د اسلام او لویدیځ راتلونکی
د بشریت اوسنی وضعیت
ننی انسان ددې په خاطر چې په خپل ژوند کې خوشاله وي د پخوا په څېرتل دسولې او ارامۍ په لټه کې دی،. د درېمې زریزې په پیل ۲۰۰۲ سره انسان د بل هر وخت په پرتله د سولې، ارامۍ او نېکمرغۍ په هیلو کې ژوند تېروي، چې له بده مرغه دغه هیله یې لا نه ده پوره شوې.
د شلمې پېړۍ پېښې
د شلمې پېړۍ په پېل کې نړۍ د څلورو سترو امپراتوریو په اداره کې وه:
۱- د عثماني دولت امپراتوري
۲- د روسي قیصر امپراتوري
۳- د لویې بریتانیا امپراتوري
۴- او د نمسا او مجارستان امپراتوري
د لومړۍ نړیوالې جګړې په پایله کې دا ټولې امپراتورۍ له منځه لاړې، او پر ځای یې دیکتاتور او فاشیستي دولتونه منځته راغله، چې د پېړۍ د لومړۍ څلورمې او دویمې نړیوالې جګړې پورې د دیکتاتوریو دوران دوام وموند.
۱- سټالین په شوروي اتحاد کې
۲- هټلر په المان کې
۳- موسولیني په ایټالیا کې
۴- او فرانکو په اسپانیا کې
ددغو دیکتاتورو دولتونو په سیوري کې بشریت د ظلم او ترهې سره لاس او ګریوان وه، چې له امله یې دویمه نړیواله جګړه پېښه شوه.
له بله طرفه دویمه نړیواله جګړه چې په بېځایه مالي او انساني زیانونو پای ته ورسېده، په ښکاره د دیکتاتورو او فاشیستي نظامونو پر ضد او د ازادۍ، بشري حقونو، دیموکراسۍ او نړیوالې سولې د بنسټونو رامنځته کولو په خاطر جګړه وه.
دغه جګړه چې تر شپږو کلونو (۱۹۳۹-۱۹۴۵)یې ادامه پیدا کړه، د میلیونونو انسانانو د وژنې او د بشپړو ښارونو د له منځه تلو لامل شوه، دا یوه داسې جګړه وه چې په ښکاره د ازادۍ، بشري حقونو او دیموکراسۍ د بنسټونو په خاطر رامنځته شوې وه، خو د ۵۰ کلونو تیریدو وروسته بیا هم ونه توانیدل چې خپلې موخې لاسته راوړي.
لویدیز ولې داسې یو جنګ ته اور ورته کړ چې د موخو په لاسته راوړلو یې ونه توانېد؟
لویدیز د خپلې ناکامۍ لامل کمونیزم ګڼي چې په سر کې یې د سټالین په څېر دیکتاتور ځای درلود اوهغه د دویمې نړیوالې جګړې له پاته شونو څخه وو، دا کار باعث شو چې نړۍ د سړې جګړې په مرحله کې پاته شي، دغې مرحلې له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې ادامه ومونده چې د نړیوال کمونېزم له ماتې او د شوروي اتحاد له شیندنې سره مصادف وو.
سره له دې چې په دغې موده کې لویدیز ډېرې هڅې وکړې او مهم ګامونه یې واخېستل، خو بیا هم د دویمې نړیوالې جګړې د موخو په بشپړو لاسته راوړلو کې سخت ناکام شول:
۱- په ۱۹۴۵ کې د بشري حقونو د بیانیې اعلان
۲- په ۱۹۴۷ کې د ملګرو ملتونو بنسټ ایښودنه
۳- په ۱۹۴۹ کې د بشر د حقونو او د بشر د ازادۍ بنسټونو په خاطر د ناټو جوړول!
۴- د بشر د حقونو د مبادیو اروپايي اعلان.
۵- د بشر د حقونو اروپايي تړون وضع کول.
۶- د بشر حقونو د اروپايي مبادیو پر بنسټ په ۱۹۴۷ کې د اروپا ګډ بازار جوړول چې وروسته د اروپا په اتحادیې واوښت.
شوروي اتحاد اړ شو چې ددې بدلونونو په مقابل کې د پروسترویکا او ګلاستوست سیاستونه خپل کړي، چې په پای کې د کمونیزم د غریبیدو، د شوروي اتحاد دشیندل کیدو او متحدو دولتو د له منځه تلو لامل شو.
د کمونیزم مکتب او شوروي اتحاد د له منځه تلو(۱۹۸۷-۱۹۹۰) سره هیله کېده چې بشر به د سولې، ارامۍ او د ازادۍ او دیمو کراسۍ د بنسټونو په سیوري کې ژوند کوي، خو دغه هیله تر سره نه شوه، ځکه لویدیز ددې پر ځای چې کوښښ وکړي تر څو ژوند په هغه بنسټونو ودروي چې بلنه یې ورته کوله، پر ځای یې د مقابلې لپاره د یو بل دښمن په لټه کې شو.
د نوي دښمن لټه
د ۱۹۹۰ په پیل کې د ناټو غړیو هیوادونو په غونډه کې چې په سوید کې جوړه شوې وه، مېرمن مارګرت ټېچر د انګلیس د هغه مهال صدراعظمې د ناټو د بقا د اهمیت په اړه چې اساساً د کمونیستي تړون وارسا په مقابل کې جوړ شوی وو پوښتنه وکړه، چې ایا د کمونیزم او وارسا تړون له ړنګېدو وروسته د ناټو تړون د بقا لپاره کوم مبرر شتون لري؟
مېرمن ټېچر داسې استدلال وکړ: هیڅ نظریه او فکر دخپل ځان په مقابل کې د دښمن لرلو پرته ژوندی نه شي پاتې کیدای، دلویدیز هیوادونه هم باید د خپلې بقا د ساتنې په خاطر دښمن ولري، کمونیزم او شوروي اتحاد سقوط وکړ او هغوی نور زمونږ دښمن نه ګڼل کیږي، نو ځکه باید د نوي دښمن په لټه کې شو، دغه نوی دښمن هماغه اسلام دی.
په دې لاره کې، د هغو بدلونونو په سیوري کې چې د سولې په ځای د کشمکشونو پر بنسټ جوړ شوي وو، د نړۍ په ډېرو حساسو سیمو کې جګړو اور واخیست، د ساري په توګه په فلسطین او خلیج کې جګړې، د ایران او عراق جنګ، او وروسته د عراق او کویت جنګ، او په پای کې د بوسنیا ټولوژنې او د ازربایجان او چیچنیا جګړې.
په امریکا کې د سپتمبر ۱۱مې پېښه
د نړۍ په دغسې له لمبو ډک وضعیت کې، پر ډرامې یوه نوې پرده زیاته شوه، او هغه له (۲۰۰۱، سپتمبر، ۱۱مې) څخه عبارت ده، په دې پېښه کې په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز دوه اسمان څکې ودانۍ، پنتاګون، او د واشنګټن ښار تر برید لاندې راغله.
تر اوسه په غوڅ او قانع کونکې توګه نه ده ثابته شوې چې دا پېښه د چا له خوا تر سره شوې، څوک یې تر شا وو، او پلې کوونکو له دغې ترسره کونې څه موخه درلوده؟
که عالي ټیکنالوژي او دقیقه پلانونه چې په دې پېښه کې ترې ګټه اخېستل شوې او د ټولنې عامه رایه په پام کې ونیسو، د ځینو لویدیزو استخباراتو له خوا ددغسې عمل د سرته رسونې امکان لیرې نه دی.
ریښتیا چې هر څه وي خو مونږ دغسې یو ترهګر عمل نه منو او غندو یې، او د هغو خلکو په مړینه چې د سپتمبر د یوولسمې پېښې په ترڅ کې په نیویارک او واشنګټن کې له منځه لاړل د خپګان څرګندونه کوو.
مونږ لکه څنګه چې دغه ترهګره پېښه غندو، د اسلام او ترهګرۍ تر منځ د هر راز اړیکې جوړول او د اسلام پر ضد د هر اړخیزې جګړې او د مسلمانو ملتونو د قتل په خاطر ددغه غلط فکر څخه استفاده کول هم په شدت سره غندو.
پر افغانستان د امریکا او د هغوی د تړون لرونکو هیوادونو وحشي تیری او د هغه څه ورانول چې تر دې دمه په دغه هیواد کې پاته وو، او په دې تور د بې ګناه افغان ولس وژل چې د نیویارک او واشنګټن په پېښه کې لاس لري په داسې حال کې چې د عاملینو هویت یې هم نه دی معلوم، مونږ ته د سم منطق له مخې د منلو وړ نه دی او په سختۍ سره یې غندو.
د ننیو پېښو جریان او د سړې جګړې تر پاې ۱۲ کاله وروسته، دا ټولې هغه پېښې دي چې مسلمان ملتونه یې په نښه کړي دي، په فلسطین او کشمیر کې د ترهې او ترور په کار وړلو جریان، او د ډېرو اسلامي هیوادونو جبري محاصره ، هغه دوه مخي معیارونه او په دوه جلا معیارونو د اندازه کولو سیاست دی چې لویدیز یې تعقیبوي او د مسلمانانو په قضیو کې پرې عمل کوي، دا ټول ددې څرګندونه کوي چې اسلام د لویدیز له لورې هدف ګرځېدلی، او دهغې جګړې موخه مسلمان ملتونه دي چې لویدیز په لار اچولې ده… دا ریښتینۍ همغه پایله ده چې د میرمن ټېچر له وینا سره بشپړه همغږي لري، هماغه چې اسلام دښمن دی! او همدا د لویدیز او نړیوالو لاسته راوړنو او د ازادۍ او دیموکراسۍ د سیادت تر منځ د مانع ګرځېدو اصلي اسباب یادوي.
د اسلام او لویدیز تر منځ د خبرو اترو ارزښت
که په دقت او غور سره هغه پېښې چې نن په نړۍ کې جریان لري وګورو، او که چېرې د اسلامي نړۍ سره د مقابلې او ملتونو پر ضد د جګړې او دښمنۍ د اعلان په خاطر د امریکا د متحدو ایالتونو او د ځینو لویدیزو هیوادونوهغه نقش ته پام وکړو چې د دروغجنو اسبابو په فریبکارۍ، او د دروغجنو او پوچو دلایلو راوړلو کې یې لري، نو څرګندیږي چې څنګه لویدیز خپله لیاره ورکه کړې، او د جګړې او تیري په غوره کولو سره یې د سولې له جادې کږون کړی دی.
نو ځکه سولې، امنیت، او ارامۍ ته رسېدل چې بشر هر ځای ورته اړتیا لري، ددې غوښتنه کوي چې د کشمکش او ټکر هغه جاده چې لویدیز خپله کړې او په پایله کې یې بدبینۍ او سوزونکي جګړې رامنځته کړي، باید غاړې ته کړي، او پر ځای یې د سولې او امنیت لیار چې تر بله هر وخت ورته ډېره اړتیا ده تعقیب کړي.
دغه سم روش ددې غوښتنه کوي چې:
۱- واقعیتونه وپېژندل شي او تعقیب شي.
۲- اوضاع په دقیق او سمه بڼه تشخیص شي.
نو ځکه، د اسلام او لویدیز تر منځ په دغسې مسایلو کې خبرې اترې تر بل هر وخت یوه اړینه او جدي قضیه جوړوي.
پروفیسور نجم الدین اربکان
ژباړه: ډاکټر وحیدالله مصلح