
1- د دوعانه مخكى بايد دالله جَلَّ جَلَالُه ثنااوپرحضرت محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَمْ درورد شريف ولوستل شى اوروسته بايد دوعاوغوښتل شي .
2- دوعاكونكى بايد په خپل ځان كى پوره توحيد اواخلاص ولرى
3- دنوموړي دوعابايددروا اوحلال شى په باره كى وى
4- دوعاكونكى بايد د دوعاپه قبليدوكى عجله اوجلتى اونكړى ))داسى ونه وائى چه زه دوعا كوم اونه قبليږ ى ((
5- دوعابايد ډيره په عاجزى اوپه خاموش اواز سره وغوښتل شي
6- دوعاكونكى بايددوعاكى دخپل ځان نيك اعمال وسيله كړى.
7- دوعابايد دالله په نومونو اوپه اسماء الحسنى سره وغوښتل شى
8- دوعابايد درى ځلى وغوښتل شى
9- دوعاكونكى بايد دقبلى په لورناست وى
10- ددوعاكونكى په ځان اونفس كى حرام نه وى .
11- ددوعاكولو په وخت كى بايدلاسونه اوچت وى .
12- ددوعاكولو په وخت كى په خپله گناه اودالله جَلَّ جَلَالُه په نعمتونو اقرار اوكړى اوداللهجَلَّ جَلَالُه نه مغفرت اوبښنه اوغواړى