آثار| کتابونه او رسالېشعر

د استاد الفت په شعرونو کې د ازادۍ پيغام

موضوعاتو نوملړ- ددې لیکنې موضوعات دلته وګورئ

د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې د ازادۍ په باب ډېرې ويناوې شته دي، ملي ازادي، د فکر ازادي او بيان ازادي دده د شعرونو يوه لويه او مهمه برخه جوړوي.

د استاد الفت شعري کلياتو کې د (ازادۍ) تر سرليک لاندې يو شعر دی:

په شړۍ کې ښه يم زه آزاد فقير
نه ورېښمو کې چينجي غوندې اسير
په خمتا کې حر آزاد ښه دی سل ځله
له غلامه چې لباس يې وي حرير
د وژغنو په کېږدۍ کې که آزاد يم
يو وېښته به يې ورنه کړم په کشمير
په ويجاړه کې مرغان ځاله کې خوښ وي
په قفس کې د سرو زرو وي زهير
چې مرغان په هوا وينم چرګ په ځمکه
راته ياد د اسارت شي بد تاثير

د استاد الفت په شعري کلياتو کې (د آزادۍ وږمه، آزادي، د آزادۍ احساس او د يووالي ترانه) تر سرليک لاندې د ملي آزادۍ ډېر ښه مثالونه شته دي، د استاد له کلياتو د ملي آزادۍ په مفهوم يو بل شعر دی:

شهرت د عقل له نامه د افلاطون نه ځي
د آزادۍ مينه هيڅکله له پښتونه نه ځي
که هر څه لاړ شي له دې دهر او جهانه ځنې
د بل له مغ لاندې ژوندي ويښ ملتونه نه ځي
د آزادۍ معراج ته نه رسېږي هغه کسان
چې د غيرت او ننګ په لار کې يې سرونه نه ځي
په توره باندې چې مړ نه شي څوک يې نه پېژني
داسې مزار ته پښتنې ملالې نجونه نه ځي
سر و مال ځي د عشق په لار کې خاورې کېږي زړونه
د ليلی مينه پس له مرګه له مجنونه نه ځي

استاد په آزادۍ مين و او د اولس سوکالي او خوشحالي يې په يو آزاده ژوند کې ليده او نه يې غوښته، چې اولس دې په اسارت کې ژوند وکړي.

دوی يې د فکر کولو لپاره هڅول او دوی ته يې د بيان د آزادۍ جرئت ورکاوه، استاد الفت دېته متوجه و، چې په افغانانو کې بايد د فکر کولو تمرين ته لاره هواره کړي، دا خلک اړتيا لري، چې د خپلې ټولنې، چاپېريال، د انسان او ټولنيزو اخلاقو په هکله سوچ وکړي، چې دېته متوجه شي، چې بايد نيمګړتياوې اصلاح او ښېګڼې لا ډېرې کړي، هو؛ فکر کول د انسان مفکوره پياوړې کوي او د ملي آزادۍ احساسات او جذبات په کې پيدا کېږي.

فکر آزادي:

د استاد الفت په تخليقي ليکنو نظم او نثر کې د فکراو وجدان آزادي ليدل کېږي.

استاد په نثري کلياتو، ۸۸ مخ کې د (نوي درس) ليکنې کې د فکر د آزادۍ په باب وايي: (زه د فکر آزادي له هرڅه پورته ګڼم، هرڅوک له ځانه خوابدی کوم، مګر خپل ځان او خپل وجدان خوشحال ساتم.)

استاد الفت د (فکر) تر عنوان لاندې د فکر د آزادۍ په هکله داسې وايي: (څو کاله دمخه چا په دې هېواد کې ښو ته ښه او بدو ته بد نه شو ويلی، څوک چې د فکر او رايې خاوندان بلل کېدل، په زندانونو کې واچول شول او فکرونه په کې مضمهل شول، اوس دنيا بل راز شوه او ددې عصر کارونه له موږ نه فکر غواړي او د پخو فکرونو تقاضا کوي، موږ اوس مجبور يو، چې فکر او د فکر خاوندان پيدا کړو، يعنې د فکر کولو مشق او تمرين وکړو، ددې مشق لپاره ميدان او غولی په کار دی، چې هغه جرايد او مطبوعات دي، مطبوعات بايد آزاد وي او آزاد فکرونه په کې ځای پيدا کړي، په دې کار کې ډېرې فايدې دي او دغه آزادي زموږ لپاره ډېره ضروري ده، اوس زموږ په مغزو کې فکرونه وچ شوي، موږ د فکر په توليد قادر نه يو، که چېرې د جرايدو او مطبوعاتو ازادي د يو قانون له مخې پيدا شوه، له دماغونو نه به څه وزېږي او سرګرداني به ورکه شي.

هر يو به د خپل فکر په صحت او غلطۍ پوه شي، ځکه چې فکر آزاد شي، اقتصاد هم آزادېږي او هرڅوک ښو ته ښه او بدو ته بد ويلای شي، که فکر آزاد شي، هرڅوک به د خپل حق مطالبه وکړي او خپل حق به وغواړي.)

همدارنګه د استاد الفت يوه بله ادبي ټوټه (بې ګناه بندي) په نامه ده، چې د فکر د ازادۍ يوه ښه نمونه ده.

استاد الفت په نظم او نثر کې د فکر د آزادۍ په باب ډېر څه ليکلي دي، چې د نظم يوه نمونه يې (آزادۍ) تر عنوان لاندې داسې ده:

آزادي ده ژوندانه لره اکسير
لوی دولت دی ورسره خير کثير
په عادي نظر کتل ورته ګناه ده
ناپوهي ده د وجدان او د ضمير
پت عزت د ژوندانه آزادي بويه
بې له دې وي ژوند ذليل خوا و حقير
آزادي د تن او غړو څه په کار ده
که دې فکر وي تړلی په ځنځير
چې آزاد فکر لري په جېلخانه کې
دی آزاد دی نه غلام غوندې وزير
په تش لاس آزادي نه شي څوک ساتلی
آزاد نه دی بل ته اړ، وږی، فقير
چې وطن او ملک آزاد وي کله ښايي
چې يې خلک د څو تنو وي اسير
باداري د زور او زرو چې کړي ورکه
ده همدغه آزادي وړ د تقدير
ج

استاد آزادي د ژوند لپاره يو قيمتي څيز ګڼي او په عادي نظر ورته نه ګوري، دی وايي که د انسان ټول بدن په ځنځيرونو وتړل شي، خو چې فکر يې آزاد وي.

د استاد الفت په شعري کلياتو (۲۱۹مخ) کې (غريب ماشوم) تر عنوان لاندې يو شعر دی، چې د فکر د آزادۍ لپاره يو بهترين شعر او نوی فکر دی.

په دې شعر کې يې فکر د يو غريبې کورنۍ ماشوم سره تشبيه کړی دی، چې هر بل ماشوم هغه وهي او په ژړا کور ته راځي، هيچا دغه ماشوم نه دی نازولی، هيچا ددې پر سر لاس نه دی کش کړی او ګرد وهلی سر يې د هيچا له خوا نه دی پاک شوی، دا د غريبې کورنۍ ماشوم دی، د خان د کورنۍ ماشوم نه دی، د غريبې کورنۍ ماشوم دی، ځکه مکتب او دفتر ته نه دی تللی او د لويانو په مجلس کې هم ناست نه دی.

د استاد الفت دغه پخوانی نظر ډېر پرځای دی، اوس هم د غريبې کورنۍ شخص ته وظيفه نشته، که د غريبې کورنۍ نه نابغه هم پيدا شي، په افغانستان کې ارزښت نه لري.

استاد الفت د (صلح کل) تر عنوان لاندې وايي:

له واړه کوره راوځه لوی جهان سره اشنا شه
خیل او قام نه را اوچت شه له انسان سره اشنا شه
له هګۍ نه را بهر شه په قفس کې مه اوسېږه
له دې ټيټې هوا پورته له طيران سره اشنا شه
د زمان مکان په قيد کې اوسېدنه اسارت دی
محدود مه اوسه هر ګوره لا مکان سره اشنا شه
د بندي فکر خاونده د وهمونو نظر بنده
که ذهني آزادي غواړې له عرفان سره اشنا شه
که د ځان په شان انسان ته ودرېدلی يې سر کوزی
ځان دې نه دی پېژندلی، له خپل ځان سره اشنا شه
چې د جاه و جلال بت ته په سجده باندې نسکور يې
بې ايمانه راته ښکاري له ايمان سره اشنا شه

د استاد په شعرونو کې د فکر د آزادۍ په هکله ډېر شعرونه شته دي او په نثري کلياتو کې هم ډېرې ښې ښې نمونې د داسې ويناوو لري.

بيان آزادي:

د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په شعري کلياتو کې د ملي آزادۍ او فکر آزادۍ سربېره د بيان آزادۍ په باب شعرونه هم شته، يعنې د محتوا له مخې د بيان آزادي دده په تخليقي (منظومو او منثورو) ليکنو کې ليدل کېږي.

د الفت صاحب په شعرونو کې د بيان د آزادۍ په اړه ډېرې نمونې شته، چې د بېلګې په ډول (شعري کليات، ص ۳۱۰) نه د (زندان) تر سرليک لاندې د بيان د آزادۍ يو ښه نمونه ده او وايي:

لاړم دارالمجانين ته
هلته و څو لېوني
ډېر بې قيده غرېدل
ژبې نه وې په فرمان
آزادي وه د بيان

په خبرو بنديز نه و
نه و ډار د څارنوال
د خطر احساس هيڅ نه و
بې پروا و ناطقان
نا خبر له اين و آن

کېدې رنګ په رنګ خبرې
بې ادابو بې ترتيبه
د هر چا کلام مصوون و
لکه زوی د پارلمان
له قانونه په امان

دروازې که وې تړلې
ځنځير پېچ و لېوان
په نامه شفاخانه وه
هيچا نه باله زندان
بدل شوی و عنوان

له هغه ځايه چې لاړم
د محبس تورو کوټو ته
هوښياران لا په عذاب و
ترې نه ښه و لېونيان
دا د عقل دښمنان

مګر ژبه بندي نه وه
وينا وه ډېره آزاده
لوڅ اوبو نه نه وېرېږي
نه له بند څخه بنديان
نه له اوره پتنګان

چې راووتم له بنده
تګ راتګ هر لور آزاد و
هر څوک و پخپله خوښه
غلامۍ ته ور روان
د يوه بل بنده ګان

آزادي د فکر نه وه
ژبې بندې وې له ډاره
په احتياط احتياط مجلس کې
غږېدل به وزيران
وايه! چېرته و زندان
په کوم ځای کې و بنديان

استاد الفت د شعر ويلو او ادبي ټوټو ليکنو هنر دا دی، چې ډېره وړه موضوع په نوي، ښکلي او هنري انداز کې بيانوي.

د ويښو زلميانو د غورځنګ په اهدافو کې د بيان آزادي يوه مهمه خبره وه، استاد او ملګرو يې د بيان، فکر او ملي آزادۍ غوښتونکي وو.

د استاد د يو شعر څو بيتونه داسې دي:

نور خلک ترې منکر دي يو په ما باندې قيامت دی
ترڅو به زه يوازې قيامتونه قبلوم
يوه ژبه راپرېږده چې کوم درته عرضونه
په لاس په پښو په غاړه ځنځيرونه قبلوم

استاد آزادۍ ته له هرڅه ډېر ارزښت ورکوي او پر آزادۍ مين دی (نثري کلياتو ۳۲۰ مخ) کې وايي: (هو؛ هرڅه او هرڅوک چې د بل د لاس لاندې وي، هغه د همدغسې ورځې لپاره روزل کېږي، وګوره بزګر خپل غوايی ښه ساتي، په سره غرمه کې ورته واښه کوي، اوبه ورکوي، چې بيا پرې جغ کېږدي او ځمکه پرې واړوي، همدغه شان خپل کښت وخت پر وخت پڼه کوي، له غويو او پسو يې ساتي، چې له ځمکې هسک او ژر ورېبل شي.

همدارنګه هر قام چې خپل واک نه لري او د بل لاس لاندې ژوند کوي، هغو د نورو د ژوندون لپاره لکه چرګان او غوايي ساتل کېږي او روزل کېږي، نو دوی ته که هر څومره ښه خواړه ورکول کېږي، همغه خواړه دوی د مړينې لپاره غټوي.)

د ژوند آزادي، د ملک آزادي، د انسان آزادي، فکر آزادي، ملي آزادي، بيان آزادي او داسې نورې برخې د محتوا، منځپانګې او معنا له مخې د استاد (الفت) په تخليقاتو کې پيدا کېږي.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
Close
Close