ښځه په اسلام کې

حجاب د احاديثو په رڼا کې

له احاديثو څخه دليلونه

 لومړى دليل:

 ګران پيغمبر (ص) فرمايلى: كله چې يو له تاسې غواړئ له كوم انجلى سره واده وكړئ، نو پر تاسې كوم ګناه نشته، چې د هغې ننداره وكړئ، په دې شرط چې يوازې د خواستګارۍ لپاره وي.

مجمع الزايد او د امام احمد مسند.

د دلالت وجه: ګران پيغمبر (ص) له خاطب ( كوژده كوونكي) څخه و مخطوبې ( كوژده كېدونكي) ته د كتلو ګناه نفى كړى، په دې شرط چې نامحرمې ښځې ته دغه كتل، يوازې د كوژدې په موخه وي. دغه مسئله پر دې دلالت كوي، چې پردو ښځو ته له خواستګاري پرته كتل په هر حال ګناه ده. همدارنګه خواستګار شوې ښځې ته د خاطب او خواستګار كتل هم په هغه صورت كې چې د تلذذ لپاره وي، ناروا او ګناه ده.

په دې ځاى كې پوښتنه رامنځ ته كېږي، چې په حديث شريف كې دغه مسئله نه ده روښانه شوې، چې د خواستګار شوې ښځې د بدن كومې برخې د خاطب لپاره روا ده چې يې وګوري؟ شونى دى، چې موخه ترې غاړه او ټټر وي؟ يانې له حديث څخه دا تعبير هم كېداى شي، چې د خواستګاري پر مهال كولى شو، د ښځې ټټر او غاړه وګورو، او له خواستګاري پرته د هغې غاړې او ټټر نه شو كتلى او مخ ته يې كتلى شو؟

د دې پوښتنې ځواب دا دى، چې د خواستګار كس موخه دا ده، چې د ښځې ښايست او ښكلا ځانته معلومه كړې او مخ د ښكلا او ښايست بنسټيز ځاى دى او له كتلو څخه هم موخه هماغه مخ دى، او له مخ پرته نور ځايونه د هغه تابع ده.

دويم دليل:

كله چې رسول الله (ص) ښځو ته امر وكړ، چې د اختر لمانځه د ترسره كولو لپاره دې، مصلى ته ووزي، ښځو عرض وكړل: په موږ كې يو شمېر داسې كسان هم شته، چې پړونى نه لري. رسول الله (ص) وفرمايل: (( كوم كسان چې پړوني نه لري، د خپلو خويندو په پړونې كې دې ځانونه پټ كړي.)) دغه حديث مسلم، بخاري او نورو روايت كړي.

دغه حديث پر دې دلالت كوي، د صحابه وو د ښځو معمول دا وو، چې له پړوني سره به له كورونو څخه بهر راوتل او هغه هم د اړتيا پرمهال. بل خوا دا حديث پر دې هم دلالت كوي، چې ښځو ته نه ښايي د پړوني د نه شتون په صورت كې له كور څخه ووزي، له همدې امله و، كله چې ګران پيغمبر (ص) هغوى (ښځې) د اختر لمانځه د ترسره كولو بهر ته په راوتلو امر وكړ، نو دوى بهر ته د وتلو لپاره د پړونى نه درلودل، د ځان لپاره د خنډ په توګه په ګوته كړل، هماغه و، چې پيغمبر (ص) هم د دې ستونزې د حل لارې چارې وښودلې او ويې فرمايل، چې هغوى دې چې پړوني نه لري، د نورو ښځو په پړوني دې ځانونه پټ كړي، خو د هغو كسانو لپاره بهر ته د وتلو لپاره اجازه ورنه كړه، چې پړوني يې نه درلودل له دې سره سره چې د نارينه او ښځينه وو لپاره د اختر د لمانځه لپاره راوتل، يو شانته مامور به امر و.

كله چې پيغمبر (ص) ښځو ته د پړوني له لرلو پرته، د اختر د لمانځه د ترسره كولو لپاره چې يو مامور به امر دى، اجازه نه وركوي، نو څرنګه كېداى شي، چې هغوى ته د يو غيرمامور به چاري لپاره چې هېڅ راز اړتيا هم ورته نه ليدل كېږي، لكه په بازار او ښار كې تګ راتګ، له نارينه وو سره اختلاط، بې ګټه او بې ځايه ازادي لپاره اجازه وركړي. نو د پړونې پر اغوستلو باندې امر، پر دې دلالت كوي، چې ښځې بايد په حتمي توګه له نامحرمو نارينه وو څخه حجاب او ستر وكړي. والله اعلم.

درېيم دليل:

د بخاري او مسلم په صحيحينو كې له حضرت عايشې ( رض) څخه روايت دى، چې وويل: رسول الله (ص) به د سهار لمانځه ادا كاوه او مومنې ښځې به هم په داسې حال كې جماعت ته حاضرېدل، چې ټول ځانونه په پړوني كې پټ كړي وو او كله چې خپلو كورونو ته بېرته ګرځېدل، پر فضا د ډېرو تياريو له امله څوك دوى نه شواى پېژندلى. حضرت عايشه (رض) زياتوي، كه رسول الله ( ص ) د اوسني ښځې حالت ( د رسول الله له رحلت څخه وروسته حالت) ليدلى واى، نو دوى به يې جومات ته له راتلو څخه منعه كاوه، لكه څرنګه چې بني اسراييلو خپلې ښځې منعې كړي. دغه حديث همدا راز حضرت عبدالله بن مسعود روايت كړى. په هر صورت دغه حديث په دوو دليلونو پر حجاب دلالت كوي:

لومړى: حجاب او ستر د صحابه كرامو د ښځو چې خير القرون او د اخلاقو، ادابو، ايمان او عمل له پلوه لوى خداى (ج) ته تر ټولو نژدې او اكرمو كسانو څخه ګنل كېدل، له عادتونو او معمولې چارې څخه و. ځكه صحابه ښځې چې لوى خداى (ج) له هغوى او هغه كسان چې د هغوى پر لارې ګامونه واخلي، خوښ او راضي دى، لكه څرنګه چې لوى خداى (ج) فرمايي: والسابقون الاولون من المهاجرين و الانصار و الذين اتبعوهم باحسان رضي الله عنهم و رضوا عنه و اعد لهم جنات تجري تحتها الانهر خالدين فيها ابدا ذالك الفوز العظيم. د توبې سورت، ۱۰۰ آيت.

كله چې د صحابه كرامو د ښځو دغه لاره وي، نو څرنګه پر موږ لازم وي، چې د هغوى له لارې څخه منحرف شو، په داسې حال كې چې د هغوى متابعت د لوى خداى (ج) د خوښۍ او لوريينې لامل ګرځي! خداى تعالى (ج) فرمايلى: و من يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى و يتبع غير سبيل المومنين نوله ما تولى و نصله جهنم و ساءت مصيرا.

د النسا سورت، ۱۱۵ آيت.

ژباړه: ((او څوك چې له پيغمبر سره له هغه وروسته مخالفت وكړي، چې سمه لار ورته څرګنده شوې او له مومنانو نه پرته د بلې لارې متابعت وكړي، هغه لوري ته به يې مخه كړو، چې ده ورته مخ اړولى او په دوزخ كې به يې ننباسو او د ورګرځېدو څومره بد ځاى دى.

دويم: ام المومنين حضرت عايشه (رضي الله تعالى عنها) او عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) دواړه په داسې حال كې چې په دين كې له بشپړې پوهې، فقاهت، بصيرت او نصحيت څخه برخمن دي، روايت كوي او خبر وركوي، چې رسول الله (ص) كه د ښځو وضعيت لكه څرنګه چې دوى يې ليدلي، ليدلى واى، نو له شك پرته به جومات ته د ښځو له راتلو څخه مخنېوى كړى واى. دا د صحابه كرامو او خيرالقرون پر مهال و، چې د پيغمبر د مهال په پرتله يې دومره تغيير كړى و، چې د منع كېدو غوښتنه به يې كاوه. نو اوس څه فكر كوئ، په داسې حال كې چې اوسمهال له هغه وخته ۱۴ سوه كاله تېر شوى، د حيا په كچه كې د پام وړ كمښت راغلى او د زياترو ښځو په زړونو كې دين تر ډېره بريده كمزورى شوى؟

څلورم دليل:

 ګران پيغمبر (ص) فرمايلى: (( هغه كس چې د تكبر او غرور له مخې خپلې جامې زړوي او ………..)) لكه د پګړى شملې او داسې نور خداى تعالى د قيامت په ورځ كې هغه ته نظر نه كوي)) حضرت ام سلمه ترې پوښتنه وكړه: نو ښځې دې له ذيول يانې خپلې لمنې سره به څه وكړي؟ حضرت رسول الله (ص) ځواب وركړ: بيا دې نو د يو لوېشت په اندازه دې پريږدي. ام سلمه وويل: كه په دې حالت كې د هغوى قدمونه بربنډ پاتې شي؟ رسول الله (ص) وويل: بيا دې يو ګز پريږدي او پر دې دې نه زياتوي.)) دغه حديث پر دې دلالت كوي، چې د ښځو د قدمونو پټول واجب دى او دغه ستر د صحابه كرامو د ښځو په نزد يو عادي او معلوم امر و، په داسې حال كې چې د قدم فتنه د مخ او لاسونو په پرتله ډېر كم دى، دلته دغه مسئله هم رادمخه كېږي، چې پر ادنى باندې تنبيه، پر مافوق باندې تنبيه ده. دا چې په حكم كې مافوق تر مادون احق او لومړيتوب لري، نو شريعت دا نه مني، هغه څه چې فساد پكې لږ دى، پر پټولو يې حكم وكړي او د هغه څه د بربنډولو اجازه وركړي، چې فتنه يې زياته او لوى دى. دا د هغو ټكرونو له جملې څخه دى، چې د خداى (ج) په حكمت او شريعت كې مستحيل دى.

پنځم دليل:

 حضرت رسول اكرم (ص) فرمايلى: (( كه له ښځو څخه كوم يو مكاتب ولري، مكاتب له هغه مريې څخه عبارت دى، چې له خپل بادار سره په ليكلى بڼه تړون كړى وي، چې د ټاكلى پيسې د وركړې په صورت كې به ازاد وي، او له هغه سره پيسې پاتې وي، نو سيده او بادار يې بايد ترې حجاب وكړي.)) دغه حديث بخاري، مسلم، ابوداوود، ترمذي او ابن ماجه روايت كړي دي.

پر حجاب باندې د دغه حديث د دلالت وجه داسې ده، چې دغه حديث د دې غوښتنه كوي، چې د خپل غلام په وړاندې د سيدې او بادارې د مخ بربنډول روا ده او دا تر هغه مهاله چې د ښځې په مالكيت كې قرار ولري، خو كله چې د هغې له مالكيت څخه ووځي، نو بايد ترې حجاب وكړي. ځكه د ښځې له مالكيت څخه د مريي په بهر كېدو سره، مريى اجنبي كس ګرځي، نو دغه حديث پر دې دلالت كوي، چې له نامحرمو نارينه وو په وړاندې پر ښځې حجاب واجب دى.

شپږم دليل: 

له حضرت عايشې (رض) څخه روايت دى، چې وايي: ((موږ له رسول الله سره د حج په مراسمو كې محرم وو، كله چې پردي سړي له خپلو سورليو سره زموږ په وړاندې تېرېدل، نو ښځينه به خپلې پړونې د سر له خوا پر خپلو مخونو اچول، نو كله چې هغوى له موږ څخه تېرېدل، نو موږ به خپل مخونه بېرته لوڅول. )) دغه حديث امام احمد، ابوداوود او ابن ماجه روايت كړي. د حضرت عايشې (رض) دغه وينا، (( كله چې پردي سړي زموږ خواته راتلل، نو موږ به خپل مخونه پټ كړل او كله چې دوى به تېر شول، نو موږ به خپل مخونه بېرته لوڅ كړل)) پر دې دلالت كوي، چې د پردو سړو په وړاندې، پر ښځو د مخ پټول، واجب دي. ځكه په احرام كې اصل دا دى، چې ښځې دې بايد خپل مخونه لوڅې كړي. دا په دې خاطر چې د  زياترو اسلام پوهانو په اند، د احرام پر مهال د ښځو د مخ لوڅوالي، واجب دى، نو په دې صورت كې، يو واجب كولى شي له بل واجب سره معارضه وكړي. پر دې بنسټ، څرګنديږي، چې له نامحرمو نارينه وو څخه د ښځو مخ پټونه واجب دى، كه واجب نه واى، نو ولې ښځينه صحابه د احرام پر مهال خپل مخونه پټول، په داسې حال كې چې د احرام پر مهال د ښځو د مخ لوڅوالى واجب دى؟ دا په دې مانا ده، چې د احرام په حالت كې هم د مخ پټول واجب دى، په داسې حال كې چې د احرام پر مهال لوڅول يې هم واجب دى. له دې څخه څرګنديږي، چې د احرام له حالاتو پرته پر ښځو د مخ پټول په اولى طريقه واجب دى. په صحيحين او د احاديثو په نورو كتابونو كې دا مسئله په ثبوت رسېدلي، چې ښځې د احرام پر مهال د نقاب او دستكش له اغوستلو څخه منع شوي دي. شيخ الاسلام ابن تيميه وايي: دا منع پر دې دلالت كوي، چې د احرام له حالت څخه بهر ښځو په نزد د نقاب او دستكش اغوستل يو معمول او مشهور امر دى او د احرام له حالت پرته پر ښځو د مخ او لاسونو پټول واجب دى. له نبوي حديثونو څخه دغه شپږ دليلونو و، چې د نامحرمو نرينه وو په وړاندې د ښځو د مخ او لاسونو پر ستر دلالت كوي، چې له قرانكريم څخه د هغو څلورو نورو دليلونو سره، په ټوليزه توګه له قران كريم او سنت څخه شمېر يې لسو ته رسيږي.

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: