افغانستان تاریخ

د افغانستان د خپلواکۍ جګړې پر مهال درې ستر مورچلونه

د هيواد خپلواکۍ د ورځي نمانځل او زموږ د ملت د دې ستر بري ا و وياړ د بيا بيا يادوني ارزښت يوازي په دي کي پټ نه دۍ چي پنځه اتيا کاله وړاندي زموږ د هيواد سياسي خپلواکي منل شويده ، بلکي په دي کي هم نغښتې چي ،د هيواد د خپلواکۍ تر لاسه کول د وخت د يوه داسي نړيوال استعماري ځواک څخه چي د نړۍ زياتره هيوادونه يې تر ګرټ لاندي ساتل ،د يوه داسي خوځښت پيل شو چي نه يوازي داچي زموږ هيواد خپلواکي تر لاسه کړل بلکي د نړۍ  زيات شمير هيوادونه يې د زاړه استعمار په وړاندي ودرول ، او د زاړه زبيښاک ناوړي دوري ته يې په زيات شمير هيوادونو کي د پای ټکي کښيښود. او د افغانستان تر خپوالوا کۍ ګټلو وروسته نور هيوادونه هم يو په بل پسې خپلواک شول .

د هيواد د خپلواکۍ د بيا تر لاسه کولو د جګړې پيل ، دهغې جګړې برۍ ، او د هغه بري د اغيزو په اړه په بيلا بيلو وختونو کي د بيلا بيلو څيړونکو او پوهانو له لوري څيړني او پلټني تر سره شويدي ، خود ريښتينو پيښو او د هغو پيښو هر اړ خيزه اغيزي  لا نورو څيړنو ته اړتيا لري . په دې لنډه ليکنه کي مي هيله دانه ده چي د هيواد د خپلواکۍ هر اړخيزه څيړني ته لاس اوږدکړم ، بلکي يوازي غواړم په زيات لنډون د هيواد د خپلواکۍ پر مهال د هغو دريو مورچلونو ياد را تازه کړم چي نه يوازي د انګريزي ځواکونو د پوره ماتي لاميل شوه بلکي زموږ د د وياړلي تاريخ ستر او زرين بابونه هم و ګرځيدل .

پخوا تر دې چي د انګريزانو په وړاندي  د خپلواکۍ د جګړي د دريو لويو مورچلونو ياد تازه کړم ، د يوه  مطلب يادونه اړينه ګڼم او هغه داچي ،دا به د يوه رښتني حقيقت څخه تيرۍ وي چي د هيواد خپلواکي يوازي د خپلواکۍ د جګړې په همدې دريو مورچلونو پوري رالنډ وګڼو ، رښتيا خبره دا ده چي د انګريزانو په وړاندي د خپلواکۍ جګړې لپاره  د هيواد  هره سيمه د خپلواکۍ ساتلو سنګراو د دفاع مورچل  جوړ شوۍ و . د هيواد هره برخه او هر ګوټ د انګريزانو په وړاندي د هغوۍ د ځپلو سنګر ګرځيدلۍ و . خو بر بنډه ماته او پريکړنده ګذار د هغو افغانو شازلمو په توره وشو چي د اماني دولت له خوا يې په دريو ځانګړو مورچلونو کي څارنه او پالنه کيدل .

اماني دولت د خپلي واکمنۍ له پيله  په هند کي  انګريزي واکمنانو ته وښودل چي د افغانستان نوۍ دولت د پخوانيو تړنونو لاندي د اړيکو دوام نه غواړي او په ځانګړی توګه د اعليحضرت امان ا لله خان  له خوا د مارچ مياشتي په دريمه نيټه په هند کي انګليسي نائيب الحکومه لارد چلسپورد ته يو ليک وليږل شو او په ليک کي  غوښتنه و شوه  چي د د دواړو هيوادونو تر منځ د 1905 ميلادي کال پر تړون بايد له سره غور وشي او د افغانستان خپلواکي د انګليسانو له خوا ومنل شي . اماني دولت بيله دې چي د انګليسي لوري ځواب ته وګوري ، ورسره سم يې د نړۍ د يوشمير هيوادونو او له هغې ډلي هيوادونو څخه د نو ي جوړ شوي شوروي دولت سره د ديپلوماتيکو اړيکو لپاره او هم يې د شوروي له لاري ديو شمير اروپايې هيوادونو سره د اړيکو دتا مين هڅي پيل کړې . د دې تر څنګ يې دانګليسانو سره د خپلواکۍ جګړې لپاره تيارۍ پيل کړ . په دې ترځ کي د هيواد څخه د دفاع شورا جوړه او پر دښمن د غوڅو بريدونو لپاره يې درې ستر مورچلونه(  د هيواد څخه د دفاع ختيځ مورچل ، د هيواد څخه د دفاع سهيلي مورچل  ، او د هيواد څخه د دفاع سهيل لويديځ مورچل ) او د همدې  مورچلونو د لارښوني لپاره يې د دولتي کسان وګمارل . 

لومړۍ ؛ د هيواد د دفاع ختيځ مورچل د ښاغلي سپه سالار صالح محمد خان په مشرۍ  :  

د خپلواکۍ لپاره د جګړې تيارۍ د اماني دولت د واکمنۍ د پيل  سره ملګري وې ، خو د اپريل په مياشت کي د افغاني ځواکونو منظمي او پر له پسې هڅي غښتلي او ګړندۍ شوې . د افغاني ځواکونو لومړنۍ خوځښت د هيواد د ختيځ مورچل په لور تر سره شو . سپه سالار صالح محمد خان چي د خپلو منظمو ځواکونو سره جلال اباد ته ورسيدۍ ورسره سم د سيمي اولسي ځواکونه او د خپلواکۍ جګړې لپاره سر سپارونکو زلمو د انګليسانو په وړاندي جګړې خپل تيارۍ څرګند کړ .

د هيواد په ختيځ مورچل کي  جګړه د می مياشتي په دريمه نيټه  د افغاني ځواکونو په يوه ناڅاپي حمله پيل شوه . دا بريد دومره ځواکمن او ګړندۍ و چي د انګليسي لښکرو په منځ کي يې د ويري او ډار فضا واکمنه کړه او په دې تر تيب يې د بشپړي ماتي په څير پر شا تګ ته اړويستل . افغانانو ددرنو جګړو په ترځ کي د انګليسانو پوځونه پر شاه و تنبول او د هغوۍ پاخه سنګرونه يې يو په بل پسې تر لاسه کړل . افغاني ځواکونو د يوې اونۍ جګړو په ترځ کي انګليسي پوځيان د ننګرهار د څنډوڅخه تر پيښوره داسي وځپل چي د بيا راګرځيدلو توان پکښي پاته نه شو . په ډهلي او لندن کي د انګليسي نظامي ځواکونو سمبالونکو د افغانانو دا ناڅاپي بريد او پرله پسې برۍ په اسيا کي خپلو ګټو ته د ستر او ناوړه زيان پيلامه وګڼل  ، نو ځکه يې په متقابل بريد لاس پوري کړ او په خپل ټول توان يې د هوايې او ځمکنيو ځواکونو څخه ګټه واخستل او په پرله پسي درنو بمباريو چي د جګړۍ په شاتني برخو يې تر سره کړې ، له يوي خوايې دخپلو ماتي خوړلو ځواکونو مورال لوړ کړ او له بلي خوا يې د افغاني ځواکونو د پر له پسې بريو مخه په داسي درنو بمباريو ډب  او د تورخم تر پولي شاتګ ته اړويستل  چي له يوي خوايې د لوژستيکي اړينو موادو د رسيدو مخه ونيول او له بلي خوايې د کابل او جلال اباد ښارونه تر داسي  هوايې بمباريو لاندي راوستل چي بې شميره اولسي خلک او په نوموړو  په ښارونو کي پاته سپين ږيري او ماشومان په شهادت ورسول . دا هوايې حملي دومره زياتي پر له پسې او درنې وې چي د اماني دولت يوشمير لوړ پوړو کسانو د کابل څخه يوه مصون ځای ته د مرکز د ليږلو غوښتنه وکړه ، خو اعليحضرت امان الله خان دا ډارن وړانديز ونه مانه او د جګړۍ  لارښونه يې له همدې کابل ښار  څخه د بري تر ورستېو ګړيو بشپړه کړه. 

دوهم ؛ د هيواد د دفاع سهيلي مورچل د سپه سالار محمد نادرخان په مشرۍ :

د اماني دولت د پريکړي سره سم سپه سالار محمد نادرخان د خپلو منظمو ځواکونو سره د اپريل پر 24 مه نيټه ګرديز ته ورسيدۍ . په ګرديزکي د د لويې پکتيا د بيلا بيلو برخو څخه را غلو هيوادوالو د غزا او جهاد په نيت په ډوهل او اتڼنو سره د مرکزي دولت د ځواکونو هر کلۍ وګړ او د جګړۍ ډګر ته يې د روانيدلو تيارۍ  څرګند کړ .  سپه سالار محمد نادرخان او ورسره ځواکونه يې د ګرديز په مرکز کي جګړې ته د تياري او د ځواکونو د تنظيم او تر تيب په نيت د دو اونيو لپاره پاته شول . دمۍ مياشتي په 14 مي نېټې په ټوله پکتيا کي د خپلواکۍ اخستلو نغاره ووهل شوه او د پکتيا اربکي او د سپه سالار نور ځواکونه يوځای د انګريزانو پر مورچلونو ور پورته شول  ، افغاني ځواکونو او اولسي اربکي دانګريز لښکرو ته داسي پرله پسې ماتي ورکړې چي انګريزانو يو په بل پسي  خپل  عسکر کړټونه له لاسه ورکول  د انګريزي پوځيانو يو شمير مړه يو شمير ټپيان او لږ شمبر کسانو ځانونه شاتنيو مورچلونو ته رسول ، خو د افغانانو چټکو بريدونو او د يوه عسکر کوټ څخه تر بل عسکر کوټ پوري د انګريزانو منډو او تيښتو نه يوازي  د جګړې په ميدان کي انګليسي قوماندانان وارخطا او سرګيچه کړل ،  بيلکي د جبهي تر شا ځواکونو او او د هغو لارښونکو هم  ونه شوه کړای چي د افغانانو دا ملي پاڅون او د هغو په وړاندي پيل شوې يرغل پر شا وتنبوي او يا لږ تر لږه په خپلو عسکر کوټونو کي ځانونه ټينګ کړي . افغاني ځواکونه په پر له پسې توګه د تل او واڼيو تر سيمو د انګريزانو ټولي تاڼي د خپل سر په ورکولو تر لاسه کړې ، خو هغه غوڅ او هر اړخيزه بريد چي د مۍ مياشتي په 26 مه نيټه تر سره شو ، نور نو غليم ته نه توان پاته شواو نه هيله ، ځکه يې د جون مياشتي په دريمه نيټه د اماني دولت سره د متارکي او اور بند غوښتنه وکړه .

دريم ؛ د هيواد د خپلواکۍ سهيل لويديځ مورچل د سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدوله په  مشرۍ :

د هيواد په سهيل لويديځ کي هم د خپلواکۍ لپاره د افغانانو تودې ولولې ورځ په ورځ زياتيدلې ، او د خپلواکۍ جګړې لپاره د سهيل لويديځي حوزې د بيلا بيلو سيمو اوسيدونکي د تيارۍ  په حال کي د مرکز امر ته سترګي په لار ولاړوه . اعتماد ا لدوله د کابل څخه د کندهار په لور د انګريزانو سره د جګړې د چارو د سمون په نيت  وخوځيدۍ ، له کابله د وتلو پر مهال يو څو د ګوتو په شمار کسان ورسره د بدرګې لپاره ملګري وه ، خو د وردګو ميدان او غزني تر سيمو پوري د اعتمادالدوله سره د ايله جاري لښکرو شمير تر  زرګونو کسانو زيات شو . کله چي  مۍ مياشتي په دوهمه نيمايې کي اعتمادالدوله کندهار ته ورسيدۍ دورسره ايله جاري په  زرګونو جنګياليو برسيره د کندهار او شا او خواسيمو نور په خپلواکۍ مين زلمي او د هيواد دخپلواکۍ د ساتلو لپاره سر سپارلي ځوانان د تيارسۍ په حالت کي د اعتمادالدوله د راغلو ځواکونو سره ملګري او شمير يې په لسګونوزروکسانو ته ورسيدۍ .

په کندهار کي د ځواکونو ترتيب او تيارۍ لا نه وبشپړ شوۍ چي د انګريزي پوځيانو له لوري په يوه ناڅاپي بريد کي د سپين بولدک او پښين يو شمير افغاني ساتندويان تر حملې لاندي راغلل او په يوه نابرابره جګړه کي افغاني ساتندويان  په شهادت ورسيدل ، د دي خبر په خپريدوسره د کندهار اوسيدونکو او کندهار ته د نورو راغلو زلمو په ګډون د انګريزانو سره جګړه او پر انګريزانو د بريد چاري دومره ګړندۍ شوي چي سردار عبدالقدوس خان اعتمادالدوله ته يې د ځواکونو د سمون او تنظيم موکه ورنه کړه او  بيله ځنډه يې د مۍ مياشتي په 26 مه نيټه پر انګريزانو د لښکر کښۍ نغاره واورول او د جګړې ډوهل يې وږغاوه . افغاني ځواکونه په زياتي چټکۍ د دښمن چوڼيو ته ځانونه رسول خو انګريزي پوځيانو پخوا تر دې چي د افغانانو د توري شرنګ ته ځانونه ټينګ کړي لا يې پخوا پښي د خپلو عسکرکوټونو څخه سپکي کړي وې ، همدا شان چي افغانانو د جګړې لومړېو ليکو ته يو تر بل وړاندي د رسيدلو هوس درلود هم هاغه شان انګليسي ځواکونو يو تر بل وړاندي د  تيښي کولو او ځان ژغورلوپه نيت خپلي چوڼۍ پرښوولۍ او  داسي تيښتيدل  چي ها د چا خبره لم يې په خاشه نه بنديدۍ؛  افغاني ځواکونو د انګريزانو پاخه سنګرونه يوپه بل پسې تر خپل واک لاندي راوستل  او تر کوټي ښاره يې سيمه د غليم له واک او ځواکه پاکه کړل . کله چي  فاتح افغانان کوټي ښار ته ورسيدل نو انګريزانو اماني دولت ته  د متارکې و اور بندخواست وکړ او د دولتونو تر منځ  د جون مياشتي پر  دريمه نيټه  داوربند خبر خپور شو ، چي ورسره سم د انګريزانو له  خوا د افغانستان د خپلواکۍ د منلو ديپلوماتيک بهير پيل شو . د ورستۍ يادوني په توګه غواړم دې ټکي ته د لوستونکو پام واړوم چي د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د هيواد هره برخه د انګريزانو په وړاندي د خپلواکۍ کلک سنګر او د بريد سور مورچل و  ، خو د افغانستان د خپلواکۍ جګړې پر مهال دا درې ستر مورچلونه وه چي انګريزان يې نه يوازي پر شاتګ او ماتي سره مخامخ کړه بلکي د ستر نظامي فشار په توګه يې انګريزان   د افغانستان  خپلواکۍ  منلو ته اړ کړل .، چي له نيکه مرغه د 1919 ميلادي کال د جون مياشتي په دريمه نيټه د افغانستان خپلواکي د انګريزانو له خوا د اوربند او متارکې تر نوم لاندي ومنل شوه ، او د هيواد  د سر سپارلو زلمو په سر ښندنه افغانستان خپلواک شو.

ليکوال : پوهنوال رسول باوري  -بېنوا

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close