داسلامي ثقافت پیژندل پر ټولنه څه اغېز لري؟

کله چې د یوه علم په مطالعه کولو سره د فرد شعوري پرمختګ، د درک وده، د احساس روڼ والی، د وړتیاوو غښتلتیا، او فکري خوځښت رامنځ ته کیږي، دا ټول د علم د تر لاسه کولو پر مهال د نفس په داخل کې د ذاتي تفاعل د رامنځ ته کیدلو لامل ګرځي‍‍‍‍‍‍‍‍ او نفس له یوې نوې نړۍ سره د مخ کیدو لپاره چمتو کوي، او داسې پوهنیز حقیقتونه او معلومات تر لاسه کوي، چې

کله چې دا پر هر هغه علم، چې یو انسان یې تر لاسه کوي د تطبیق وړ وي، نو د داسې یوې پوهې زده کړه به څومره ارزښت ولري، کومه چې د اسلامي ثقافت د پوهې په توګه د فرد په ذات، د هغه په اسلامي شخصیت، ویاړلې ماضي او ارزښتناک فرهنګي میراث پورې تړلې وي؟ ثقافت چې په حقیقت کې د اسلامي نړۍ یو ژوندی انځور دی، د اسلامي نړۍ د شخصیت ځانګړنې معلوموي، وجود یې پرې ولاړ دی، او د ژوند لوری یې ټاکي. له همدغه ثقافت څخه د فرد هغه عقیدتي بنسټونه او اصول سرچینه اخلي، کوم چې باید هغه پر ځان عملي کړي او د نورو ملتونو تر منځ پرې و ویاړي. همدغه اسلامي ثقافت دی، چې په اسلامي ټولنه کې د ژوند نظام ټاکي او د هغه پر مراعات کولو ټینګار کوي. همدارنګه اسلامي ثقافت د اسلامي نړۍ هغه ځانګړنه ده، چې دغه ټولنه د نړۍ له نورو ټولنو څخه جلا کوي.

له دې څخه پر اسلامي ثقافت د پوهیدنې ارزښت په ډاګه کیږي، دغه پوهه هر مسلمان ته د خوښۍ وړ او ارزښتناکه ده، د دغه علم په واسطه د انسان د ټولو اړخونو، د هغه د عقل، زړه او فکر ترمنځ اړیکه بشپړیږي، همدارنګه دا اسلامي ثقافت دی، چې مسلمان له خپلې ځلاندې ماضي، نا ارامه حاضر او ریښتنې راتلونکي سره تړي. نوموړی علم د خپلو هدفونو له لارې عقلونه د دین په اړه له رڼو حقیقتونو او د دښمن د باطلو او مغشوشو تفکراتو په اړه خبروي، په مسلمان کې د سالمې ارزونې وړتیا روزي، پر کومه چې د اصولو او نظامونو بنسټونه ولاړ دي او هغه د دې جوګه کوي، چې په فکري او سلوکي شخړو کې د سم او نا سم، او خیر او شر ترمنځ توپیر وکړي. د دې پر اساس کله چې د نورو علومو حاصلول یو ډول د معرفت د زیاتیدو سبب کیږي، نو دغه هدف یوازې د خاص عقلي معرفت په حدود کې منحصر کیږي، خو د اسلامي ثقافت علم نوموړی حدود ماتوي او زړونو ته لار پیدا کوي، انساني شعور تحریک او د مؤمن په روح کې د زورورو ولولو او احساساتو هغه ځواک غوړوي، کوم چې یې له خپلې عقیدې، د امت له فرهنګي میراث سره په قوي ډول تړي، او په انسان کې د دغه مخکښه امت لپاره د مینې روحیه لا پسې ژوره او غښتلې کوي.

د اسلامي ثقافت اهمیت په لاندنیو برخو کې په لا ښه ډول جوتیږي:
(۱) د هغو بنسټونو توضیح، پر کومو چې اسلامي ثقافت ولاړ دی.
(۲) پر مسلمانانو د اسلامي ثقافت اغیزې.
(۳) له اصولو او ارزښتونو سره د مسلمان تفاعل.
(۴) په اسلامي نړۍ کې د تمدن پرمختګ.
(۵) د هغو ننګونو بیانول، له کومو سره چې اسلامي نړۍ لاس او ګریوان ده.
(۶) په ننني ژوند کې د اسلامي ثقافت رول او د معاصر انسان لپاره د هغه ګټي.

د مخکینیو یادو شویو کرښو او ټکو په پام کې نیولو سره، په دې باید ټینګار وشي، که چیرې د اسلامي ثقافت مطالعه په سم او دقیق ډول ترسره نه شي، دا به د نورو وګړو په نظر د اسلامي نړۍ د انځور د تزلزل سبب شي، تر دې بریده، چې اسلامي ټولنه به هغه ارزښتونه او نښاني له لاسه ورکړي، کومې چې نوموړې ټولنه له نورو څخه بیلوي، او دغه ټولنه به د مشرتابه پر ځای تابع وګرځوي ان تر دې، که چیرې د ټولنې ثقافت ته په سم ډول پاملرنه و نه شي، خدای مه کړه، ټولنه به د زوال په لور وګرځوي، او دا هغه څه دي، چې هره ژوندۍ ټولنه یې له پيښیدو څخه ویره لري.

په حقیقت کې اسلامي ثقافت د اسلامي علومو د یوه ځانګړی علم په مانا نه، بلکې د اسلام د ټولو علومو په واضح او لنډ ډول د وړاندې کولو په مانا دی. نو ویلای شو، چې اسلامي ثقافت د پيړیو په اوږدو کې د معرفت په مختلفو برخو کې زموږ لپاره یو ستر فرهنګي میراث پرې ایښي چې هر مسلمان باید پر دغه معرفت پوه او هغه وپیژني. د نوموړی علم په پایله کې اسلامي ژوند جوړ او د مسلمانانو په یې برخه کړ، کوم چې د هغو کتابونو په لړ کې ځای شوي، چې دغه پوهنه د انساني او علمی څیړنو له لارې تر بحث لاندې نیسي، یا یې دغه ثقافت رابرسیره کوي او یا یې د تمدن پاله اغیزو ستاینه کوي.الهام

لیکنه: نیازی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب