د استغفار فوائد او لاسته راوړنې- کیسه

امام احمدبن حنبل رحمةالله علیه داستغفار د ګټو په رابطه لیکی یوځلې له کوره د سفر په نیت روان شوم ماښام یوکلي ته ورسیدم له ځان سره مي وویل شپه به پدي کلي کې تیره کړم سهار به د منزل مقصود په طرف روان شم.

ماښام لمونځ مو چې په جومات کې اداکړ خلک په وتو شول اخرکې یوکس ماته وویل مسافره موږ د جومات دروازه قلف کوو لاړشه بل چیرته زه له جومات راووتم ومي ویل دلته په دی برنډه یا احاطه د مسجد کې به شپه تیره کړم.

خو کلیوال کس دلته هم اجازه رانکړه زه مجبورشوم بهر راووتلم وړاندې مي وکتل یوه نان بایئ راته ښکاره شوه، تصمیم مي ونیو چی همدغه نان بائ ته به ورشم یو یا دوه روپی راسره دی ډوډی به هم واخلم وبه یي خورم او شپه به هم تیره کړم خلاصه ورغلم اجازه مي واخسته کیناستم.
نان بائ ډوډی پخوله، د نان بائ چهري ته مي چي کتل ډیره خونده وره نوراني چهره یي وه ماویل سړي کې کارشته چي ورته متوجه شوم.

نان بائ کله چي اوړه له خمیردانه را اخیستل استغفرالله به یي ویل چي زغاله به یي کوله استغفرالله به یي ویل چي په تناره کې به یي وهله استغفرالله به یي ویل چی بیرته به یي را ایستله استغفرالله به یي ویل،  خلاصه د ا چې هر عمل سره یي استغفرالله ویل.
ماته یي ډیرخوند راکړ پوښتنه می تری وکړه داکار له کوم وخته راهسې کوې ویلي له ډیره وخته راپدې خوا داکار او وظیفه کوم ماورته وویل استغفار ویلو کې دی څه ګټي لیدلي؟

ده راته وویل د استغفار له برکته زما د ژوند په اصطلاح ټول ارمانونه پوره شوی صرف یوارمان مي په زړه کي پاتیده هغه داچي د وخت لوی عالم او فقیه امام احمدبن حنبل رحمةالله علیه مي ندی لیدلی، د اامان مې  په زړه کې ده امیدلرم چی دابه هم پوره کیګي امام احمدرحمه الله ویل سبحان الله دادي داستغفارپه برکت مقتدر ذات امام احمد ستا دروازې ته درته راوست اودغه ارمان دی هم پوره شو.
نان بائ له ډیرې خوشحالي امام صاحب ته غیږ ورکړه
او ویی ویل صدق الله وصدق رسول الله صل الله علیه وسلم.
سرچینه: مناقب الامام احمد بن حنبل

your ads

لیکنه: حبیبي عثماني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب