ایمان | عقاید او اړوندګناهونه

توبه د بندګۍ ښکارندوي عمل

عن الأَغَرِّ بنِ يسار المزنِيِّ  (رضي الله عنه) ، قَالَ : قَالَ رَسُول الله  (صلى الله عليه وسلم) : ( يَا أَيُّهَا النَّاسُ ، تُوبُوا إِلى اللهِ ، فإنِّي أتُوبُ في اليَومِ إليه مئةَ مَرَّةٍ ) رواه مسلم, كتاب الذكر والدعاء والتوبة، باب استحباب الاستغفار .

د راوې لنډه پيژندنه:
د نوموړي صحابي د ژوند په هکله د تاريخ په کتابونو کې فقط دومره يادونه شويده چې دی له مهاجرينو صحابه ؤ څخه وو، او د المزني تر څنګ په الجهني هم پيـژندل کيـږي، په کوفه کې اوسيده، او د نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) څخه يې يو شمير حديثونه روايت کړيدی.

مفردات

1- المزنی: د مزينه قبيلی طرف ته نسبت دی، دا د عثمان بن عمرو بن أد اولاده ده چې د هغه مور مزينه بنت کلب بن وبره ته يې نسبت شويدی.
2- الناس: جمع ده، مفرد يې له خپل لفظ څخه نشته، معنی يې ده: خلک.
3- توبوا:  توبه وباسۍ، د «توبې» معنی راګرځيدل دي، او دی عمل ته ځکه توبه وايي چې پدی کې انسان د سرکشۍ څخه تابعدارۍ ته، د ګناهونو څخه نيکۍ ته، او د نفس غوښتنی څخه د الله طرف ته ورګرځي.
4- اليوم: ورځ، دلته تری هدف شپه ورځ دواړه دي.
5- مئة: د سل عدد ته وايي
6- . مرة: وار،يا کرت، يعنی سل کرته، سل واره.

ژباړه:

اغر بن يسار المزنی (رضي الله عنه) وايي چې نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي دی: ای خلکو! الله ته توبه وکړۍ، ځکه چې زه په ورځ شپه کې سل واره الله ته توبه کووم.

شرح:

انسان الله تعالی په خپل قدرت سره د خپلی تابعدارۍ او بندګۍ لپاره پيدا کړي، تر څو انسان خپل ټول ژوند د الله تعالی د حکمونو تابع کړي، او په هر لوي او وړوکي کار کې د الله تعالی د خوښۍ پيروی وکړي، او د همدغه عمل څخه په قرآن کریم کې په «عبادت» څخه تعبير شويدی، الله تعالی وايي (وما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون), «ما پيریان او انسان یواځي او یواځي د خپل عبادت لپاره پيدا کړيدی»، عبادت هر هغه کار او وينا ته ويل کيـږي چې هغه د الله تعالی د خوښۍ لامل کيـږي.
خو ددی تر څنګ الله تعالی په انسان کې داسی قوتونه پيدا کړيدي چې کله کله یې د خپل پيدا کوونکي د خوښۍ پر خلاف عمل کولو ته اماده کوي، شيطان هغه خارجي عامل دي چې د انسان د نفس د تيریستلو لپاره هر وخت هڅه کوي چې هغه انسان د الله تعالی د حکمونو سرغړونی ته اماده کړي او د هلاکت او تباهۍ کندی ته يې واچوي، خو کامياب او بريالي هغه خلک دي چې هغوي د تل لپاره خپل نفس د شيطان د لمسولو څخه ګوښه ساتي او په الهي حکمونو د خپل نفس د سپيڅلتيا لپاره کار کوي، ځکه انساني نفس د تابعدارۍ، او سرکشۍ دواړه قوتونه لري، (ونفس وما سواها, فألهمها فجورها وتقواها, قد أفلح من زكاها, وقد خاب من دساها), «قسم می دی په نفس او د هغی پر جوړښت، الله تعالی هغه ته د بدۍ او نيکۍ د قبلولو توان ورکړي، خو بريالی هغه دی چې دغه نفس سپيڅلی وساتی، او تاواني دی هغه څوک چې دغه نفس په ګناهونو کې ککړ کړي».
د دی او نورو آيتونو څخه معلوميـږي چې په انسان کې د ګناه کولو توان شته، او هغه به کله د شيطان په لمسه او د نفس په غوښتنه ګناه هم تر سره کوي، خو بریالی هغه څوک دی چې پر وخت باندی د دغه ګناه د اغيـزو څخه د خپل نفس د پاکولو کوشش وکړي، او نفس دی ته پری نږدي چې د ګناهونو سره داسی روږدی شي، چې بيا ورته په نيکۍ او ګناه کې هيڅ توپير نه وي.
د ګناهونو څخه د خپل نفس پاکول د توبی يو شکل دی، د توبی دوهم شکل په هر وخت کې د ګناهونو څخه ليری وسيدل، د خپل رب سره اړيکې ټينګول، په هر عمل کې د خپل رب خوښي معلومول، په هر وخت کې د خپل نفس د سپيڅلتيا غوښتنه کول دي، او پدی حديث کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د توبی همدا هدف دی، ځکه چې هغه سپيڅلی هستی وه، چې هيڅ کله یې هم نفس په ګناهونو ککړ شوی نه وو.
که يو طرف ته د ګناه کولو وروسته پښيمانه کيدل، او د الله په وړاندی په شوی کار خپل ځان ملامته کول، د انسان د ګناهونو د بخښل کيدو وسيله ده، نو بل طرف ته پرته د ګناهونو څخه توبه د انسان د نيکيو د زياتيدو، او د الله تعالی په وړاندی د هغه د مرتبی د لوړيدو لامل دی، څکه چې پدی کار سره انسان د الله تعالی په وړاندی  خپله بندګۍ ښکاره کوي، او د دی خبری اقرار کوي چې زه خپلواکه نه بلکه د خپل رب غلام یم، هر حکم چې راته کوي، زه یې په سر سترګو قبلوم، د هغه پيروي په ډيره خوښۍ سره کووم، هر وخت د هغه په وړاندی ځان کمزوری او عاجز احساسوم، او که چرته را څخه د هغه د حکم نه سرغړونه وشي، نو ډير په ادب د هغه په وړاندی خپل سر ټيټووم، او د هغه څخه بخښنه غواړم، نو توبه په حقيقت کې د الله تعالی په وړاندی د خپلی بندګۍ ښکاره کول، د خپلی غلامۍ اقرار او د هغه په وړاندی د خپل واک څخه تيريدل دي.
په قرآن کريم کې هم الله تعالی په تکرار سره د توبی کولو حکم کړيدی، وايي چې ( يا أيها الذين أمنوا توبوا إلى الله توبة نصوحا),«ای د ايمان خاوندانو الله تعالی ته خالصه توبه وکړۍ»، او حکم دی چې (توبوا إلى الله جميعا أيها المؤمنون), «ای مؤمنانو! ټول الله تعالی ته توبه وکړۍ».
او همدغه وجه ده چې الله تعالی د انسان په توبه باندی ډیر زیات خوشحالیـږي، لکه څه رنګ چې د صحيح بخاري په یو حديث کې دی، چې عبد الله بن مسعود د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) څخه روايت کوي چې «الله تعالی د انسان په توبه باندی له هغه چا څخه هم ډير خوشحاليـږي چې په سفر کې په يو خوشی ځاي کې دمه وکړي، او د ده د خوراک او څښاک شيان په یو سپرلۍ باندی بار وي، دی خپل سر پر ځمکه کيـږدی، سترګې يې پټی شي، چی بيدار شي څه ګوري چې سپرلۍ یې نشته، او ډیره سخته ګرمي او تنده وي، دی په ناهيلۍ کې بيا سترګې پټی کړي، چې سترګې وغړوي نو ګوری چې سپرلۍ یې خواته ولاړه وي».
د خپل ژوند څخه د ناهيله کيدو وروسته بیا د ژوند هيله پيدا کیدل د انسان لپاره د خوښۍ هغه وسیله ده چې دی پرته لويه وسيله نشي کيدي، خو الله تعالی د انسان په توبه باندی د دغه څخه هم ډير خوشحاليـږي.
خو د ګناه څخه د توبی کولو لپاره دری شرطونه دی چې بايد پوره کړل شي، اول: دا چې ګناه به پريـږدي، دوهم: دا چې په شوی ګناه په پښيماني ښکاره کوي، دريم: دا چې بيا به د ګناه د نه کولو هوډ کوي، او که چرته د شوی ګناه اړيکی د انسان د حق سره وي، نو د هغه حق به ورکوي، نو هلته به يې توبه قبليږي.
د لوي او متعال الله دی مونږ ته په سمه توګه د توبی کولو توفيق راکړي، آمين.

لينکنه:دکتوررحمة الله زاهد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: