افغانستاناقتصادجغرافیه

د افغانستان د اوبو اندازه څومره ده؟

افغانستان په مجموع کي ۱۸ ملیارده متره مکعبه تر ځمکي لاندي اوبه لري چي د همدې اوبو څخه یې د کاله ۳ ملیارده متره مکعبه مصرفیږي.
همدارنګه افغانستان د کاله ۵۷ ملیارده متره مکعبه اوبه چي د اورښتونو په پایله کي په رودونو او سیندونو کي بهیږي لري، د همدي ۵۷ ملیارده متره معکبه اوبو څخه یې صرف ۱۸ ملیارده متره مکعبه اوبه په هیواد کي د ننه مصرفیږي او پاته ۳۹ ملیارده متره مکعبه اوبه یې و ګاونډيو هیوادونو ته په وړیا توګه ورکول کیږي، په داسي حال کي چي په نړیوالو بازارونو کي د اوبو بیه فی متره مکعبه په ۱،۵ یو اعشاریه پنځه ډالره پلورل کیږي.که چيري افغان حکومت وکولای سي چي د خپلو اوبو مدیریت په ښه او دقیقه توګه وکړي، کولای سي چي د کاله ۶۰ ملیارده ډالره یواځي د خپلو ګاوندیو هیوادونو څخه تر لاسه کړي، په داسي حال کي چي د افغان حکومت ټولټال کلني مصارف ۱۰ ملیارده ډالر دي او کولاي سي چي خپل شپږ کلن مصارف په یو کال کي تر لاسه کړي، که چیري افغان حکومت په دي وتوانیږي چي نوموړي اوبه په افغانستان کي د ننه مصرف کړي، ۷ ملیونه وزګار وګړي به په دندو بوخت سي او د کاله به تر ۲۰۰ ملیارده ډالرو پوری عواید هم تر لاسه کړي، چي په دي سره به افغان حکومت اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړي او د مصرفي هیواد څخه و صادراتی هیواد ته او د مرسته غوښتونکي هیواد څخه و مرسته کونکي هیواد ته تبدیل سي.

ایران او پاکستان د کاله تر ۳۰۰ ملیارده ډالرو پوري د افغانستان او اوبو څخه د کشت او کروندو په واسطه تر لاسه کوي او ترکمنستان هم د کاله ۱۶۰ ملیارده ډالرو پوري د افغانستان د اوبو په واسطه د بریښنا د تولید څخه تر لاسه کوي.

افغان حکومت کولای سي چي د خپلو اوبو په بدیل کي د ترکمنستان هیواد څخه د بریښنا، د ایران هیواد څخه د نفتو او د پاکستان هیواد څخه د سوداګریز ترانیزیتي دهلیز د هند تر سمندرګی پوري تر لاسه کړي.”

افغان تحرک

۲۰۱۷

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: