حقوق

دګاونډي حقونه

دګاونډي  درجه:

پيغمبرصلی الله عليه وسلم په ډېرو مبارکو حديثونو کې دګاونډيانو حقونه بيان کړي دي؛ خونن سبا خلکو دټولو شيانو ارزښتونه  بدل کړي دي داسې چې  يوبل ته ډېر نږدې اوسيږي؛ خوپه کلونو-کلونوله يو بل سره نه ويني اونه هم سره پېژني،  پيغمبرصلی الله عليه وسلم فرمايي:  جبرائل عليه السلام به ماته دګاونډيانوپه  هکله دومره حکمونه راوړل تردې چې ما فکر وکړ چې ګاونډی به په ميراث کې راسره شريک  کړي. ([1])

په ميراث کې دګاونډي شريکېدل په دې معنا چې کله ديوچا له مړينې وروسته دهغه نږدې خپلوان دنوموړي ميراث وړي؛ نوله دوی سره به دګاونډيانو برخه هم وټاکل شي؛ خو له بده مرغه  موږ نن دګاونډي حقونه او دهغه شرعي حکمونه  هيرکړي دي اوهيڅ پاملرنه  ورته نه کوو.

د ايت څېړنه: ددې مبارک ايت ترتيب الله تعالی په خوراښه بڼه ايښی دی: لومړی يې دخپل عبادت لارښوونه کړې ده، بيايې له موروپلارسره دښه چلندلارښوونه کړېده ځکه چې له الله جل جلاله وروسته په ټولوکائناتوکې ترټولوزيات حق دمور و پلاردی، ګواکې له مور و پلارسره بد چلنديادهغوی حقونه  ترپښولاندې کول له شرک نه وروسته  تر ټولوستره ګناه ده، عالمانوتردې ويلي دي چې د مور و پلارنه منونکي ته به دمرګ پر مهال کلمه نه ورپه برخه کيږي.  (معاذالله)

له مور و پلار وروسته يې له خپلوانوسره دښه چلند لارښوونه کړېده ،بيايې له يتيمانوسره دښه چلند لارښوونه کړې ده ،اوبيايې له نېستمنواوبې وزله خلکو سره دښه چلندامر کړی دی او په پای کې يې دګاونډيانو پر حقونو ټينګار کړی.

دګاونډي ډولونه :

په تېرايت کې راغلي و: (وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ  بِالْجَنْبِ) خپلوان ګاونډي، پردي ګاونډي، دڅنګ ملګری.

په دې مبارک ايت کې د ګاونډيانو لپاره درې الفاظ کارول شوي دي؛ خو دا چې اردو يا پښتو ژبه دعربي په پرتله ډېره معياري نه ده؛ نو په دې ژبو کې درې واړو ته يو توری کاروي (ګاونډی)؛ خو دقرانکريم  په اصطلاح کې دا هر يو جلا جلا نوم لري .

لومړی ډول :

دګاونډي لومړی ډول (الْجَارِ ذِي الْقُرْبَى) خپلوان ګاونډی يعنې هغه ګاونډی چې په خپلولۍ کې ترنورو نږدې وي، دا ډول ګاوندی تر ټولو لومړی دی.

دوهم ډول : 

(وَالْجَارِ الْجُنُبِ) پردی ګاونډی، يعنې هغه ګاونډی چې خپلوان يې نه وي؛ خو کور يې ورسره نږدې وي.

درېم ډول :

(وَالصَّاحِبِ  بِالْجَنْبِ) دڅنګ ملګری، يعنې هغه چې دلنډ وخت لپاره ګاونډی شوی وي، لکه دسفرملګری، يا ور سره يوځای پرسيټ ناست ملګری،  دغه راز هغه څوک هم ګاونډی ګڼل کيږي چې په يوه غونډه کې څنګ په څنګ سره ناست وي .

د دې درې واړو له  جلا جلا  ذکرکولو داڅرګنديږي چې ددوی حقونه ځان ځانته دي، اوس د هر يوه  تفصيل  بيانوو.

د “الجارذي القربی” ګڼې معناوې :

لومړی ډول ګاونډي (الْجَارِ ذِي الْقُرْبَى) د دې مشهور تفسير دا دی چې له دې څخه مراد هغه ګاونډی دی چې دېوال په دېوال وي، د داسې ګاونډي حق دومره زيات دی چې پيغمبرصلی الله عليه وسلم ويلي دي: که يوڅوک خپله ځمکه پلوري نو لومړی به دغه ګاونډي ته وايي چې زه ځمکه پلورم که تاسويې پېرئ نوويې پېرئ ځکه چې لومړی حق ستاسودی اوکه له وينا پرته هغه ځمکه وپلورل شي او وروسته يې دغه نږدې ګاونډي غواړي نودشفعې  دعوه کولای شي چې داځمکه زه پېرم اوپه دې سره لومړی معامله پای ته رسيږي.

 د (الْجَارِ ذِي الْقُرْبَى) يوه بله معنا دا ده چې له دې څخه مراد خپلوان  ګاونډی دی او د (الجارالجنب) نه مراد هغه څوک دی چې ګاونډي وي؛ خوخپل يې نه وي .

د(الْجَارِ ذِي الْقُرْبَى) يوتفسيرداهم شوی دی چې له دې نه مرادمسلمان ګاونډی اوله (وَالْجَارِ الْجُنُبِ) نه مرادنامسلمان ګاونډي دی.

پيغمبرصلی الله عليه وسلم ويلي دي چې ځينې ګاونډيان داسې دي چې پر انسان يې درې حقونه دي: يودمسلمانۍ، دوهم  دخپلوۍ اودرېم دګاونډيتوب. اوځينې ګاونډي هغه دي چې دوه حقونه لري: يو دمسلمانۍ  اوبل دګاونډيتوب، اوځينې بياداسې دي چې  يوازې يوحق لري: هغه  چې نه مسلمان او نه خپلوان وي ؛ خوګاونډي وي.

دنامسلمان ګاونډي حق :

پام مو وي چې نامسلمان ګاونډی هم حق لري، په غم او ښادۍ کې ورسره ګډون کول، له فکر او عقيدې څخه يې نفرت کول؛ خو له ذات څخه يې کرکه  نه کول: لکه دناروغي څخه نفرت کول، نه له ناروغ څخه .

ليکنه: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: مفتي محمد اکبر عظيمي


[1] : سنن ترمذي ۲/۱۶(طبع ايچ ايم سعيد کراتشی) 

دګاونډي شپږ حقونه :

پيغمبرصلی الله عليه وسلم دګاونډي په اړه د شپږو حقونو لارښوونه کړې ده.

لومړی حق

له بې وزله سره مرسته :

دګاونډي لومړی حق دادی چې له هغه سره په بې وزلۍ کې  د خپل توان اوقدرت سره سم مرسته کول او دهغه اړتيا ور پوره کول،  پيغمبرصلی الله عليه وسلم دا چاره آن د ايمان يوه  برخه ګرځولې ده: د چا چې ګاونډی وږی وي هغه پوره مؤمن نه دی، ګواکې ديوه ګاونډي دنده ده چې دبل ګاونډي له حال نه خبر  وي داسې چې له هغه سره دخوړو اوپخولو توکي نه وي، دی دې ورته چمتوکړي.

يوازې په زکات  ورکولو دمال پوره حق نه اداکيږي :

ځينې خلک فکر کوي چې په کال کې يو ځل زکات ورکوه او نور ټول کال هيڅ مه کوه، داسې خلک دې دپيغمبرr دې وينا ته ځير شي چې وايي: إن في المال حقاسوى الزكوة ([1])

دمسلمان په شتمني کې له زکات نه پرته نورحق هم شته. نېستمن ګاونډي ته خواړه ورکول هم واجب دي، او دا يوازې دسنت اومستحب والي خبره نه ده؛ ځکه چې د يو نېستمن نهار خېټه مړول فرض دي.

له ګاونډي څخه د اړتيا ورځني شيان ايسارول :

همدا راز يو بل حق هم فقهاووکراموواجب ګڼلی دی اوهغه د(ماعون) حق دی لکه چې په (سورة الماعون) کې يې څرګندونه شوېده، دايت معناداده چې: تباهي ده دداسې لمونځ کوونکودپاره کوم چې له خپلو لمونځونو څخه غافلان دي هغوی چې ځان ښودنه کوي اودضرورت اسباب (سامان) له خلکوايساروي.  ماعون په ورځنيو چارو کې هغه کارېدونکو شيانو ته وايي چې په کارولوسره يې دپام وړ تاوان منځ ته نه راځي، د بيلګې په ډول يوګاونډي د کاسې، لګن  اوداسې نورو غوښتلو له پاره راغی، يايې لږمالګه اومرچ غوښتل؛ نو د کارولو داسې معمولي شيان له ګاونډي څخه منع کوي  پرداسې لمونځ کوونکوالله جل جلاله هلاکت ويلی دی چې لمونځ کوي ؛ خو ګاونډي ته د داسې  وړو  وړو شيانو له ورکولو څخه نټه (انکار) کوي.

يوه بله دپام وړخبره :

يوې خبرې ته پام کول په کاردي هغه دا چې له دې څخه مراد هغه واړه واړه شيان دي چې دهغوپه ورکولودپام وړتاوان نه کيږي، دلوړو بيوشيان تردې جزا لاندې داخل نه دي، اوهمدارازکه ديوه ګاونډي دورځني کارولو شيانو غوښتلو عادت جوړشوی وي داسې چې نورګاونډيان يې پريشانه کړي وي اودزيات تنګوالي له امله  هغوی دداسې شيانوله ورکولو انکار کوي؛ نوهغه ددې هلاکت اوجزا لاندې نه راځي.

دوهم حق

 پور ورکول : 

دګاونډي دوهم حق دادی چې هغه کله دپورغوښتنه وکړي؛ نوپوردې  ورکړل شي، دپورپه هکله شرعي تفصيل دادی چې که کوم ګاونډی دخوراک څښاک نه بې وسه شو او ډېر اړ  و؛ نوپه داسې وخت کې پور ورکول فرض دي اوکه داسې نه وي؛ بلکې ديوڅه اړتيا لپاره يې پورغوښت؛ نو بيا پور ورکول دښه  چلندغوښتنه ده اوداسې کارکول له شرعي پلوه مستحب دی .

د پور دفضيلت په اړه ډېرشمېر حديثونه راغلي دي آن ځينوعالمانو ويلي چې پورورکول دډالۍ په پرتله زيات ثواب لري له همدې امله دډېرو نيکانو خلکوداعادت  وو چې کله به  له هغوی نه روپۍ وغوښتل شوې ؛ نوورته به يې ويل سمه ده داروپۍ درسره واخله؛ خوداپوردی اوکله به چې دبيرته سپارلونېټه راغله ؛ نوورته  به يې وبښلې اولامل به يې دا وو چې  په داسې کارکې دوه  ثوابونه دي: يود پور ورکولواوبل وربښل.

نن سبايوچاته پورورکول اوبيرته ترې اخېستل ستونزمن  څه چې ناشونی کار دی، له همدې امله دحضرت تهانوي رحمه الله عادت  و چې چا به ترې پور وغوښت دومره به يې ورکاوه چې که بيرته يې ورنه کړي ؛ نوکومه ستونزه اوپريشاني به نه وه، ځکه چې دپور ورکولوثواب ډېرزيات دی؛ خودپورپه بيرته ورکولوکې تنګ لاسي پوروړي ته نېټه ورکول زيات ثواب لري او د پور بښل خو بيا ترټولوزيات ثواب لري.

درېم حق

په ښاديو کې يې ورسره ګډون کول : 

دګاونډي ددرېم حق په اړه پيغمبرصلی الله عليه وسلم داسې لارښوونه کړېده چې له ګاونډي سره دهغه په خوښۍ کې ګډون کوئ اومبارکي ورکوئ! داسې چې دچااولاد پيداشي ياپه ښه دنده وګمارل شي يايې په کاروبار کې پرمختګ وشي ؛ نوورشئ او مبارکي ورکړئ.

زموږزياتره لمانځنې دوديزې وي دبيلګې په ډول مبارکي ورکول اوداسې نور؛ خويوازې د دود په پارله دې امله چې هغه په فلاني وخت کې داکارله ماسره کړی و اوکه زه يې ونه کړم هغه خفه کيږي؛ نوداسې کار يوازې دځان ښودنې په پاردی نه دثواب لپاره،  لنډه داچې مبارکي اوداسې نورې لمانځنې  يوازې درواج لپاره نه وي داسې چې کله مبارکي ته ځي؛ نود شيريني کڅوړه هرومرو له ځانه سره وړي ،که څه هم دخوړلو والانه وي؛ خويوازې ډيری جوړوي اودود سرته رسوي ددې رواجونوپالل په شريعت کې ناروادي؛ خودزړه په مينه په ډالۍ وړلوسره له ديني پلوه کومه نيوکه نشته خو داکار بايد دليدنو ضروري برخه ونه ګڼل شي.

له نن نه وروسته داژمنه وکړئ چې چاته دمبارکي لپاره ورځئ  هغه به د دود په نيت نه؛ بلکې دديني ښوونو دمنلو، ثواب او نيکي ترلاسه کولولپاره  وي، له نورومسلمانانوسره په ځانګړي ډول له ګاونډيانوسره.

څلورم حق

په غم کې يې ورسره ګډون کول : 

دګاونډي څلورم حق دادی چې که کوم تکليف ورته ورسيږي له هغه سره غمرازي وکړئ، دغمرازي معنا ډاډورکول ده، داسې چې دهغه تکليف لرې کول شوني وي؛ نولرې يې کړئ اوکه ناشوني وي ؛ نوډاډ ورکړئ دبيلګې په ډول که يوڅوک وفات شوی وي دهغه پاتې خلکوته په ژبه ډاډ ورکړئ اوهمدردي ورسره وکړئ يادچازړه په غم کې ډوب وي هغه ته داسې الفاظ ووايئ چې په هغوسره يې په زړه کې اطمنان اوسکون حاصل شي دېته هم غمرازي وايي.

دغمرازۍ ناسمه او سهي طريقه :

نن سبا مونږ غمرازي دېته وايوچې دمړي څښتن ښه وژړوو،داسې لاره غوره کړو چې له هغې سره دمړي څښتن ته ښه ژړا ورشي، احساسات يې راوپاريږي اوپه غم کې يې نورهم زياتوالی راشي، دغه ستونزه په ځانګړي ډول په ميرمنوکې ترنارينه وو زياته ده دهغوی په اند دغمرازي معنا داده چې په خپله هم وژاړي او نور هم  وژړوي.

بايد ښه پوه شوچې دغمرازي معنا هغه نه ده چې پورته يې يادونه وشوه؛ بلکې دغمرازي معنا ډاډورکول دي اوپه ژبه اوږدې خبرې کول ضروري نه دي بلکې يوازې دومره ويل هم بس دي چې الله جل جلاله دې جميل صبراولوی اجردرکړي، ګواکې دغمرازي معنا دا ده چې داسې کارغوره کول چې له شرعي پلوه روا وي او د غمژن غم پرې کم شي.

پنځم حق

دناروغانو پوښتنه يې کول :

پيغمبرصلی الله عليه وسلم دګاونډي د پنځم حق په اړه لارښوونه کړېده چې که ناروغ شي؛ نوپوښتنه يې وکړئ ؛ خو دناروغ  پوښتنه اوپای وازي داسې وي چې ناروغ ته پرې تکليف ونه رسيږي او دناروغ داسې  پوښتنه دستراجرلامل ګرځي، پيغمبرصلی الله عليه وسلم ويلي دي: ان المسلم اذا عاد اخاه المسلم لم يزل في خرفة الجنة ([2])

کله چې يومسلمان دبل مسلمان ناروغ پوښتنه وکړي؛ نوله کورڅخه  تر وتلو بيا بيرته تر راتلوپورې اويازره پرښتې دهغه لپاره دبښنې دعاکوي.

دناروغ پوښتنې سهي طريقه :

پورتنی ثواب هغه مهال ورکول کيږي چې دناروغ پوښتنه له ټولوادابوسره سم وکړای شي اوپه پوښتنې سره هغه ته تکليف اوپريشاني ونه رسيږي، دبيلګې په ډول په داسې وخت کې نه ورتلل چې دناروغ دارام وخت وي، په داسې وخت کې ورتلل ناروغ ته ډاډ نه  ورکوي؛ بلکې دهغه دپريشانۍ اوتکليف سبب ګرځي له همدې امله پيغمبرصلی الله عليه وسلم ويلي دي: څوک چې دناروغ پوښتنه کوي هغه بايدډير ژر وي داسې چې څومره شونې وي ژرترې بيرته راشي يوازې دناروغ دحال پوښتنه وشي، هغه ته دډاډګېرنې الفاظ وويل شي اوکه شوني وي دهغه په ټنډه لاس کېښودلی شي اودروغتيادعاورته وکړای شي اوزيات وخت ورسره تيرنه کړي؛ بلکې ژر راووځي؛ خوکه ناروغ داسې وي چې ديوچاپه ډېر کيناستلوسره نه تکليف کيږي بياورسره کيناستل پروانه لري.

د ناروغ پوښتنې په اړه دعبدالله بن مبارک رحمه الله کيسه:

حضرت عبدالله بن مبارک رحمه الله چې د لوړې درجې له بزرګانو اونومياليو عالمانوڅخه و، يوځل ناروغ شو؛ نوډېرخلک به يې پوښتنې ته راتلل، يوتن چې د پوښتنې له آدابو ناخبره و، ورته راغی  اوډېر وخت ورسره ناست و، ا بن مبارک رحمه الله په فکرکې ډوب و اودغه سړی تر ډېره وخته ناست و خلک به تلل راتلل؛ خودی به له خپل ځايه نه ښورېده، عبدالله بن مبارک ډيرتنګ شو؛ نوويې ويل: يوه دناروغي ستونزه ده اوبل دناروغ  پوښتنې په اړه خلک معلومات نه لري اوناروغ ته  تکليف ورکوي ؛ خوهغه سړی بياهم پوه نشواوويې ويل: هو! صيب همداسې ده، که ستاسو اجازه وي ؛ نودروازه به بنده کړو چې څوک دننه رانشي، هغه ورته وويل: بنده يې کړه؛ خوله دننه خوا  نه؛ بلکې له دباندې خوا يې بنده کړه.

ددې خبرو غورچاڼ دا راووت چې که يوسړی دناروغ پوښتنه کوي؛ نو بايدداسې يې وکړي چې د ناروغ دستونزې اوپريشاني لامل ونه ګرځي.

شپږم حق

په جنازه کې يې ګډون کول :

پيغمبرصلی الله عليه وسلم ويلي دي: که دچاګاونډي مړشي؛ نودهغه په جنازه کې به ګډون کوي چې له يوې خواپه جنازه کې دګډون ثواب ترلاسه کړي اوبل له ګاونډيانوسره دغمرازي کولو له امله اجر ورکول کيږي.

د تېرو خبرو غورچاڼ :

له تېرو خبرو څخه معلوميږي چې دګاونډي ټول  حقونه شپږ دي:

لومړی:دبې وزلۍ پر وخت د هغه اړتياپوره کول.

دوهم: پور ورکول.

درېم: په خوښي کې ورسره ګډون کول.

څلورم: په غم کې ډاډګېرنه ورکول.

پنځم: دناروغي پروخت يې  پوښتنه کول.

شپږم: دمړينې پروخت يې په جنازه کې ګډون کول.

خودګاونډي حقونه يوازې داشپږ نه  بلکې ترکومه پورې چې کېدلای شي ښه چلند کول ورسره خير اوثواب دی او دا فکر جوړول په کاردي چې داسې پېښه هم ونشي چې د ګاونډي عيب پکې څرګندشي، بايد دهغه پرعيبونو پرده واچول شي، پيغمبرصلی الله عليه وسلم دګاونډي همدې حق ته هم اشاره کړې ده چې څوک دچا پر عيب پرده اچوي الله جل جلاله د هغه عيب پټوي.

ليکنه: مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه: مفتي محمد اکبر عظيمي


[1] (سنن ترمذي۱/۱۴۳( طبع ايچ ايم  سعيد کراتشی)

۳ : صحيح مسلم۲/۳۱۷ (طبع دارالاحسان)

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: