نشه يې توکي

د اسلامي شریعت له نظره د مخدره توکو د کارونې زیانونه

الحمد لله الذي ميز الإنسان وكرمه على سائر المخلوقات وأباح له الطيبات وحرم عليه الخبائث. كما يقول: «إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمْ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنْ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنتَهُونَ».[1] وقال: «وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا».[2] و یقول: «وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ».[3] والصلاة والسلام علی خاتم النبین الذی قال: «إِنَّ اللَّهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا».[4]

لنډیز: د اسلامي شریعت هغه پنځه بنسټیز مقاصد او اهداف چې د دین، عقل، نفس، پت او ناموس او مال ساتنې څخه عبارت دي، د دین د اصولو حیثیت لري او د بشریت د پرمختګ او سوکالۍ په موخه تل د دوی په حفاظت او ساتنه ټینګار کوي، د مخدره توکو د کارونې له امله زیانمن او د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ کېږي. او بشري ټولنې ته په میراث کې داسې ستر او هر اړخیزه، اخروي او دنیوي ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او روغتیایی مادي او معنوي زیانونه او ستونزې راولاړوې چې د بشر ژوند تریخ او د هلاکت کندو ته ولویږي. یعني: دلته دوه ځانګړنې دي: یو دا چې د مخدره توکو په څېر بل هیڅ شی داسې عام، شامل او هراړخیزه زیانونه نه لري، دا یواځې د مخدره توکو خصوصیت او ځانګړنه ده؛ چې له زیانونو پرته بله ګټه نه لري. او بل دا چې یواځې دا توکي دي چې د زیانونو په اړه یې بلا استثنا ټول بشریت متفق دی او د له منځه وړلو په موخه یې ټوله نړۍ په یوه خوله ده.

سریزه: اسلامي شریعت تل په دې هڅه کې دی او موخه یې هم دا ده چې بشري نړۍ له هر ډول زیانونو او ناخوالو مصئونه او په امن کې وي، د پرمختګ او سوکالۍ په لوري سوق او پر مخ ولاړه شي او د آخرت د ورځې د تلپاتې روښانه راتلونکي ابدي ژوند له نعمتونو څخه برخمن او له بدبختیو وژغورل شي.

خو یو له هغو شیانو چې بشریت زیانمن او ګواښوي او د پرمختګ او سوکالۍ په وړاندې خنډ او مانع ګرځي، د مخدره توکو استعمال او کارول دي؛ ځکه چې هغه مادي او معنوي ځواکونه او وړتیاوي چې د بشریت د پرمختګ او سوکالۍ د تحقق په موخه د الله تعالی له لوري انسانانو ته ډالۍ او له انسانانو یې د کارونې غوښتنه شوي ده، د مخدره توکو زیاتره روږدي یې متأسفانه له لاسه ورکوي، چې بالاخره بشري ټولنه د ګڼ شمیر څو اړخیزه زیانونو او ستونزو سره مخامخ کېږي.

مبرمیت او ارزښت: د مخدره توکو د کارونې زیانونه له دې امله تشریح او په ډاګه کول اړین دي چې دا یو نړیوال ناورین او ټول بشریت ته ګواښ دی او دومره ستر او هر اړخیزه زیانونه لري چې نه یواځې دا چې د بشریت د پرمختګ مخه نیسي بلکې د هلاکت په سمندر یې هم لاهو کوي.

موخې: د مخدره توکو د کارونې ستونزې او زیانونه تشریح او د ځان ژغورنې په موخه د ګرانو هېوادوالو سره شریکول.
میتود: د دې مقالې د لیکنې په مهال د استقرائی او تحلیلي څېړنې له میتود څخه کار اخستل شوی دی.

په ټولیز ډول د مخدره توکو کارونه څو اړخیزه زیانونه لري چې د ځینو یادونه یې په لاندې ډول ده:
لومړی- د نشه یي توکو د کارونې دیني زیانونه: له شک پرته د مخدره توکو کارونه د انسان دیني او معنوي اړخ (بُعد) اغیزمن او کمزوری کوي او کله، کله یې بالکل له منځه وړي او کفر ته منجر کېږي.

په ټولیز ډول د مخدره توکو کارونکي نه یواځې دا چې شرعي اوامر ضایع او نه ترسره کوي بلکې د ډول، ډول منکراتو د ترسره کولو هم مرتکب کيږي. له همدې امله ورته د (ام الخبائث) کلمه کارول شوې ده.
لکه څرنګه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: «الْخَمْرُ أُمُّ الْخَبَائِثِ».[5] شراب یعني: مخدره توکي د بدبختیو او زیانونو جرړې دي. د ځینو دغو زیانونو یادونه په لاندې ډول ده:

الف- د الله تعالی له اطاعت او په ځانګړې توګه د لمونځ څخه منعه کیدل: لمونځ چې د دین ستن، د مؤمن معراج او د اسلام او کفر ترمنځ فاصل دی د مخدره توکو د کاورنې له امله ضایع کېږي او له دیني پلوه دومره لوی زیان او ضرر دی چې جبران یې هېڅکله هم امکان نه لري او دا عیني واقعیت هم دی چې نشه یان لمونځ نه کوي الا ما شاءالله.

ب- په هر اړخیزه توګه د الله تعالی له ذکر او یاد څخه محرومیدل: دا هم له دیني پلوه ډیر لوی زیان دی چې د دې دواړو په اړه الله تعالی داسې فرمایلي دي: «إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمْ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنْ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنتَهُونَ».[6] (بې شکه شیطان غواړي چې د شرابو او جوارۍ په وسیله ستاسې په منځ کې دښمني، کینه او کرکه واچوي او د الله تعالی له یادولو او لمانځه څخه مو منع کړي؛ نو ایا لاس ترې اخلئ؟).

ج- د ایماني کنترولونکې قوې تضعیف او د مکلفیتونو د درک او احساس ځواک له منځه وړي.
د- د هر ډول منکراتو او جرایمو ترسره کولو ته هڅېدل: ځکه ډېر ځلې داسې بد، منفور او سپک جنایتونه د نشه یانو له خوا ترسره شوي چې نور یې د نومونو په یادولو شرمېږي. لکه: د خور، مور او یا د کورنۍ د نورو وژل، یا له هغوی سره بدفعلي او یا د خپلې میرمن عزت او ابرو خاورې کول او داسې نورې بدې کړنې ترسره کول.

هـ- شرم، حیا او سړیتوب (مروت) له منځه وړي: حیا چې د ایمان مهمه څانګه او برخه ده د مخدره توکو د کارونې په پایله کې له منځه ځي، عزت، پت او سړیتوب له لاسه ورکوي.

په دې اړه امام قرطبي (رحمه الله) په خپل تفسیر کې یوه واقعه نقل کړې ده، چې یو وخت یو نشه یی تشې بولې وکړې او بیا یې په دواړو لاسونو دغه بولې راپورته کړې چې مخ ورباندې پریمنځي، نو شروع شو چې ویل یې: «اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنَ التَّوَّابِينَ وَاجْعَلْنِي مِنَ الْمُتَطَهِّرِينَ».[7] (یا الله! ما له توبه کوونکو او پاکو خلکو ځینې وګرځوي).

له ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) څخه پوښتنه وشوه، چې آیا تا د جاهلیت په زمانه کې شراب څښلي دي؟ نوموړي وویل: «أعوذ بالله! فقيل له: ولم قال: كنت أصون عرضي وأحفظ مروءتي فإن من شرب الخمر كان مضيعا في عرضه ومروءته ».[8] (زه په الله ورڅخه پناه غواړم. ورته وویل شول: دا ولی؟ ده وویل: ما د خپل عزت او مروت ساتنه کوله؛ ځکه چې شراب څښونکی خپل پت، عزت او مروت له لاسه ورکوي).

و- په دنیا کې د الهي نعمتونو د زوال او د عذابونو د نزول لامل کېږي.
ز- د ناوړه او بدې آخرې خاتمې سبب کېږي: د بیلګې په توګه: علامه عبدالحق بن عبدالرحمن اشبیلي یوه واقعه نقل کړې ده، چې د زنکدن په مهال یو نشه یي ته وویل شول، چې کلمه ووایه! نو هغه د دې بیت په ویلو پیل وکړ:
(يَا رُبَّ قَائِلَةٍ يَوْمًا وَقَدْ لَغِبَتْ … كَيْفَ الطَّرِيقُ إِلَى حَمَّامِ مِنْجَابِ)
یعني: ډیر ځله د یوې (درنې) وینا ویونکی داسې بې سوره کېږي چې وایی د منجانب حمام ته لاره کومه ده؟.
همدا یې تکراروله چې دا له دنیا څخه د ده د رحلت آخرې او وروستۍ خاتمه او خبرې وې.[9]

ح- او باالآخره د آخرت د ورځې د رسوائی او د عذابونو لامل کېږي.
دوهم – د نشه یي توکو د کارونې ټولنیز زیانونه: د مخذره توکو کارونه یو شمیر ټولنیز زیانونه هم لري، چې د ځینو یادونه په لاندې ډول ده:

الف- په ټولنه کې د غلاو، جګړو او وژنو لامل ګرځي: څرنګه چې معتادین د نشو له امله سست او کمزوري کېږي، د کار کولو توان نه لري تر څو خپلې فطري اړتیاوې پوره کړي، نو هغه اړ وي چې په غلاو، چور چپاول او د نورو په وژنې لاس پورې کوي، تر څو نغدې روپۍ په لاس راوړي، چې دا کار په ټولنه کې تشنج او بې ثباتي پیدا کوي. د ټولنې خلک په ښه او بې غمه زړه خپل ژوند ته دوام نه شي ورکولای. شپه او ورځ یې په ویره او ډار کې تیرېږي، چې دا کار په ټولنه کې یو لوی مصیبت دی، همدا دلیل دی، چې نشه یان نه یواځې دا چې د ټولنې په درد نه خوړل کېږي، بلکې د هغوی لپاره ستر خطر او ګواښ هم رامنځته کوي، ځکه چې د هغوی موجودیت د جنګ، غلا او وژنې سره مترادف وي، کلی، کور او ګاونډیان یې په عذاب کې اخته وي. د ناوړه چارو مصدر دوی ګڼل کېږي. لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: «إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمْ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ…» معنی دا چې شیطان غواړي ستاسې په منځ کې دښمني او کینه د شرابو په څښلو سره واچوي. د دې آیت په تفسیر کې مفسرین لیکي، چې په نوموړي آیت کې د شرابو د څښلو ټولنیز زیانونه ښودل شوي دي، هغه دا، چې شیطان غواړي ستاسې په منځ کې بې اتفاقي او بې نظمي واچوي، ستاسې جماعت ختم کړي او شیطان د دې اراده لري، چې ستاسو په منځ کې د حسد او کینې اور بل کړي، تر څو په خپل منځ کې دښمنان جوړ شئ. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال اکثره غلاوې وژنې او جګړې معتادین سرته رسوي، چې حکومتونو ته یې ستر ګواښ پیښ کړی دی.

ب- نشه یان د ټولنې د اوږو بار او د ټولنې د تأخر (وروستی توب) لامل ګرځي: پوه، سالم او زحمت کشه وګړي د ټولنې د ترقۍ او پرمختګ بنسټیزه ستنې دي خو نشه یان د نشو له امله د کار کولو توان نه لري او له کاره غورځیدلي وي، ځکه چې نشه کول د انسان بدن کمزوری کوي او د ډول ډول ناروغیو لامل ګرځي، نو له دې امله معتادین کار کولای نه شي، تر څو خپل ځان ته د اړتیا وړ مواد پیدا کړي.

هغوی مجبوره وي، چې نورو ته د سوال لاسونه اوږده کړي، د ګدایۍ په وسیله څه رقم لاس ته راوړي او خپلې اړتیاوي ورباندې پوره کړي، دوی نه شي کولای چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي او یا خپله ټولنه د پرمختګ په لور وخوځوي، بالمقابل دوی نه یواځې دا چې د ټولنې د اوږو بار او د ټولنې د تأخر لامل ګرځي بلکې د یوې مهلکې ټولنېزي ناروغۍ په څیر د یو سالم نظام په وړاندې خنډ هم واقع کېږي.

ج- معتادین په ټولنه کې منفور او خلک ورڅخه کرکه لري: څرنګه چې په نشه کولو سره د انسان عصبي نظام متزلزل او ورځ په ورځ یې عقلي قوه کمزورې کېږي، د ښو او بدو چارو، خپل او پردي توپیر نه شي کولای، بناءً زیاتره نامشروع او بداخلاقه چارې سرته رسوي، لکه: غلا، جنګ، زنا، وژل او داسې نورې ناوړه چارې چې ټولنه ورڅخه کرکه او نفرت کوي. نو ځکه خو دوی هم په ټولنه کې منفور وي، خلک ورڅخه ښه خاطره نه لري، څوک ورسره ناسته ولاړه او ښه چلند نه کوي او نه ورسره په ورځنیو چارو کې څوک کومک او مرسته کوي، تردې پورې چې په حکومتي چارو کې هم بې برخې پاتي وي، ځکه چې دوی خپله ورسپارل شوې دنده په ښه توګه نه شي ترسره کولای. تل ستړي، ستومانه او له کار څخه د تېښتې په لټه کې وي.

د- د فحشا او بدفعلیو د زیاتوالي لامل ګرځي: دا چې نشه کوونکي د خپلې جسمي کمزورۍ له کبله د خپلې میرمن جنسي غریزه نه شي پوره کولای، د خپلې میرمې سره مینه او محبت نه کوي، نو میرمن یې له هغه څخه نفرت کوي. کومې ښځې چې د قوي ایمان خاوندې نه وي، د خپلې جنسي غریزې د اشباع کولو لپاره د پردیو سړیو سره اړیکې نیسي، تر څو خپله جنسي غزیزه اشباع کړي. دا کار د دې لامل ګرځي چې په ټولنه کې فحشا او زنا په زیاتیدو شي او زیات ځوانان مو په دغو ناوړو افعالو بوخت شي. د دې په ځای چې ځوانان مو د ښوونې او روزنې لور ته مخ کړي، د زنا، لواطت او نورو ګناهونو لور ته مخ کوي. په ټولنه کې بې ثباتي رامنځته کیږي او ټولنه د فحشاوو په سمندر لاهو کېږي.

هـ- د ټولنې د ښوونیز بهیر ټکني کیدل: د نشې کولو یو ستر زیان دا دی، چې د ټولنې د ښوونې او روزنې بهیر ټکنی کېږي، په ځانګړې توګه نشه کوونکي پلرونه د خپل اولاد ښوونې او روزنې ته پاملرنه نه کوي، ځکه چې هغه تل په دې فکر کې وي چې څنګه خپل ځان ته نشیز توکي تهیه کړي، سالم عقل او پوهه نه لري، د اولاد په وړاندې بې تفاوته وي، د اولاد ښه ښوونه او روزنه ورته بې ارزښته معلومېږي، خپل سیاست او تسلط چې یو مربي پر خپل اولاد لري، له لاسه ورکوي. او کله چې اولاد د خپل مربي له تسلط څخه خلاصون پیدا کړي، نو بیا هغوی پرته له ویرې هر چیرته او هر چا سره ناسته ولاړه کوي، چې بالآخره د هغوی اولاد غله، وژونکي، جواري کوونکي او شراب خوړونکي جوړ شي. او دا د نشه کوونکي مور او پلار له امله وي چې اولاد ته یې ورپه برخه کېږي.

و- صله رحمي او انساني عاطفه له منځه وړي: هر انسان هغه نارینه وي او که ښځینه، اسلامي او انساني اخلاق لري. لکه: مهرباني، صله رحمي، ورین او روښان تندی درلودل، د کورنۍ او ټولنې خلکو سره ښه رویه کول، خو چې کله یو څوک په نشو اخته شي، د هغه صله رحمي او انساني عاطفه صفر ته راشي، په خپله میرمن او اولاد باندې زړه سوی نه کوي، ټول عمر په دې فکر کې وي چې د خپلې نشې لپاره نشه یز توکي څنګه په لاس راوړي. هغه ته د میرمن او اولاد لوږه او تنده بې تفاوته وي.
هغه څوک چې د نشه یزو توکو په کارونه اخته وي، کومه کورنۍ عاطفه چې د خپلې میرمن او اولاد په وړاندې یې لري، هغه کمزورې کېږي، ډیر ځله داسې لیدل شوي چې په نشو اخته پلرونو خپل ماشومان په خپله وژلي دي.

ز- ترافیکي پېښې زیاتېږي: د نشه یزو موادو کارونه په ټولنه کې د ترافیکي واقعاتو ستر لامل ګڼل کېږي، ځکه چې هغه خپل عقل له لاسه ورکوي، په فکرونو او سوچونو کې دوب وي، بې اختیاره روان وي، د خپل موټر، موټر سایکل او باسیکل اداره نه شي کولای، همدا شان په نشه کوونکو خوب غلبه کوي، چې بالآخره ترافیکي واقعه رامنځ ته کېږي، چې خپله نشه کوونکی او نور هم د مرګ په خوله کې پریوځي.

ح- د کورنۍ نظام زیانمن او لړزوي: د مخدره توکو د کارونې له امله د کورنۍ د غړو ترمنځ د اخلاص، صمیمیت، محبت او باور فضا له منځه ځي، طلاق بې ارزښته ګڼل او په کثرت سره واقع کېږي، د کمکیو ښوونه او روزنه زیانمنېږي، متقابل احترام او اخلاق فاسدوي، هر څوک په خپل سر وي او د کورنۍ د مدیریت او ادارې د کنترول واګي سستېږي، د کورنۍ په دندو او مسؤلیتونو کې اختلال او ګډودي رامنځته کېږي، اختلافات او نفرتونه راټوکېږي چې بالآخره کورنۍ ته د شخړو او فقر دروازې پرانیزي او د کورنۍ په زیان او انحلال تمامېږي. او دا واقعیت دی چې د کورنۍ په زیان ټوله ټولنه زیانمنه کېږي ځکه چې کورنۍ د ټولنې د جوړښت د بنسټ ډبره ده، اصلاح او فساد یې د ټولنې اصلاح او فساد دی.

دریم- د نشه یي توکو د کارونې اقتصادي زیانونه: له اقتصادي پلوه هم د نشه يی توکو کارونه یو لړ زیانونه لري، چې د ځینو یادونه په لاندې ډول ده:

الف- د انسان اقتصادي ژوند ته زیان رسوي: څرنګه چې مال او دولت یو لوی نعمت دی، باید انسان دا نعمت بې ځایه په لهو، لعب او نشو کې مصرف نه کړي، په دې اړه قرآن کریم انسان ته ځانګړې لارښوونې او هدایات لري. د مال مصرفول په داسې لارو چارو کې چې نه دنیوي او نه اخروي ګټې ولري د الله تعالی د ناخوښۍ سبب ګرځي. مسلمانان یې له دې ناوړه عمل څخه منعه کړي دي او په دې اړه یې هغوی ته سخت توبیخ او تهدید وړاندې کړی دی. په دې هکله الله تعالی داسې فرمایلي دي: «وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا*إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ».[10] ژباړه (او بې ځایه لګښت مه کوئ په بې ځایه لګښت کولو سره، بېشکه چې بې ځایه لګښت کوونکي د شیطانانو وروڼه دي).

ب- په ټولنه کې د بې کارۍ لامل ګرځي: څرنګه چې د نشه یی توکو استعمال سستي رامنځ ته کوي او د کار کولو مانع ګرځي، حال دا چې کار کول د یوې ټولنې د ترقي او پرمخ تللو تولیداتو اصلي عامل بلل کېږي، پس هغه څوک چې د نشه یی توکو په نشه اخته وي، د تل لپاره هغه د نشه یی موادو په لټه کې وي، تل دا فکر ورسره وي، چې د خپل ځان لپاره نشه یی توکې برابر کړي، چې بالآخره د هغه انديښنه د دې لامل شي چې هغه د کار کولو او اقتصادي فعالیتونو څخه پاتې شي، تر دې پورې چې د کورنۍ د غړو د بې کارۍ لامل جوړ شي.

ج- د اقتصادي جرایمو لامل کېږي: څرنګه چې معتادین کمزوري او سست وي، د کار کولو توان یې له لاسه ورکړی وي، کار او کسب نه شي کولای، له بلې خوا د ژوند د ضروریاتو ته لکه: نفقه، لباس او درملنې ته اړ وي، نو د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره مالي جرایمو ته مخه کوي لکه: غلا، چور چپاول، لار وهل، حتی له جوماتونو پیزار غلا کول او داسې نورو جرایمو ته لاس اچوي. تر څو څه ناڅه مال لاسته راوړي او خپل ژوند ته ادامه ورکړي. دا څرګند حقیقت دی، چې د حکومت زیاتي بندي خانې د معتادینو څخه ډکې وي، دا ځکه چې د زیاترو جرایمو او جنایاتو مرتکبین نشه یان وي، د معتادینو مصارف لکه هغوی ته ډوډۍ ورکول، بستري، درملنه او د اوستوګنځي د حکومت پر بیت المال باندې زیاته ناوړه اغیزه کوي، د دولت اقتصادي نظام ته ستر ګواښ دی او هغه د ستونزو سره مخ کوي.

د- د نشه یانو د درملنې لپاره د جسمي او روحي روغتونونو جوړولو ته اړتیا زیاتېږي: که په یوه ټولنه کې معتادین او نشه یان پیدا شي، حکومت اړ دی چې د هغوی د درملنې لپاره ځانګړي روغتونونه جوړ او مسلکي طبیبان په دندو وګماري، چې دغه ډول زمینه مساعدول د هغوی لپاره زیاتو مصارفو ته اړتیا لري، نو اعتیاد د دې لامل ګرځي چې د دولت او بیت المال روپۍ بې ځایه مصرفېږي، کومې روپۍ چې په دې لار کې مصرفېږي که هغه جمع شي، په هغو سره څو دیني مدارس، روغتونونه او نور عام المنفعه ځایونه جوړیدلای شي، د دې په عوض چې د ټولنې د خلکو اصلي اړتیا پوره شي، د هغوی د بیت المال پیسې د معتادینو د درملنې لپاره په مصرف رسېږي، که په ټولنه کې معتادین او نشه یان نه وي نو دغو لګښتونو ته اړتیا نه پیښېږي.

هـ- د مخدره توکو کارونه د مثمرو نباتاتو د کمښت لامل ګرځي: څرنګه چې زمونږ ګران ټاټوبی افغانستان یو زراعتي او زر خیزه هېواد دی، زیاتره هېوادوال مو په کرکیله بوخت دي، د خپلې اړتیا وړ څیزونه د کرنې له لارې پوره کوي او نورو هېوادونو ته یې هم صادروي. که زمونږ کروندګر د غنمو، جوارو، وریجو، وربشو او انګورو، مڼو او زردالو باغونو په ځای د کوکنارو او چرسو خوا ته مخه کړي، نو په هېواد کې به مثمر نباتات کمېږي او هېوادوال به مو د فقر او ارتزاقي موادو د کمښت سره لاس او ګریوان شي، چې بیا له نورو هېوادونو څخه د ارتزاقي موادو واردول هېواد ته لوی اقتصادي زیان پیښوي.

څلورم- د مخدره توکو د کارونې روغتیایی زیانونه(11): په دې کې هیڅ شک نشته چې مخدره توکي ګڼ روغتیایي زیانونه لري او د انسان د ژوند ټولې برخې اغیزمنوي او هغو ته زیان رسوي، په ځانګړې توګه د انسان جسمي او روحي روغتیا ته ګڼې ستونزې راولاړوي، ځکه چې انساني بدن الله تعالی په داسې کیفیت سره جوړ کړی دی چې که د هغه د لارښوونو سره سمه پاملرنه ورته ونشي کیدای شي له داسې ستونزو سره مخ شي چې بیا یې درملنه ناشونې وي، نو د دغه ستونزو له جملې څخه یو هم د مخدره توکو (موادو) استعمال دی چې د ډیرو ستونزو لامل کیدای شي.

د مخدره توکو د زیانونو په اړه ډیرو اسلامي او غیر اسلامي پوهانو څیړنې کړي دي او دا یې ثابته کړې ده چې نشه ئي توکي د انسان جسمي او روحي روغتیا ته ډیر زیانونه رسوي، چې د ځینو زیانونو یادونه په لاندې ډول ده:

الف- بد شکله کیدل: د مخدره او نشه ئی موادو په استعمال سره په خورا چټکۍ د انسان شکل بدلېږي یا خو ډیر ډنګر (خوار) کیږي او یا ډیر چاغېږي چې دا په حقیقت کې د نشه ئی موادو اغیزې دي چې انسان او د هغه روغتیا ته یې رسوي.
ب- د خولې ناروغې: د مخدره توکو معتادینو ته ډیر ژر د غاښونو او خولې تکلیف پیدا کېږي او دا ځکه چې مخدره توکې په خپل ترکیب کې کیمیایي او زهري مواد لري نو د انسان غاښونه، ژبه او ورۍ تخریبوي چې په پایله کې بیا خفیفه یا شدیده خونریزي رامنځ ته کېږي.

ج- د سالنډۍ تکلیف: د مخدره توکو د استعمال له امله بله ستونزه چې معتادینو ته پیدا کېږي هغه سالنډي (نفس تنګي) ده، ځکه چې د مخدره توکو د استعمال په وجه تنفسي سیستم اغیزمن کېږي او د تنفسي سیستم سرطانونه او د سالنډۍ بیلابیلې نوعې رامنځته کېږي.

د- جلدي تکلیف: بل زیان چې انسان ته د مخدره توکو د استعمال له امله پیدا کیږي هغه د پوستکي (جلدي) تکلیف او ناروغې ده او دا ځکه چې له یوې خوا د خپل پوستکي حفط الصحه نه شي مراعتولی او له بلې خوا په خپل پوستکي کې مخدره توکي تزریقوي.
د مخدره توکو د استعمال په وجه د زړه ضربان زیاتېږي چې په نتیجه کې په رګونو کې له عادي حالت څخه فشار زیاتېږي، نو کله چې د رګونو فشار زیات شي پوستکی سوربخنه رنګ خپلوي او د وخت په تیریدو سره په پوستکي کې تورې حلقې او لکې پیدا کیږي. یعنی ډیری په دې تکلیف د مخدره توکو معتادان اخته کېږي.

هـ- عصبي تکلیف: د مخدره توکو د استعمال بله ناوړه اغیزه دا ده چې معتاد شخص ته عصبي تکلیف پیدا کوي، ځکه کله چې مخدره مواد د استعمال په وجه بدن ته داخل شي، نو لومړی په عصبي سیستم اغیزه کوي او د هغه حافظه، د فکر کولو ځواک او د استدلال توان اغیزمن کوي او د وخت په تیریدو سره یې له منځه وړي، روحي او شخصیتي ستونزې رامنځته کوي.
و- بې خوبي پیدا کیدل: د مخدره توکو د استعمال بل زیان دا دی چې معتاد شخص ته بې خوبي پیدا کوي، نو کله چې خوب خراب شي انسان ته یو ډول عصبي ستونزه پیدا کېږي چې د هغې په پایله کې معتاد شخص د غیر قابل برګشت عصبي ستونزو ښکار کېږي، چې بیا غیرعادي او غیرنورمال خبرې کوي. په لنډه توګه ویلای شو چې معتاد شخص بیا ګډې وډې وايي او سمې خبرې نشي کولای.

ز- د بدن د دفاعي ځواک کمزوري کیدل: د مخدره توکو د استعمال بل زیان د انسان روغتیا ته دا دی چې کله معتاد شخص نوموړي مواد استعمال کړي، نو د هغه د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي، چې بیا د ډیرو عادي ناروغیو په وړاندې ناتوانه وي او په ډیرې اسانۍ سره یې له منځه وړي.

ح- د خطرناکه ساري ناروغیو خپریدل: د مخدره توکو د استعمال بل خورا مهم زیان دا دی چې مخدره توکې معمولا د خطرناکه او لاعلاجه ناروغیو لامل کېږي او د هغو په وسیله په ډیرې اسانۍ نورو معتادو اشخاصو او یا د هغو کورنیو ته رسیږي.
ط- له رواني پلوه د دماغي ګډوډۍ او تردد سره مخامخ کيدل: اوښ ورته میږی او میږی ورته اوښ ښکاره کېږي، عقل له لاسه ورکوي، خیالي خوف او ویرې سره مخامخ کیږي، ثابت قدمه نه وي او ناسمې پریکړې او ناسم تصمیمونه نیسي، حافظه یې کمزورې او ځای نه پیژني، غمجن او ګوښه والی خوښوي، چې بالاخره خبره تر لیونتوبه رسیږي.[12]

نشه ئي مواد دیته ورته ځینې نور روغتیایي زیانونه هم لري لکه: د وزن کمیدل، بد هضمي، عضلې خرابیدل، د جګر او پښتورږو تکلیف، قلبي عروقي تکلیف، قلبي او مغزي سکتې، د مغزي سلولو له منځه تلل، جنسي کمزوري او عقیم کیدل، ژر زړیدل، ښکلا له لاسه ورکول، خیالي کیدل، د مری په سرطان اخته کیدل، د جنین د سقط لامل کیدل، مسموم کیدل او داسې نور په لس ګونو ناروغیو لپاره زمینه برابروي.

پنځم- د مخدره توکو د کارونې سیاسي او امنیتي زیانونه: د مخدره توکو کارونه یو شمیر سیاسي او امنیتي زیانونه هم لري چې په لنډه توګه د ځینو یادونه په لاندې ډول ده:

الف- په ټولیز ډول د هېوادونو سیاسي نظام متزلزل او کمزوری کوي.
ب- د چارواکو د وظیفوي مسؤلیت احساس ټکنی او د غفلت په خوب یې ویده کوي.
ج- واکمنان د پردیو د استعماري مفکورو او موخو د تحقق او پلی کیدو غوښتنو ته سرټیټي او وسیله کېږي.
د- د هېوادونو ترمنځ د سیاسي شخړو او منازعاتو د راټوکیدو لامل کېږي.
هـ- د دولتونو د مخفی او ارزښتناکو اسرارو او رازونو د افشا او څرګندیدو لامل کېږي.
و- د وسلې او زور له کارونې پرته د هېوادونو د اشغال او نیولو سبب کېږي.
ز- په ټولنه کې ناامني او جرایم زیاتېږي.

پایلې
۱- یواځني توکي چې استعمال او کارونه یې بشري ټولنه د هر اړخیزه زیانونو سره مخامخ کوي، ټول بشریت ته ګواښ دی، د پرمختګ او روغتیا مخه نیسي او له زیانونو پرته بله ګټه نه لري، مخدره توکي دي.

۲- د مخدره توکو کارونه اګر که په ظاهره نشه کوونکي ته یوه دروغجنه او لنډ مهاله خوشحالي او سکون وربخښي خو د داسې تلپاتي او ابدي ستونزو او زیانونو سره یې هم مخامخ کوي چې پخپله هم د انسانیت له چوکاټ څخه وځي او د نورو لپاره هم په یوه بدبویه ساري سرطاني ناروغۍ بدلېږي چې بشریت ورڅخه کرکه کوي او له مبتلا کیدو څخه یې امان غواړي.

۳- د مخدره توکو کارونه نه یواځې دا چې دنیوي ټولنیز، سیاسی، اقتصادي، اخلاقي، صحي، مادي او معنوي زیانونه لري او د نعمتونو د زوال لامل کېږي بلکې د داسې ایماني عقیدې او باور د له منځه تللو لامل هم کېږي چې د اخروي نعمتونو څخه محروم او د جنهم د غذابونو مستحق ګرځي.

۴- یواځني توکي چې د استعمال او کارونې د مضریت او زیانونو په اړه يې بلا استثنا ټول بشریت متفق دی او د نړۍ هیڅ سالم او روغ انسان د دې له زیانونو څخه سترګې نه شي پټولای او د له منځه وړلو په اړه یې ټوله نړۍ په یوه خوله وي، هغه د مخدره توکي دي.

وړاندیزونه
د مقالې په ورستیو کې د مخدره موادو د کارونې د زیانونو څخه د مخنیوې په موخه اړونده مراجعو ته یو لړ وړاندیزونه وړاندې کوم، ښایې د پلي کولو په موخه ورته د چارواکو پام شي.

۱- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندیز دی، چې د خبرې رسنیو د کنترول او څارنې له لیارې د هغه سریالونو او خپرونو مخنیوی وکړي چې د مخدره توکو او په ځانګړې توګه د شرابو څښل په کې ښودل کیږي.

۲- د کورنیو چارو او مخدره توکو په ضد د مبارزې وزارتونو ته وړاندیز دی،چې د مخدره توکو سره د مبارزې په اړه داسې څوک په دندو ونه ګماري چې پخپله د مخدره توکو روږدی وي او یا د مخدره توکو د کارونې په زیانونو بې باوره او ناپوهه وي، ځکه چې روږدی او ناپوهه نه شي کولی د ناروغ درملنه او یا د زیانونو مخه ونیسي.

۳- تقنیني ارګانونو ته وړاندیز دی چې د مخدره توکو د کارونې د زیانونو د کمښت او مخنیوي په موخه د نشه یانو لپاره سختې جزاګانې وټاکي.

۴- په ټولیز ډول ټولو چارواکو ته وړاندیز دی چې د هېواد دننه د فقر، لوږې او بیکارۍ مخه ونیسي تر څو هېوادوال مو له پردیو هېوادونو د مخدره توکو روږدې او زیامن هېواد ته نه راستنېږي.

مأخذونه
1- سورة المائدة: ۹۱.
2- سورة النساء: ۲۹.
3- سورة البقرة: ۱۹۵.
4- أبو الحسن مسلم بن الحجاج القشيري النيسابوري، الجامع الصحيح المسمى صحيح مسلم، [الكتاب مشكول ومرقم آليا غير موافق للمطبوع وهو متن مرتبط بشرحه]، تم استيراده من نسخة: SHAMELA ۵ / ۱۱۹۲.
5- أبو الحسن علي بن عمر بن أحمد بن مهدي بن مسعود بن النعمان بن دينار البغدادي الدارقطني، سنن الدار قطنی، حققه وضبط نصه وعلق عليه: شعيب الارنؤوط، حسن عبد المنعم شلبي، عبد اللطيف حرز الله وأحمد برهوم، الناشر: مؤسسة الرسالة، بيروت – لبنان، الطبعة: الأولى، 1424 هـ – 2004 م ۵ / ۴۴۳.
6- سورة المائدة: ۹۱.
7- أبو عبد الله محمد بن أحمد بن أبي بكر بن فرح الأنصاري الخزرجي شمس الدين القرطبي، الجامع لأحكام القرآن (تفسير القرطبي)، تحقيق: أحمد البردوني وإبراهيم أطفيش، الناشر: دار الكتب المصرية – القاهرة، الطبعة: الثانية، 1384هـ – 1964 م ۳ /۵۷.
8- أبو نعيم الأصبهاني، معرفة الصحابة، مصدر الكتاب: موقع جامع الحديث ttp://www.alsunnah.com[الكتاب مرقم آليا غير موافق للمطبوع]، تم استيراده من نسخة: shamela ۱ / ۱۲۶. کنز العمال ۱۹ / ۲۹۶
9- أبو بكر أحمد بن مروان الدينوري المالكي، المجالسة وجواهر العلم، المحقق: أبو عبيدة مشهور بن حسن آل سلمان، الناشر: جمعية التربية الإسلامية (البحرين – أم الحصم )، دار ابن حزم (بيروت – لبنان)، تاريخ النشر: 1419هـ ۲ / ۲۵۲. المخدرات دمرت حياتي، المؤلف: محمد بن عبد الله الهبدان. تم استيراده من نسخة : SHAMELA ۱ / ۵.
10- سورة الاسراء: ۲۶ – ۲۷.
11- البته دلته دا هم د یادونې وړ ده چې د دې مقالې دا برخه د طبي علومو د مرکز د علمي غړي ښاغلي ډاکټر ضیاء الرحمن حقمل په مرسته جوړه شوې ده.
12- أبو محمد عبدالله بن محمد بن أحمد الطيار، المخدرات فی الفقه الاسلامی، تقديم: فضيلة الشيخ صالح بن فوزان الفوزان، تم استيراده من نسخة: SHAMELA ۱/ ۲۹ .

څېړنوال عبدالرحمن (عادل)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: