خبریال باید داسې وي

یو خبریال را څخه وپوښتل : څنګه به یو ښه خبریال شم ؟ ما ویل ملا چرګک له ځانه جوړ کړه. سترګې یې را برګې کړې ویې ویل : ایله ملاچرګک. ما وویل : ملا چرګک ځینې ځانګړنې لري ، ځکه یې الله جل جلاله په قران کریم کې یادونه کړې او سلیمان علیه السلام د استازي په توګه د سبا ملکې ته واستاوه . خبریال وویل: ښه،نو څنګه ملا چرګک شم؟ ما ورغبرګه کړه :

  1. خبریال باید د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره د ملا چرګک غوندې اوږد مزل وکړي، په کتابونو کې راځي چې هغه د سبا ملکې ته د تګ پر مهال له فلسطین څخه تر یمن پورې ۱۸۰۰ کیلومتره لاره ووهله .
  2. څنګه چې ملا چرګک تر ځمکې لاندې د اوبو لیدلو وړتیا لري، دغسې باید خبریال هم ځیرک او د خلکو له زړونو څخه حقیقتونه را وباسي .
  3. ملاچرګک ځکه کروندګر خوښوي چې کښتونه یې له ضرري چینجیو او خزندو څخه پاکوي . خبریال هم باید په خپلو راپورونو کې د ټولنې د فاسدو او ضرري کسانو په رسوا کولو د پام وړ ګامونه واخلي.
  4. ملاچرګک تر ټولو مرغانو امین دی، ځکه سلیمان علیه السلام خپل سیاسي لیک دده په واسطه انتقال کړ، خبریال هم باید د خلکو په منځ کې د یوې رښتونې او باوري سرچینې په صفت ځان ثابت کړي.
  5. ملاچرګک د ښه او بد ترمنځ د توپیر کولو ځانګړې وړتیا لري، ځکه یې پرېکړه کړې وه چې د سبا ملکه پر غلطه لاره روانه ده. خبریال هم باید د رښتیا او دروغو د پېژندلو وړتیا ولري.
  6. څنګه چې دا مرغه ټولنیز خوی لري او خلک ترې نه وېرېږي، داسې خبریال هم باید ځان د ټولنې یو غړی وګڼي او د ټولنې باور په لاس راوړي، چې هیڅوک حقیقت ځینې پټ نه کړي.
  7. عربو د ملاچرګک سترګې متل ګرځولې او وايي چې فلانکی سړی تر ملا چرګک تېز نظر لری، یو خبریال ته داسې تېز نظر په کار دی ترڅو د معلوماتو ژورو ته ننوځي او له دیقت څخه کار واخلي .
  8. ملا چرګک د لوږې او تندې په وړاندې زیات مقاومت لري چې دا خوی د یو خبریال لپاره ډېر اړین دی ځکه دی زیاتره وخت په داسې سیمو کې ګرځي چې هلته د خوراک او څښاک امکانات نه وي.
  9. په ملاچرګک کې د مرستې او خوا خوږۍ حس تر ډېرو مرغانو زیات دی کله چې یې ښځینه تر ۱۵ ورځو پر هګیو ناسته وي، همدا نارینه یې مکلف دی چې خواړه ورته راوړي، خبریال هم باید ځان د ټولنې غږ اوچتوونکی وګڼي او د خپلو اسکېرلو خلکو د سوکالۍ او پرمختګ په خاطر منډې تر دوی وړاندې منډې ترړې ووهي.
  10. ملا چرګک یوازنی مرغه دی چې په قران کریم کې په ښه نوم یاد شوی دی، خبریال همداراز باید په خپله کاري ساحه کې د ښه شهرت لرونکی وي، ترڅو یې راتلونکي نسلونه د راپورونو په لوستلو سره د یو رښتوني انسان په نوم یاد کړي.
  11. خبریال باید د ملاچرګک غوندې د لورې د پېژندلو مهارت په ځان کې پیدا کړي او خپل قلم هغه لوري ته بوځي چرته چې د خلکو او ټولنې ورکې خیر وي.
  12. وروستۍ خبره دا چې خبریال باید د ملا چرګک غوندې په ظاهري جامو ښکلی او پاک وي.
ليکوال: محمد اياز ترنک

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب