خلك ډلې ډلې اسلام راوړي | نبوي سیرت 74 برخه

خلك ډلې ډلې اسلام راوړي

لكه مخكې مو چې وويل د مكې فتحه هغه لويه سوبه وه چې پواسطه يې د بت پرستۍ سټه له بيخه ووته. عربانو حق او باطل وپيژندل، شك او شبهې له زړونو نه ووتلې، ټولو د اسلام خوا ته رجوع وكړه، او ډلې ډلې خلك اسلام ته راتلل.

عمرو بن سلمه وايي: مونږ له يوې داسې چينې سره اوسيدلو چې د خلكو لار وه را باندې پدې وخت كې ډير كاروانونه زمونږ له خوا سره تيريدل، پوښتنه به مو كوله په خلكو څه شوي؟ او دا محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) څوك او څه كاره دى؟ په ځواب كې به يې را ته ويل: محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وايي چې: هغه د الله (جل جلاله) رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دى او وحي ورته راځي او الله داسې او هسې وحي ورته كړيده، ما به دا خبره داسې په ذهن كې ساتله لكه په زړه مې چې ليكل شوې وي.

عربان د مكې تر فتحې پورې په انتظار كې وو ويل به يې پريږدئ محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) او قوم يې  چې سره معلومه يې كړي، هر وخت كه محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) برلاسى شو، نو دا به ثابته شي چې هغه په حق دى، او ريښتونى رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دى.

كله چې مكې فتحه شوه نو هرې قبيلې به هڅه كوله له نورو نه مخكې په اسلام مشرفه شي. عمرو زياتوي زما پلار هم له نورو نه مخكې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته حاضر او په اسلام مشرف شو، كله چې بيرته راغى مونږ ته يې وويل: زه د هغه ريښتوني پيغمبر (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له لوري تاسې ته راغلى يم چې فرمايي: دا لمونځ پدې وخت او دا پدې وخت كې ادا كړئ، كله چې د لمانځه وخت شي، نو يو كس بايد آذان وكړي، او بيادې هغه څوك امامت وكړي چې ډير قرآن كريم يې حفظ وي١. د حديث تر پايه.

لدې حديث نه دا څرګنديږي چې د مكې فتحې د اسلام او مسلمانانو په قوت او د شرك په له مينځه وړلو كې زيات اثر درلود. لدې فتحې نه وروسته عربان اسلام ته تسليم شول. تاريخ شاهد دى چې په نهم او لسم هجري كال كې مختلفې قبيلې ډلې ډلې مدينې  منورې ته راغلې او په اسلام مشرفې شويدي. د خداى بندګانو ډلې ډلې اسلام راوړى، او پدې مرحله كې د مسلمانانو شميره دومره زياتيږي چې د مكې په  فتحه كې لس زره كسيز لښكر د تبوك په غزا كې په ديرش زره كسيز لښكر بدليږي. په ډيره لنډه موده كې د لښكر شميره دومره زياتيږي، لدې نه يو كال وروسته د حجه الوداع په دوران كې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره يو لك يا يو لك او څلويښت زره تنه برخه اخلي، او ټول د الله له رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره يو ځاى تكبير، تهليل او تلبيه وايي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب