جادو (كوډي) -لوی ګناهونه

كوډګر بې شكه كافر دى الله جل جلاله په دې اړه فرمايلي دي : ( وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ ) (2) بلكې شيطانان كفر كوي چې خلكو ته يې جادو ( كوډي ) ورښودل .

انسان ته د شيطان د جادو په ښودلو كې مطلب دا و چې انسان د شرك په ګناه كې اخته كړي .

الله جل جلاله د هاروت او ماروت په اړه دا ډول ويلي دي : ( وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُواْ لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِنْ خَلاَقٍ ) (1)

ژباره: دوى به تر هغه پورې چاته څه نه ورښودل تر څو چې ويل به يې مونږ فقد ازميښت يو نو ځان مه كافر كوه نو له دوى څخه به يې هغه ( ټوټكې ) زده كول چې د ميړه او مېرمنې تر منځ به يې بېلتون پيداكاوه حال دا چې دوى د الله جل جلاله د خوښې پرته په دې سره هيچا ته تاوان رسوونكي نه وو ،خو بيا هم دوى هغه څه زده كول چې تاوان يې ورته كاوه او هيڅ ګټه يې ورته نه كوله او دوى نه پوهېدل چې هر څوك يې واخلي د هغه لپاره په اخرت كې ښه برخه نشته .

تاسې به ډېر ګمراه خلك ووينى چې جادو ( كوډي ) كوي ، يواځي يې د حراموالي ګمان كوي د سيمياء زده كړه كوي خو په دې پوه نه دي چې جادو ( كوډي ) كفر دى .

دسړي د ښځي سره تړل دا جادو دى ، د سړي مينه د ښځي سره او د ښځي د سړي سره داسي شيان په نامعلومو كليمو باندي زياتره شرك او ګمراهي ده . د جادوګر سزا ( وژل ) دي ځكه چې په الله جل جلاله باندې ( شرك ) او يا شرك ته نزدې كارونه كوي .پېغمبر صلي الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( اجتنبوا السبع الموبقات ) د اوو تباه كوونكو څخه ځانونه وساتئ ، چې په هغه كې يې د جادو او ګمراه كوونكو څخه د دې لپاره يادونه وكړه چې انسان د خپل الله څخه وويريږي په هغه ( كارونو ) كې دي نه ورننوځي چې د دنيا او اخرت تاوان يې په كې وي .

دپېغمبر صلي الله علیه وسلم څخه راغلي دي وايي : ( حدالساحر ضربه بالسيف ) د جادوګر سزا په توره باندې ( يې څټ ) وهل دي . (دا صحيح د جندب قول دى )

دبجاله بن عبده څخه روايت شوى دى وايي : ( مونږ ته عمررضي الله عنه د مرګ څخه مخكې خط راولېږه ، ليكلي يې و چې ټول جادوګراو جادوګرې ووژنئ ) دوهب بن منبه څخه روايت شوى دى وايي: ( په ډيرو كتابونو كې مې ولوستل چې الله جل جلاله فرمايلي : ( لا اله الا انا ليس من سحر ولامن سحرله ، ولامن سحرله ، ولامن تكهن ، ولامن تكهن له ، ولا من تطير ، ولامن تطير له ) زما څخه پرته د عبادت لايق نشته ، هغه كس مومن نه دى چې جادو كوي او نه هم هغه كس چې دهغه له پاره جادو كيږي ، نه هغه كس چې كهانت كوي او نه هغه كس چې د هغه له پاره كهانت كيږي او هغه كس چې بدګماني كوي او نه هغه كس چې د هغه له پاره بدګماني كيږي .

د علي بن ابى طالب څخه روايت شوى دى وايي : ( الكاهن والساحر كافر) كاهن او جادوګر كافر دى.   د ابي موسى څخه روايت شوى دى وايي   پېغمبر صلي الله علیه وسلم وويل : ( ثلاثة لايدخل الجنة : مدمن خمر وقاطع الرحم ومصدق بالسحر ) (1)درې كسان به جنت ته نه ننوځي : ( هميشه شراب څښونكى ، خپلوي پرې كوونكى او د جادو تصديق كوونكى ) ( مسندامام احمد )

دابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت شوى دى وايي : ( الرقى والتمائم و التوله شرك ) دم ، نظرمات اوكوډي كول شرك دي .

تمائم د تميمه جمع ده چې مهرونه او تعويذونو ته ويل كيږي د ناپوهى په زمانه كې به ناپوهانو د خپلو اولادو او حيواناتو په غاړو كې د نظرمات له پاره اچول . دا د ناپوهۍ د زمانې كار دى څوك چې دا عقېده لري هغه د الله جل جلاله سره شرك كوي ، توله د ( واو) په زېر او د ( ت ) په زور سره د جادو يو ډول دى چې د مېرمنې د مېړه سره مينه پيداكوي او بل جاهلانو دا عقيده لرله چې دا د الله جل جلاله د خوښې خلاف كاركوي .

خطابي رحمة الله علیه(1)د دمونو په اړه وايي : ( دمونه كه دالله جل جلاله په نوم او يا د قرانكريم په اياتونو باندې وي روا دي ) ځكه چې پېغمبر صلي الله علیه وسلم به خپل لمسيان ( حسن او حسين ) دمول ويل به يې : ( اعيذ كما بكلمات الله التامة من كل شيطان وهامة من كل عين لامة ) د الله جل جلاله په كليمو باندې د شيطان او بدو سترګو څخه پناه دركوم .

( د پروردګار جل جلاله څخه د مرستې غوښتونكي يو او په هغه مو توكل دى )

(2) سورة البقرة الاية 102.

(1) وابن حبان صحيحة وابويعلى والحاكم وصححه ، قال المنذرى فىالترهيب من شرب الخمر.

(1) هو الامام احمد بن محمد بن ابراهيم الخطابي صاحب التصانيف المعتمدة كشرح سنن ابى داود وغيره توفى سنة 388 هـ ببلدة بست .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب