حامله ښځه او د شکر ناروغي

ډايبټيس ملايټس DM ( شکر ) ناروغي يو له قديمترين ناروغيو څخه دي چي بشر پيژندلي .

( څه د پاسه دوه زره کاله مخته په ھندوستان کشي وپيژندل شوه په معني د ‘خوږي متيازي’ ) . 

ځيني کارپوهان په دې اند دي چي دا ناروغي ۱۵۰۰ کاله ترمسيح مخکي په مصر کي پيژندل شوې .  

په دې ناروغي د اخته کېدو لوی سبب يې ارثي دي چي نسلونوته لیږدول کیږي .

دډايبټيس يا شکري ناروغي په اړه يو لنډ نظر :

د انسان په وجود کي وينه ځانگړي ارگان ده چي د ويني “جهاز يا سيستم” ياديږي . په وجود کي د ويني د حجرو د ساتلو / سالميت / پروريش او فعاليت لپاره زياتو موادو ته اړتيا شته چي يو هم خوږه يا  ” گلــــــــــوکــــــــوز  ” دي .

معمولآ ( نورمال ) د گلوکوز معيار په وينه کي دا وي :-

۱) د لسو ساعتو د تشي ګيډي په حالت کي = 

       70 g / dL to 99 g / dL

۲ ) او دوه ساعته وروسته تر ډوډۍ =

      100 g / dL to 120 g / dL

 

کله چي د اميدوارو ښځمنيو دا معيارونه يعني گلوکوز په وينه کي تر 110 په تشه گیډہ او 140 په ډکه گيډہ لوړ شي ، نو حامله د شکر ناروغي لري ، او علاج یې ضروري دې .

نوټ : ( د حاملو ميرمنو د گلوکوز معيار معمولآ يو څه لوړ   وي )

علامي یې :

۱) زياتي بولي
۲) زياته تنده
۳) زياته لوږه .

د طب او سیانس د نوي اوتازه څيړني څخه تر لاسه شوي چي ؛

هغه ښځمنې چي د ډايبټيس ناروغي نلري ، خو بيـــــا ھم که چيرته مخته تر اميدواري ( حامله داري ) او يا د حامله توب په بهیرکي ؛

” کباب شوې او په غوړو کي سور شوې خوراک ”  کوي په اساني سره به په دي ناروغ اخته شي .

په رحم کي به یې ماشوم ته روغتيایي ضرر ورسيږي , وزن به یې زيات او لنگون به يې ھم ستونزمن وي .

له نيکه مرغه د زیاتو ښځمنو په وينه کي گلوکوز له لنگون وروسته بيرته نورمال شي .

ښځمنيو ته لار ښودنه کیږي چي د خپل ځان او د ماشوم د سلامتي له کبله له پورته یادشووخواړ‎‎و څخه څو اونۍ مخته او د حامله ګي په بهیر کي پرهیز وکړي او پر ځاي یې له شنګیاوو نه لکه د سلاتي شیان او سابه چي په اوبو کي جوش شوي وي ،ګټه پورته کړي .

د یادولو وړ ده چي که ښځمني د حامله ګي په بهیر کي له پورته یاد شوي نښو سره مخامخ شي ، باید وارخطا نه شي ، دا ځکه چي حامله ګي يوه نورمـــــاله انساني او بشري پروسه ده ، چي په ژوند کي الله تعالی ( ج ) د یوه نعمت په صفت ښځمنو ته ور بخښلې دي .

د وجود پاکي او نظافت ته بایدتوجه وشي ، پورته یاد شوي شوي خواړه پاک و مینځي او نوش جان یې کړي او ، روحاً تياري ولري .

په شپږمه مياشت کي  Fefol Iron Tablets  د ورځي دوه ځله او تابليت  Becosules / يا Supradyn د ورځي يو تابليت خوړل شروع کړي چي ويني ته گټه رسوي ، حتی وروسته تر لنگون ھم جاري او لازمي دي .

په  7 / 8 / 9 مه مياشت د حامله داري واکسینونه هیر نه کړي . 

شنگپارہ يا د شنگپاري پم Isabgul Husk يوه قاشقه په يو گلاس اوبو/ شيدو کي دوه وخته څښل د ھاضمي او شکرناروغي لپاره ډيرگټور دي او مالگه  همه کمه استعمال شي .
بیله د ډاکټر له مشورې د هر قسم درمل له کارولو نه ډډه وشي . ډاکټر ته د مراجعي په وخت کي باید له خپلي حامله ګي نه هغه ته خبر ورکړه شي .

ډاکټر نجيب خټي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب