ادیبان، لیکوالان، شاعران

تولستوی

روسی کیسه لیکونکی، اخلاقي فیلسوف او ستر ټولنیز اصلاح پاله لئو نيکولايويچ  تولستوی په کال  ۱۸۲۸د روسیې په (یاسنایاپالیانا) کې نړۍ ته سترګې غړولې او په ۱۹۱۰کې له نړۍ نه سترګې پټې کړې دي. تولستوی لوی او خانداني سړی و او کورنۍ یې د روسيې له اشرافو څخه وه. دی په ۱۸۴۸ کال  په پوهنتون کې شامل شو،  لومړی یې د ختیځو ژبو په لوست پیل وکړ او بیا یې حقوق ولوستل. تولستوی د روسي ادبیاتو په کړۍ کې د ځانګړي دریځ څښتن و.

نوموړی په عربي ژبه هم پوهېده. تولستوی د مذهبي فکر او سپېڅلې عقیدې خاوند و. دی ډېر مهربانه او تل به یې هڅه کوله، چې د خپل نفس حيواني عادتونه له منځه یوسي. تولستوی د شرابو او سګرټو کلک مخالف و او پرهېز یې ترې کاوه. تر ټولو په زړه پورې دا چې نوموړي له شتمنۍ او مادیاتو سره ډېره مينه نه درلوده او په دې اند و، چې د مادیاتو مينه د ټولو تېروتنو بنسټ جوړوي. د تولستوی همدا نظریات، ځانګړې عقیده، علمي او ادبي دریځ و، چې خلک به د نړۍ له هر ګوټ نه د ده لیدو ته راتلل. تولستوی ډېره هڅه کوله، چې له ګناه څخه لرې او خدای ته نږدې وي.

تولستوی په ۸۲ کلنۍ کې له کور، شتمنۍ او جايداد څخه لاس واخیست او کور یې پرېښود. ده به تل ویل چې زه شرمېږم چې نور خلک په لوږه او بدمرغیو کې ژوند کوي او زه ارام ژوند ولرم. تولستوی د کور نه په وتلو د ښېرازۍ او کرارۍ احساس وکړ او ويې ویل چې په دې کار ځان خدای ته نږدې انګېرم.

د تولستوی څو لنډې ویناوې:

ښایست مينه نه زېږوي، مينه ښایست زېږوي.

انسان یواځې د نېکۍ او ښېګڼې لپاره پیدا شوی دی.

نېکي هر څه ته ماته ورکوي او خپله هېڅکله ماته نه خوري.

انسان کله هم یوازې او د ځان لپاره ژوند نشي کولای. د یوازېتوب ژوند مرګ دی؛ نه ژوند.

د تاریخ موضوع د انسانانو او د بشریت ژوند دی.

د پت او عزت مينه ګرانبېه ګوهر دی.

د انسانانو ترمنځ هېڅ نشته، پرته له هغو دېوالونو چې دوی خپله درولي دي.

لټه وکړئ او تل په لټه کې اوسئ.

انسانیت په ظاهر نه، بلکه په باطن کې دی.

راټولوونکې: ملیحه حسینی                                                                         مأخذ: د نړۍ مشاهیر

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close