تعزيت (تسلي او غمرازي)
د مړي د کورنۍ خلکو ته د صبر اوشکر تلقين کولو ،ډاډ او خواخوږي کلمات ويلو د همدردۍ اوغمشريکۍ اظهارولو د هغوی غم او فکر غلطولو او د مړي په حق کې بخښنې دعا کولو ته تعزيت وائي .
په کوم کور کې چه مړی شوی وي د هغوی کره ډوډۍ وغيره تر دریو وختو پوری ورليږل .
اوتر دريو ورځو تعزيت وي د دريو ورڅو نه زيات مکروه دي البته د لرې راتلونکو لپاره د دريو ورڅو قيد نشته .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : مَنْ غَزّی مُصَابًا فَلَه مِثْلُ اَجْرِه
چا چې د کوم مصيبت زده تعزيت وکړ نو دده دپاره هم دمصيبت زده پشان اجر دی.
دريمه څلويښتنمه يا چهله يو فرعونی اصل دی چې داسلام نه مخکې په فرعونيانو رواج ؤ په اسلام دا ډول خرافات هيڅ ځای نلری