جالب ساینسي حقيقتونه


2016/04/07

۱- که غواړئ، چې د پيازو د لنډولو په وخت کې مو له سترګو زیاتې اوښکې توی نشي، نو د ژاولې د ژوولو څخه ګټه واخلئ.
۲- دګوتې نوک په لسو ورځو کې یو ملي میتر لوی کېږي.
۳- د انسان دماغ هيڅکله ارام نه کوي، حتی د خوب پر وخت هم فعاله وي.
۴- د یوه نارمل انسان پوستکی، په هره دقیقه کې له ۳۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰ پورې حجرې له لاسه ورکوي، يعنې مري.
۵- د انسانانو د سر ويښته په هره میاشت کې یو سانتي میتر لويږي.
۶- د یوه نارمل انسان د سر د ويښتو شمیر په تقريبي ډول له ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۵۰۰۰ دی.
۷- یو نارمل انسان ۶۵۰ عضلې لري.
۸- د انسان په بدن کې تر ټولو کوچنۍ عضله د غوږ دننه شتون لري يوازې پنځه ملي میتره اوږده ده.
۹- د انسان په مخ کې ۶۰ عضلې وجود لري.
۱۰- موسکا کول د تندي تريو کولو څخه اسانه دي، کله چې موږ موسکا کوو، نو ۱۷ عضلې په حرکت راځي، خو کله چې تندی تريو نیسو نو ۴۳ عضلې په حرکت راځي.
۱۱- تر ټولو ژر وده کوونکی نوک د منځنۍ ګوتې نوک دی.
۱۲- د لاسو نوکان د پښو د نوکانو په پرتله څلور ځله ژر وده کوي.
۱۳- تر ټولو زیاتې د زړه حملې (Heart attack) د سهار د اوو بجو څخه تر نهو بجو پورې پېښیږي.
۱۴- د انسان د زړه درزا (Heartbeat) په یوه دقيقه کې ۷۲ ځله او په ورځ کې يو ميليون ځله ده.
۱۵- په اوسط ډول، یو روغ پښتورګی په هره دقیقه کې یو لیتر وینه فلتر کوي.
۱۶- د ښځو د بويولو حس د سړیو په پرتله قوي دی.
۱۷- د انسان د بدن پوستکی په یوه ګرمه ورځ کې درې ليتره اوبه د خولو په شکل خارجوي.
۱۸- د انسان د ځیګر ۳،۵ پونډه یا ۲،۴۰ کیلو ګرامه وزن لري.
۱۹- د انسان تر ټولو ډیر هډوکي په پښو او لاسو کې دي، په هر لاس کې ۲۷ هډوکي دي، چې په دواړو لاسو کې ۵۴ کېږي، او په هره پښه کې ۲۶ هډوکي دي، چې په دواړو لاسو کې ۵۲ دي، چې دواړه مجموعه ۱۰۶ هډوکي کېږي.
۲۰- په اوسط ډول نوی زېږيدلی ماشوم په بدن کې یوه پیاله وینه لري

ژباړه: نجیب الله خان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب