د٢٠١٧ کال نړۍ ۱۰ تر ټولو ډېر بوخت هوایي ډګرونه

په ۲۰۱۷ کال کې خواوشا ۱.۵ میلیارد یا یو نیم زر میلیونه انسانان د نړۍ په ۲۰ لویو هوایي ډګرونو کې ښکته پورته شوي چې د هوایي ډګرونو دنړیوالۍ شورا (ACI) په وینا د نړۍ د نفوس ۱۷٪ جوړوي.
لاندې د نړۍ د ۱۰ لویو، مشهورو او ډېرو بوختو هوایي ډګرونو په هکله لنډ معلومات دي چې ښایي د لوستونکو خوښ شي.‌
۱. د اتلانتا نړیوال هوایي ډګر، چې د هارټس فیلډ جکسن نړیوال هوایي ډګر په نامه هم یادیږي د امریکا د متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کې پروت دی چې په ۲۰۱۷ کال کې پرې نژدې ۱۰۴ میلیونه مسافر ښکته پورته شوي وو،
۲. بیجینګ کپیټل نړیوال هوایي ډګر، چې د چین په پلازمېنه بیجینګ کې پروت دی په ۲۰۱۷ کال کې پرې ۹۵ میلیونه ۷ لکه او ۸۶ زره کسان ښکته پورته شوي وو،
۳. د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر، چې د متحده عرب اماراتو په پلازمېنه دوبۍ کې پروت دی، په ۲۰۱۷ کال کې پرې ۸۸ میلیونه ۲ لکه او ۴۰ زره مسافر ښکته او پورته شوي وو. د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر ۹۰ زره کسانو ته مستقیم او ۴ لکه کسانو ته غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر کړي، او دغه هوایي ډګر متحده عرب اماراتو ته یوازې په یوه کال کې ۲۶.۷ زره میلیونه ډالر ګټه ور رسولې ده. په دې هوایي ډګر یوازې په ۲۰۱۶ کال ۴۱۸ زره ۲ سوه او ۲۰ الوتکې ښکته پورته شوې دي.
۴. ټوکیو هنیدا نړیوال هوایي ډګر، د جاپان په پلازمېنه ټوکیو کې واقع دی چې په ۲۰۱۷ کال کې پرې ۸۵ میلیونه ۴ لکه او ۸ زره کسان ښکته پورته شوي او دغه هېواد ته یې په یوه کال کې ۱۸.۵ زره میلیونه ډالر ګټه ور رسولې ده.
۵. لاس انجلېس نړیوال هوایي ډګر، د متحده ایالاتو په کلیفورنیا ایالت کې پروت دی. یوازې په ۲۰۱۷ کال کې ۸۴ میلیونه ۵ لکه او ۵۲ زره کسان پرې ښکته پورته شوي دي. په ۲۰۱۷ کال کې پرې ۷ لکه ۳ سوه او ۶۲ الوتکې ښکته پورته شوې او متحده ایالاتو ته یې په یوه کال کې ۱۴.۹ زره میلیونه ډالر ګټه ور رسولې ده.
۶. او هاري نړیوال هوایي ډګر، د متحده ایالاتو د ایلینایس ایالت په مرکز شیکاګو کې پروت دی چې په یوه کال کې ۷۹ میلیونه ۸ سوه او ۲۸ زره کسان پرې ښکته پورته شوي دي. په یوه کال کې پرې ۸ لکه او ۶۷ زره الوتکې ښکته پورته شوي او په یوه کال کې یې ۳۹ زره میلیونه ډالر ګټه کړې ده.
۷. د لندن هیترو هوایي ډګر، د انګلستان په پلازمېنه لندن کې واقع دی او په یوه کال کې ۷۸ میلیونه ۴۷ زره او ۲ سوه کسان پرې ښکته پورته شوي دي. د هیترو هوایي ډګر جوړښت له ۱۹۲۹ څخه پیل شوی دی.
۸. د هانکانګ نړیوال هوایي ډګر، چې په یوه کال کې ۷۲ میلیونه ۸ لکه او ۶۷ زره کسان پرې ښکته پورته شوي په ۱۹۹۸ کال کې کار پیل کړی دی. په دغه هوایي ډګر په یوه کال کې ۴۲۰ زره ۶۶۰ الوتکې ښکته پورته شوي دي.
۹. شانګهای پوډونګ نړیوال هوایي ډګر د چین په شانګهای کې پروت دی چې په یوه کال کې ۷۰ میلیونه خلک پرې ښکته پورته شوي دي. په دغه هوایي ډګر په وروستیو کالونو کې ۴۰۰ میلیونه ډالر ولګول شول چې پروژه یې په ۲۰۱۵ کال کې بشپړه شوه او د هغه ظرفیت یې دوه برابره کړ.
۱۰. پاریس چارلیس دي ګاله ایرپورټ، د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پروت دی، چې په ۲۰۱۷ کال کې پرې ۶۹ میلیونه ۴ لکه او ۷۱ زره مسافر ښکته پورته شوي دي. دغه هوایي ډګر د فرانسې په وګړو سربېره تر ډېره د نړیوالو سیلانیانو لپاره خدمتونه وړاندې کوي. فرانسه چې د سیلانیانو لپاره یوه له ډېرو په زړه پورې هېوادونو څخه ده یوازې په ۲۰۱۴ کال کې ۸۳.۷ میلیونه سیلانیان ورغلي دي.
سرچینې: دا او یو شمېر نور سایټونه
https://www.internationalairportreview.com/article/32311/top-20-largest-airports-world-passenger-number/

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب