افغانستان تاریخ

دامير حبيب الله خان واکمني او د افغانستان وضعيت

امیرحبیب الله خان د امیرعبدالرحمن خان مشر زوی اود محمد افضل خان لمسۍ وو کله چې امیرعبدالرحمن د بخارا په طرف د تیښتې په حال وو چې د سمرقند په سیمه کې په ۱۸۷۲م کال يې سترګې دې نړې ته وغړولې مور يې د بدخشان یو سیمیز رهبر لور وه او په ۱۸۸۰م کال کې يې چې پلار کابل ته را دننه شو او د حکومت مشري يې ونیوله نو حبیب الله خان او نصرالله خان ته يې چې د هغه څخه دوه کاله کوچنی وو یو ښوونکی ورته مقرر کړو، حبیب الله خان په ۱۸کلنۍ کې د پلار لخوا په ۱۸۹۰م کال کې سردار کلان وټاکل شو، د وخت په تیریدو سره يې غیر له خارجي چارو د هیواد ټولې چارې هغه ته وسپارلې چې د پلار له مړینې وروسته د هیواد د پاچا په توګه وټاکل شو.
 

حبیب الله خان په لومړي سر کې له خپل ځان څخه مذهبي تقوا وښودله په عام دربار کې يې په خپلو خبرو کې وویل چې اسلام له پیل څخه یو تن ته له څلورو ښځو زیاتې روا نه دي حال داچې زه له مخکې نه پنځه ښځې لرم نو سر له ننه یوه له هغوې نه طلاقوم او همدارنګه امیر امر ورکړو چې وروسته له دې هیڅ یوه ښځه ښار او زیارتونو کې غیر له اړتیا نشي کولی وګرځیږي. یوازې دا نه وو امیر امر وکړو چې د افغانستان هندوان مجبور دي چې ژیړې لونګۍ وتړي او ښځې يې ژیړې چادري واغوندي ترڅو له نورو څخه يې توپیر وشي.

همدارنګه مسلمان شویو ته يې له ۳۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې نقدې روپۍ او یوه جوړه جامې د دولت لخوا انعام ورکړل شي امیر دافغانستان په یوولسو ښارونو ۱۱ د قران حفظ مدرسې جوړې کړې چې ټول مصارف يې دولت لخوا ترسره کیدل او لومړۍ دوره فارغان ددې مدرسو ۳۰ تنه حافظان وو، چې ړانده او بینا دواړه په کې شامل وه. همداشان امیر په هره روژه کې هره شپه کابل خلکو ته د روژه ماتې ډوډۍ تیاروله چې د روژې میاشتې په اخر کې ددې خلکو تعداد د سراج الاخبار د یوې احصايې له مخې ( ۴۱۶۰۱) تنو ته رسیدو.

امیر حبیب الله خان په ۱۹۰۲م کال د سراج الملة والدین لقب غوره کړو او په یو عام دربار کې يې وویل چې د یو هیواد او یو ملت پرمختګ بغییر له علم څخه امکان نلري زه هوډ لرم چې په هیواد کې د مکتبونو بنسټ کیښودل شي او همدارنګه نوموړي امیر په یو لړ اصلاحاتو لاس پورې کړو.

په ۱۹۰۳م کال کابل کې يې د حبیبې لیسې بنسټ کېښودو، په ۱۹۰۵م کال سراج الاخبار يې نشر کړو او په ۱۹۰۹م کې يې حربي ښوونځی جوړ کړو په همدې کال د لومړي ځل لپاه له (دملر) کمپنۍ څخه موټرې په بمبئ کې واخیستل شوې، په کابل کې يې په کار واچول شوې او په ۱۹۱۰م کال يې په کابل کې یتیم خانه جوړه کړه همدارنګه د کابل جلال آباد اود کابل کندهار لویې لارې سرکونه هم جوړ کړل. په همدې ترتیب په لغمان کې د سراج کلا ، جلال آباد کې سراج العمارت، په جبل السراج کې سراج الامکار او په کندهار کې نهر سراج او داسې د آبادۍ ځایونه يې جوړ کړل.

په ۱۹۰۵م کال کې د هند بریتانوي حکومت د سرلوئیس ډین چې دهند دخارجه چارو سکرتر وو په مشرۍ یو هئیت کابل ته ولیږلو ددې هئيت د لیږلو موخه دهغه تړون نوي کول وو کوم چې په ۱۸۹۳م کال کې د بریتانوي هند حکومت او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ لاسلیک شوې وو، د دواړو حکومتونو ترمنځ بیا د هغه شرطونو اقرار وشو کوم چې د پخواني امیر(عبدالرحمن خان ) په زمانه کې شوی وو امیر حبیب الله خان په دې ټکو ددې تړون نوي کول وکړل کوم شرطونه او تړونونه چې زما د پلار مرحوم اعلیحضرت امیر عبدالرحمن خان او د بریتانوي هند حکومت ترمنځ شوي دي، ما په هغې ټولو عمل کړی دی، عمل پرې کوم او عمل به پرې وکړم ددې هئیت د بریالیتوب په وجه دافغانستان امیر او بریتانوي هند حکومت ترمنځ اړیکې نورې هم ښې شوې، په دې لړ کې افغاني حکومت یو نماینده د سفیر په ډول د وایسرای په دربار کې مقرر شو په ۱۹۰۷م کال کې د هند حکومت په بلنه امیرحبیب الله خان هندوستان ته ورغی اود لارډ منټو وایسرای هند سره يې لیدنه وکړه دهند سفر په دوران کې امیر حبیب الله خان د علي ګړهـ مسلم یونیورسټۍ (پوهنتون) هم وکتلو او پوهنتون ته يې۵۰۰۰۰ روپۍ ورکړی.

د امیر حبیب الله خان د حکومت اخري کلونو ته نږدې په ۱۹۱۴م کال کې لومړی نړیوال جنګ پیل شو په دې جنګ کې عثماني سلطنت (ترکې سلطنت) د انګریزانو پر خلاف د جرمني او استریا په ملګرتیا کې ودریدلی وو د انګریزانو لپاره دا موقع ډیره نازکه او خطرناکه وه خو امیر حبیب الله خان د جنګ په پیل کې د خپلې غیرې طرفدارۍ اعلان وکړو او دغه شان يې انګریزان دیو لوی غم نه خلاص کړل د امیر حبیب الله خان دا بې طرفي د انګریزي حکومت لپاره یوه ډیره قیمتي مرسته وه د جنګ په دوران کې امیر صاحب په خدمت کې د جرمني، استریا او ترکې حکومتونو تړونونه په دې موخه حاضر شول چې امیر صاحب په هند باندې یرغل ته اوپاروي په دې لړ کې جرمنیانو امیر حبیب الله خان ته دهر قسم مرستې کولو ژمنه هم وکړه د دوی دا سوچ وو چې که په دې موقعه دافغانستان واکمن امیرحبیب الله خان په هندوستان یرغل وکړي نو هندوستاني فوځونه چې ټول د ترکیې حکومت پر خلاف د اروپا او اسیا په مختلفو محاذونو کې جنګیږي هغه به په هندوستان کې پاتې شي په افغانستان کې د با اثره امیرانو اوسردارانو یوه داسې ډله هم وه چې غوښتل يې پر هندوستان یرغل وکړي، خو امیر حبیب الله خان دا ټول تړونونه ناکام کړل او پایله يې دا شوه چې انګریزانو دا جنګ دهندوستان په مالي او فوځي مرستو سره په ۱۹۱۸م کال کې وګټلو او جنګ پای ته ورسیدو.

دمشروطيت غورځنګ

د امیرعبدالرحمن خان مستبدانه سیاست پواسطه دهيواد ټولنيز وضیعت خراب شوې وو سره له دې چې خلکو په ښکاره ډول مخالفت نشوکولی خوعمومي وضعه ورځ په ورځ خارجي استعمار او مستبده چارواکو دسختو فشارونو له امله د قهر ډکه فضا يې برابره کړه .

امیرعبدالرحمن خان مړينه اوامیر حبیب الله خان واک ته رسېدل تر يوځای په لومړۍ مرحله کې د داسې طبعي پېښو درامنځته کېدونه مخنېوې وکړو ځکه امیر حبيب الله خان دخلکو په احساساتو ژور پوه شوې ؤ فورا یې يولړ اقدامات وکړه چې دخلکو پاملرنه یې ځانته واړوله. نوي امیر واقعاً خپلو سلفو په نسبت دداسې صفاتو او ممیزاتو درلودونکې ؤچې دنوښتوالې اغېزه درلوده اودنوي عصر او اړتياو سره مطابقت درلود هغه خپل لومړی تمایل د هيواد سياسي خود ارادیت په اساس چې دهغې جملې نه دخلکواساسي ارمانونه نمایش ته کېښودل اوخپل محبوبیت يې په ټولنه کې پورته يوړه. خو وروسته مشاهده وشوه چې دغو اقداماتو نمايشي بڼه درلودله اودملت دقهر سړولو او خپل سلطنتي قدرت دپياوړي کولو پرته بل څه موخه نه درلودله. دې دسوړوالي مرحلې ډیر دوام ونکړه کله چې په داخلي اوضاع مسلط شو ژوربدلونونو يې په فکرکې ځاې ونيواو په ځاې ددې چې هيواد بنسټيزو ستونزو حل ته مخه وکړي په تجمل اوسينګار بوخت کېدلوسره دخپلو شخصي غوښتنو اسیرشو دهند څخه په لومړۍ ليدنه کې دبرتانوي هند داخلاقواومادي تمدن ظاهري بڼې په هغه هيواد پسې ليوني کړه پرته ددې چې دخپلې افغانې ټولنې فرهنګي جوړښت تشخیص کړی نو د افراط ترسرحده په هغې ډوب شو، امیرډېره پاملرنه په زړه پورې مسایلو ته واړوله. سلطنتي درباريې د لويو شاهانو په څېر په لويو آدابو، لباس او ځانګړي اشرافي القابو پوره کړو او د خپلې شخصي غوښتنو مطابق يې د ځانګړي دود او رواج غوره کول.

امیرحبیب الله خان دتفریح او ښه وخت تيرولوسره ډېره علاقه لرله، ښځو يې قيمتي زیورات په تن کول چې دهغې بېلګه په کمه کچه ليدل کېږي د دربار لګښتونه بې کچې زیات و ځانګړي حدود او سرحدونه يې نه درلودل دخپلې غوښتنې مطابق يې لګښت ترسره کوو. ددې ملاماتونکې مصارفو تمویل کونکې هغه افراد و چې نه يې کافي خواړه لرل اونه يې دزده کړې لپاره ښوونځي درلودل، پداسې اوضاع او احوالو کې د ټولنې منورو ځوانانو يو ټولې راټول شو چې ددې ظلم په وړاندې مبارزه وکړي .

زمونږ په هيواد کې داخلي او خارجي استبداد په وړاندې ضدي افکارو پخوانۍ تاريخي رېښې لري اودټولنې په ځانګړي تاریخي اوسیاسي حالاتو کې تبارز کړي دي چې هر يو يې په خپل وار سره په تاريخي مسیر کې ژور بدلونونه رامينځته کړي، چې ددغه ازادي غوښتونکو نهضتونو نه د ابو مسلم خراساني، طاهر فوشنجي، بایزید روښان، میرویس خان، خوشحال خان خټک، احمد شا بابا، سید جمال الدین افغان او نور د يادولو وړ دي مشروطیت غورځنګ ددې نهضتونو په مسیر کې د ښاري روشنفکرۍ په محیط سر اوچت کړی دی او د هيواد راتلونکې لپاره يې دازادۍ لاره هواره کړې ده.
امیرحبیب الله خان د دور فرهنګی نهضت د حبیبې ليسې نه پېل شو چې وروسته يې سیاسي اړخ پيداکړو ددغې ليسې استادانو دهيواد اود نړۍ په اړه مطالعه لرله ځکه دغه وخت خارجې مطبوعات کابل ته راتلل چې په لوستوسره يې ددې قشر سیاسي غوښتنې تحريک کېدلې.

ددې مکتب روشنفکران راټول اوپه ۱۹۰۸ م کال په پټه توګه يې ددغه حرکت بنسټ کېښود. ددې نهضت رئیس مولوی محمد سرور واصف ددې لېسې داستادانو څخه وو. مشروطه غوښتونکو ځوانانو تعداد درې سوه نفروته رسېدو. دوی پدې باور و چې خپل مرام به د توان ترکچې دسولې له لارې پرمخ وړي او امیربه د معارف عام کولو، دولتی اموروکې اصلاح قبلونې، ظلم او استبداد پاي ته رسولو لپاره تشویق کړي دې غورځنګ د دربار يو تعداد غلام بچګان چې افسران، مامورین او اهل حرفه باندې ګډون درلود د ځان سره يو ځاې کړه. د امیرحبیب الله خان په وخت کې افغانستان بهرنۍ او سیاسي خپلواکي نه لرله، کله چې د سراج الاخبار د انجمن له لورې د هغه اخبار لومړنۍ ګڼه خپره شوه، د بریتانوي هند حکومت هغه ونشو زغملای نو موانع يې برابر کړل څو هغه جریده د يوې ګڼې له خپرولو څخه وروسته مصادره شوه خو د هغه انجمن د غړو فکر ارام نشو څو له دوو یا دریو کلونو وروسته تر پخوا په منظم ډول د یوه ګوند په څیر دا حرکت نوی شو. دا تحریک دافغانستان په تاریخ کې د لومړني مشروطیت غورځنګ په نوم ځای لري، چې دا غورځنګ په ۱۹۰۸م کال کې د مولوي محمد سرور واصف په مشرۍ پیل شو. کله به چې ډلې ته نوی کس شاملیده نو هغه يې یوې فرعي حلقې ته معرفي کاوه څو هغه د اعتماد وړ وګرځي او بیا به هغه په قرآنکریم او توره باندې دلاندې موادو د اجراء کولو لپاره سوګند کولو.
• د اسلام د اصولو اطاعت، د قرانکریم تقدیس او د ټولو اسلامي احکامو منل.
• د ملي حقوقو د لاسته راوړلو، د رژیم د مشروطه کولو، د ملي حاکمیت د تأمین او د قانون په لار کې تل کوښښ کول.
• د ژوند په چارو کې د رښتینولۍ تلقین او د بدو عاداتو غندل.
• د افغانستان د ټولو قومونو او قبیلو ترمنځ حسن تفاهم، پخلاتوب او د ملي یووالي په لار کې زیار ایستل.
• د معارف، ښوونځیو او د خلکو د ویښتیا د وسایلو او خپرونو عمومي کنټرول.
• د ازادو ټاکنو له لارې د خلکو له نماینده ګانو څخه د ملي شورا جوړول.
• د افغانستان بشپړه خپلواکې ترلاسه کول.
• له نورې نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا.
• د ټولنیز عدالت او برابرۍ د اصولو تأمینول.
• نوي مدنیت او صنعت ته پراختیا ورکول، د لارو، ښارونو او داوبو د ‌‌‌ذخیرو جوړول.
دا لس ګوني مواد يې تبرکاً د قرآنکریم په ارشاد (تلک عشرة کاملة) بلل.

دې غورځنګ یو نښان درلود چې د نیمې دایرې په څیر د غنمو وږی ؤ او پاسنئ برخه يې خالي وه، په منځ کې یو کتاب ؤ چې د کتاب په ښي څنډه توره پرته وه او په کیڼ اړخ کې یوه مشواڼۍ ایښې وه چې یو بڼکی لرونکی قلم په کې کیښودل شوی ؤ. ددې غورځنګ د سمبول کتاب د تبرک علامه او د اسلامي اصولو پیروي او د افغانستان د خپلواکۍ په لار کې په توره تکیه وه، قلم د معارف او زده کړې نماینده ګي کوله، چې توره او قلم به يې دواړه په قرانکریم متبرک کول، چې بیا د امان الله خان د پاچاهۍ په دور کې همدا سمبول د معارف رسمي نښان ؤ.

دمشروطه غوښتونکو په يوه غونډه کې فیصله وشوه چې ددې جمعيت هر يوغړی دې باید یوه تفنګچه دځان سره ولري، داچې دولت د خپلو جاسوسانو منهاج الدین په واسطه دغورځنګ دپلانونو نه اطلاع حاصل کړه او د حبیب الله خان په بې طرفۍ باندې پوه شوی وو چې ددې غورځنګ اصلي موخه د حبیب الله خان وژل اويومشروطه دولت جوړول دي نو امیر ددې سرکوبولولپاره راپورته شو په عین حال کې ددې جنبش اعضاو مجلس ترتیب کړه او يوخط يې دامير په نوم وليږه چې دغلام محمد میمنه ګي په واسطه په جلال آباد کې داميرحضورته وړاندې شو ددې ليک موخه داوه چې يوطرف نه امیر دخپل ښه نيت نه خبر اوبل لوري نه هغه تهمت او بهتان چې دجاسوسانو په واسطه په دوی تړل شوي ؤ لرې کړي خو امیر څلورتنه غړي دمشروطه خوهانو په جلال آباد کې اعدام کړه چې دهغې ډلې نه دوه تنه غلام بچګان د جوهر شاه او لعل محمد خان په نومونو و چې دتفنګچې په ډزو يې په شهادت ورسول ا و محمد عثمان خان پرواني يې دتوپ خولې ته وتړه ددې پرته نوورکسان يې په کابل کې ونيول د څو ورځو وروسته يې دشيرپور په تپه کې توپ ته وتړل چې دهغې جملې نه مولوی محمد سرور خان واصف او ورور يې هم شامل ځنې نور يې زندانيان شول. پدې ترتیب سره داستبداد لاس لومړي ځل لپاره په هيواد کې دازادۍ غوښتونکو مرۍ لومړي ځل لپاره غلې کړي او سمدستي يې دمشروطیت غږ لومړي ځل لپاره د توپونو په ډزو او ځنځيرونو په زولنو غلې کړې خو لږ وخت نه وو تېرشوي چې د ايرو لاندې سپرغۍ دوباره تازه شوې وړو ټوليو په شیندل شوي شکل کې په سياسي فعاليت پېل وکړو.

دمشروطیت غورځنګ دويم ځل دولت دسخت سانسور په وجه ددې زمینه پيدا نه کړه چې د يو حزب په توګه ځانګړی تشکیل ولري بيا هم دخپل مشروطيت ارمانونه يې تعقيبول خو يو بدلون چې په هغې کې ليدل کېږي دچريکې یرغل تکتيک وو چې د دوۍ يوغړي عبدالرحمن خان لودین نومي ددې طريقي له لارې عملاً پاچا په تفنګچه په نښه کړه خو په وژلو يې بريالي نشو دې فکري حرکت دربار هم نيولې وو يو اندازه روشنفکره درباريان او غلام بچګانو د مشروطیت نظام لپاره هلې ځلې کولې دښاغلی غلام محمد غبار په وينا دغه ددربار( پټ حزب په نوم ياد شول ) په سرکې آمان الله خان د حبیب الله خان زوی قرار لره. څو پياوړي غړي يې عبارت د عبدالهادی داوي، عبدالرحمن لودین، میر غلام محمد غبار، او غلام بچګانونه محمد ولی خان دروازي ،غلام حیدر خان اعتمادي، شجاع الدوله غوربندي تر آدم خان ديادولو وړ دي.
دې غورځنګ خپل پټ فعالیت ته د امیر حبیب الله خان ترمړينې پورې ادامه ورکړه کله چې امیر حبیب الله خان د لغمان کله ګوش په ښکار ځاې کې ووژل شو او امان الله خان په کابل کې پاچا شو هغه وخت مشروطه غوښتونکو غړي چې په زندان کې وه آزاد شول او هم دولتي اداروکې په کار وګمارل شو چې ددې خلکو په بصیرت په اساس دامان الله خان اصلاحات دلاس لاندې ونيول شو.

د اميرحبيب الله خان د واکمنۍ پرمهال ښوونه او روزنه

د امیرحبیب الله خان په وخت کې معارف ته ډیره پاملرنه وشوه، چې د هیواد ښوونې او روزنې د پرمختګ په لورې ګامونه پورته کړل. دده په وخت کې رسمي او غیرې رسمي زده کړې موجودې وې غیرې رسمي زده کړې د پخوا غوندې په مسجدونو کې ترسره کیدلی که څه هم په مسجدونو کې د ماشومانو درس د رسمي ښوونځیو غوندې تیار شوی و او د رسمي ښوونکو تر څارنې او مراقبت لاندې و. د رسمي زده کړو په پرتله ډیر بدلون وموند یوازې د افغانستان په یوولسو ښارونو کې د تحفیظ القران یوولس مدرسې تأسیس شوې چې په هغو کې ۱۴۰ تنه زده کوونکې او ۱۴تنه ښوونکې په تدریس بوخت وو ددې مدرسو ټول مصارف ددولت په غاړه وو، چې په لومړۍ دوره کې يې ۳۰ تنه زده کوونکې فارغ کړل او په هغوې کې بینا او نابینا دواړه ډوله شامل وو. دنوموړي امیر په وخت کې ځینې ښوونځي پرانیستل شول چې عبارت دي له : حبیبیه ښوونځي څخه چې دا لومړنی ښوونځی دی چې د امیر حبیب الله خان په دوره کې په ۱۹۰۳م کال کې تأسیس شو دغې ښوونځي درې درجې یعنې ابتدائیه، رشیدیه او اعدادیه در لودې.
1) په ابتدائیه دوره کې چې څلور کاله وه دینیات، دری، حساب، جغرافیه ، مشق او لیک مضمونونه تدریس کیدل.
2) په رشیدیه دوره کې چې درې کاله وه دینیات، تاریخ، جغرافیه، لسان (دری، پښتو، انګلیسي، اردو یا ترکې) رسم او حفظ الصحه مضمونونه لوستل کیدل.
3) په اعدادیه دوره کې چې دا هم درې کاله وه دینیات، دری، تاریخ ، جغرافیه، جبراو مقابله ، مثلثات، تحلیلي هندسه، جرالثقال، طبیعي حکمت، کیمیا او انګلیسي مضمونونه لوستل کیدل. همدارنګه د حبیبې ښوونځي نورې څانګې د ښار په مختلفو برخو کې په لاندې نومونو وې. ۱- باغ نواب ۲- تنورسازی ۳- پرانچه ها ۴- خدام حضورعالی ۵- د هندوانو ښوونځی.
د کابل نه علاوه یوازې په نورستان ولایت کې شپږ ابتدايي ښوونځي پرانیستل شول چې ۲۵۰ تنه شاګردان يې لرل، چې ۱۲ تنو استادانو او ملا امامانو يې درس په غاړه درلوده په دې ولایت کې رسمي ښوونځي ځکه پرانیستل شوي وو، چې ددې ځای اوسیدونکې نوي په اسلام باندې مشرف شوي وه او په ښوونځیو کې زیاتره د دینیاتو تدریس کیده. همدارنګه د امیر حبیب الله خان په ¬¬¬دوره کې یو دارالمعلمین هم پرانیستل شو چې د ابتدايې دارالمعلمین په نامه یادیده په دې دارالمعلمین کې ۸۰ تنه شاګردان وو چې هرو دریو کلونو وروسته به يې ۳۰ تنه فارغان ورکول سربیره پر دې د نوموړي امیر په وخت کې حربي ښوونځی هم په ۱۹۰۹م کال کابل کې پرانیستل شو چې درې اعدادي او درې حربي ټولګي يې لرل .
کله چې امیرحبیب الله خان په ۱۹۱۹م کال کې د لغمان د کله ګوش په ښکار ځای کې د شپې لخوا په خپلې خیمې کې ووژل شو ساتونکو عسکرو په داسې حال کې شجاع الدوله ونیو چې د شاه له خیمې نه راووتو، خو د وژنې ځای ته د نادرخان په را رسیدو سره هغه پريښودل شو. ویل کیږي چې دده په وژنې کې د شاهي کورنۍ غړو او د نادرخان په شمول ځینو درباریانو لاس درلود د شاه له وژنې نه وروسته سردار نصرالله خان په لغمان کې او امان الله خان په کابل کې د پاچاهۍ دعوه وکړه په جلال آباد کې میشت دولتي قطعاتو لومړی د سردار نصرالله خان د پاچاهۍ ملاتړ وکړو خو درې ورځې وروسته يې د پاچا زوی امان الله خان ملاتړ وکړو او سردار عنایت الله خان معین السطنة اونصرالله نایب السطنة يې د نادرخان په شمول ونیول او لاس تړلي يې د کابل په لورې وخوځول.

ثناءالله صالحي‍

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: