسته د یوې ځانګړې مودې دا کثافات چې په خوره شوئ خاورو بدلیږې، او د زراعتې ځمکو د غښتلتیأ لپاره د سرؤ په ډول کارول کیږې.

دا کړنې د ډیر پخوا نه پدې هیوادونو کې دود دي. خو دا څو کاله د مخه د کثافاتو د هر بیلر تر څنګ دوه نور بیلرؤنه کیښودل شول چې، یو د هر یوه کور د باغ نه راټول شوې پانې، خځلئ، لرګې او وښو لپاره ځانګرې شوي او دوهم د کاغذ، پلاستیک، ښیښه او د اوسپنې قوطېؤ لپاره ځانګړئ شوي.

اوسمهال د شاروالئ دوه ټیمونه په کار بوخت دي، لومړې ټیم چې په اونۍ کې يو ځل تش د کور د مخه د کثافاتو بیلرونه ټولوې او دوهم ډله په اونۍکې يو ځل د کورونو د باغونو کثافات ټولوې او بله اونۍ د ریساکل (هغه مواد چې بیرته د ویلې کولو د استفادې وړ دي. لکه: کاغذ، پلاستیک، اوسپنه او ښيښه) بیلرونه ټولوي.

د دې کړنو سره د ښاریانو تر منځ تر ډیره بریده د هوا د ککړتیا نه د ساتلو روحیه پیدا شوي، او کله چې هم د سیګرټو تشه قوطې یا د پیپسې تشه قوطې په سهواً ډول د کثافاتو په بیلر کې واچوئ او کوم چا دي دا کړنه ولیده نو د هوا او ماحول د دښمن خطاب به درته کوي.

د همدي لړې په ترځ کې د برتانیه هر موټر دولت ته د موټر د کاربنو د تولید ( د موټرو د دود رو نه چې د موټرو لوګې اوځې نو دا د ماشین په ذریع مالومیږې چې څومره کاربن تولیدوي، چې د هوا د ککړتیا سبب ګرځې) پر بنسټ مالیه ورکوئ، چې دا مالیه د سرک د مالیې په نوم نومول کیږې. او که کوم موټر د سرک د مالیې د تحویلئ نښه په ښيښه ونلرې سمدستئ د پولیسو لخوا ظبت کیږئ.

د نړې نورو هیوادونو لکه ایټالیا د پلاستکې کڅوړو په ویشلو بندیز هم لګولئ. او د برتانیا په ویلز کې چې کله هم د کوم دوکان نه سودا پیرئ نو د دوکان د پلاستکې کڅوړئ په غوښتلو باید پینځه پینسه، چې تقریبأ څلور افغانې کیږې باید یوه کڅوړه و پیرئ.

تر ډیره بریده د دي کړنو په کولو سره د عامو خلکو صحت او د هوا د پاکوالئ ډیر د پام وړ بدلونونه منځ ته راغلې.

اوس د زړو او بې کیفیتو موتړونو، خامو تیلو ، ګازو، خواړؤ او نور اومه موادو ورادولو سره به زمونږه د هیواد هوا تر کومې کچې سالمه وي؟

دهیواد اکثرأ وګړئ مرې، چې د لأمل ئې و پوښتې نو د خپل مرګې به درته وویل شي. خو اصلې لأمل به ئې سرطان وي، چې خپله مړ شوئ کس او کورنې به ورنه خبر نه ؤو.

ټولې هغه وژونکې رنځورتیاوي لکه نرې رنځ، سرطان، زیړې، ملاریأ، د کولمو او معدي زخم، نس ناسته او ورته نورې رنځورتیاوې د هوا د ککړتیأ، ګازاتو د تنفس، لوخړو او ګړدونو نه منځ ته راځئ.

د ښارونو په منځ کې د موټرو د ټایرونو سوځول چې د سږو د سرطان او تنفسې ناروغیو لامل ګرځې په ښکاره ډول په کوچنیو کارخانو او د خښتو په بټیو کې سوځول کیږئ چې لاتر اوسه هیڅ یوې دولتې او غیر دولتې اداري پدي اړوند اقدام ندي کړي.

د کالونو جګړو د هیواد مافیائې کړیو د ځنګلونو د منځه وړلو زمینه هم مساعده کړه چې تر ډیره کچه ئې د سیلابونو د راوتلو لأمِل شوي.

د نړی سترؤ قدرتونو پوځې شتون د هیواد په ګوډ ګوډ کې د هر ډول نوۍ وسلو د ازمایلو میدان ګرځیدلئ.

په باروتو ککړې هوأ او په کلیوالو سیمو کې پر هغه ځمکو چې باروت لږیدلئ او د ژمي پر مهال واورو وریدلو او په پسرلې کې د واورو د ویلې کیدلو وروسته په کلو او بانډو کې د هغې اوبو څخه چې د بارتو اثرات وجود لرې استفاده کول د رنګارنګو نارغیو زیږنده ده، چې ډیرې بیلګې ئې د ننګرهار ولایت د تورې بوړې، پچیر او اګام، خوګیاڼې، چپرهار او هسکه مینې کې د اومیدوارو ښځو د ولادت وروسته د غیر نورمالو ماشومانو زیږونه ښکاره لأملونه دې.

د طیارو څخه خروارې بمونه د تیرو دیرشو کالونو نه را پدیخوأ زمونږه په کلو او باڼډو را پریوتلئ، چې په ښکاره ډول د دومره قوي فشار په واسطه غرونه، ځمکې، دښتې او تپو تر منځ درزونه را منځ ته کیږې او وخت پر وخت د بارانونو او ذلزلو په واسطه دا تشې نؤر لرې والئ را منځ ته کوې او کله هم د یوه کوچنې فشار د واردولو په واسطه د یو بل نه شلیږې.

د بدخشان دا ناځوانه او غملړئ پیښه بې له شکه جیولوجیکې کړنه ده. خو تر ډیره کچه پورتنې لأمَلونو هم د دي غمیزې پيښې علت ګڼلې شي.

سر له ننه د هیواد مسؤلین باید د راتلونکو طبعیې پیښو د مخیوې لپاره ګړندې ګامونه پورته کړې. او ټولې هغه پستې ځمکې لکه بدخشان چې د للمې زراعت لپاره تر ډیره کچه مؤثره بریښې، کار وکړې. همداشان پر غریزې ځمکو دي د ځنګلونو د پراختيأ چارې پر مخ کړې.

د ټولو ښارئ سیمو کثافاتو د ټولو چارې چې خورا اسانې دي پلې کړې. چې د بیکاره هیوادوالو لپاره به د کار زمینۀ هم مسأعده شي.

د هیواد په کچه دي د ټولو قانونې موادو او اجناسو واردیدلو کیفت په پام کې ونیول شې او په غیر قانونې ډول دی د مجرمینو دنیولو او قانون ته د سپارلو عملې بڼه خپله کړې.

په ولسواکه نظام کې د ولس قوت مخه څوک نشې نیولئ او که هر افغان دا کړنې خپله فریضه وګنې نو تر ډیره حده به موږ او تاسې دولت خپلو کړنو ته پام ور اړولې وي، د کړنو نظارت به مو کړې وي او هم به مو د ورستنیو کرغیړنو پیښو ورته نورو پیښو مخنیوې کړې وي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: