اسلام تاریخاسلامي ثقافت

د اسلامي تهذیب بېلګې

د طب، ریاضي، کیمیا، جغرافیه او فلکیاتو په ډګر کې هم زموږ تهذیبي اثار څرګند دي، هغه علمي ویښتا چې په اروپا کې پیدا شوه، هغه د هغه درس او تدریس نتیجه وه چې اروپایانو زموږ د عالمانو او حکماؤ په وړاندې د اشبیلیه، قرطبه او غرناطه په جوماتونو کې د ادب په ګونډې وهلو سره تر لاسه کړي وو، د لویدیځ زده کوونکي او طالبان به کله چې د اندلس د زده کړی مرکزونو ته ننوتل، نو هغوی به دې خبرې ته سخت حیران پاتې شول چې دلته، خو د هر ساکښ د تنفس او ژوندي سړي پرمخ د علومو او فنونو د زده کړې دروازې پرانیستي دي او هر څوک په آزاده فضا کې په بشپړ انهماک او ولولو سره له دغو علومو او فنونو څخه ګټور کېدلای شي، دا ځکه چې د دې مثال د دوی په هېواد کې نه ؤ او هغه وخت چې زموږ پوهانو په خپلو غونډو او خپلو تألیفاتو کې د ځمکې په چورلېدو(ګردش) د هغې په کرویت(غونډوالي) او د سماوي اجرامو په حرکت بحثونه او څېړنې کولې، په هغه وخت کې د دې مسائلو په هکله د اروپایانو مغز له اوهامو او خرافاتو څخه ډک وو او له همدغه وخت څخه په لاتیني ژبه د عربي کتابونو د ژباړنې تحریک پیل شو او د اروپا په پوهنتونونو کې زموږ د پوهانو د لیکنو او تصانیفو لوست او زده کړه پیل شوه.

په طب کې د ابن سینا” القانون” په دولسمه مسیحي پیړۍ کې په لاتیتي ژبه وژباړل شو. د دیارلسمې مسیحي پیړۍ په وروستۍ برخه کې د امام رازي رحمه الله تصنیف” الحاوي” وژباړل شو چې د ابن سینا رحمه الله د القانون څخه ضخیم او زیات مفصل او تر شپاړلسمې مسیحي پیړۍ پورې د اروپا د پوهنتونو د طب څانګې یواځې د همدغو دوو کتابوتو په لوست او زده کړه اکتفاء کوله او د فلسفې د کتابونو لوست او زده کړه، خو له دې څخه هم تر زیاتې زمانې پورې جاري وه؛ له یوناني فلسفې سره د اروپایانو پیژندګلوي زموږ د ژباړو او تالیفاتو په ذریعه وشوه.

همدغه وجه ده چې د لویدیځو مصنیفونو زیاتره برخه په دې خبره اعتراف کوي چې په منځنیو پیړیو کې لږ تر لږه شپږ سوه کاله موږ د اروپا استاذان وو. ښاغلې ډاکټر (ګوستاولبون) ویلي دي” پینځه شپږ سوه کاله د اروپا په پوهنتونونو کې د عربي کتابونه په عمومي توګه او علمي تصانیف په خاصه توګه د تدریس یواځینې مأخذ ؤ او زه دا ویلای شم چې تر اوسه پورې موږ د عربو د ځینو علومو څخه د مثال په ډول لکه طب ګټه اخلو د ابن سینا د کتابونو تشریح د تېرې پیړۍ په وروستۍ برخه کې په ماني بیلیه کې وکړای شوه.

همدغه” اروپایي” عالم لیکلي دي ” راجر بیکن، لیونارډ، ارنوفیلقوني، ریمون لول، سان توماس، البرټ ازنونش لسم قشقالي دغو ټولو په خپلو تصانیفو کې یواځې په عربي کتابونو اکتفاء کړی ده او موسیورینان لیکلي دي چې البرټ اعظم د ابن سینا د احسان ممنون دی او سان توماس په فلسفه کې د ابن رشد د احسان مرهون دی”.

مشهور ختیځ پېژندونکې” مستشرق” سیډیو لیکلي دي چې په منځنیو پیړیو کې یواځې عرب د تهذیب د توغ پورته کوونکي وو ” هغه شمالي قبایل، چې اروپا لوټ او پایمال کړل، د هغوی وحشت عربو ورڅخه لرې کړ، عربو او “د علمي هلو ځلو په ترڅ کې” د قدیم یونان فلسفې ته ځان ورساوه او بیا یې یواځې د هغې په اکتساب او پېژندلو اکتفاء ونکړه، بلکې هغې ته یې وسعت ورکړ او د کائناتو د مطالعې په هکله یې نوي بابونه پرانیستل. همدا رنګه نوموړي ویلي دي” کله چې عربو د هیئت په علم کې مهارت پیدا کړ، نو د ریاضي علوم یې د خپلې توجه خاص مرکز وګرځاوه او دوی په دغو علومو کې بی ساري کمال ته ورسیدل، چې په دې اساس ویلای شم هغوی په دې ډګر په حقیقي توګه زموږ استادان دي”.

ده ویلي دي هغه څه چې په لومړي دور کې لاتینیانو د عربي څخه اخیستلي وو، موږ کله چې د هغو پلټنه کوو، نو په کې ګورو چې د ۹۷۰ او ۹۸۹ مسیحي کلونو په منځنۍ زمانه کې د جیربرټ سلفسټر دویم په نوم یوه دروازه جوړه او پرانیستل کېږي چې د هغې په ذریعه ۹۷۰ او ۹۸۹م کلونو په منځنۍ زمانه کې هغه ټول علوم اروپا ته ننوځي چې هغه په اندلس کې زده کړي وو او بیا د ۱۱۰۰ او ۱۲۰۰مسیحي کلونو په منځنۍ زمانه کې انګریزي عالم ښاغلي اوهیلارډ د مصر دوره کوي او بیا هلته د اقلیدس ” الارکان” نومي کتاب له عربي ژبې څخه په خپله ژبه ژباړي، چې له هغه څخه تر دغه وخته پورې ټول لویدیځ نا بلده او ناخبره و.
مأخذ “اسلامي تهذیب او تمدن”

فاتح کاروان

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: