افغانستان تاریخ

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه څلوېښت کلنې واکمنۍ ته یوه لنډه کتنه

باید یادونه وکړو چې د غازي امان الله خان دوره هم د اصلاحاتو او بیا جورولو لپاره لنډه وه او یواځې د ځینو زیربینایی موسساتو بنسټونه کېښودل شوي وو.
د محمد ظاهرشاه واکمنۍ پیل سره نړیوال اقتصادی بحران په 1933 کې پیل شو. پدې وخت په اروپا کې جرمني ، ایتالیا او په آسیا کې جاپان د نړۍ د مستعمرو له تقسیم نه ناراضه ول . هغوي خپلو نظامي وسایلو تولید لپاره خاصه توجه وکړه او په 1939 کال کې دوهمه نړیواله جګړه پیل شوه چې په 1945 کال کې د امریکا ، شوروي ، انګلستان ، فرانسې او چين په بریا سره ختمه او جرمني ، ایتالیا ، جاپان مغلوب شول.
تر 1960 کلونو پورې اروپایی هېوادونو خپل هېوادونه چې د دوهمې نړیوالې جګړې په جریان کې لکه زمونږ هېواد چې د کورنیو جګړو په وخت کې وران شوی وو، داسې وران وو ، بېرته ورغاول. البته پدې جګړه کې د رسمي ارقامو په اساس 50 میلیونه انسانان وژل شوي وو. او پر جاپان دوه اتمي بمونه هم استعمال شول.

له جګړې وروسته نړۍ په دوه سیاسي ، اجتماعي او نظامي قطبونو ووېشل شوه:
د غربي اروپا هېوادونه د امریکا متحد ایالاتو په مشرۍ د ناتو په سازمان کې سره متحد شول او شرقي اروپا د شوروي اتحاد په مشرۍ د وارسا په تړون کې سره راټول کړل شول. هریوه کوشش وکړ چې د خپل نفوذ سیمه پراخه کړي.
پاکستان چې په 1947 کال کې د انګلستان له خوا د هند او افغانستان په خاوره تاسیس شو ، له جوړېدو سره سم د انګلستان په رهبرې د سنتو او سیاتو په سیاسي نظامي تړونونو کې شامل او د امریکا او انګلیس سیاسي نظامي ملاتړ یې تر لاسه کړ.
اما افغانستان ، هند ، اندویزیا ، یوګوسلاویا او ځینې نور هېوادونه چې نه یې غوښتل په دې سیاسې نظامي پکتونو کې شامل شي ، د « ناپیلو هېوادونو غورځنګ » یې په 1955 کال کې د اندونیزیا په باندونګ کې جوړ کړ .

پداسې وخت کې د محمد ظاهر شاه پاچاهي دوام وکړ چې افغانستان د پاکستان سره د ډیورند په سر جنجال درلود ، هېڅ یو هېواد حاضر نه شو له افغانستان سره صادقانه او علني مرسته وکړي. بنا دا لانجه تر نن پورې لاینحل پاته ده . د پاکستان په جوړېدو سره افغانستان یو په وچه کې مهار هېواد پاته شو. دې غیرعادلانه فیصلې زمونږ اقتصاد ته ډېر دروند ګذار ورکل چې تر نن پورې زمونږ هېواد مجبور دی د ګاونډیو ناز واخلي.
د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې ښوونځي په هره ولسوالۍ او ولایت کې تاسیس شول خو پلرونو نه غوښتل چې اولادونه یې تحصیل وکړي. په وروستیو وختونو کې ولس له تحصیل سره علاقه پیدا کړه ، مګر بیا هم د کورنیو متخصصینو او کدرونو کمبود په هره ساحه کې احساس کېده .
افغانستان په سیمه کې لومړنی هېواد وو چې د برښنا لوی بندونه یې په ماهیپر ، سروبي ، درونټه ، کجګي ، چک ، جبل سراج او نورو ځایونو کې جوړ کړل .
د کابل پوهنتون ، د کابل د طب پوهنځي ، د ننګرهار د طب پوهنځي ، د کابل پولیتخنیک ، د کابل تخنیکم ، تخنیک ثانوي ، میخانیکي ، د زراعت ، حسابداري او صنعت انستیتوت او …. جوړ شول .
په هر ولایت کې روغتونونه ، کلینیکونه ، سرکونه ، دولتي ادارې او دفترونه تاسیس شول . د بګرامیو د نساجي فابریکه ، د ګلبهار نساجي ، د کابل په ګذرګاه کې د جنګلک د کارخانجاتو تصدي ، حجاري وبتون فابریکه، په غوري کې د سمنتو فابریکه ، د پلچرخي په ساحه کې صنعتي پارک ، په کابل کې د هر وزارت لپاره مودرنه او عصري ودانۍ چې تر اوسه استفاده ځینې کیږي لکه د باندینیو چارو وزارت ، د کورنیو چارو وزارت ، د ارګ مخ کې د دفاع وزارت پخوانۍ ودانۍ د ښوونې او روزنې وزارت ، د کانونو او صنایعو وزارت ، د سوداګرۍ وزارت ، د کرنې او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ ، د میوند جاده ، …. ټول د ظاهر شاه په وخت کې جوړ شویدي.
کابل – کندهار – هرات – اسلام قلعه او هرات تورغندي سرک ، کابل مزار شریف ، کابل ننګرهار سرک او کابل ګردیز خوست سرکونه ټول د د محمد ظاهرشاه په وخت کې په وخت کې جوړ شویدي. د آریانا افغان هوایی شرکت او باختر افغان الوتنه د هوایی ترانسپورت او د نړۍ هرګوټ ته د مسافرو رسولو لپاره تاسیس او په کابل کې د انترکانتیننتال ، کابل ، آریانا ، سپین زر هوتلونه د کورنیو اونړیوالو مېلمنو لپاره جوړ شول.
د ظاهر شاه په وخت کې د دموکراسي تهداب کېښودل شو، پارلمان ، اساسي قانون او انتخابي صدراعظم او حکومتونه مو درلودل چې زما په نظر د افغانستان خلک لا دموکراسۍ ته نه وو آماده او دا کار یې لږ له وخته نه مخکې شروع کړ.
باید وویل شي چې په یوه ګل نه پسرلی کیږي. ظاهرشاه تر ټولو با استعداده او لایق شاګردان او محصلین خارج ته د تحصیل لپاره ولیږل چې د خپل هېواد لایقه انجنیران ، ډاکتران او متخصصین شي. خو له هغوی نه یې یو ډېر لږ شمیر په خپله رشته کې تحصیل وکړ ، نورو سیاست ته مخه کړه او د سیاست مدارانو کړه وړه خو پدې تېرو څلوېښتو کلونو کې تاسو ولیدل چې حاجت یې ویلو ته نشته دی.
که د هغه د وخت ټول جوړ شوي تاسیسات وشمېرو دا فهرست به ډېر اوږد شي . خلاصه په تېرو څلوېښتو کلونو کې زمونږ تخریبونکي انجنیران او جنرالان لا ندې موفقه شوي چې د ظاهرشاه د وخت ټول جوړشوي تاسیسات وران کړي.
البته هېڅوک له عیبونو نه خالي نه دی ، هغوی چې د وطن د آبادۍ لپاره کار کوي ، حتما اشتباه به هم کوي. شاید ډېر داسې څه وي چې باید د وطن د آبادي او ترقي لپاره شوي وای ، اما د شرایطو ، اقتصادی توان ، د کادرونو د کمبود او یا د سیاسي ملحوظاتو له امله به نه وي شوي. که د پورته څلوېښتو کلونو په موده کې نړیوالې مرستې چې له افغانستان سره شویدي ، د اوسنیو واکمنانو د وخت له نړیوالو مرستو سره مقایسه کړو ، ممکن د اوس وخت د یوکال مرستې د پورته یاد شوي وخت له څلوېښتو کلونو نه زیاتې وي.

حضرت صالحزوی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: