کلتور او فرهنګ

جرګه څه ته وايي؟ د جرګې مخینه، د جرګې غړي او پرېکړې

جرګه څه شی ده؟

په ترکې ژبه کې هم دا کلیمه په همدې تلفظ او معنی سره استعمالیږي او بعضې څیړونکې د جرګې لغت ریښې له ترکې ژبې سره تړی خو په افغانستان کې جرګه د افغانانو هغه عنعنوي غونډ ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې زموږ د اولس ټولې ټولنیزې، سیاسي، اقتصادي، او مذهبي شخړې، حل کړي او په دې برخه کې یې غوڅې پرېکړې او فیصلې کړي او کوټلي تصمیمونه یې نیولي دي.
د پښتنو دجرګې په باره کې علامي عبدالحي حبيبې داسې وايي : پښتانه په خپل ټولنيزمحيط کې ځانته د ژوند کولو ځني خاص اصول لري . دا اصول د پښتنو لاربولي ، د پښتنو په لار کې جرګه ، ننواتي ،بسپنه او نور د پښتو او پښتونولي دودونه داسې ټينګ دي چې ټول پښتانه يې مني .

د پښتنو جرګه د بشريت تر ټولو لرغوني او رښتني دموکراسي ده ، چې تر نن ورځي پورې د پښتنو په ټولنه کې د قبول او احترام وړ ده .
کله چې جرګې ته وړاندې کېدونکې موضوع د اهمیت له مخې پراخه وي له جرګې سره سم د لویه کلمه زیاتېږي او لویه جرګه یې بولي، زموږ په تاریخ کې د لویوجرګو شمېره زیاته ده او په سلهاو جرګې شته، چې مهمې تاریخي پرېکړې یې کړي او تاریخي ارزښت یې خوندي ساتلی .
د جرګې همدا اهمیت او ټولنیز ارزښت ته په کتو، سره د وخت حکمتونو لویه جرګه د ملت د ارادې په توګه په رسمیت منلي او د راغوښتو ټاکلي وختونه یې ورته ټاکلي، تر دې چې د ۱۳۴۳ هجري شمي کال په اساسي قانون کې لویې جرګې ته یو ځانګړی څپرکی پرانستل شو په دې قانون کې پر لویه جرګه سربېره هغو ټولو ادارو ته، چې د اولس له انتخاب او نظر سره تړلې دي د جرګې بشپړوونکی نوم ورکړی شو، لکه: د پارلمان دواړو مجلسونو: ملي شوری او مجلس اعیان (سنا) ته د اولسي جرګه او مشرانو جرګه نوم ورکړ شو او په ولایتونو کې، د خلکو جرګې ولایتي جرګې وبللې شوې او د مشرانو جرګې او اولسي جرګې د کار انجمنونو ته د جرګه ګیو نوم ورکړشو.

په دې ډول جرګه په رسمي توګه له اولس سره د تړلیو ټولو انتخابي بهیرونو له پاره وکاروله شوه.
مونږ اوس په هغه قومي جرګو او مرکو غږیږو چې ولس یی د خپل منځیو ستونزو د لمنځه وړلو لپاره دایروي او په پریکړو یی عمل کوي معمول کله چې په افغانې ټولنو کې ناندرې او ستونزې راولاړیږي نو افغانان یی د جرګو او مرکو د لاري حل کوي.

جرګه کوونکې یا هغه کسان چې جرګه کې غړي وي کومې ځانګړتیاوي باید ولري؟

معمولآ د قومونو او خېلونو مشران د جرګې برخه وال وي، چې ګډون یې له انفرادیت سره سره د ټولشموله معنی لري یعني دوی ظاهراْ یو فرد وي، خو بالقوه یو قوم، یو خېل وي، چې په جرګه کې د ټولو نماینده ګي کوي. ژبه او لوظ یې د خپلو پرګنو ژبه او لوظ وي او د هغوی په بشپړ ملاټر ترسره کېږي.
د جرګو دوهم کټګوری ملایان او روحانې مشران وي چې جرګې د قرانی مبارکو آیتونو په تلاوت پرانیزي او په پرېکړو یې د عاګانې کوي او له لوی خدای (ج) نه یې بری غواړي.
د ددیني او مذهبي اړخ برسیره د جرګو یو بل برخه د ګډونوالو نرخیان دي، چې د جرګې او له هغې سره اړوند ټول اولسي معاملې او پیښې ورته معلوم وي او د پرېکړو لپاره د تصمیم نیوني قانوني او حقوقي اړخ روښانوي او په دې برخه کې د تېرو پرېکړو او په ولس کې د معمولو نرخونو شکل او بڼه مجلس ته وړاندې کوي اقتباس ترې کوي او بیا پرېکړه پرې کېږي.
د یادولو ده چې د پښتني جرګې غړي هيڅ ډول مادي امتياز او تنخوا نه لري او په جرګه کې برخه اخستل خپل پښتني دنده بولي .

جرګې په کومو ځایونو کې دایریږي؟

هر کله چې د جرګې ګډوانوال د پورته یادو شویو ځانګړتیاوو په اساس وټاکل شي نو دوهم قدم کې د جرګو او مرکو لپاره د ځاي انتخاب مهم وي چې کوم مناسب ځاي کې سره راټول شي په افغانې ټولنه کې د مرکو او جرګو ځاي دریم ځاي وي چې د دعوه کوونکي په لوري پسي نه وي مربوط معمولا جوماتونه او حجرې د جرګو او مرکو د دایریدو ځایونه وي خو هغه جرګې چې ګڼ کسان ورته وربلل شوي په آزده فضاء کې جوړیږي.
په آزاده فضا کې ګن اوریدونکي او سیلانیان هم ناست وي خو د جرګه کوونکې خلقه بیل وي او د اوریدونکو لږ په فاصله کې وي او هر کله چې په کوم پریکړه سره سلا شي نو اوریدونکو ته یی اوروي په همدغه قومي جرګه کوم خاص مشر نه لري، بلکې غړي یې په مساوي شرایطو سره کښیني، په جرګه ځای کې، چې د جرګې غړي را ټولیږي نو غونډه په دایروي بڼه جوړوي، چې د پورته او ښکته امتیاز پکې رانشې، کله داسې هم کېږي، چې جرګه پټه وي او پریکړي یی نه علاني کیږي.

د جرګې پریکړي تر څومره منل کیږي؟

وړاندې له دې چې جرګه کوونکې سره راټول شي نو د دواړ لوریو نه توي وړي واک اخلي او مچلغه ټاکې . يعنې د موضوع اهميت ته په کتو سره دا مچلغه توپير کوي. دا وسله هم کيدای شي او پیسې هم کيدای شي. جرګه کوونکي له دواړو غاړو پوښتنه کوي او مسلې په اړه ځان پوهوي واک ورکول هم فرق لري. عام و تام واک هم وي، په شريعت هم واک ورکول کيږي.یعني که جرګه کوونکې هر پریکړه وکړي نو دواړه لوري مکلف دې چې د جرګې پریکړه ومني.
د جرګې پرېکړې د منلو وروسته پریکړې د اسنادو د ثبت کوم ځانګړي دفتر هم نلري چې دغه پریکړې پکې خوندې شي ، هم هغه شفاهي بڼه یی د کاڼې کرښه ګڼل کیږي او عملي کول یی لازمي وي له همدې کبله هغه شخړې چې په محاکمو کې یی حل جنجالي وي نو جرګو ته یی ځکه سپاري چې د جرګې پریکړه د واک د اخیستو وروسته دواړ لویو ته د منلو وي او د جرګو پریکړه معتبره ګڼل کیږي.
که کوم لوري یی د نه منلو نه انکاري شي نو په ولس او ټولنه کي رټل کیږي او هغه ټاکلې مچلغه یی نه ورکول کیږي .

کابل افغانستان

عبدالرحمن احمدزی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: