تکثري سیستمحکمونه

دنسل( زیږون) کنترول او تنظیم روا دی که نه؟ (قرضاوي)

دا هغه مهمه موضوع ده چې د الجزیرې تلویزیونې چینل په (۲۰۰۴-۶-۳) نیټه د مسلمانو علماؤ د نړیوالې اتحادیې له رئیس پیاوړې عالم محترم دوکتور یوسف قرضاوي سره د الشریعة والحیاة په پرګرام کې په ژوندD ډول پرې مباحثه کړې ،دا موضوع دومره مهمه ده چې هره کورنۍ ورسره مخامخ او په اړوند يې پوښتنې کوي، نو موږ هم د همدې اهمیت په بنسټ پښتو ته ژباړلې هیله ده چې مسلمان نارینه او ښځې د ژوند په کورني نظام کې ترې ګټه اوچته کړي.

په دې بحث کې په لاندې موضوعاتو رڼا اچول شوې :

۱-د نسل( زیږون) کنترول او تنظیم او ددې موضوع تړاو له لویدیځ ښکیلاک سره
۲- د زوجینو د استمتاع په موخه په زوکړه کې ځنډ راوستل ( شرعي فتوی)
۳- د جواز او تحریم ترمنځ د نسل د تنظیم موضوع
۴- د شریعت له مخې د رضاع په موده کې د زوجینو یوځای کیدل
۵- د اولاد زیږولو څخه د ښځې د ځان خلاصولو شرایط او ضوابط
۶- د اولاد د مخنوي په موخه د ښځې لپاره د جواز او عدم جواز خبره .

احمد منصور:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !موږ په داسي زمانه کې قرار لرو چې ځینې فکر کوي د نسل د مخنيوي خبره یوه پخوانۍ خبره ده چې عربو به هم د عزل په شان دا عمل تر سره کاوه ، او ځینې نور بیا وایی چې دا یوه نوې نظریه ده چې په اسلامي نړۍ د لویدیځ داستعمار له واکمن کیدو راهیسې زموږ په منځ کې یی دود شوې ، چې موخه یې د مسلمانانو د شمیر او نسل کمول دی په تیره بیا کله چې نړیوالو احصائیو وښوده چې د مسلمانانو شمیر په ډیریدو دی او د لویدیځو هیوادونو د نفوسو شمیر په لږیدو دی ، نو محترم دوکتور صاحب ! د همدې دوو نظرونو په رڼا کې ستا نظر څه دی ؟
په تیرو زمانو کې د زیږون مخنیوی او ددې موضوع اړیکې له لویدیځ ښکیلاک سره

قرضاوي :

بسم الله الرحمن الرحیم ، الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله واصحابه ومن اتبع هداه .

په دې کې شک نشته چې له پخوا زمانو څخه د خلکو سره د زيږون د مخنوي او کمولو خبره مطرح وه ،ځینو کسانو به هڅه کوله چې کم شمیر اولادونه ولري ،پخوانیو عربو ویلي چې د ژوند د اسانتیاؤ څخه یو هم د اولاد لږوالی دی ،یعنې د ژوند آسانې داده چې یا خو ستا مال پریمانه وي او یا هم ستا اولاد لږ وي،یعنې دا روا ده چې که یو څوک ډیر مال ولري ، نو ډیر اولاد دې ولري ،نو ډیر به په ډیرو وویشل شي.

خو ځینو نورو عربو به بیا هغه اولادونه پریښودل چې دوی به د زور او ځواک خاوندان ؤ ، او هغه به یې له منځه وړل چې کمزورې به ؤ ، په دې کې نارینه او ښځې دواړه راتلل ، د مثال په ډول دوی به لوڼې ژوندۍ خښولې ، لکه الله تعالی چې په قرآنکریم کې دې موضوع ته ایشاره کوي او فرمایی :{ واذ المؤدة سئلت () بای ذنب قتلت } یعنې کله چې د (قیامت په ورځ )له ژوندي خښې کړل شوې پوښتنه وشي چې په کومه ګناه ووژل شوې .

نو قرآنکریم دا جاهلي عمل غندلی ځکه دا د جاهلیت عمل ؤ ، همدا شان الله تعالی بل ځای فرمایی: { ولا تقتلوا اولادکم خشیة املاق نحن نرزقهم و ایاکم ان قتلهم کان خطئا کبیرا } یعنې د روزۍ د کموالي د ویرې خپل اولادونه مه وژنئ ، موږ دوی او تاسو ته روزي درکوو ،پرته له شکه چې ددوی دا وژنه لویه ګناه ده .
خو مسلمانانو بیا ددې موخې لپاره ( د اولاد د زیږون د مخنوي لپاره ) د عزل څخه کار اخیست ،او عزل داچې کله یو انسان په دې پوهیږي چې نطفه یې د ښځې په رحم کې داخلیږي ، نو له انزال مخکې نطفه د ښځې د رحم څخه د باندې خارجوي ،تر څو یې ښځه حامله نشي ، او دا یوه پیژندل شوي طریقه وه ،په دې هکله حضرت جابر (رض) فرمایی (موږ به له ښځو په داسې حال کې عزل کاوه چې قران به هم نازلیده . چې دا حدیث متفق علیه حدیث دی ) .

احمد منصور :

دوی به یواځې د وینځو څخه عزل کاوه او که به یې له آزادو ښځو څخه هم کاوه ؟

قرضاوي:

د وینځو څخه به یې عزل ډیر کاوه خو له آزادو ښځو به یې هم کاوه ،په ځینو احادیثو کې راځې چې رسول الله (ص) د آزادې ښځې څخه عزل کول منعه کړي مګر په دې شرط چې هغه هم ورسره راضي وي .

احمد منصور:

ځکه چې په دې عمل سره ښځې ته اذیت رسیږي؟

قرضاوي:

همداسې ده ، ځینو امامانو او فقهاؤ دا نظر درلود چې د آزادې ښځې څخه عزل کول منعه دی مګر هغه مهال بیا دا عمل کیدای شي چې دواړه پرې راضي وي .
نو عزل کول یوه پیژندل شوې طریقه وه ،خو په اوسنۍ زمانه کې بیا دې عمل ( د اولاد د زیږون څخه مخنِوي )نورې خبرې راپورته کړیدې ، دا عمل هغه مهال یو فردي عمل ؤ، د چا به چې خوښه شوه نو دا عمل به یې کا وه ، خو اوس له دې خبرې یوه فلسفه جوړه شویده ،په تیره بیا له (۱۹) پیړۍ را وروسته ، دا عمل د اقتصاد په علم کې یوه فلسفه ده :(د نفوسو د ستونزې اقتصادي فلسفه ) دا د (روبرت مالتوس) نظریه وه ، هغه دا نظر درلود چې خلک د هندسې دوه چنده محاسبې په شان زیاتیږي ،یعنې له (۱ څخه ۲ ، د ۲ څخه ۴ ، همدا شان ،۸ ، ۱۶، ۳۲ ..او داسې نور زیاتیږي ، ددې سره د موادو او غوښتنو اندازه هم ورسره زیاتیږي ،خو د موادو زیاتیدل بیا د انسانانو د زیاتوالي په شان ندی مواد یو په یو سره ، یعنې ،یو دوه کیږي ، دوه دري ، دری ۴ ،۵ ، ۶ ، ۷، …په دې ترتیب سره زیاتیږي..

احمد منصور:

یعنې په زیاتولي کې توازن نشته .

قرضاوي:

توازن پکښې نشته ، هغوی وایی چې له یوې زمانې وروسته به خلک د همدې فرضيی په اساس زیاتیږي ،او د ضرورت وړ مواد به کمیږي ،په دې سره به په موادو کې کمښت راځې ،او په خلکو کې به لوږه او قحطي زیاته شي . ددوی تر منځ به جګړې زیاتې شي ، او یو بل به سره ووژنې ، دا دهغه د فلسفې نظریه وه.

خو موږ مسلمانان بیا بیل نظر لرو ،موږ د موادو په کموالي عقیده نه لرو ، مواد لږ ندې بلکه هر څه ډیر دې {الله الذی خلق السماوات والارض و انزل من السماء ماء فاخرج به من الثمرات رزقا لکم و سخر لکم الفلک لتجری فی البحر بامره و سخر لکم الانهار} الله تعالی چې دا مخلوقات پیدا کړی ،د دوی لپاره یې په همدې موجوده موادو کې برکت ایښی دی ،او هر مخلوق ته یې روزي مقرره کړیده ،.او الله تعالی به هر ژوندي موجود ته روزي ورکوي ،لکه چې قرآن کریم موږ ته دا خبر راکوي ،او الله تعالی هر څه چې په دې ځمکه او آسمانونو کې پیدا کړیدي ، د انسان لپاره یې مسخر کړیدي ، دا یې د انسان د ګټې او خدمت لپاره مسخر کړیدي ….تر دې چې ستونزه د موادو په کموالي کې نده ، د الله تعالی نعمتونه ډیر زیات دي ،ستونزه د انسان په ظلم او کفران کې ده ،که د نوموړي (روبرت مالتوس) نظریه د تطبیق وړ وای نو له هغې زمانې څخه تر اوسه پورې به یو انسان هم پاته نه ؤ او ټول به په جګړو او قحطۍ کې وژل شوي ؤ .

له همدې امله اسلام دا فلسفه نه مني چې وایي روزي کمه ده . څومره چې نفوس زیاتیږي هغومره ورسره علم پرمختګ کوي د علم د پرمختګ په نتیجه کې انسانانو ډیرې داسې لاري چارې کشف کړې دي ، چې د ژوند لارې ورسره آسانه شوې ،یعنې یواځې دا نه چې د کمیت له مخې یې په موادو کې یې زیاتوالی راوستلی ، بلکه د ډول او نوعیت له مخې یې هم تحول راوستی،پخوا به له یوه جریب ځمکې یوه اندازه غنم تر لاسه کیدل خو اوس د علم په برکت څو چنده تر لاسه کیږي ، ممکن چې یو وخت به یې یو فصل ځمکه کرله اوس دوه ، دری فصله کري ،نو د علم او وسایلو په برکت به انسان داسې مواد او زیرمې تر لاسه کوي چې د ژوند چارې یې پرې اسانه شي .نو د زيږون د مخنوي قضیه د همدې فلسفې په شان ده ،خو ټولې فلسفې د دسیسو او توطیو تر څادر لاندې ندي راټوکیدلې چې هر څه به یواځې د مسلمانانو په خلاف روان وي .

دا هم منم ده چې ځینې خلک هڅې کوي تر څو د مسلمانانو شمیر زیات نشي ،او دوی د مسلمانانو له زیاتیدو په ویره کې دي په تیره بیا په لویدیځو هیوادونو کې ،یعنې مسلمانان په فرانسه ، آلمان، روسیه ،او نورو هیوادونو کې په زیاتیدو دي او نور بیا په کمیدو.ځکه ځیني یو اولاد زیږوي ،ځینې دوه ،ځینې اصلا واده نه کوي ، ځينې بیا د اولاد زیږول نه غواړي ….

احمد منصور:

کورنی جوړښت د ړنګیدو په درشل کې دی .

قرضاوي :

د کاملې ورانۍ په حال کې ،او دوی د دوامداره کمښت سره مخ دي ، دوی ویره لري چې مسلمانان په زیاتیدو دي او موږ په کمیدو، ددې معنی داده چې له (۲۰) ، (۳۰) او یا (۵۰) کلونو وروسته به مسلمانان اکثریت وي او موږ اقلیت

احمد منصور:

نوې څیړنې هم همدا ښیی..

قرضاوي:

ځینې لیکنې او څیړنې دا په ډاګه کوې چې پخوانی شوروي اتحاد به له یوې مودې وروسته د همدې ستونزې سره مخ وي ، مسلمانان به د نورو څخه زیات وي او دوی به حکومت پرې کوي .

له بل لورې ځینې وخت ددې اړتیا وي چې نفوس زیات شي ، لکه زموږ د فلسطینې وروڼو لپاره ….هلته ددې اړتیا ده چې ماشومان زیات تولد شي ،له یوه لوري ، د دوی د مشرانو شهادتونه روان دې ،نو داسې نسل باید تولد شي چې ددوی ځای ونیسي …

نو دا شک نشته چې کله نسل زیاتول په کار وي ،او همدا د ازدواج اصلي موخه ده ، ازدواج ډیر اهداف لري ، یو یې هم سکون دې یعنې انسان دې ته اړتیا لري چې یو څوک ورسره ژوند وکړي ،نارینه له ښځې سره ژوند وکړي ، او ښځه له نارینه سره ،همدا شان د کور سنبالول ، د مصاهرت خپلوي ، هغه په همدې ازدواج سره نوي خپلوان مومي ،خو د اساسي اهدافو څخه یي د نسل زیاتیدل دي ،الله تعالی فرمایی : { والله جعل لکم من انفسکم ازواجا و جعل لکم من ازواجکم بنِن وحفدة و رزقکم من الطیبت} النحل (۷۲)

یعنې : یعنې الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو لپاره یې ستاسو له جنس څخه ښځې وګرځولې ،او له دې ښځو یې تاسو ته زامن او لمسي درکړي ،او له پاکو څیزونو یې رزق درکړی…

اولادونه ، او لمسیان …او داچې فرمایی(فَالآنَ بَاشِرُوهنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّه لَكُمْ…. ) ددې آیت څخه ډیرو مفسیرینو دا مطلب اخیستي : چې څه چې الله تعالی درته د اولادونو څخه لیکلي وي ،چې همدا د نسل د زیاتیدلو په معنی دي .

احمد منصور:

محترم دوکتور صاحب !په عام ډول د بشر په هکله د تناسل قضیه یوه حتمې قضیه ده ، او هر څوک چې دې نړۍ کې سترګې غړوي د هغه روزي ټاکل شویده ، نو ستونزه یوازې په انسان پورې محدوده ده ، هغه دی چې د الله تعالی له لارې بې لارې کیږي او په خپل ځان ظلم کوي ؟

قرضاوي:

روزي د الله تعالی د قوانینو پرته په لاس نه راځې او دا چې الله تعالی رزاق دی ، الله تعالی فرمایی ? وَمَا مِن دَآبَّة فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَی اللّه رِزْقُها ) په ځمکه هیڅ داسې حیوان نشته مګر په الله تعالی یی د روزی ورکول دي .

خو بلې خوا ګورو چې کله حضرت عمر (رض) د جمعې د لمانځه وروسته هغو کسانو ته سزا ورکړه چې ویل یې موږ د الله تعالی په توکل دلته پراته یو ، دوی د الله تعالی د روزۍ لارې چارې نه لټولې ،اوعمر(رض) هغوی ته دا ښکلې عمري خبره وکړه ، ( هیڅوک به د روزي د پیدا کولو څخه لاس نه په سرکیږي …چې ووایی : یا الله ماته روزي راکړه ، تاسو پوهیږئ چې له اسمان څخه الله تعالی سره او سپین زر نه را اوروي ، بلکې الله تعالی خلکو ته یو د بل په واسطه روزي ورکوي .

الله تعالي فرمایی : ( فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلاَة فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّه ) یعنې کله چې د جُمعې لمونځ تمام شو (تاسو ترې فارغ شوئ ) نوپه ځمکه کې خواره شئ او د الله تعالی د فضل (روزۍ) لټون وکړئ .

نو روزي ډیره ده ، خو په خلکو دا لازمه ده چې د روزۍ د موندلو لپاره هڅې او هاند وکړي ،دوی به د روزۍ لپاره پراخه ساحه ومومي ،او په دې برخه کې دې د کمیت او کیفیت له مخې کار وکړي .او همدا کار له انسان څخه غوښتل شویدی .

احمد منصور:

ستا د خبرو په تأیید سره ، همدا اوس احصایی ښیی چې ځینې نژادونه د کمښت سره مخ دي ، او ویل کیږي چې سپین پوستي به په امریکا کې راکم شي ، همدا شان د آلمان نژاد به دومره کم شي چې نور په پرې اکثریت شي .په تیره بیا په راتلونکې پیړۍ کې …. نو د تناسل قضیه د ازدواج یوه مهمه موخه ده ، نود واده کولو په لومړیو کې ممکنه ده چې دواړه د زوجینو د اولاد په برخه کې اتفاق وکړي ، یا داچې یو ددوی ونه غواړي اولاد راوړي ، یو یې مخکې غواړې هغه بل وروسته کول غواړي ،نو د تناسل خبره به د زوجینو ترمنځ څه ډول غوټه شي چې ددواړو ترمنځ پرې جوړ جاړی راشي ، او څوک په دې برخه کې د لومړیتوب حق لري ؟

قرضاوي :په لومړي سرکې موږ وویل چې د آزادې ښځې څخه د عزل کولو په برخه کې رسول الله (ص) منعه کړیده ، مګر په هغه صورت کې نده چې د ښځې هم ورسره خوښه شي ، دا ددې معنی ورکوي چې دواړه طرفین باید په دې برخه کې سره راضي وي . د زوجیت ژوند د شراکت ژوند دی چې په تفاهم او تعاون سره ولاړ دی لکه چې الله تعالی فرمایی : (فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهمَا…. ) یعنې که دواړو له مشورې او رضایت وروسته اراده وکړه چې یو له بله ګوښه شي نو بیا پرې کومه ګناه نشته .

یعنې دلته یي د دواړو ترمنځ رضا او مشوره مهمه بللې ده . نومهمه داده چې په دې برخه کې ددواړو ترمنځ توافق موجود وي ، کله زوج غواړي د واده کولو په لومړیو کلونوکې تر یوې مودې پورې د واده څخه خوند واخلي ،او نه غواړي اولاد ولري وبالخصوص که دا زوجین دواړه په لږ عمر کې واده سره وکړي ،او اسلام خو غواړې چې باید مسلمانان په کم عمر کې ودونه وکړي ، همدا د اسلام غوښتنه ده ،خو اوس متأسفانه چې خلک تر ډیره عمره واده کول ځنډوي ،یعنې که دوی دواړه مثلا (۱۵) کلن وي نو په دوی لازمه نده چې اولاد ولري ،ښه داده چې دواړه یو له بل سره د ژوند خوږې ورځې تیرې کړي ،نو دوی ته کومه مانع په دې کې نشته چې دواړه اولاد ونه لري ،او د اولاد زيږون وځنډوي .

همدا شان کله کله د ښځې ظروف ددې غوښتنه نه کوي چې اولاد ولري ،مثلاً کیدای شي متعلمه وي ، کیدای شي محصله وي په پوهنتون کې وي هغه غواړي زده کړې وکړي ، کله چې فارغه شي بیا به اولاد راوړي نو پالنې او روزنې ته به یې وزګاره وي . نو دواړه د زوجینو باید یو د بل خبره واوري او ومني او اتفاق پرې وکړي . نو د معقولو عذرونو له مخې د حمل ځنډول کوم ممانعت نه لري .
د زوجینو ترمنځ د جنسې منفعت په موخه د زيږون د ځنډول شرعې حکم

احمد منصور :

اګر که ددې کا رڅخه يې یو له بله ګټه (منفعت) اخیستل هم مطلب وي؟

قرضاوي :

اګر که یو له بله د منفعت اخیستلو په موخه هم وي ، امام غزالي په خپل کتاب احیاء علوم الدین کې چې د سلوکو یو مهم کتاب دی په یوه شرعي حقیقې فتوا کې د ښځې څخه د عزل په برخه کې داسې څرګندونې لري :هغه وایی : دا کار ( عزل کول) نه حرام دی او نه هم مکروه ، بلکه دا عمل خلاف الاولی عمل دی ،او کوم حرام عمل ندی ، خو بیا هم تر نیت پورې اړه لري ، کیدای شي د ځینو نیت صالح وي اود ځینو بیا فاسد ، لکه دا چې یوه ښځه غواړې خپل حسن ، ښکلا او جمال وساتي تر څو ترې په ژوند کې هغه او د هغې خاوند په حلالو سره ګټه اوچته کړي چې دا بیا صالح نیت دی ، خو که هغه ښځه عزل ددې لپاره غواړي چې له دې ویره لري که یې اولادونه ډیر وزېږیږي ،او ښکلا یې له لاسه ورکړي ، نو داسې نه چې خاوند یې بل واده ونه کړي چې دا یې بیا فاسد ګڼلی ، او یا داچې یو انسان نه غواړي چې د روزۍ د پیدا کولو په چارو کې د ستونزو سره مخ شي ، دا هم صحیح دی چې د روزۍ ګټل هم لازم او دا کار عبادت دی ، او یو له ډولونو د جهاد څخه دی ، خو که چیرې پوهیږي چې دا کار ورته ډیر له ستونزو ډک دی ،نو دا د هغه حق دی چې د اعتدال او آسانۍ ژوند غوره کړي ،نه د مشقت او ستړیا ،، یعنې یو کس نه غواړي چې د زیاتو کارونو له وجې یې بدن کمزوري شي ،ژوند یې تریخ وي ټول عمر يې په دردونو او ستومانیو کې وي او دا هم د زیاتو اولادونو له امله ، نو د هغه دا حق دی چې معتدل ژوند غوره کړي ،او په دې کې کومه ګناه نشته .

احمد منصور:

یو د هغو کړنو څخه چې د زوجینو ژوند له ګواښ سره مخ کوي ، خصوصا د زيږون په همدې قضیه کې ، په تیره بیا چې تاسو په دې اړوند ډیرې خبرې وکړې چې دواړه باید په اتفاق او یوالې سره یو بل سره ژوند غوره کړ ې، هغه د خپلوانو او د کورنۍ د نورو غړو مداخله ده ،نو ایا د کورنیو نور خپلوان دا حق لري چې د اولاد راوړلو په برخه کې ددوی تر منځ مداخله وکړې او له ښځې او خاوند ددي کار حق لری چې څه ډول تصمیم نیسي ؟

قرضاوي :

په حقیقت کې د کورنۍ د نورو غړو مداخله که هغه د ښځې د خپلوانو څخه وي او یا هم د خاوند ، دا مداخله د زوجینو ژوند فاسدوي ، نو که د ښځې خپلوان مداخله کوي په خاوند ښه نه تمامیږي او که د خاوند کورنۍ مداخله کوي په ښځه ښه نه تمامیږي ، نو ښه داده چې دواړه طرفونه زوجین خپلې ارادې ته پریږدي چې دوی څه غواړي همغه ومني.

احمد منصور:

پرته له اصلاح او نصیحت څخه .

قرضاوي:

اصلاح خو به خامخا راولي ، موږ وینو چې کله به د حضرت علي (رض) او بي بي فاطمې (رض) تر منځ څه مسئله پیښه شوه نو ددوی د اصلاح په موخه به رسول الله (ص) مداخله کوله ،او علي (رض) هغه (ص) ته د زوی په شان ؤ ځکه له کوچنوالې یې روزلی ؤ . یوه ورځ رسول الله (ص) د دوی کور ته ورغی ، له فاطمې یې پوښتنه وکړه ، د تره زوی دې چیرته دی؟هغې ورته وویل چې زموږ تر منځ څه خفګان پیښ شو ،نو رسول الله په حضرت علې پسې ولاړ ګورې چې هغه په جومات کې په خاورو کې ویده دی ، نو رسول الله (ص) ورغی ، هغه ته یې وویل : پورته شه ای ابوترابه ، هغه یې کور ته راوست او( ستونزې یې ور حل کړي ) نو د اصلاح په موخه مداخله ضرور ده ،او که مداخله د لمسون په موخه وي بیا دا عمل مناسب ندی.

نو کله چې واده وشي ، لومړی حق به خاوند ته ورکول کیږي ، یعنې د پلرنۍ حق وروستۍ خبره ده ،د زوج خبره د مور او پلار تر خبرې په دې مسایلو کې لومړیتوب لري خو متأسفانه چې ډیر خلک په دې نه پرهیږي .ځینې بیا د خپلې لور سره داسې چلند کوي لکه تر اوسه چې د هغه په کور کي وي ، هغه اوس د خپل خاوند په کور کې ده ، هغه باید د خپل خاوند اطاعت وکړي ، هغه په دې ملزمه نده چې د خاوند په کور کې د خپل پلار اطاعت وکړي . الله تعالی فرمایی(الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَی النِّسَاء … ) نو د کورنیو نورو غړو ته لازمه نده چې له اصلاح پرته په نورو امورو کې ددوی ترمنځ مداخله وکړي .

احمد منصور:

محترم دوکتور صاحب ! په اوسنې وخت کې د اسلامي نړۍ ډیرۍ مسلمانان د اقتصادي کمزورتیا څخه سر ټکوي ، سره ددې چې دوی په دې ایمان لري چې رزق او روزي د الله تعالی له لورې ده ، خو بیا هم دوی فکر کوې چې که د همدې ستونزمن اقتصادي حالت سره لږ شمیر اولادونه ولري ،نو دوی ته به یې په روزنه او پالنه کې آسانتیا ورپه برخه شي ، او که ګڼ شمیر وي او ددوی اقتصادي حالت هم له ستونزو ډک وي نو ژوند به یې نور هم ستړي وي ، تاسو په دې برخه کې څه وایی؟

قرضاوي:

هر مسلمان دا غوښتنه لري چې یوه صالح ذریه (اولاد) ولري ،او د همدې صالح اولاد د لرلو لپاره هڅې وکړي ،دا یوه فطري خبره ده ، تر دې چې انبیاء (ع) هم دا هڅه کړي ، ابراهیم (ع) فرمایی :[ الحمدلله الذي وهب لی علی اکلبر اسماعیل و اسحاق ان ربی لسميع الدعاء] یعنې : حمد او ثنا هغه الله لره ده چې ماته یې په بوډاتوب کې اسماعیل او اسحق راکړل ، بیشکه چې زما رب د دعا اوریدونکی دی .
خو آیا له (ذریت څخه ) موخه کمیت دې او که کیفیت ، نو په دې اړوند ځینې دا حدیث دلیل ګڼې چې :(تناکحوا ، تناسلوا تکثروا فاِنې مباهي بکم الامم …)یعنې ودونه وکړئ ، اولادونه وزیږوئ او شمیر مو ډیر کړئ ، ځکه زه د امتونو په منځ کې په تاسو فخر کوم…) نو آیا ډیر والي ترې مطلوب دي ، اګر که دا ډیر والی غیر مفید ډیر والی هم وي؟

د نسل تنظیم د جواز او تحریم ترمنځ

احمد منصور:

آیا دلته د شمیرو ډیروالی مطلب دی؟

قرضاوي:

د شمیرو ډیر والی څه معنی؟ دلته په دې دوهم حدیث کې د شمیرو په اړوند داسې وایی:(یوشک ان تداعی علیکم الامم کما تداعی الأکلة علی قصتها ، قالوا امن قلة یومئذاٍ یا رسول الله ؟ قال بل انتم یومئذٍ کثیر ولکنکم غثاء کغثاء السیل )

منصور :

پرته له قوته شمیري ..

قرضاوي:

داسي لکه ډیر سپک څیزونه وزن نه لري چې د اوبو په تل کې ځای ونیسي ، ډیر سپک به وي ، غیر متجانس ، داسې څیزونه چې اصلا هرف نه لري ….ځکه نهر خو خپل مسیر لري خو سیل نه مسیر لري او نه موخه ،کله د شمال په لور روان وي او د لویدیځ …نو امت به په دې حالت کې داسې وي لکه سیل وړي ،نو موږ سیل وړې څه کوو ،موږ د نوعیت له مخې ډیر والی غواړو ،داسې ډیروالی چې سمه روزنه یې شوې وي ،مور او پلار وکولای شي د هغوی سالمه روزنه وکړي ، یوه متکامله روزنه ، جسم یې په سپورت سره قوي و ي،عقل یي په پوهه سره ،روح یې په عبادت سره ،اخلاق یې په فضایلو سره ، د نوموړي د جدیت روزنه، د ټولنیز ژوند او کار روزنه ،هغه باید په ښه وعې او ځیرکتیا سره سیاسي وي ، د امت په ستړیو او زخمونو پوه وي ،نو دا ټول هڅو او کوششونو ته اړتیا لري ،نو کوم انسان چې ډیر اولاد ولري ، نشې کولای په خپلو پښو ودریږي ،، نو مسئله یوازې تر روزۍ پورې محدوده نده ، ، د ښې روزنې مسئله هم مهمه ده نو ، باید یو متکامل شخص وروزل شي ، داسي شخص چې د ټولنې په درد دواء شي ، په دې برخه کې کورنۍ او ښوونځۍ دواړه مسؤلیت لري، ښوونځۍ باید د کورنۍ سره همغږې شي ،یواځې ښوونځۍ هم دا ستونزه نشي حل کولای تر څو ورسره کورنۍ مرسته ونه کړې ، همدا علت دی چې د والدینو مجالس باید په ښونځیو کې جوړ شي ، تر څو د ښوونکو سره مرسته وکړي ،همدا شان د نجونو په ښوونځیو کې د میندو مجالس وجود ولري ، ..دا ټول ددې لپاره مطلوب دې تر څو یو ښه نسل وروزل شي ، او وکولای شي خپل دین ته خدمت وکړي ، خپل کور ته خپل وطن ته ….

احمد منصور :

د همدې بحث په رڼا کې ایا دا روا دې چې زوجین په دې اتفاق وکړي چې موږ باید دومره شمیر اولاد ولرو ، دومره شمیر کولای شو چې سم وروزو ، یعنې کولای شو، څلور ، پنځه … نه لس او دوولس .. نوآیا دا کار جواز لري او آیا دا د نسل په مخنوي کې نه راځې ؟

د رضاع په مدت کې د زوجینو کورواله کول …د شریعت په تله کې

قرضاوي:

همدې ته موږ د نسل تنظیم وایو ، یعنې نسل داسې تنظیم کړو تر څو د هرو دوو اولادونو تر منځ یوه معینه موده موجوده وي ،په دې اړوند په ځینو احادیثو کې نارینه له (غیل ) څخه منعه کړی شویدي ،غیل دې ته وایی چې یو کس د ماشوم د رضاع په مهال د خپلې ښځې سره جماع وکړي ، دا په داسې حال کې چې ماشوم لا تی رودونکی وي ،او نبي کریم (ص) په یوه حدیث کې دا عمل رد کړیدی… او ابن قیم (رح) دا مسئله چې څیړلې نو بیا وایی چې په دې کې ډیر مشقت دی ،ځکه د رضاع موده دوه کاله ده، نو څه ډول به وی کس دومره موده له خپلې زوجې لیري والی وکولای شي؟ خو موږ په دې عصر کې کولای شو د پیغمبر (ص) دا وصیت په ځاې کړو ،اوس کیدای شي ، د نویو وسایلو له لاري ، لکه هغه تابلیت چې ضرر ونه لري او د همدې موخې لپاره کارول کیږي ، او یا داسې نورې لارې چارې چې ډاکتران یې ښځو ته لارښوونه کوي

احمد منصور :

آیا دا کار به داکتر ته پریږدي چې هغه څه چاره وروښيي او نارینه نشي کولاي په خپله ښځه ځه لازم کړي لکه عزل او داسي نو ر …؟

قرضاوي :

همدا بهتره ده چې دا کار تر داکتر پورې اړونده شي ،ځکه ځینې ښځې تابلیت کاروي ، او بیا ورته تاوان ورسوي ،نو که تابلیتو تاوان وکړ ، ډاکتر به بله چاره وسنجوي .

احمد منصور:

خو د حمل د دایمې بندیز په اړوند لکه ځینې چې د رحم نلونه تړي ، او یا عملیات تر سره کوي او یا داسې نور اعمال تر سره کوي ..په دې هکله خو بیا بیل نظر دی؟

قرضاوي:

نهایی بندیز ، یا ځان شنډول ،اصلاً جواز نه لري ،ځکه دا د الله تعالی په خلقت کې تغیر راوستل دي ،دا یو شیطانې عمل دی ،الله تعالی په دې اړوند فرمایی (و لأضلنهم ولأمنينهم ولآمرنهم ووليتكم آذان الأنعام ولآمرنهم فليغيرن خلق الله)
همدا شان رسول الله (ص) په هغو کسانو چې د الله تعالی په خلقت کې تغیر راولي لعنت ویلی دی ، لکه د غاښونو او نورو څیزونو په برخه کې ..نو الله تعالی د خلقت تغیر کول حرام کړیدي . البته ځینې حالات شته چې انسان ته پکښې د جواز لاره پاته ده ، د بیلګې په توګه که د کومې ښځې حمل د هغې لپاره و مرګ سبب کیږي او یا ورته ډیر لوی تاوان رسیږي ، او یا یې عمر ډیر زیات وي نو بیا ورته د رحم د تړلو د جواز ځای شته ، خو په عادي حالاتو کې دا کار جواز نه لري .
له حمل څخه د ښځې د دایمې ځان خلاصولو موضوع ، شروط او ضوابط

احمد منصور:

محترم دوکتور صاحب! اجازه راکړئ د څو تنو ښځو پوښتنو ته به ځواب ووایو ، ام یوسف خور له ابوظبي څخه پوښتنه کوي مهرباني وکړئ؟

ام یوسف:

زه غواړم د هغه حدیث په هکله وپوښتم چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: ( تناسلوا تکاثروا فاني متفاخر بکم یوم القیامة) یعنې : اولادونه وزیږوئ ،او شمیر مو ډیر کړئ .ځکه زه د قیامت په ورځ په تاسو فخر کوم .

او دوهمه پوښتنه مې داده چې یوه ښځه دری اولادونه لري ، بیا له ویرې رحم تړي ، آیا دا کار ورته روا دی او که نه په تیره بیا چې په طبعي ډول تولد هم نشي کولای؟

قرضاوي:

یواځې د سخت ضرورت له مخې دا کار کولای شي ،خو که چیرې ولادت په طبعې ډول هم نه وي او ډاکتران کولای شي په اسانۍ هغې ته ولادت ورکړي ،(خطرناک نه وي) بیا دا کار ورته جواز نه لري چې په دایمي ډول رحم وتړي ….

احمد منصور:

محمد عبده ورور له بریطانیا څخه پوښتنه لري ، مهرباني ورکړه :

محمد عبده:

زه په دې زړه پورې بحث ډیر خوښ یم چې هغه د کورني نظام او د نسل د کنترول او تنظیم موضوع ده ،خو زما سره پوښتنه داده چې زه یو ډاکتر یم ،د لیفربول په شفاخانه کې کار کوم ، زما تخصص د ښځو د امراضو موضوع ده ، ډیرۍ ښځې ماته راځې او د رحم د نلونو د تړلو غوښتنه کوي نو ماته د یوه مسلمان ډاکتر په صفت څه توصیه لرئ ؟

احمد منصور:

د مشوري په اساس دا غوښتنه کوي او که ستاسو په واسطه یې بندول غواړي ،او يا داکار مسلمانې ښځې کوي او که غیر مسلمانې ؟

محمد عبده :

زه خپله ددوی عملیات کوم ،دا کار په بریطانیا کې یو مباح کار دی ، ښځې خپله دا غوښتنه لري ،په دې کې مسلمانې هم شته غیر مسلمانې هم؟

قرضاوي:

کله چې دا کار غیر مسلمانې کول غواړي نو د هغوی لپاره دومره سخته نده ،ځکه د هغې دین هغه له نوموړي عمل څخه نه راګرځوي ،خو په مسلمانه ښځه د هغې دین ددې عمل څخه ځان ساتل فرض کړی دي ،مسلمانې ښځې ته د هغې دین دا جواز نه ورکوي چې د الله تعالی په خلقت کې تغیر راولي، او که یې دا کار وکړ نو هغه ګنهکاره ده ،همدا شان مسلمان ډاکتر هم پرې ګنهګار دی ، او د غیر مسلمانې لپاره چې دین یې دا کار جواز ورکوي بیا دومره ستونزمنه نده ،خو که کوم داکتر د یوه لوی داکتر تر لاس لاندې کار کوي او هغه ورته ددې عمل د تر سره کولو امر کوي بیا کولای شي د هغه د امر په اساس اجراءت ترسره کړي .

احمد منصور:

خوکه کومه مسلمانه ښځه دا کار کول غواړي نو بیا خو مسلمان ډاکتر ته لویه ستونزه ده ؟

قرضاوي:

که چیرې مسلمان ډاکتر بل څه کولای نشي ،او د (نه) خبره هم نشي ورته کولای نو بیا دا امر د ضروریاتو تر حکم لاندې راځي.

احمد منصور: ن

نظیف زهدې له بوسنیا څخه پوښتنه لري ، مهرباني وکړئ :

نظیف زهدي:

تاسو وویل چې تابلیت د حمل مخنوی کوي ، آیا د حمل مخنيوی کوي او که د حمل له تر سره کیدو څو ورځې وروسته حمل ته سقط ورکوي؟

قرضاوي :

نه نه ، د حمل سقوط نه کیږي ،حمل اصلا صورت نه نیسي بلکې د حمل مخنوي کوي.

احمد منصور:

له فرانسې څخه أیمان خور پوښتنه لري او وایی چې الله تعالی فرمایلي (وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهاء أَمْوَالَكُمُ ….) په فرانسه کې ددې ایت په هکله خلک داسې تفسیر کوي چې ګواکې ښځې هم په سفهاؤ کې شاملې دې نو ښځو ته باید د مصرف په موخه مال ورنه کړای شي ، هیله ده معلومات راکړئ ؟

قرضاوي:

ددې آیت په هکله چې الله تعالی فرمایی:( وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهاء أَمْوَالَكُمُ …)

د علماؤ تر منځ ځینې نظرونه شته ،ځینو مفسرینو لیکلي چې د سفهاء څخه مطلب ښځې او ماشومان هم دي ،او نارینه ؤ ته رواندې چې دوی ته د مصرف کولو په موخه مال او پیسې ورکړل شي ،خو په حقیقت کې دا تفسیر ضعیف او مردود دی ځکه لومړی خو د سفهاء کلمه د ذم او بد ګڼلو په مفهوم کارول شوې ،، قرآن ګریم کې د منافقینو په هکله فرمایی (إذا قيل لهم آمنوا كما آمن الناس قالوا أنؤمن كما آمن السفهاء ألا إنهم هم السفهاء ولكن لا يعلمون) یعنې کله چې دوی ته وویل شي شي چې ایمان راوړئ داسې لکه نورو چې ایمان راوړی دی ، دوی ویل :آیا موږ هم ایمان راوړو لکه بی عقلانو او ناپوهانو چې راوړی دی ،خبر شئ چې په حقیقت کې همدوی بی عقلان دي خو دوی نه پوهیږي .

یا داچې د یهودیانو په هکله فرمایی : (سيقول السفهاء من الناس) یعنې وبه وایی ناپوهان او بی عقلان د خلکو چې څه شي دوی له هغې لومړۍ قبلې څخه وګرځول ،ورته ووایه ای محمده ! الله تعالي لره مشرق او مغرب دی ، الله تعالی هغو کسانو ته مستقیمې لارې ته لارښوونه کوي چې خوښه یې شي . نو سفهاء د ذم او رټلو په مقام کې استعمال شویده ،نو کوم انسان چې ګرم ونه ګڼل شي ولې ورټل شي؟ یعنې ښځې دلته کومه ګناه کړیده چې ورټل شي ، او دوی یواځې په دې ورټل شي چې ښځې دي؟ او ماشومان چې ماشومان دي؟ ددوی ګناه څه ده ؟دا سمه خبره نده ، دا د الله تعالی له عدالت سره سر نه لګوي ،او نه د اسلام له وجهې سره توافق لري . له بل پلوه که چیرې د الله تعالی همدا غوښتنه وای ،او دې آیت په همدې مطلب دلالت کولای لکه په دې آیت کې چې فرمایی: (فان کان الذي ..) نو اخت يې دلته سفاهت د ضعف په مقابل کې کارولی دی ،نو دا ممکنه نده چې هر ماشوم دې سفیه وي ، همدا شان که مراد ترې ښځې وای لکه چې الله تعالی فرمایی : ( ولاتؤتوا السفهاء ) نو بیا دلته سفهاء د سفیه جمع ده لکه کرماء چې د کریم ده ،یعنې که چیرې ترې ښځې مطلب وای باید لیکلای وای چې:( ولاتؤتوا السفیهات اموالکم ) او یا داچې ولاتؤتوا السفائه ، په جمع تکسیر سره … او دا جمع مذکر سالم دی ، له دې څخه همدا تفسیر کیدای شي ، ددې آیت صحیح تفسیر دادی چې بې عقلانو ته مال مه ورکوئ چې په مصرف یې ورسوي او لوبې پرې وکړي ،ځکه دا د ټولنې مال دی نه د یوه شخص سره ددې چې په حاضر حالت کې د یوه شخص په لاس کې دی ….

احمد منصور :

ام علاء خور له اسکاتلند څخه پوښتنه لري ، مهرباني وکړئ :

ام علاء:

سره ددې چې د حمل د مخنوي هڅې مې وکړې خو با هم زما د دوو میاشتو اولاد په ګیډه دی او دا مې څلورم اولاد دی نو آیا زه کولای شم له دریمې میاشتې مخکې خپل جنین سقط کړم ؟

احمد منصور:

ولې یې سقط کوئ؟ او څه اړتیا لرئ؟

ام علاء :

غواړم یواځې دری اولادونه ولرم

قرضاوي:

مخکې له حمل څخه ام علاء حق درلود چې له خپل خاوند سره دا صلاح وکړي چې موږ باید یواځې دری اولادونه ولرو ، خو کله چې حمل واقع شو نو بیا حمل خپل حرمت او حقوق لري ، موږ ته جواز نشته چې ددې ژوندې موجود په حقوقو او حریم تیری وکړو ، هغه ژوندی موجود چې مجرد د نارینه د منوي حیوان او ښځې د بیضې په یوځای کیدو یې د ژوند پروسه پیل کیږي ،په همدې سره د انسان جوړیدنې پروسه پیل شوه ، نو دا روا ندې چې ددې ژوندې موجود په حریم تیری وکړو، مګر دا کار یواځې په ځینو خاصو ضروري حالاتو کې کولای شو . امام غزالي وایی : د نارینه د نطفې او د ښځې د بیضې په مجرد یو ځای کیدو سره د ژوند قابلیت پیل کیږي ، ددې نطفې په هکله په لومړې سر کې جنایت کم وي خو چې څومره وخت پرې تیریږي جنایت یې لوییږي ،نو ددې ژوندې موجود باید احترام وشي . نو که چیرې دا ښځه د خپل خاوند سره په لومړي سر کې اتفاق ولري نو بیا کولای شي…

احمد منصور:

هغه وایی سره ددې چې د حمل د مخنيوي له طریقو یې کار اخیستی خو بیا هم حمل صورت نیولی..؟

قرضاوي :

همدا د الله تعالی اراده وه ،چې د ټولو موانعو سره سره به بیا هم حمل صورت نیسي نو آیا دا ښځه اوس غواړې خپل اولاد ووژني؟

احمد منصور:

ددې معنی داده چې محترم دوکتور صاحب ! تاسو د نسل د تحدید په برخه کې د جنین د سقوط سره مخالف یاست؟

قرضاوي :

زه د جنین له سقوط سره بالکل مخالف یم اګر که دا د یوې ورځې هم وي، او ددې وسیلې سره مخالف یم .

آیا ښځه کولای شي خپل جنین له منځه ویسي؟ او په کومو حالاتو کې؟

احمد منصور:

هغه به کوم حالت وې چې ښځه کولای شي خپل جنین له منځه ویسي؟

قرضاوي:

په ځینو خاصو حالاتو کې ، لکه په کومه ښځه چې جنسي تیری وشي ، مثلاً موږ ولیدل چې زموږ په بوسنیایی خویندو هغه مهال دا ډول تیري ترسره شول کوم مهال چې هلته جګړه روانه وه ، صربي ظالمو لښکرو په بوسنیایی مسلمانو ښځو دا ډول تیرې کول ، هغه مهال یوې بوسنایی ښځې له ما څخه په همدې اړوند وپوښتل ، ما ورته په ځواب کې وویل :که چیرې ښځه نشي کولای دا ډول حمل وزغمي ، او یا یې کورنۍ نشي زغملای ،نو دوی کولای شي ، د حمل په لومړیو څلویښتو ورځو کې دا کار وکړي .

احمد منصور:

یواځې په څلویښتو ورځو کې؟

قرضاوي :

کله چې اړتیا ولیدل شي دا موده زیاتیدی هم شي ،لکه ځینو علماؤ چې دا موده (۱۲۰ ) ورځو پورې هم ټاکلې ده .

احمد منصور:

وروسته له (۱۲۰) ورځو بیا جواز نه لري؟

قرضاوي :

نه ! له (۱۲۰) ورځو روسته بیا دا کار کاملاً یو جرم ګرځي ،ځکه په حقیقت کې موږ یو څوک وژنو ،دا جنین له څلورو میاشتو وروسته یو کامل انسان ګرځې نو جواز نه لري….

احمد منصور:

درویش محی الدین له فرانسې څخه یوه پوښتنه لري ، مهرباني وکړئ!

درویش محی الدین:

په فر انسه کې ډیری مسلمانان ژوند کوي ،دا مسلمانان په داسې حال کې له لویدیځوالو نجونو سره ودونه کوي چې ډیرې مسلمانې محجبې نجونې هم شته ، دانجونې زیاتره اوس (۳۰) او (۴۰) کلنۍ ته رسیدلې دې ، او دوی همداسې پاتې کیږي په دې هکله ستاسو پیغام څه دی؟

قرضاوي :

ډا ډیره مهمه مسئله ده ، ما د هغو کسانو په هکله چې له لویدځوالو غیر مسلمو محجبو سره ودونه کوي یوه فتوی لیکلې ده ، په دې فتوی کې مې د غیر مسلمو ښځو سره د واده کولو په برخه کې مسلمان ځوان لپاره (۴) شرطونه ټاکلې دي :

لومړي:

دا ښځه به په رښتیا هم له اهل کتابو څخه وي ، نوموړې به په خپله وايی چې زه عیسوي یم ، یا به یي کورنۍ دا شاهدي وایی ، خو که چیرې نوموړې اصلا عیسوي عقیده نه لري ، او یا اصلاً دین نه لري ،ملحده وي نو دا ښځه نه عیسوي ده او نه هم یهودې ،ځکه هغه نه د یهودیانو په کتاب ایمان لري او نه د عیسویانو …

دوهم :

داچې دا ښځه به پاکلمنې وي ، الله تعالی فرمایی (وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ ) الله تعالی چې د محصن په هکله په دې آیت کې څه فرمایلې ،د هغې معنی داده چې دا ښځه به پاکلمنې وي ، یعنې خپل بدن یې هیڅکله هم د کوم انسان په واک کې نه وي ورکړی . خو په اوس مهال کې به په لویدیځ کې دا ډول ښځې او نجونې له کومه شي ،هلته چې نجونې ، (۱۳ـ۱۴ )کلونو ته رسیږي نو نورې نجوني د پاکلمنۍ پیغور ورکوي ، هره نجلي به د پیغور د خلاصون په موخه (بای فرنډ) لري ، خو که کومې نجلۍ توبه ایستلې وي ، بیا هم کولای شي واده ورسره وکړي ، ځکه ( فالتائب من الذنب کمن لاذنب له ) له ګناه توبه کونکی داسې دی لکه هیڅ ګناه یې چې نه وي کړې .

دریم :

داچې دداسې قوم اوکورنۍ څخه نه وي چې د اسلام سره دښمني ولري ،له حضرت ابن عباس (رض) څخه په یوه حدیث کې روایت شوی چې هغه فرمایلي :د اهل الحرب سره ازدواج کول جواز نه لري .نو دداسې چا سره واده کول چې هغه له مسلمانانو سره دښمني لري په حقیقت کې له دښمن سره واده کول دي ، لکه له اسرائیلي ښځې سره ، نوهغه به د اسرايلو جاسوس په خپل کور کې ولري … الله تعالی فرمایی ((لا تجد قوماً يؤمنون بالله واليوم الآخر، يوادون من حاد الله ورسوله ولو كانوا آباءهم أو أبناءهم أو إخوانهم أو عشيرتهم)
د ازدواج بنسټ به په مینه او محبت سره ولاړ وي ، داچې د یوه چا د داسې چا سره مینه وي چې هغه د الله تعالی او د هغه د رسول سره جګړه کوې ،نو بیا دداسې چا سره واده کول رواندي .

څلورم

چې په دې واده سره به کوم بل ضرر مرتب نه وي ، نه به یې میړه ته کوم تاوان وي او نه یې راتلونکي اولاد ته او نه نورو مسلمانو ښځو ته ،(حضرت حذیفه (رض) غوښتل له یوې یهودي ښځې سره واده وکړي ،نو حضرت عمر (رض) هغه له دې واده کولو منعه کړ ، او هغه ته یې د طلاق کول امر وکړ ، حضرت حذیفه ترې وپوښتل :ای امیر المؤمنینه ! آیا دا کار حرام دی؟هغه ورته وویل : نه حرام ندی خو زه ویریږم په دې کار به مسلمانې ښځې زیانمنې شي او دا به دامت لپاره یو عام عادت جوړ شي )… په تیره بیا که چیرې کومه ټولنه کې مسلمانان اقلیت وي ، او نارینه مسلمان ځوانان هم لږکي وي ، او مسلمان ځوانان له غیرمسلمو ښځو شره ودونه کول پیل کړې ،او مسلمانې ښځې خو پرته له مسلمان سره له بل چا سره واده نشي کولای او دوی ته جواز نه لري ،نو مسلمانې ښځې به له واده کولو پرته پاته شي ، څوک به نه مومې چې واده ورسره وکړي ،نو له همدې امله دا لازمه ده چې موږ ددې کار مخه ونیسو . زه د ځینو مسلمانو ټولنو ځینې علماء پیژنم چې دوی دا ډول واده کول مطلق حرام اعلان کړیدي ،او که همدا ډول مسلمان ځوانان له غیر مسلمو ښځو سره ودونه کوي او مسلمانې ښځې پرته له ودونو پاته کیږي ، نو بیا دا لویه فتنه ده په کار ده چې دا کار حرام کړل شي .

احمد منصور :

په تیره بیا چې مسلمانې پیغلې هم موجودې وي؟

قرضاوي :

هو ، مسلمانې ، بیا په دین پابندې ، مسلمان ځوان یواځې په دې مجبور ندی چې مسلمانه به په نکاح کوي ، بلکې په دې هم مکلف دی چې صالحه به په نکاح کوي ، نبي کریم (ص) فرمایی: ( الدنیاء متاع وخیر متاعها المرأة الصالحه ) دا دنیا متاع ده او ښه متاع یې صالحه ښځه ده ،بل ځای فرمایی: (فاظفر بذات الدین تربت یداک) د دین او دندارئ څښتنه په واده کړه لاسونه به دې په خاورو شي (نیک بخته به شي) .

نو کله چې یو مسلمان له داسې ښځې سره واده کوي چې نه یې اصل ورته معلوم وي نه نسل ، نه دین او نه عقیده ،د هغه راتلونکی اولاد به څه ډول وي؟ کومه روزنه به اخلي؟ پرته له شکه دا لوی خطر دی ، دا لویه فتنه ده ، نو مسلمان ځوانان باید له دې فتنې ځانونه وساتي ، او مسلمان ځوانان په لویدیځ کې له مسلمانو ښځو پرته له بل چا سر ودونه ونه کړی .

احمد منصور:

په همدې ډول ماجد الساري له سویدن څخه یو نظر لري ، او وایی چې زه نه غواړم چې زما اولادونه تولد شي ، ځکه زه ویره لرم چې الله تعالی به زما لور وزیږوي ،او زه په دې ټولنه کې د هغې د روزنې توان نه لرم ،نو دې سړي ته څه ځواب وایی؟

قرضاوي:

په اویایمه لسیزه کې چې کله مه په لویدیځ په تیره بیا امریکا کې له ځینې خلکو سره ملاقات وکړ ، هغوی هم همدا ستونزه راته مخکې کړه، ما دوی ته وویل : که تاسو په خپلو اولادنو کنترول نشئ درلودلای او دوی ته اسلامي روزنه نه شئ ورکولای نو بیا ښه داده چې همدا اوس بیرته خپلو اسلامي هیوادونو ته کډه شئ …خو داچې یوڅوک وایی زه مطلق اولاد نه غواړم، دا خبره د اسلام له روح سره ټکر لري، دا د فطرت خلاف کار دی، انسان دا حق لري چې اولاد وزیږوي …اسلام موږ ته دا نه وایی چې خامخا به ۱۰ ، اولادونه لري ، یا ۷ ، یا ۸ …. موږ کولای شو داسې کورنۍ جوړه کړو چې زموږ ژوند ورسره خوښ او خوشحاله وي ، زموږ د ظروفو سره موافق وي ظروف تغیر مومي ،زه د بیلګې په توګه تاسو ته یو مثال وایم :په پخوا زمانو کې به یو تن په یوه لویه کورنۍ کې اوسیده ، ډیر کسان به په یوه کورنۍ کې سره اوسیدل ،هلته به نیکه ؤ ، ترونه به ؤ ، نیا به وه ، عمه ګانې به وې …کله به چې زامنو ته ودونه وکړل ، نو مور به یې د اولادونو سرپرستي کوله، عمه به کوله، ترونو به کوله.

خو اوس بیا شرایط بدل شوي، هرچا د خپل کور اړتیا پیدا کړه، اوس په کورني کې یواځې مور د ماشومانو پالنه کوي، نو که ( ماشومان یې ډیر وي) ماشومان به یې په سرکونو کرځې ،پرته له روزنې او پالنې به لوییږې .. نو داسې نده ، دا ماشومان پالنې او روزنې ته اړتیا لري، صحې پالنې ته ، …په ډیرو هیوادونو کې ډیرۍ میندې بیا رسمي دندې لري و ځینې په ښوونځیو کې دندې لري ، ځینې ډاکترانې دي ،ځینې نور کارونه لري ،نو څه ډول به د ډیرو اولادونو روزنه وکولای شي، نو په دې حالت کې دوی مجبوره دي چې دومره اولادونه ولري چې د روزنې توان یې ولري .. دا هم نه وایم چې ۳ ،۴ ، ۶ ،د خپلو ظروفو مطابق ..همدې ته د کورنۍ تنظیم وایی ، تنظیم کیدای شي ۲ وي ،۳ وي ۴ ، ۵ ، تر دې چې ځینې کسان کولای شي نور ودونه وکړي …یو کولای شي (۱۰ـ۱۵) اولادونه وروزي ، یو بل په (۱۵) کلنۍ واده کوي تر (۵۰) کلنۍ اولادونه راوړل غواړي … په دې برخه کې کومه ستونزه نشته ، شرط دادی چې زوج او زوجه دواړه اتفاق پرې ولري ،او دواړه داسې ژوند غوره کړې چې د دنیا او آخرت ګټې یې پکښې خوندي وي .

احمد منصور:

ابو الوفاء ورور له الجزایر څخه پوښتنه لري :

ابو الوفاء:

محترم دوکتور صاحب! که چیرې قطاع طریق او یا هم غله او ویره اچوونکي په کومه ښځه په اکرام تجاوز وکړي او دا ښځه حمل ترې واخلي، آیا دې ښځې ته دا روا دې چې خپل جنین اسقاط کړي؟

قرضاوي :

ما دې مسئلې ته مخکې هم اشاره وکړه ، ما وویل که چیرې اسقاط یو ضرورت وي نو د ضروریاتو له جملې په زوره تجاوز هم دی ،د بوسنیا قضیی ته مې اشاره وکړه ، هغه مهال مې د ځینو ښځو د پوښتنو په ځواب کې ویلي ؤ چې دوی کولای شي تر (۴۰) ورځو پورې ، د ځینو علماو په آند تر (۱۲۰) ورځو پورې خپل دا ډول جنین ته اسقاط ورکړي ، ځکه دا ښځه دا اولاد بد ګڼې ،کورنۍ یې نه غواړي، ټولنه یې نه غواړي ،هغو وحشي صربیانو همداسې جنایتونه وکړل ،د هغې مسلمانې ښځې څه ګناه وه ؟ په ښځه کې ګناه نشته ، ټولنه باید چې داسې ښځې ته د ګنهګارې په سترګه ونه ګوري ،، ځګه دې کومه ګناه نده کړې ،دې هغې سره دا عمل په جبر او اکراه تر سره شوی ، نو دې ښځې ته باید تر همدې ټاکلې مودې د جنین د سقوط حق ورکول شي ،خو که کومه ښځه غواړي همدا جنین ورسره وساتي ، بیا یې ښه اسلامي روزنه وکړي ، نو په دې کې هم دا خپل واک لري ،ګناه په غصب کوونکي او تیري کوونکي کې ده ، هغوی چې نه عقل لري او نه هم وجدان …

احمد منصور:

محترم دوکتور صاحب! دلته دوه کورنۍ دي یوه ستونزه لري : ام محمد له سویدن څخه وایی :زه دری اولادونه لرم ،غواړم نور هم ولرم،خو زما خاوند یې نه غواړي نو څه وکړم؟ او ام یوسف له آلمان څخه وایی : خاوند مې نه غواړي د حمل د مخنوي وسایل استعمال کړم، او دا کار شرعا حرام ګڼي نو آیا ماته روا دې چې د خاوند له اجازې پرته د حمل د مخنوي دوا وسایل وکاروم؟

قرضاوي:

لومړی باید له خپل خاوند سره اتفاق ته ورسیږي او د دوهمې په هکله وایم چې دا رښتیا خبره ده ځینې میړونه فکر کوي چې د نسل تنظیم حرام دی ،خو دا صحې خبره نده ، ځینې لا وایی چې عزل کول خفی ژوندې خښول دي ، چې دا ډول نظریات د صحابه کرامو له وخته بیا تر نن پورې علماؤ ، سلف صالحو … رد کړیدي ، ځینو صحابه کرامو خپله عزل کړیدی ، د حضرت جابر بن عبدالله (رض) څخه روایت دی چې فرمایی : موږ به په داسې حال کې چې قرآن کریم به نازیلیده ، عزل کاوه ،د مسلم په یوه روایت کې خو راغلي چې موږ به عزل کاوه ، رسول الله (ص) پرې خبر شو ، نو موږ یې منع نه کړو ، حضرت علي (ک) دا خبره رد کړي چې عزل کول خفی واده دی ، دا مودة نشي کیدای تر څو (۱۷) مرحلې پرې تیرې نشي ،حافظ امام بیهقي په خپل سنن الکبري کې هغه ټول علماء یاد کړي چې د عزل په جواز قائل ؤ ، پدې ډله کې صحابه کرام ، تابعین او نور علماء شته ،نو دا مختلف فیه خبره ده ،نو هغو وروڼو ته چې ملتزم دي او په دیندارۍ تینګار کوي دا وایم چې دوی باید په دې برخه کې په خپل نظر ټینکار ونه کړي ،له خپلو ښځو دې سوی ګانې نه جوړوي ( چې هر وخت بچیان زیږوي) اوسنې ژوند د اولاد روزنه سخته کړې ،دا ضروري ده چې ددوو یا څو اولادونو ترمنځ د فاصله وجود ولري ،تر څو یې سمه روزنه وشي او هر طفل خپل حق تر لاسه کړي ،….

احمد منصور:

سحر خور له آلمان څخه وایی : زما (۶) اولادونه دي د حمل د مخنوي وسایلو ماته کومه ګټه ونه رسوله اوس یوه نوې وسیله راغلې ، هغه یو ډول پیچکارۍ دي چې ښځې ته تر دریو میاشتو پورې میاشتینۍ دوره نه ورځې آیا دا کار روا دی؟

قرضاوي:

هو روا دی…همدا ښه ده .. او دا دایمي بندول ندي….

احمد منصور:

محترم دوکتور صاحب ډیره مننه

ژباړه : محمدشفیق صادق

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: