ټولنهعبادات، فضایل او آداب

دحلال رزق تلاش هم عبادت دی

 

 

په هر مسلمان باندي لازم دی چي د خپل ځان او اولاد د نفقي لپاره هميشه د يوي حلالي او جائزي وسيلې د تلاش كوشش وكړي په دې باندي مسلمان ته اجراوثواب هم وركيري او په داسي رزق كي بركت هم زيات وي  حلال رزق دې ته وائي چي انسان د خپل رزق لپاره هغه وسائل په كار واچوي چي شريعت ْورته اجازت وركړی وي او درزق په لاس ته راوړلو كي له هغو وسائلوڅخه ځان ْوساتي چي هغه په اسلامي شريعت کي حرام بلل شوي وي او یا په کي د حراموالي څه شک وي لكه غصب ظلم او  بدماشي، سودکول , غلاکول، قماربازي ، په راکړه ورکړه کي دروغ ويل په دروغو قسمونه خوړل  ، بيكاره شي د ښه شي په نامه خرڅول، ملاوټ یعني د ښه او بېکاره شیانو ګډول او د ښه شي په نوم یې خرڅو� �، دهوكه او فريب، په ناجائزه په يوچادعوه كول ، لاري نيول، په  زوراوظلم دچا په جايداد تجاوزكول  دالله تعالى حقوق نه په كي پالل لكه لمونځ اودس روژه زكات حج او خيرات. او داسي نور… په دي ذكرشويو كارونو حلال رزق حرامېږ ي كه ئي ه� �څومره په محنت او خولو او  ستوماني لاس ته راوړي او د هغه كس دا يقين وي چي  زما كسب حلال دي  مقصد دادي چي په هره ح� �امه ذريعه چي كوم رزق لاس ته راشي هغه حرامېږي او چي كسب حلال وي او حرام ذرائع په كي په كار نه  واچول شي او وسایل یې هم حلال وي هغه رزق حلال دي .

د حلال رزق تلاش او یا دهغه لپاره اسباب برابرول او ورپسي سفر کول کومه ګناه نه ده بلکه له مؤمن څخه د حلال رزق د تلاش لپاره سعی کول شرعا مطلوب کاردی او د الله تعالی له خوا مسلمان ته ورباندي اجر اوثواب ورکول کېږي .

الله تعالی فرمایي :

فامشوا في مناکبها و کلوا من رزقه .

تګ وکړۍ د زمکي په اطرافو او څنډو کي او د زمکي له ارزا� �و  خپل خوراک لاس ته راوړۍ .

أي فسافروا حيث شئتم من أقطارها وترددوا في أقاليمها وأرجائها في أنواع المكاسب والتجارات واعلموا أن سعيكم لا يجدي عليكم شيئا إلا أن ييسره الله لكم ولهذا قال تعالى وكلوا من رزقه فالسعي في السبب لا ينافي التوكل (تفسير ابن كثير)

ابن کثیر د ذکرشوي آیت په تفسیر کي لیکي : سفرونه وکړې د زمکي بېلابېلو سیمو ته او د هغې په هېوادونو د کسبونو او تجارتونو لپاره وګرزۍ او په دې هم عقیده وساتۍ چي ستاسو هڅي او کوششونه هغه مؤثر کېدلای شي چي د الله تعالی یې درته آسانه کړي او د رزق لپاره تلاش هڅي له توکل سره څه تضاد نلري .

فامشوا في مناكبها أي لطلب الرزق والمكاسب (تفسير السعدي)

تفسیر السعدي لیکي چي ددې آیت مفهوم دا دی چي د رزق د لاس ته راوړلو او د کسب د کولو لپاره د زمکي مختلفو سیمو ته سفرونه وکړۍ .

وكلوا من رزقه  أي انتفعوا بما أنعم جل شأنه وكثيرا ما يعبر عن وجوه ال� �نتفاع بالأكل لأنه الأهم الأعم وفي أنوار التنزيل أي التمسوا من نعم الله سبحانه وتعالى على أن الأكل مجاز عن الإلتماس من قبيل ذكر الملزوم وإرادة اللازم قيل وهو المناسب لقوله تعالى امشوا وجوز بعض إبقاءه على ظاهره على أن ذلك من قبيل الإكتفاء وليس بذاك واستدل بالآية على ندب التسبب والكسب وفي الحديث أن الله تعالى يحب العبد المؤمن المحترف وهذا لا ينافي التوكل بل أخرج الحكيم الترمذي عن معاوية بن قرة قال مر عمر بن ا� �خطاب رضي الله تعالى عنه بقوم فقال من أنتم فقالوا المتوكلون قال أنتم المتاكلون إنما المتوكل رجل ألقى حبة في بطن الأرض وتوكل على ربه عز وجل (روح المعاني)

تفسیر روح المعاني لیکي چي د رزق د حاصلولو لپاره د الله تعالی له هغو نعمتونو څخه ګټه واخلۍ کوم چي هغه ستاسو لپاره د زمکي په بېلابېلو سیمو کي برابر کړي دي او دا آیت په دې دلالت کوي چي کسب کول او د رزق اسباب برابرول یو ښه او مستحب کار دی او په حدیث شریف کي دي چي الله تعالی کاسب مسلمان خوښوي او دا کار له توکل سره کوم ټکر نه لري ، ترمذي د معاویة بن قرة له خولې څخه روایت کوي چي عمر بن الخطاب په یوه ډله خ� �ګو تېرېدلو پوښتنه یې ځیني وکړه چي تاسي څوک یاست ؟ هغوی ورته وویل چي مونږ متوکلین یو چي په الله تعالی مو ځانونه سپارلي دي هغه په ځواب کي ورته وویل : چي تاسي تیار خواره یاست متوکل هغه څوک وي چي په زمکه کي دانې و� �یندي او بیا یې په الله تعالی وسپاري .

امام السرخسي په خپل کتاب المبسوط کي لیکي چي پښتو خلاصه او ترجمه یې په لاندي شکل ده :

يعني سفرونه وكړۍ او د زمكي په هرپلو كي د رزق د تلاش لپاره وګرزۍ مختلفو ملكونو او لويو وچو ته ولاړشۍ او كوم نعمتونه چي الله تعالی پيداكړي دي له هغو څخه ګټه پورته كړۍ او تيار خواره مه جوړېږۍ ،. حلال كسب د انبياوو پيشه ده اّدم عليه ا� �سلام دهقان وو او زراعت ئي كولو جبرئيل عليه السلام ورته وښودلو،  نوح عليه السلام تركاڼ وو دنجاري په كسب ئي رزق پيداكولو ، ادريس عليه االسلام درزي وو دائي ذريعهْ معاش وو ، ابراهيم عليه ا� �سلام مساله فروش (پنسار) وو (البزارهوبائع البزوروهي البقول والتوابل) په دي ئي خپله نفقه پيداكوله، داوود ع� �يه السلام زغري جوړولي همدائي كسب وو يوه زغره به ئي په دوولس زره مروجي سکې خرڅوله خپل مصارف یې هم ځيني پوره كول په  بيت المال كي ئي هم ورڅخه ښودلي او په مساكينو  ئي هم ځيني خيرات كولې،  سليمان عليه السلام پيمانې جوړولې او نفقه ئي له همدي كسب څخه وه، ذكريا عليه السلام نجاروو ، موسى عليه  السلام شپون وو،  دعيسى عليه السلام نفقه د خپلي مور له څرخي اوياکڼي څخه وه اوكله به ئي لَوكولو (غنم به ئي ريبل) رسول الله صلى الله عليه وسلم هم تر نبوت مخکي نجارت کولو او هم ئي شپوني كړي ده او هم ئي ش� �اكت كړی دی  ،  همداراز زمونږ ستر امام أبوحنیفه رضي الله تعالى عنه تاجرو په دي شكل سلف صالحينو هريوه يو كسب درلودلو چي هغه ئي ذريعه معاش وو.

په بل آیت کریمه کي الله تعالی فرمایي :

ومن رحمته جعل لكم الليل والنهار لتسكنوا فيه و� �تبتغوا من فضله ولعلكم تشكرون.

او دا هم دالله تعالى له رحمت څخه دي چي ستا سو لپاره ئي شپه د سكون اوآرام لپاره او ورځ یې د رزق د تلاش لپاره پيدا كړي ده ددې لپاره چي تاسي د الله تعالى شكر په ځائ كړۍ .

فَانتَشِرُواْ فِى الاٌّ رْضِ وَابْتَغُواْ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُ� �ُواْ اللَّهَ كَثِيراً لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ.

كله چي تاسي د جمعي له لمانځه  څخه  فارغ شۍ بيا په زمكه كي تیت شۍ او د الله تعالى د نعمتونو تلاش وكړۍ او الله تعالى ډېرپه ياد ساتۍ ښایي چي تاسي كامياب شۍ.

عن بن عمررضي الله تعالى عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ان الله يحب المؤمن المحترف  . (الدر المنثور عن الطبراني و البيهقي)

له بن عم ررضي الله تعالى عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلى  الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالى كسب ګرمؤمن خوښوي.يعني الله تعالى هغه مسلمان خوښوي د چاچي يوكسب او يوه پيشه زده وي او دهغي په ذريعه رزق پيداكوي.

عن جميع بن عمير عن خاله قال سئل النبي  صلى الله عليه وسلم  عن أفضل الكسب فقال بيع مبرور وعمل الرجل بيده. (مسند الامام أحمد)

جُميع رضي الله تعالى عنه له خپل ماما څخه روايت كوي چي له رسول الله  صلى لله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چي بهتره كسب كوم  يودي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم په جواب كي ورته وْويل چي حلال تجارت اود خپل لاس محنت .

عن المقدام بن معد يكرب عن النبي  صلى الله عليه وسلم  أنه قال ما أكل أحد طعاما قط خيرا من أن يأكل من عمل يده وكان داود لا يأكل إلا من عمل يده . (تفسير البغوي)

له مقدام بن م عديكرب رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي: دخپل لاس له محنت  څخه تر لاسه شوي رزق ښه رزق چانه دي خوړلی او داوود عليه السلام دخپل لاس د محنت رزق خوړ� �و.

شاعر وایي :

وإذا الديار تنكرت عن حالها …………………………………….. فدع المقام وأسرع التحويلا

ليس المقام عليك فرضا واجبا …………………………………… في موطن يذر العزيز ذلي� �ا

چي كله ستادكلي او ياوطن حالات خراب او بدل شي او ګوزاره د مشكل او تنګه شي دغه ځای  پرېږده او بل ځای  ته فوراً نقل شه دا خو در باندي فرض ياواجب نه دی چي ضرور به په داسي ځاي كي  پروت ئي اويا به اوسېږي چي هلته د عزت خاوند سپك کېږي.

قدوسي سليمانخيل

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: