جنیټیکي انجینري او جن تخنیک

جنیټیکي انجینري

څو لسیزې پخوا هېچا نه باوروله، چې د انسان انسولین دې د بکتریا په وسیله منځته راشي؛ خو نن ورځ د جنیټک انجنیرۍ د ځوان علم په وسیله دا کار ممکن شو او موږ او تاسو ټول په دې خبره شاهد یو، چې علاوه له انسولین څخه نور هم ډیری داسې کارونه د جنیټک انجنیرۍ په وسیله شوني شوي دي، چې مخکې يې چا ګومان هم نه کاوه.

په ۱۹۷۳ز کال کې ساینس پوهانو یوه تجربه سرته ورسوله، چې جنیټکي مطالعو ته يې له بېخه بدلون ورکړ. هغه عملیه چې په هغې کې د یو ژوندي موجود DNA  په کوچنیو ټوټو وېشل کېږي او بل ژوندي ته انتقالېږي، د جنیټک انجنیرۍ په نامه یادېږي.

د جنیټک انجنیرۍ عملي تطبیق

د دې علم عملي تطبیق لس زره یا دوولس زره کاله پخوا پيل شوی دی. هغه وخت کله چې انسانانو د ښکار کولو او کوچ کولو ژوند پرېښود او ساکن ژوند يې اختیار کړ. دغه وخت دوی د حیواناتو او نباتاتو د ښو نسلونو په انتخابولو پيل وکړ او هغه ژوي او نباتات به يې انتخابول، چې ښه حاصل به يې ورکاوه. دې کار تر شلمې پېړۍ پورې دوام وکړ او د انتخاب لار میوټیشن و، یعنې دوی به هغه نسلونه سره القاح کول، چې ښه حاصل به يې ورکاوه.

کله چې په ۱۹۲۰ کال کې د DNA  قطعه کوونکي انزایمونه اختراع شول؛ نو د جین تخنیک شروع شو. دا انزایمونه د مالیکولي قینچې په نامه هم یادېږي. د دې په وسیله د DNA دواړه قطارونه په کوچنیو ټوټو وېشل کېږي او په دې باندې د کار کولو زمینه برابرېږي.

په درمل جوړونه کې د جن تخنیک تطبیق

په دې برخه کې یو شه مثال بکتریا ته د انسان د انسولین د جین لېږدول دي. انسولین یو ډول پروټین دی، چې د انسان په وینه کې د قند مېتابولېزم کنټرولېږي. د شکرې ناروغان انسولین هېڅ تولیدولی نشي، یا یې په کافي اندازه نه تولیدوي. دا ناروغان مجبور دي، چې انسولین له بهر څخه واخلي.  کله چې دا بکتریا د میتابولېزم په وخت کې نور پروتین تولیدوي؛ نو ترڅنګ يې انسولین هم تولیدوي، چې دا بیا وروسته له نورو پروتینو څخه جدا او د شکر مریضانو ته ورکول کېږي.   چې پاتوجن ناروغۍ منځته راوړي، له منځه يې وړي.

د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د جین تخنیک څخه ګټه اخيستنه

د ۱۹۰۰ م کال په شاوخوا کې یو کروند ګر په جرمني کې یواځې ۵ کسانو ته خوراکي توکي برابرولی شول. په ۱۹۸۰ م کال کې دغه شمېره ۶۴ کسانو ته ورسېده. بیا هم دې شمېرې بسوالی نه کاوه، چې د خوراک راتلونکې ستونزې پوره کړای شي. د حیواني او نباتي محصولاتو په برخه کې رامنځته شوي تخنیکونه موږ ته دا هیله راکوي، چې د تولید اندازه به نوره هم زیاته شي. په نباتاتو کې د جین تخنیک لپاره یو خاص ډول بکتریا څخه کار اخيستل کېږي. دغه بکتریا د نباتاتو ټپي برخو ته د بېګانه جینونو د پلازماید په واسطه نباتي حجرو ته داخلېږي. بېګانه جینونه د نبات DNA ته داخلېږي او نبات وده کوي. دغه عملیه په اسانۍ سره د ځوان نبات په پروتوپلاست کې سرته رسېږي. د مساعدو شرایطو په صورت کې له دې حجرو څخه یو نبات وده کوي، چې بېګانه جینونه لري. له دې میتود څخه کولی شو په بېلا بېلو برخو کې ګټه واخلو، مثلاً د هغه نباتاتو په منځته راوړلو کې چې د چاپېریال په خرابو شرایطو او یا د زیانمنو افتونو په مقابل کې مقاوم وي یا د فوتوسنتیز اندازه يې زیاته وي یعنې زیات حاصل ورکړي.

په حیواني حجرو کې کولی شي بېګانه جینونه ورداخل شي. د تجربې په ډول يې د مږو د ودې د هورمونو جین موږکانو ته انتقال کړ. په پایله کې داسې موږکان منځته راغلل، چې وزن يې د عادي موږکانو دوه برابره و. د انسان د ودې د هورمون جین یې خوګ ته انتقال کړ. سره له دې چې دې خوګانو په چټکتیا سره وده کوله او وزن یې زیات شو؛ خو نیمګړتیا يې د هډوکو په بندونو کې وه. بندونه يې کمزوري وو او په دغه اندازه وزن يې نشو برداشت کولی.

د انسان لپاره د جین تخنیک استعمال

د جين له تخینک څخه زیاتره د تشخیص په برخه کې کار اخيستل کېږي. که چېرې د جینونو لړۍ چې د جنیټکي بې نظمیو لامل کېږي، معلومه وي، کولای شو د متقابلو قلویګانو د لړۍ له لارې د ناروغیو تولیدوونکي جینونه پېدا کړو. په انسان کې د سینې د سرطان جینونه هم په دې طریقه معلومېدای شي. د جین له تخنیک څخه د ګټې اخېستنې یوه بله بېلګه جنايي موضوعات دي. د ترشک لاندې انسانانو د وینې، لاړو او یا سپرم څخه DNA ترلاسه کېږي او پرتله کېږي. د هر انسانDNA  له نورو څخه فرق لري، لکه څرنګه چې د هر انسان ګوتې له نورو سره فرق لري. په حقوق او د میراث په مسایلو کې هم له دې تخنیک څخه ګټه اخيستل کېږي، چې ایا دا اولاد د مطلوب شخص دی او که نه. لنډه دا چې د انسان د ژوند د پرمخت؛ او ښه والي لپاره د جن تخنیک ډېر رول لري.

د ارثي ناروغیو په اړه صلاح مشورې ورکول

عموماً ارثي مشورې په لاندې حالاتو کې ورکول کېږي:

  • هغه ښځه او مېړه چې په خپلوانو کې یې ارثي ناروغۍ موجود وي، یا پخپله په ارثي ناروغۍ اخته وي.
  • ښځه او مېړه چې سره خپلوان وي، هغه ښځه مخکې چې د نامعلونو دلایلو په وجه یې سقط کړی وي.
  • هغه ښځې چې مخکې له حامله ګۍ څخه او یا د حامله ګۍ په اوږدو کې یې د X وړانګې اخيستې وي یا یې هغه درمل خوړلي وي، چې د ارثي ناروغیو خطرونه ورڅخه پېښېږي.
  • هغه حامله ښځې چې عمر یې له ۳۸ کلونو نه پورته وي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ:

  1. انسولین په ……………… کال کې په امریکا کې تولید شو.
  2. انسولین د ……………. ناروغۍ د تاداوۍ لپاره کارول کېږي.
  3. د وینې د لخته کېدو فکتور په …………… کال کې تولید شو.
  4. د زړه د درېدو د مخنيوي لپاره ……………… کارول کېږي.
  5. د وینې د کموالي د مخنیوي لپاره …………… کارول کېږي.

حل

  1. ۱۹۸۲م
  2. شکرې
  3. ۱۹۸۳م
  4. اکتیوازي انزایم
  5. ارترویونین

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب