دومره اسلامي ډلې! له چا سره روان شو؟

مقدمه  :
عزلت يا ګوشه ګيري  يو له هغو آفتونو څخه دى چې ډير ځله دين داره وګړي پرې اخته كيږي، كه څه هم چې عزلت بيخي له خلكو سره اړيكه شكولو او په يوه ګوښه كې يوازې اوسيدلو ته وايي خو موږ په دعوتي ادبياتو كې عزلت دې ته وايو چې يو دينداره وګړى د دې تر څنګ چې پخپله نيك اعمال تر سره كوى، نور هم نيكۍ ته رابلي خو دغه كار په يوازې ځان پر مخ بيايي، پرته لدې چې له نورو دعوتګرو سره يو ځاى شي. دا كار پخپل ځان كې يو آفت  دى چې بيلابيل عوامل لري، يو له هغو لاملونو څخه چې د دې كار سبب كيږي د اسلامي ډلو زياتوالى دى، چې موږ دلته هڅه كوو په مشخصه توګه په همدې باندې خبره وكړو.

د هغه دعوتي ډلو زياتوالى چې دين ته كار كوي، كله نا كله مسلمانان په حيرانى كې اچوي چې د كوم يوه سره يوځاى شي او ورسره ګډ خپل ديني مسؤليت ادا كړي. كله نا كله دغه حيراني د دې سبب ګرځي چې سړى عزلت غوره وګڼي، خصوصاً هغه وخت چې د هغوى د كار د اسلوبو او پړاوونو د څرنګوالي سره پيژندګلوي ونلري.
دلته اړينه ده چې ووايو دغه ډلې او جماعتونه ټول د خلكو د ښېګڼې او نيكمرغى لپاره هڅې كوي، مګر په دوى كې د ښېګنې او نيكمرغى كچه توپير لري، ځينو يي د حق او ښېګنې يوه وړه ټوټه په لاس كې اخيستې او ورته كار كوي، او ځينو يي بيا لويه، او ځينې بيا په ټولو ښېګڼو او نيكمرغيو باندې كار كوي.

اوس نو پدې موخه چې د ځان لپاره په دومره اسلامي ډلو كې كوم يو غوره كړو، د څه اصولو او ځانګړتياوو په پام كې نيول اړين دى، په لاندې توګه هغه ځانګړتياوې بيانيږې چې يو غوره جماعت يې لري او بايد ورسره مله شو.

1.    د جماعت موخه بايد په ټولنه كې د شريعت پلي كول وي. الله تعالى فرمايي:
(ان الحكم ا لاالله) يعنې: پرته د الله (ج) له حكم او فرمان نه بل حكم او فرمان د منلو وړ نه دى.
( و ان احكم بينهم بما انزل الله) يعنې: د دوى په منځ كې په هغه څه باندې حكم او پرېكړه وكړه چې الله(ج) را ليږلي دي.
2.    ټول كړه وړه او هڅې  يې د الله تعالى د رضا د لاس ته راوړلو لپاره وي. الله تعالى فرمايي:
(قل ان صلاتي و نسكي و محياى ومماتي لله رب العالمين، لا شريك له و بذلك امرت و انا اول المسلمين) (الانعام: ۱۶۲-۱۶۳)  يعنې: ووايه (اى محمده) چې بيشكه لمونځ زما او قرباني، زما او ژوندون او مرګ خاص الله د الله د رضا لپاره دي چې د ټولو عالميانو رب دى.  نشته هيڅ شريك ده لره او په همدې ما ته امر شوى دى او زه د لومړنيو مسلمانانو څخه يم.

3.    له الله، رسول الله او مؤمنانو نه پرته  د بل هيچا سره  مينه او ولاء ونلري. الله تعالي فرمايي:
إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ ﴿۵۵﴾ وَمَن يَتَوَلَّ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ فَإِنَّ حِزْبَ اللّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۵۶﴾
يعنې:  بيشكه چې ستاسې دوست يوازې الله، د هغه رسول او مؤمنان دي، هغه كسان چې ايمان يي راوړى دى، لمونځونه  قائموي، زكوة وركوي او هم دوى ركوع كوونكي دي، او څوك چې يوازې له الله، رسول او مؤمنانو سره دوستي كوي نو بيشكه چې د الله ډله، همدوى پر ټولو برلاسي دي.

4.    له اسلام څخه د افراط او تفريط نه خالي  وسطي فهم ولري، او د مسواك نه نيولې تر جهاده پورې بايد پر ټول اسلام ټينګ واوسي. الله تعالى فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً (البقره: ۲۰۸) يعنې: اى هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى، په ټول اسلام كې ننوځئ( د اسلام په ټول احكام ومنئ)

5.    له هر څه نه مخكې د يوه بشپړ اسلامي شخصيت په جوړولو كې هڅه وكړي، داسې شخصيت چې د ښيګڼې ټول خويونه پكې موجود وي الله تعالى فرمايي:
(ان الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بانفسهم) – الرعد: ۱۱ – يعنې: بيشكه چې الله د يوه قوم حالت تر هغه نه بدلوي تر څو دوى په خپلو نفسونو كې بدلون رانولي.
(قدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا* وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا) – الشمس۹-۱۰   يعنې يقينا چې هغه څوك كامياب شول چې (نفس) يې پاك كړ او هغه ناكام شول چې پټ يې كړ( نفس په ګناهونو كې)
غوره جماعت هغه دى چې د همدغه شان شخصيتونو په جوړولو كې تر دومره هڅه وكړي چې د هغوى شمير زيات شي او بالاخره ټولنه او نړى ترې ډكه شي.
(و ما ارسلناك الا رحمة للعالمين)  ( الانبياء: ۱۰۷)
او ته مو نه يي ليږلى مګرد ټولو عالميانو لپاره د رحمت په توګه.

6.    جماعت بايد هڅه وكړي تر څو د دغو افرادو په منځ كې روحي، قلبي او فكري يووالى رامنځ ته كړي، او بايد هغوى د ريښتينو وروڼو په توګه وروزل شي او تر منځ اړيكې يې ټينګې شې. اللع تعالى فرمايي:
(و اعتصموا بحبل الله جميعاً ولا تفرقوا)  (آل عمران-۱۰۳)
او ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ او سره بيليږى مه.

7.    د يوې كره، حساب شوې، واقعبينانه، او پلان شوې برنامې په بنسټ يې خپل كار پيل كړى وي او د هغه پلي كول ګام په ګام څاري.موجود واقعيتونه او ګواښونه په ښه توګه وپيژني او د هغو له ليدلو سره سم خپلې برنامې جوړې كړي.
( قل اعملو فسير الله عملكم و رسوله، ولمؤمنين…)  (التوبه: ۱۰۵) يعنې: ووايه، تاسې عمل كوئ نو ژر به الله، د هغه رسول او مؤمنان ستاسې كړه وړه وګوري.
(وَ قُل لِّلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ اعْمَلُواْ عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَامِلُونَ ﴿هود-۱۲۱﴾  يعنې: او ووايه هغو كسانو ته چې ايمان نه راوړي چې پر ځاى خپل عمل وكړئ، بيشكه موږ هم عمل كوونكي يو.

8.    په ټولو چارو كې لومړيتوبونو ته پاملرنه وكړي، پدې توګه چې د خپلو امكاناتو په پام كې نيولو سره اصولو ته پر فروعاتو، واجباتو ته پر مستحباتو، او اتفاقي څيزونو ته پر اختلافي هغو باندې لومړيتوب وركوي. څرنګه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه بتانو له ماتولو نه مخكې چې په كعبه ايښي ؤ، د هغه بتانو په ماتولو پيل وكړ چې د خلكو په زړونو كې ؤو.

9.    د اتفاقي اصولو او ارزښتونو په وړاندې هيڅكله ضعف او ناتواني ونه ښيي، او په اجتهادي او فرعي مسائلو كې هيڅ كله اختلاف د تفرقې پړاو ته نه رسوي.
10.    موخې او اهداف يې بايد څرګند وي او د هغو د ترلاسه كولو لپاره بايد ټاكلې برنامې ولري. داسې برنامې چې وكولاى شي د يوه كس لاس ونيسي او پوړ په پوړ  يې پر مخ بوزي، د هغه غوښتنې پوره كړي، پوښتنو ته يي ځوابونه ووايي.
11.    ستونزې په ورين تندي حل كړي او د هغوى د حل لپاره بايد هر ډول سر ښيندنې ته چمتو و اوسي، هغه ننګوني او تهديدونه چې دوى ورسره مخ كيږي بايد په پراخه سينه وزغمي، ترڅو پخپلو ځانونو كې د دعوتګرانو د مشرتوب او هدايت خويونه پيدا كړي.
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ ﴿محمد -۳۱ ﴾ يعنې: خامخا تاسې آزمويو تر څو ستاسې له منځ نه مجاهدين او  صابرين څرګند كړو او ستاسې احوال به څرګند كړو.
12.    د دعوت او عمل په ډګر كې يي بايد لوړ ګامونه پورته كړي وي، تر څو د هغې لاړې لوړې او ژورې يې پيژندلې وي او د هغوى لپاره يي اړين چمتوالى نيولاى وي. په همدې خاطر دې خپلو انډيوالانو ته هڅه مال او وخت تياركړي.
13.    د هغې جماعت لپاره ارامتيا، او له چټكى نه ځان ساتل اړين دي. الله تعالى فرمايي:
( فاصبر كما صبرا ولوا العزم من الرسل ولاتستعجل لهم)  يعنې نو صبر كوه ته لكه چې صبر كړى وو خاوندانو د عزم  له  رسولانو او تلوار مه كوه(په غوښتلو د غذابو دوى ته).
۱۵- د داسې كسانو څښتن وي چې په هغوى كې د مطلب د وضاحت وړتيا وي، او داسې هدايت كړى شوي لارښودونكي ولري چې هغوى چارې په ښه توګه منظمې كړى شي او هر څه پخپل ځاى كيږدي.
۱۶- خپل ټول پيروان دې د لارښوونكو د لارښودنې په رڼاكې پر مخ بوځي. البته چې دغه لارښودنه نيكه او روا وي.
۱۷- د دوى په منځ كې د نيوكه شتون ولري، او د يوبل سالمې نيولې ته بايد تسليم و اوسي، او هغې ته پاملرنه وكړي.
۱۸- د كاركوونكو په ټاكنه كې دې له زيات د قت څخه كار واخلي ترڅو وكولاى شي د دښمنانو پلانونه په ښه توګه شنډكړي.
۱۹- د دوى تګلاره بايد اصول او ارزښتونه په پام كې ونيسي نه دا چې د اصولو او ارزښتونو رغونه.
(فمن كان يرجو لقاء ربه فليعمل عملا صالحا) (الكهف:۱۱۰)
پس هر څوك چې وي چې هيله ولري د ملاقات د رب خپل نو ښايي چې عمل وكړي عمل صالح او نه دې شريكوي په عبادت د رب خپل كې هيڅوك.

ليكنه: دوكتور سيد نوح
ژباړه: وحيد الله بهرامي

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب