د فطر صدقې (سرسايې) لڼد بيان

د فطر د صدقې معنی :

د فطرلغوی معنی ده روژه ماتول او د فطرصدقې معنی ده د روژي ماتولو صدقه او په اصطلاح کې د فطر له صدقی نه مراد هغه واجبه صدقه ده چې د روژی د مبارکې مياشتې په ختميدو او روژی ماتولو باندې ورکول کيږي .

د فطر د صدقی حکمت او ګټی :

اول دا چه کله مسلمان د رمضان روژه ونيسي نو دده په زړه کې خوشحالی او د الله جل جلاله د شکر جذبه پيداشي چه شکر خدايه ستا په فضل مې د رمضان روژه ونيوله  نو دغه صدقه فطر به يوه شکرانه شي د غريبو اوبې وسو به امداد ورباندې وشي  .

دوهم دا چه که په روژه کې له سړی څخه څه خطاګانې شوی وي نو صدقه فطر به د هغه کفاره شي .

دحضرت عباس رضی الله عنه نه روايت دی  چه : (( رسول الله صلي الله عليه وسلم  دفطرصدقه ددی لپاره مقرره کړی ده چه هغه روژه نيوونکی د عبثو او بی ګټی کارونو او د بې حيا لغزشونو څخه پاک کړي او د غريبو بې وسو د خوراک څښاک څه چاره وشي ، نو څوک چه د اختر د لمانځه نه مخکې سرسايه ورکړي هغه به د قبليدو عزت تر لاسه کړي او څوک يې چې د اختر تر لمانځه ورسته ورکړی هغه به د يوه عام خيرات اوصدقي په شان وي )) . (ابوداود، ابن ماجه )

دفطرصدقې حکم :

د فطر صدقه په هر هغه مسلمان سړی ،ښځه  او نابالغ باندې واجب ده چی د خپلو اصلی ضرورتونو علاوه د دومره مال لرونکی وی چه د زکات نصاب ته ورسيږي  داچې پردغه مال باندی زکات واجبيږی او که نه  (مذهب امام  ابوحنيفه ).

د امام شافعی او امام مالک په مذهب کې که څوک د يو شپی او ورځی د تيرولو توان ولری صدقه فطر ورباندې واجبه ده .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : (( خبر اوسئ ! د فطر صدقه پر هر مسلمان باندی واجب ده ،هغه كه نر وی او که ښځه ،آزاد وی که مريی بالغ وی او که نابالغ )) . (ترمذی )

د فطرصدقی داداکيدو وخت :

د صدقه فطر د ادا کولو وخت خو د اختر د لمانځه نه مخکی دی ليکن غوره داده چه د اختر څخه دوه څلور ورځې مخکې اداء شي د پاره ددی چه مستحقين په دې سره خپل ضروريات پوره کړي او د اختر لپاره به دوی هم څه برابر کړی وي .

خو ضرور ده چه د اختر تر لمانځه مخکې ورکړ شي .

صدقه فطر دکومو خلکو د طرف نه ورکول واجب دي :

په کومو کسانو چه صدقه فطر واجب ده  هغه به د خپل ځان او خپل نابالغه اولاد صدقه فطر ورکوي .

په مور باندې د اولاد صدقه فطر  لازمه نده ، همدارنګه  دښځې او بالغ صدقه فطر پر سړی لازمه نده  که ښځه وس ولری که خپله صدقه پخپله ورکړی ثواب لري او که وس ونه لری نو بيا به دهغه خاوند دخپلی بی بی صدقه فطر ورکوي  .

دفطردصدقی اندازه :

د صدقه فطر اندازه نيم صاع غنم او يو صاع وربشی يا مميز  دي .

صاع د رسول الله صلي الله عليه وسلم  په دور کې د پيمانې يو لوښی ؤ ، ورسته چې دغه پيمانه په وزن اندازه شوي ده د فقهاؤ تر منځ يې په مقدار کې څه اختلاف شته .

مولانا شفيع محمد د ډيرو پلټنو او تحقيق وروسته ثابته کړي چې نيم صاع  پاو کم دوه سيره کيږي

همدارنګه د هند د ندوة العلماء فاضل مولانا مجيب الله ندوي هم نيم صاع پاو کم دوسره بللی .

دغه پاو کم دوه سير د دارالعلوم ديوبندی لخوا څيړل شوي چې نوموړی مقدار له 1.666 کلو ګرام وزن سره سمون خوري .

د افغانستان علماؤ له پخوا وختو څخه په مرکزی مناطقو کې د فطر اندازه خورد کم يو چارک غنم ټاکلی دی چې پدی مناطقو کې رواجی من څلور چارکه او يو چارک څلور پاوه او يو پاو بيا څلور خورده او همدا من له ۷ کلوګرام سره سمون خوری چې پدې حساب د فطر د صدقی اندازه 1.650کلو ګرام  غنم کيږي .

نو اوس  په ډاډ سره ويلای شو چې د افغانستان ،پاکستان او هند د جيدو علماؤ څيولی مقدار تقريباً سره يو شان دي .

که دوی عشاری خانی يې حذف کړو 1.7 کلو به شي يعنی يو کلو او اوه سوه ګرامه .

چې بيا دغه مقدار د هری منطقی د غنمو په نرخ کې ور ضربيږي .

مثلاً که  د غنمو د کلوګرام نرخ 25 افغانی وي نو د سرسايې اندازه به 42.5 افغانی وي

دفطر صدقه چا ته ورکړل شي :

د زکات د مصرف چې کوم ځايونه دی په همغو ځايونو کې صدقه فطر هم ورکول کيږي .

دزکات د مستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی  حکم کړی دی .

إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ  فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ ( التوبه ۶۰ ) .

۱- فقراء : د دی نه مراد هغه څوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره

کيږي او نۀ ورسره دومره مال يا دولت  وي چه پخپله پری زکات فرض وي  .

۲- مساکين : هغه تش لاسی خلک دي  چه د نفقی لپاره څه نه لري  که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوي  خو بيا هم څه ورباندی نه کيږي ، يا معيوب شوی وي  يا ناروغه وي   چه د کسب کار توان يی  له لاسه ورکړی وي .

۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان  دا خلک که څه هم مالداره وي  بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شي  .

۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی  زړونه  د اسلام طرف ته مايل شوی وي ، او د دوی  زړه  لاس  ته راوړل مطلب وي  .

۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کې  راغلی وي  ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان  يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .

۶- غارمين : کوم خلک چه داسې  پوروړی  يا په څه وجه تاوانی شوي  وي   چه  دقرض د ادا کولو توان ونه لري  دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .

۷- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج  د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوي ، دعوت کوي  اويا  پر بله طريقه يې  د دين نصرت ته ملا تړلی  وي   د زکات مستحقين دي .

۸- ابن سبيل : که کوم مسافر وي  چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وي  که څه  هم  په خپل کور کی مالدار  وي   د زکات  مستحق  دی .

بغير له دغو اتو ځايونو نور په هيڅ ځای کې د زکات او صدقه فطر ورکول جواز نه لري که څوک يې بغير له دغو ځايونو څخه مصرف کړي نه ادا کيږي .

د امامت په اجرت کې د صدقه فطر ورکول حرام دي ولو که امام د نصاب مالک هم نه وي مګر بغیر د اجرت نه که امام مستحق وي د صدقه فطر ورکول جايز دي  (د احنافو ستر مفتي کفايت الله دهلوي رح ) .

آن لاين اسلامې لارښود ټيم – حمدالله شاکري

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب