دینونه او مذاهب

د اختلاف تعریف، شرعي ضوابط او آداب

حقيقت دا دی چې الله متعال انسان د کايناتو په منځ کې د ټولو ژونديو موجوداتو په پرتله داسې يو عزتمند مدنی مخلوق پيداکړی دی چې د نورو انسانانوسره ګډ ژوند خوښوي او د يوازې والي او تنهايې نه کرکه او نفرت لري خو که له يو طرف نه لکه څنګه چې په څرګنده ټول انسانان د ظاهري جوړښت، رنګونو، قومونو، سيمو، عقلونو او علمي کچې په لحاظ يو له بل سره ډېر توپيرونه لري، له بل طرف نه د ده د وجود په داخل کې الله جل جلاله داسې يو فطري صفت او غريزه پيدا کړې چې پربنياد يې غواړي همېشه بايد دژوند په بېلابېلو برخو کې پر نورو په هرلحاظ پورته والی او اوچتوالی ولري هېڅ کله نه غواړي چې نور انسانان دې د ژوند په يوه نه په يوه برخه کې پر ده امتياز ، فوقيت او برتري ولري کله چې انساني ټولنه کې هر وګړی د دغه ظاهري توپيرونو او دغه فطري غوښتنې پربنياد همېشه په نورو د برترۍ او امتياز په هڅه کې وي نو د دې ټولو حتمي او طبیعي نتيجه دا راوځي چې د انسانانو ترمنځ به په ورځني ژوندانه کې له يوبل سره د خپلو مادي او معنوي منافعو پر خوندي کولو او يا لاسته راوړلو ضرور مخالفتونه او فاصلې منځ ته راځي.

اسلام چې يو اجتماعي او ټولنيز دين دی نه غواړي چې د ټولنې د وګړو ترمنځ دی د يوبل سره د دښمنۍ، کرکې او نفرت په نتيجه کې بې نظمي، ګډوډي او بې اطميناني موجوده وي نو ځکه خو يې دغو ټولو حقايقو او واقعيتونو ته په کتنه د انسانانو ترمنځ د اختلاف په صورت کې يو لړ داسې بنسټيز اصول، ضوابط او آداب وضع کړي چې له يو طرف نه د انسانانو د دغه فطري صفاتوسره د يو حقيقت او واقعيت پربنياد تعامل ترسره شي او له بل پلوه نظري اختلاف چې د يوې انساني ټولنې د وګړو لپاره د پرمختګ اساس تشکېلوي داسې اندازې ته ونه رسېږي چې د ژبې او قلم عفت، انساني کرامت ترپښو لاندې شي او د دوی ترمنځ د ورور ګلوۍ، او يووالي فضاء له منځه لاړه شي . مخکې تر دې چې زه دغه اصول، ضوابط او آداب ذکر کړم د موضوع د لا ښه روښانتيا لپاره غواړم لومړی د اختلاف تعريف او ډولونو ته په لنډه توګه اشاره وکړم :

تعريف :

خلاف او اختلاف دواړه د مصدر صيغې دي او د جمهورو علماوو په وړاندې په لغت کې د اتفاق او يووالي ضد او مقابل لوري ته ويل کېږي البته د خلاف او اختلاف الفاظ عام دي او د ضد لفظ خاص دی پدې معنی چې هر مخالفت ته د بل په مقابل کې ضد نشي ويل کېدای، خو د هر شي ضد ته د بل په مقابل کې مخالفت ويل کېږي د مثال په توګه تور او سپين رنګونه په خپل منځ کې هم يو د بل ضد او هم مخالف ګڼل کېږي خو سور او شنو رنګونو ته بيا يو د بل مخالف ويل کېدای شي خو يو د بل ضد ورته نشی ويل کېدای.

په اصطلاح کې :

خلاف يا اختلاف دېته ويل کېږي چې په ټولنه کې يو تن د بل تن يا يوه ډله د بلې ډلې نه په عمل او يا ويناکې مخالف جهت او جدا لاره غوره کړی يا په لنډ عبارت سره – د قول اوعمل په ډګرکې ديو چا په مقابل کې مخالف لوري نيولو ته اختلاف ويل کېږی .

داختلاف ډولونه :

۱: اصولي او حقيقی اختلاف:

دا ډول اختلاف په انساني ټولنه کې د يو لړ هغو اسلامي او ديني بنسټيزو عقايدو، ارزښتونو او مسايلو د منلو او نه منلو پر اساس ولاړ دی چې د مسلمان په صفت منل يې ضروري او حتمي دی.

دغه قسم اختلاف ته ځکه حقيقي اختلاف ويل کېږي چې د دغه دوه ډلو (چې يوه يې پر الله، د آخرت ورځ ، پيغمبرانو، آسماني کتابونو، ملايکو، تقدير، او له دنيوي ژوند نه وروسته په اخروي ژوند ايمان او باورلري او د هغه په مقتضياتو عمل کوي او دوهمه ډله بيا د دې ټولونه انکارکوي) ترمنځ داسلام دين سره خطونه ترسيم کړي چې هېڅکله نشی کراس کېدی دغه قسم اختلاف اصلا د حق او د باطل ترمنځ د هغه شمولی او دايمي مبارزې او کشمکش نوم دی چې د زمکې پرمخ د انسان د پيداکېدو سره سم پيل شوی او ترقيامته به جاري وي اوکله يې هم ترمنځ اتفاق او يووالی ممکن او شونی نه دی البته که کوم ځای کې د يوبل سره د ګوزارې او يو ځای اوسيدو خبره مطرح کېږي هغه به د اسلام د لارښوونو او تعليماتو په چوکاټ کې تنظيم شوې وي.

د دې دوه ډوله انسانانو او يا دوه ډلو ترمنځ د اختلاف سرو خطونو او لرې واټن ته قرآنکريم داسې اشاره کړې ده:
( لاتجد قوما يؤمنون بالله واليوم الأخريوادون من حادالله ورسوله الاية)
ژباړه : له سره به داسې قوم پيدا نکړې چې له يو طرف نه پر الله او ورځ د آخرت ايمان او باور لري او د بل طرف نه د الله او د هغه له ښمنانو سره دوستي کوي او باور پرې نلري.

بل ځای کې داسې فرمايې :
( ياايهاالذين امنوا لا تتخذوا آباءكم واخوانكم أولياء ان استحبوا الكفرعلى الايمان ….)
ژباړه : ای مومنانو! دخپلو هغو پلرونو او وروڼو سره دوستی مکوئ کومو چې کفر د ايمان په مقابل کې غوره کړی دی.
بايد ووايو چې د دې قرآني آيتونو تر ټولو رښتيني او واقعي ممثلين او مصداق صحابه کرام رضی الله عنهم وو چې نه يواځې دا چې د خپلو نژدې خپلوانو سره يې د خپلولۍ اړيکې پرې کړې وې بلکې په مختلفو غزواتو کې يې د پلار، ورور. ماما او داسې نور نژدې خپلوان د کفر او شرک پربنياد د تورې له تيغ نه هم تېرکړل .

۲ : نظری او جزوی اختلاف:
دغه قسم اختلاف چې ځما د ليکنې اصلي موضوع ده ځانګړي طبیعي او غير طبعي اسباب او وجوهات لری چې په تمامه معنی له منځه وړل يې نه يواځې داچې ناممکن او ناشونی دی بلکې دا کار د انسانی ټولنې د تطور او پرمختګ مخه ډب کوي او د جمود او رکود سره يې مخ کوي په الهي کايناتو کې لوی او واړه رنګارنګ اختلافات او تغیيرات او د همدي په څېر په پيدايشي لحاظ د انسانانو ترمنځ د رنګ، ژبی، قوم ، سېمې، قد و قامت، عقلي او علمي مستوياتو توپيرونه ددې ښکارندويي کوي چې انسانان به خامخا د نظرياتو په ډګرکې سره متفاوت او مختلف وی لکه څنګه چې د پورته ذکرشوو تکوينی توپيرونو له منځه وړل په کومه کچه ناشوني دي په همدي کچه د نظرياتو اختلاف ختمول هم ناشونی کار دی.
د دغه واقعيت په منلو او دېته په کتو سره اسلامی شريعت يو لړ داسې شرعي ضوابط او آداب وضع کړی تر څو له يو طرف نه د دغه واقعيت سره سم تعامل ترسره شی او له بل طرف نه دغه تکويني او طبيعي اختلاف د اسلامي ټولنې د وګړو ترمنځ د ورورګلوۍ او ميني محبت پرځای د نفرتونو، جنجالونو، او له يو بل سره د تفرقې او جدايۍ باعث ونه ګرځي .

د اختلاف ضوابط او آداب:

۱ : د نيت خلوص، ښه ګمان او د هرقسم نفسـي خواهشاتونه لرې والی:
د دې اصل او ادب معنی دا ده چې کله يوڅوک په اجتهادي، نظري او جزوي قضاياوو او مسايلو کې له چاسره اختلاف کوي دا بايد په بد نيتۍ او نفسـي غوښتنو ولاړ نه وي اختلاف بايد د تأويل او توجيه وړ نقلي او عقلي دلايلو پر اساس پداسې توګه بنا وي چې مخالف به پر دې قضيه کې خپل ځان حق ته د رسيدو او مقابل لوري د خطاء کېدو د احتمال تر څنګ د خپلې خطاء او د مقابل لوري حق ته د رسيدو په احتمال باور او يقين لري ددې سره به په خپل مخالف لوري هېڅ قسم داسې اتهام نه پورې کوي چې ګويا د هغه مخالفت په فاسدو او ناروا اغراضو مبتني دی بلکې داسې نيت به کوي چې زما د مخالف لوري قصد او اراده د خپل مخالفت نه شايد ځان او يا ټولنې ته د خيرجلبول او د اضرارو مخنيوی وي .
قرآنکريم ،نبوي احاديث او فقهی قواعد هم په مختلفو اساليبو د ذکرشوي ادب يادونه کړې او په عملي کولو يې ترکېزکړی دی.
الله متعال فرمايي: (اجتنبوا كثيرا من الظن ان بعض الظن اثم )

ژباړه : له ډېرو بې ځايه ګمانونو څخه ځان وساتئ ځکه ځېنې بې اساسه ګمانونه ګناه ده .
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايې:پرمسلمان تر هغه دخير ګمان کوئ ترڅو چې مو ورځنې ښکاره بدي نه وي ليدلي . د همدې پر څير بل حديث کې فرمايې : ترڅو چې د مسلمان عمل او وينا کې تر(۷۰) اوياوو پوری د ښو توجيهاتو احتمال او ځای موجود وي بايد پرې حمل او توجيه کړای شي .

په يوه منل شوې فقهي قاعده کې پدې اړه داسې حکم شوی :
(امور المسلمين محمولة علی السداد والصلاح ما لم يظهرغيره)
ژباړه : د مسلمانانو کارونه ټول ترهغې سم او ښه ګڼل کېږي چې ترڅو يې په خرابوالي او عدم صحت څرګند دليل موجود شوی نه وي .

۲: د اشخاصو، مذاهبو، قومونو سره د تعصب نه ځان ساتل :
د دې عنوان مطلب دا دی چې د چا سره اختلاف به بعينه د هغه د شخصيت، د کوم ځانګړي قوم سره د تړاو، او يا د کوم ځانګړي مذهب د غوره کولو پربنياد نه وي ولاړ بلکې د دې ټولو واقعيتونو له منلوسره به اختلاف يواځې د هغه د نظر او کړنو سره وي ځکه پدې کې ډېری شيان داسې دي چې انتخاب او عدم انتخاب يې د انسان په وس او توان کې نه دي، په ځانکړې توګه لکه د هغه ظاهري شخصيت او د کومې ځانګړې کورنۍ، ټولنې او قوم سره تړاو درلودل نو د دې شيانو پربنياد له چا سره اختلاف کول د الله جل جلاله د تکويني کارونو سره تصادم او ټکرګڼل کېږي.

۳ : په اختلاف کې د عدل او انصاف نه کاراخیستل:
د اختلاف له آدابو نه بل ادب دا دی چې په اختلاف کې بايد د عدل او انصاف نه کار واخستل شې په دې معنی چې څومره د وینا او عمل په ډګرکې د مخالف لوري د مخالفت کچه وي په همغه اندازه بايد اختلاف ورسره ترسره شی نه دا چې د يو چا د وړوکي او جزوي عمل په مقابل کې د اختلاف کچه هغې اندازې ته ورسېږي چې د هغه د وينا او عمل د کچې نه څوچنده زياته وي
عدل په اسلام کې هغه حکم دی چې د ژوند په ټولو برخو کې د مسلمان نه مطلوب دی آن تر دې چې د خپل دښمن سره به د دښمنۍ په وجه هم د عدل نه انحراف نکوي :
الله متعال فرمايي :
(لا يجرمنکم شنأن قوم على أن لا تعدلوا اعدلوا هو اقرب للتقوى)
ژباړه : د يو قوم سره دې ستاسو دښمني د دې باعث نه شي چې له هغوی سره د عدل نه کار وانخلئ له هر چا سره د عدل معامله کوئ ځکه عدل، تقوی او پرهيزګارۍ ته نيژدې عمل دی .

۴ : د مخالف د قول او عمل تثبت،تبين او تحقيق کول:
محض د يو چا د وينا او عمل څخه د خبريدو سره سم به د هغه سره په اختلاف لاس نه پورې کوئ ترڅو چې د هغه د وينا اوعمل په برخه کې دې تحقيق او تبين نه وي ترسره کړی ځکه ډېری خبرونه داسې خپرېږی چې هېڅ حقيقت نلري او تش افواهات وي
قرآنکريم يو چا ته د خبر د رسيدو او د هغه سره د تعامل په اړه داسې حکم کوي :
يا ايهالذين امنوا ان جاكم فاسق بنبأ فتبينوا ان تصيبوا قوما بجهالة فتصبحوا على مافعلتم ناد مين)
ژباړه : ای مومنانوچې کله تاسو ته د فاسق او غير اعتمادي کس کوم خبر او راپور ورسيده نو تاسو يې ښه تحقيق او تبين وکړئ ځکه که تاسو دا کار ونکړئ کېدای شی چې د مطلق خبر پر اوريدو بدون د تحقيق او تبين نه د چا په خلاف کوم ناوړه اقدام وکړئ او حقيقت به سرچپه ثابت شي نو بيا به په خپلو کړو پښيمانه شې او دا پښيماني بيا ګټه نکوي . په اسلامی شريعت کې پرته له تبين او تحقيق څخه نه يواځې دا چې د چا په خلاف د ناوړه اقدام تصميم نيول منع شوی بلکې مطلق د هرې اوريدل شوې خبرې خپرول هم ناروا ګڼل شوی دی .
نبی کريم صلی الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي : (کفی بالمرء کذبا ان يحدث بکل ماسمع )ژباړه : د يو انسان لپاره همدا دروغ بس دي چې بدون د تحقيقه هره اوريدل شوې خبره د نورو په وړاندې بيانوي .

۵ : د اختلاف نقاط تعينول:
د اختلاف د نقاطود تعیين او تحديد نه پرته په مطلقه توګه د يو چا سره د الف نه تر يا پورې د اختلاف سنګر نيول د اختلاف د ادب نه لرې او غير مشروع عمل دی.
په دې اړه قرآنکريم مونږ ته داسې لارښوونه کړې ده :
( قل يا أهل الكتاب تعالوالى كلمة سواء بيننا وبينكم ان لا نعبد الا الله ولانشرك به شيئا )
ژباړه : ای پيغمبره! اهل کتابو ته ووايه چې راځئ هغه خبره راسره ومنئ چې زمونږ او ستاسو تر منځ مشترکه ده چې هغه يواځې د الله بندګي کول او له هغه سره هېڅ قسم شريک نه نيول دي – دې آيت کريمه کې الله جل جلاله خپل پيغمبر ته لارښوونه کړې چې د اهل کتابو سره خپل د اتفاق او اختلاف نقاط تعيين کړه ورته ووايه چې زمونږ او ستاسو د اتفاق نقطه د الله عبادت اوعدم شرک دی او د اختلاف نقطه د دې خبر نه غاړه تاوول دي ځکه بدون د اختلاف د نقطې د تعيين نه د يو چا سره اختلاف کول غير معقول او عبث کار دی چې هېڅ نتيجه پرې نه مرتبېږی .
۶: د يو بل سره په ښه توګه خبرې پداسې توګه اړول راړول چې لاندې شيان پکې مراعات کړی شي :

الف : په الفاظو، کلماتو او عباراتو کې ښه تعبيرکارول
د يو چا سره اختلاف په حقيقت کې د دواړو لورو نه حق ته د رسيدنې هغه جدوجهد دی چې که په ښو او زړه پورې تعبيراتو ترسره شي نو دواوړو لورو ته به حق ته په رسېدو او د حق په قبلولو کې لاره پرانيزي او که مناسب تعبير او سمه لهجه و نه کارول شي نوکېدای شي مشـروع او جايز نظري او جزوي اختلاف په لويه دښمنۍ او سترو نفرتونو بدل شي .

ب : په خبرو کې آواز ډېر نه اوچتول:
په ټيټ آوازاو سړه سينه د خپل مخالف لوري سره خبره کول هغه څه دي چې انسان دېته اماده کوي چې له خپل مخالف جهت سره د اختلاف سره بيا هم مينه او محبت وساتي او که خبره يې حقه ثابته شي نو په آسانۍ سره يې ومني .

۷ : د حق د اثبات په صورت کې د مخالف لوري نه د حق قبلولو اراده:
په انسانی ټولنه کې چې په جزوي او نظري مسايلو کې اختلاف ته جواز ورکړشوی دی سبب يې دا دی چې هرطرف ته د خپلې وسعې او توان په اندازه خپل کار، وينا او نظر سم او حق ښکاري ددې خبرې طبيعي غوښتنه دا ده چې د اختلاف دواړه لوري به په زړه کې د حق سره مينه او حق ته د رسېدو کلکه اراده او عزم لري که کله چې هم په قطعي نقلي او يا عقلي دلايلو دا ثابته شي چې يو طرف په خپل اجتهاد او انتخاب کې غلط شوی نو د زړه له کومي بايد د مقابل لوري خبره تسليم کړي.

۸: د مخالف خبره نه قطع کول :
پکار ده چې د خپل مخالف لوري خبره په سړه سينه واوريدل شي د هغه د خبرې د ختميدو نه وروسته بيا خپله خبره شروع کړي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه مونږ ته د مخالف سره همدا تعامل راپاتې دی لکه چې يوځلې ابوالوليد هغه صلی الله عليه وسلم ته د خبرو لپاره راغی نو رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د هغه خبره ښه په غور واوريده او په آخر کې يې ورته وويل : ابوالوليده آيا ستا خبرې خلاصې شوې؟ او بيايې ورته خپله خبره وکړه .

۹: د ضرورت پر مهال د فکر کولو لپاره وخت ورکول.
که مخالف لوری سمدستي ځواب او بحث ته تيار نه وي نو په هغه بايد کړۍ دومره تنګه نشي چې يا ورنه په فوري توګه ځواب وغواړي او يا پرې خپل حقانيت او د هغه ملامتۍ منل ثابت کړي .

۱۰: بې ځايه جدال او مناقشه نه اوږدول
د مخالف لوري سره بحث او مناقشه تر هغه پکار ده چې تر څو په بحث او مناقشه کې د مثبتې نتيجې د مرتب کېدو هيله موجوده وي چې کله خبره د محض جدال او بې ځايه جر و بحث خواته روانه شوه بايد پرېښودل شي .

۱۱: خپل او د مخالف اصطلاحات په دقيقه توګه پېژندل او تعريفول:
دا کارځکه ضرور دی چې کله ناکله داسې کېږي چې په يو شي کې حقيقی اختلاف هېڅ وجود نلري بلکې د دواړو لورو تر منځ پرې اتفاق وي خو البته په ظاهري لحاظ د دوی د مصطلحاتو اختلاف هسې د لفظي نزاع او اختلاف باعث ګرځيدلی وي.

۱۲: د مخالف په اړه نه مأيوسه کيدل
که چېرې د يو طرف حقانيت په منل شوو عقلي او نقلي دلايلو ثابت وي خو بيا يې هم مقابل طرف نه مني نو دی به بالکل د هغه د حق د نه منلو نه خپل اميد نه قطع کوي کېدای شي چې يو نه يو وخت د هغه سينه الله د حق منلو ته خلاصه کړي .

۱۴: د مخالف سره خپله مينه او ورور ګلوي ساتل:
د چا سره د نظراختلاف بايد اسلامي ورور ګلوي، د هغه سره مينې محبت ته صدمه ونه رسوي بلکې د دې نظري اختلاف سره سره بايد هغه خپل مسلمان ورور وګڼي او د مسلمان په صفت بايد ورسره مينه محبت وساتي.

مولوي ميرعباس ګوهري

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: