دوبۍ غواړي د نړۍ لومړی خوشحاله هیواد شي

د دوبۍ د خوښۍ خپرونو مشر حماد الاوحد د آماراتي اوسېدونکو د رضایت او خوښۍ پلان پراخولو آړوند وویل: “نن ورځ دوبۍ کي ټولي برخي د خوښۍ لپاره په ګډه کار کولو ته آړتیا لري. موږ په ۴۰ ریاستونو او دولتي څانګو کي تر ۴۷ ډېر د خوښۍ آتلان لرو، چي په ټولنه کي ددوی رول د اطمیناني خپرونو پلي کول دي؛ موږ دوی ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول روزنه ورکوو، څو د خوښۍ آړوند عامه ذهنیت او قناعت بدل کړي.”
نن ورځ دولتونه کولای شي، د ټولنیزو معلوماتو د تحلیل په پرمختګ سره د خلکو رضایت او خوښي آندازه کړي او له دغي لاري خپل اقتصادي آرزښت هم په پام کي ونیسي.
د سوداګرۍ ستراتیژیکي کارپوه «کري بلوک» وايي، خوښ خلک ښه کار کوي، کله چي خلک خوښ وي، کار ورته مفهوم لرونکی وي، ۵۰ سلنه خلک ډېره ګټه کوونکي او ۸۸ سلنه هم ډېر وفادار دي؛ ځکه دوی د خپل ژوند د نیمایي وخت «خوښۍ شېبو» معنی موندلې ده.
سږکال عربي متحده امارات د HSBC ادارې په وروستۍ نظرپوښتنه کي د کار لپاره د نړۍ غوره هيواد نومول شوی او دلته د اوسېدني عمده لاملونه هم عایداتي ډېروالی، کاري وده او د ژوند لوړ کیفیت دي.

۲۰۱۹ دسمبر

عزت الله ذکي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب