تفرقه واچوﺉ حکومت وکړﺉ

په هېواد کې بهرني دښمنان په دې هڅه کې دي چې افغانستان او افغانان په مختلفو تعصباتو ککړ کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په متفرق او متشتت هېواد کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي او په دې هکله له مختلفو پرګنوڅخه ګټه پورته کړي.

د استعمار له پخوا څخه دا متل په یادو زده دی چې وايي«تفرقه بی انداز حکومت کن» که څه هم دغه متل پخوا په هر هېواد کې واکمنانو کاراوه او ګټه یې ورڅخه اخیستله اما اوس د هېوادونو دښمنان ورڅخه استفاده کوي زمونږ په هېواد کې بهرنیان هغه وخت خپلې اقتصادي، سیاسي، فرهنګي، اجتماعي او دیني موخې ترلاسه کولای شي چې زمونږ د هېواد پرګني سره جدا جدا وي.

په افغانستان کې مختلف قومونه ژوند کوي، په زرګونو کاله یې دوستانه ژوند له یوه او بل سره درلوده، اما اوس د ډېموکراسۍ بچیان د میډیا له لیاري داسې هڅي کوي چې دغه قومونه له یوه او بل سره په مطبوعاتي جګړه بوخت کړي ترڅو د همدې مطبوعاتي جګړې په نتیجه کې هغوی د توري او باروتو په اور کې ډوب کړي، په عراق کې همداسې وشول د عراق مسلمان ولس اوس د یوه داخلي ناورين په لمبو کې سوځي، هلته دښمنانو ترشا مذهبی اور لګولی دی، شیعه او سني یې سره دښمنان کړي دي، کردان او عربان یې سره په دښمنۍ کې غورځولي او نور داسې مختلف نومونه دي چې د هغو په بانه د عراق مسلمانه خاوره او مسلمان ولس د ګډوډیو، وینو او باروتو په اور بدل شوی دی.

مذهبي تعصب:

زمونږ هېواد کې د خدای فضل دی مذهبي تعصبات په دې کچه ندي ستر شوي چې د یوه او بل په وړاندې وسله پورته کړي او د اسلام د داخلي فقهي اجتهادي مذهبونو په بانه سره ښکیل شي اما استعمار دا هڅه کوي چې له دې کړکۍ څخه د ځان په نفعه زهر وشيندي او د افغانانو مغزونه

مسموم کړي، زه په دې باور یم چې د اسلام او وطن دښمنان به دې هدف ته ونه رسېږي.
زمونږ د هېواد زیاتره وګړي حنفی مذهبه سنیان دي په یوه اندازه سلفي وروڼه هم شتون لري، دلته د تصوف د مختلفو طریقو لارویان هم شتون لري، د جعفري مذهب تشیع پرګني هم

په هېواد کې میشت دي. استعمار که کډه کېږي له همدې ډول تمایلاتو څخه کار اخلي او د یوه بل په مقابل کې یې کاروي.
زمونږ مسلمان ولس باید په دې خبره باندي پوه شي چې د همدې ډول دامونو په لومو کې را ګیر نشي.

نژادي، ژبني او قبیلوي تعصب:

ګران افغانستان په خپله غېږ کې مختلف قومونه او قبېلې ځای کړي دي، چې شمېر یې لسګونو سترو قبېلو او قومونو ته رسېږي، په مختلفو ژبو یې خلک خبري کوي، د تاریخ په اوږدو کې ټولو سره مشترک ژوند درلوده په دریو وروستیو لسیزو کې هغوی له یوه او بل سره نور هم نژدې شوي دي ځکه

کورنۍ اړیکې یې له یوه او بل سره محکمې کړې دي او د یوه بل خیښان شوي دي.
قومونه باید سره وروڼه پاتي شي د وطن دښمنان باید هغوی سره بېل نکړي، مونږ وینو چې په دې هېواد کې د اسلام او وطن دښمنانو مختلف سنګرونه د مختلفو قومونو لپاره جوړ کړي دي ترڅو هغوی سره وجنګوي.

د تأسف ځای لا دادی چې زمونږ یو شمېر لاسپوڅي هېوادوال د دښمن د لاس د وسلي په توګه کارول کېږی د یوه او بل قوم په ضد باندې ترخه تبلیغات کوي د ولس د بچیانو احساسات د خپلو سیاسي موخو لپاره کاروي.

رنګ، ژبه، حرفه، اقتصاد، تنظیم او سازمانونه باید په داسې لوري سوق نشي چې د هېواد پرګنې سره جدا جدا کړي، په مختلفو هېوادونو کې مختلف نژادونه، قومونه، تنظیمونه، سازمانونه او مختلف فکرونه ژوند کوي خو د ټولو انرژي د هېواد په ګټه کارول کېږي، اما زمونږ سیاستوال او واکمن بهرني ځواکونه دغه قومونه او تنظيمونه د یوه او بل په خلاف کاروي.

د تعصب مینونه:

زمونږ ولس باید په دې پوه شي، چې استعمار ګران چې کله په دې خاوره کې ناکام شي بیا تر شا داسې ډلې ټپلې پرېږدي چې د هغوی کارونه په وړاندي بوزي، له همدې کبله کله چې روسان په افغانستان کې له شکست سره مخ شول تر شایې مختلفې قومي ملېشې مسلحې کړې او د هغوی په مغزونو کې یې د تعصب اور بل کړ، نتیجه دا شوه چې زمونږ هېواد یې د زیاتو کلونو لپاره د جګړو په اور کې وسوځاوه. د روسانو پر ضد جهادي ډلې هم په داسې متفرقه توګه تقویه کېدلې چې د کامیابۍ په وخت کې مرسته کونکو هېوادونو ورڅخه په خپله نفع ګټه پورته کړه له یوه او بل سره یې وجنګول.

دغه کار روسانوته دا تبلیغاتي ګټه ورسوله چې خلکوته یې دا جوته کړه؛ کله چې مونږ له افغانستان څخه ووتو نو افغانان په خپلو منځوکې سره جوړ نشول. په دغه کار سره هغوی خپله ماتې پټه کړه، که افغانان له روسانو څخه وروسته د ورورولۍ په فضا کې سره اوسیدلي وای نو بیا به ټولې نړۍ ته دا ثابته شوې وه چې د دې هېواد بچیان پرته له پردیو خپل ژوند جوړولای شي.

اما مونږ په دې کار کې ځکه ناکام شوو چې د استعمارګرانو زیاتې بودیجې د همدې ناورین لپاره کارول شوې وې او کارول کېدې.

روسانو دوه ډوله مینونه زمونږ په هېواد کې کرلي وو، معنوي مینونه هغه مینونه چې مونږ ورته اشاره وکړه او د قومي ملېشو په نامه یادېدل، دغه مینونه د دوی له وتوسره سم یو په بل پسي الوتل او زمونږ هېواد ته یې ستونزي پیدا کولې.

دوهم ډول فیزیکي مینونه وو، چې روسانو زمونږ په هېواد کې کرلي وو، دغه مینونه هم د دې باعث شول چې زیات هېواد وال مړه او معیوب کړي، اما زما په نظر دغه معیوبیت دومره خطرناک تمام نشو لکه څومره چې زمونږ واحد ملت په فکري معیوبیت باندي مبتلا شو او فکري معیوبیت له قومي تعصب څخه سرچینه اخیسته، روسانو د قومي ملېشو ترڅنګ تنظیمونه هم په قومي تقسیم باندي تقسیم کړي وو.

په خواشینۍ سره باید ووایو چې اوسني پراته بین المللي ځواکونه هم د روسانو په پله باندې پل ږدي، هغه په دې معنا چې له خپلو وتو سره سم یې په هېواد کې د تعصب مینونه خښ کړي دي، میډیا هغو ته وخت په وخت اوبه ورکوي ترڅو وچ نشي او د هېواد هر ګوټ ته ریښې وزغلوي او د دوی له وتو سره سم انفجار وکوي.

متعصب سیاستوال:

د تأسف ځای لا دادی چې په هېواد کې قومي تعصب تر دې کچې خړوب شوی دی چې سیاستمداران د انتخاباتو لپاره هم ورڅخه ګټه اخلي، اهلیت تر پښو لاندي کوي د خپلو معاونینو په انتخاب کې قومي معیارونه کاروي، دغه کار په هېواد کې د قومي تعصب اور ته لمن وهي.

تنظیمونه چې په هېواد کې تأسیس شوي دي افغانستان شموله ندي، هغه هم د قوم او منطقې په بنسټ باندې جوړ شوي دي، دوی له مجبوریته له یوه او بل قوم څخه مخلوط ټیم جوړوي، که د تنظیمونو په ترکیب کې مختلف قومونه دخیل وای بیا دا خبره هېڅ کله نه مطرح کېده.

خدای د خیر کړي چې دا لړۍ به زمونږ په هېواد کې څه ناخوالې رامنځته کړي، ملي وحدت مو د همدې متعصبو سیاستوالو د سیاست قرباني کېږي.

تر ټولو ستر خطر په دې کې پروت دی چې په هېواد کې میشت پردي ځواکونه له ټولو متعصبو سیاستوالو سره اړیکې ساتي، کله یوه ته د کامیابۍ ټټر وهي او کله بل ته د واک ورکولو وعده ورکوي.

هغوی په دې خبره پوه دي که هره ډله کامیابه کېږي دا د هغوی کامیابي ده، د خارجیانو ناکامي هغه وخت ده چې ټول قومونه له یوه او بل سره وروڼه شي، تنظیمونه د هېواد د سترو موخو لپاره جوړ شي.

ليكنه: سيد حبيب شاكر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب