ژوند مهارتونه

بیا فکر وکړه! چې څنګه دلیل ووایې او بحث وکړې

«بیا فکر وکړه» د انټرنیټ پر لیکه یو په زړه پورې کورس دی چې د مباحثې او د استدلال کولو ځینو ډیرو جالبو ټکو ته پکښې اشاره شوي ده. دا کورس د ویډیو په بڼه په انټرنټ کښې ایښودل شوی دی چې لیکلي بڼه نلري. زه هم دا کورس تعقیبوم او غواړم چې پښتو ژبې ته یي په ژباړلو، درنو وروڼو او خویندو سره شریک کړم. په دې هیله چې د پام وړ مو وګرځي او ګټور وي.

ژباړه او ترتیب : اجمل جلال

دلته د مباحثې او استدلال کولو مهم عملی موضوعات را نغښتل کیږي او هغو مهمو او عامو اشتباهاتو ته پکښې اشاره کیږي چې خلک د خبرو او مباحثې کولو په وخت کي ورسره مخ کیږي او بیا په نتیجه کښې نشي کولای چې مقابل لوري ته قناعت ورکړي. د دې موضوع لوستونکی به دا زده کړي چې څنګه یو ځل بیا د ټولو هغو موضوعاتو په اړه له سره فکر وکړي چې ورته مهم دي او په ژوند یي ژورې اغیزې لري. او زده به کړي چې د خپلو مسایلو په اړه څنګه په نوي او ژوره توګه فکر وکړي .

د دې مقالې دا فرعی عنوان « څنګه دلیل ووایو او مباحثه وکړو» په واضحه توګه یوه ځانګړي ډول فکر کولو ته اشاره کوي چي هماغه «دلیل ویل» دي. ځکه چې ډیری خلک نه غواړي له دلیل پرته، څه ومني او یا په کومه عقیده باوري شي، دوی غواړي د یوه کار د کولو او یا د یوې عقیدي د منلو په اړه دلیل واوري.

دلیل څنګه پیدا کړو او یا دا چې، څنګه ښه دلیل ته ځان ورسوو؟
مونږ د مباحثی او بحث له لارې کولای شو دلیل ته ځان ورسوو، ځکه چې مباحثه د دلیل ویلو او ښکاره کولو لپاره یواځینی لار ده. که چیرې د بحث کولو په طریقه ښه پوه شی، دلیل ویل اسانه کار دی، بیا خپلو اعمالو او عقایدو لپاره ښه دلایل وړاندې کولای شي.

همدارنګه، د یوه ښه بحث لپاره ضروري ده چې د اشتباه دلایلو مخه ونیول شي. ځکه چې د بحث کولو په وخت کښې اشتباه کول د دې باعث ګرځي چې مقابل لوری بریالی شي او تاسو شکست وخوری. مثال: یو موټر پلورونکی غواړي یو مستعمل او چلیدلی موټر پر تاسو وپلوري، هغه د دې کار لپاره ستاسو پر وړاندې دا ډول استدلال کوي: «دا موټر ډیر ښایسته دی او صرف ستاسو د ځوانۍ او ښایست لپاره جوړ شوی دی او یواځې ستاسو سره خوند کوي، نو باید راونيسې» دا یو دلیل دی چې موټر پلورونکي وړاندې کړ. اوس، کیدای شي چې د هغه خبره رښتیا وي او موټر ستاسو سره ډیر ښایسته ښکاره شي.

خو اصلي خبره دا ده چې ستاسو خپل دلیل د موټر اخیستلو لپاره څه دی؟ تاسو غواړی یواځې د دې لپاره موټر واخلی چې ښایسته ښکاره شی؟ او که تاسو د خپلې کورنی اړتیا په خاطر موټر اخیستل غواړی؟ هو، تاسو موټر ته اړتیا لرئ، همدا اصلي دلیل او علت دی. نو که تاسو دلته اشتباه وکړه او د یوه غلط دلیل په خاطر مو یوه خبره او یا یوه عقیده او یا هم یو عمل ومانه، تاسو مات شوي یاست او مقابل لوری بریالی شوی دی. د دې ترڅنګ، په دې خبره هم ځان پوهول په کاردي چې، هیڅ وخت د «پچې اچونې» په اساس یوه خبره او عمل ونه منی او هر کار ته هرومرو دلیل په کار دی.

مباحثه کول، څنګه زده کړو؟

د دې لپاره چې مباحثه ښه وپیژنی، او د ښې مباحثې کولو لارې چارې درته څرګندې شي، مونږ دا بحث په څلورو برخو کښې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو:
لمړی : د یوې مباحثې تجزیه او تحلیل – په دې برخه کښې به مباحثه و پیژنې او همدارنګه، په دې به هم پوه شې چې څنګه یو بحث تحلیل کړی شو. دا چې څنګه یو بحث تجزیه او تحلیل کړو، ظاهرآ آسان کار ښکاري. خو په واقعیت کښې دا کار دومره هم آسانه نه دی.

ځکه چې ډیری بحثونه داسې دي چې په هغو کښې د دلیل پیدا کول آسانه کار ندی. مثلا: دوه لیکونه په نظر کښې ونیسی، یو یي د منني لپاره لیږل شوی دی، او بل یي د یوه چا لپاره د مرستې غوښتلو په موخه.

په دغو دواړو لیکونو کښې د هغو کلماتو او جملو پیدا کول چې دلیل پکښې نغښتی وي او غواړي لوستونکي ته قناعت وړکړي، پاملرنې او دقت ته اړتیا لري. په پورتني مثال کښې، هغه لیک چې د مننې لپاره استول شوی دی، د بحث وړ موضوع نلري او صرف د لیکونکي احساسات او عواطف د یوي خاصې موضوع په اړه څرګنده وي. اما هغه لیک چې د یو چا لپاره د مرستې غوښتلو په موخه لیکل شوی دی، د بحث وړ موضوع لري او داسې کلمات او جملې باید ولري چي لوستونکي ته قناعت ورکړای شي او دا پرته له دلیله بل څه نشي کیدای. په دي برخه کښې به تاسو په دې پوه شي چې څنګه دلیل لرونکي کلمات او جملې پیدا کړی او بیا دا جملی په داسې یوه شکل (ستندرډ شکل) سره وتړی چې یو غښتلی بحث ترې جوړ کړي.

دوهم : د بحث ارزونه –

وروسته له دې چې مونږ مباحثه او یا بحث تجزیه او تحلیل کړ، بیا د دې بحث ارزونه کوو. خو د یوه بحث اروزنه تر ډیره بریده، د هغه بحث په موضوع پورې اړه لري. ځینو بحثونو کښې کوښښ دا وي چې منطقي اعتبار ولري او د قیاسي بحثونو په نامه یادیږي. چې د راپوري او یا هم ګټه ګوري منطق په شکلونو کښې څرګندیږي.

دریم : د مباحثې ډولونه
په دې برخه کښې د مباحثې مختلف ډولونه تر څیړنې لاندې نیول کیږي.
څلورم : سفسطه (غلط استدلال) – په بحثونو کښې ډیرې غلطی پیښیږي چې ځينې یي د ابهام په شکل کښې وي. یعنی دلیل مبهم وي او مقابل لوري ته قناعت نشي ورکولای، ځکه چې په دلیل د پوهیدو امکان کم او یا هم هیڅ نه وي. یا هم په بحث کښې داسې دلیل وړاندې کیږي چې اصلا د بحث لاندې موضوع سره اړیکه نلري. یا هم په بحث کښې د دلیل ویلو پر ځای د اشخاصو پر شخصیت اعتراض او یا تجاوز کیږي… او داسې نور. په دې برخه کښې به کوښښ وشي چې دا ډول غلطئ و پیژندل شي او د مخې نیولو لارې چارې یي لوستونکو ته وړاندې شي.

مباحثه یا بحث پیژندنه:

د مباحثې د پیژندنې لپاره اړینه ده چې مباحثه یا بحث له ټولو هغو مواردو څخه چې مباحثه نه ګنل کیږي بیل کړو. لاندې ځینې موضوعاتو ته اشاره کیږي چې د بحث ګڼل کیږي:

لفظي شخړه بحث نه شمیرل کیږي. بحث کول جګړه کولو ته نه ویل کیږي، بحث کول د چا سر په لرګي وهلو ته هم نه ویل کیږي. تاسو به هیڅ وخت د یوه بحث ګټونکی ونه شمیرل شئ که چیرې مو د بحث پر ځای لفظي شخړه وکړه. کله کله عوام د دوو کسانو لفظي شخړې او جنجال ته د بحث کولو لفظ کاروي. کله کله د ښځې او میړه تر مینځ لفظي شخړې ته بحث ویل کیږي، اما بحث د لفظي شخړې سره ډیر توپیر لري.

د مقابل لوري توهین او بې احترامی کول، بحث نه ګڼل کیږي. مقابل لوري ته احمق ویل، هغه کم عقله ګڼل، جاهل او نادان ګڼل بحث نه دی بلکه د شخړې او جنجال زمینه هوارول دي.

ګیله او شکایت کولو ته هم بحث کول نشو ویلای، ځکه چې ګیلې کول یواځې د یوې موضوع نه او یا هم د یوه کس نه خپله ناخوښې څرګندول دي او بس. خو بحث بیله موضوع ده. همدارنګه، یواځې د یوه او بل ضد نظریې او یا دوه ضد اندونه څرګندول هم بحث کول نه ګڼل کیږي. مثلا: که احمد ووایي چې تر ټولو لوړ غر په افغانستان کښې دی، او محمود ووایي چې نه، تر ټولو لوړ غر په فرانسه کښې دی. دا بحث نه ګڼل کیږي، ځکه چې دوی یواځې دوه ضد نظریات څرګند کړي دي چې کوم دلیل ورسره ندی شریک شوی چې دا نظريي حق او یا غلطې ثابتې کړای شي.

بحث څه شی دی؟

د بحث تعریف:
یو تعریف چې د بحث لپاره شوی دی، دا دی چې: «بحث یا مباحثه د څو مرتبطو او سره تړل شوو کلماتو او یا جملو یوه سلسله ده چې د یوې معینې موخې یا فرضيي د ثابتولو په موخه ویل کیږي. »

دا تعریف دوو مهمو ټکو ته اشاره کوي: لمړی دا چې، بحث د جملو یا کلماتو یوه سلسله ده، چې د ژبې څخه را وتلي دي. یعنی بحث خبری کول دي. دوهم دا چې، دا خبرې یا جملې د یوې ځانګړې موخې د ثابتولو لپاره ویل شوي دي. لنډه دا چې، بحث کول یعنې د یوې موضوع او یا یوه هدف د ثابتولو په موخه خبرې کول دي. کیدای شي چې دا خبرې په لیکلي بڼه وي او یا هم لیکل شوي نه وي او په ژوندی بڼه وړاندې کیږي. له دی تعریفه مو زده کړل چې، بحث له نورو هغو خبرو سره توپیر لري چې هدف ونه لري. مثلا: که یو ناول په نظر کښې ونیسو، د ناول موضوع ته هیڅ وخت بحث نه شو ویلی، ځکه چې ناول د تاریخې، اجتماعي او یا هم د مینې او نفرت موضوعاتو یو بیان دی. په یوه ناول کښې به تاسو د یوې فرضیي د ثابتولو او یا هم د یوې موخې د ثابتولو په اړه کلمات او جملې پیدا نکړئ، که څه هم دا جملې ټولې په یوه سلسله وارشکل لیکل شوي وي. همدارنګه، که یوه ډیکشنري په نظر کښې ونیسې، بیا به هم د کلماتو د یوې سلسلې سره مخ شئ خو دا سلسله بحث نشي کیدای ځکه چې د کومې موخې د ثابتولو هڅه پکښې نشته.

پورتنی تعریف که څه هم یو ښه تعریف دی او تر ډیر بریده «بحث» له نورو ټولو هغو موضوعاتو څخه چې «بحث» نه ګڼل کیږي، بیلوي. خو یو پوره تعریف نشو ورته ویلای، ځکه چې «بحث» یواځې د یوې موضوع یا موخې د ثابتولو لپاره ندی، بلکې، کله کله د بحث له لارې مونږ د یوې ثابت شوي موضوع څرنګولای بیانوو. مثلا: په دې ټول پوهیږو چې که د موټر په بریکونو باندې فشار راولو نو موټر دریږي او حرکت نه کوي، د دې کار میکانیزم بیانول او یا دا چې، د موټر د بریکونو د فعالیت څرنګوالی بیانول هم یو بحث ګڼل کیږي. دلته مونږ د موټر د دریدلو دلیل نه بیانوو، ځکه چې ټول پوهیږو چې دلیل یي بریک نیول دي. خو دا چې دا بریک څنګه کار کوي، دا موضوع بیانول «بحث» ګڼل کیږي خو په پورتني تعریف کښې دې ډول موضوع لپاره ځای نشته. نو اوس باید ووایو چې، که له یوې خوا «بحث» کول د یوې موضوع د ثابتولو لپاره دلایل وړاندې کول دي، له بلی خوا د یوې ثابتې موضوع د څرنګوالي په اړه دلایل وړاندې کول هم «بحث» ګڼل کیږي. نو یوه جامع او مانع تعریف ته اړتیا ده چې د بحث ټولو اړخونو ته شامل وي، لاندې تعریف تر ډیره بریده یو جامع او مانع تعریف کیدای شي:

« د څو کلماتو، جملو او یا هم د څو فرضیو ټولګه او سلسله، چې د دغو کلماتو، جملو او یا هم فرضیو له جملې څخه ځینې د مقدمې حیثیت لري او یوه جمله یا هم فرضیه د پایلې حیثیت لري، چې مقدمه باید د پایلې د ثابتولو لپاره دلایل وړاندې کړي.» دا تعریف تر ډیره حده یو ګټور تعریف دی، ځکه چې له یوې خوا د «بحث» ټولې برخې په کښې شاملې دي او هغه مقدمه او پایله ده. له بلې خوا «بحث» په ژبه کښې یا د خولې په مینځ کښې جوړو شوو کلماتو یوه ټولګه ته ګڼل شوي ده، چې د یوې خاصې موخې د ثابتولو لپاره ویل شوي دي.

خوږه ژبه مار له سوړې را ایستی شي

پد ې برخه کښې به ( ژبه) تر بحث لاندې ونیسو، ځکه چې مباحثه په خپل ذات کښې – په ځانګړي بڼه او شکل سره- خبرې کول دي، چې ژبه يي یواځينی وسیله ده. باید پوه شو چې، د ژبې کاروونکي بحث کولی شي، د مباحثې یواځینی وسیله ژبه ده. ژبه تر ټولو وسیلو، غښتلي وسیله ده. په همدې خاطر وایم چې ژبه او خاصتا خوږه ژبه ماران له سوړو را وباسي، او دیوان هم رام کولی شي.

کیدای شي پوښتنه پیدا شي چې، ځینې نور حیوانات هم ژبه کارولی شي، مثلا طوطي او یا هم کیدای شي نور هم وي، آیا دوی هم، چې کله ژبه کاروي، نو مباحثه کوي؟ ځواب دا دی: نور حیوانات چې کله ژبه کاروي دوی صرف آواز ایستلی شي او د دوی د ژبې کارول د دلایلو ویل ندي، چاته قناعت ورکول ندي، کوم شی تشریح کول او توضیح کول ندي. خو انسان بیا ژبه د همدې موخو لپاره کاره وي. کله چې انسان هم خبرې کوي او یا که داسې ووایو چې ژبه کاروي او د ده په ژبه ښورولو کښې پورتني اهداف نه وي پراته، نو بیا د ده خبرې هم مباحثه نه ګڼل کیږي، دا بحث مخکې تیر شوی دی او دلته یي بیا تفصیلي تکرار ته اړتیا نه لیدل کیږي. په لنډه توګه به داسې ووایو چې په مباحثه کښې د ژبې کارول یو خاص هدف تعقیبول دي او یواځې د آواز را ایستل او یا هم د کلماتو ګردان ندی.
د دې لپاره چې یوه کامیابه مباحثه وکړای شی، ستاسو لمړنی اړتیا دا ده چې د ژبې کارول وپیژنی. کومه ټولنه کښې چې ژوند کوی، او کومو خلکو ته چې غواړی قناعت ورکړی، خپل هدف، پلان او موخې ورته تشریح کړی، نو ستاسو لمړنی اړتیا داده چې د هغه قوم او خلکو په ژبه ځان سم پوه کړی. د هغوی د ژبې لوړې او ژورې ځان ته معلومې کړی او د دوی په خپله ژبه ورسره خبرې وکړی. په مباحثه کښې د کامیابی تر ټولو مهمه وسیله همدا ده. که د قرآن کریم د مباحثې طریقه په غور سره وڅیړی نو پوه به شی چې الله سبحانه و تعالی، د عربو د ژبې لوړې او ژورې ټولې کارولي دي. د توحید په اړه یې د دوی د ژبې په منطق خبرې ورسره کړي دي. استدلال يي د عربي ژبې ټولې ښکلاوې په غیږ کښې نیولي دي، په همدې دلیل، کله به چې لویو لویو عربو فصحاوو قرانکريم اوریده نو همدا د قرآني استدلال غښتلوالی ورته بس وو چې ایمان پرې راوړي.

تاسې چې د ژبپوهنې په اړه څومره ډیر معلومات را ټولوی، همدومره به د بحث په وخت کښې کامیاب وی، ستاسو لیکنې به ډیرې خوندورې او ګټورې وي.

تاسې په توره کولی شی چې یو قوم تسخیر کړی، اما د هغوی په فکرونو پادشاهي نشی کولی. خو، که یوه قوم ته، د ژبې په وسیله قناعت ورکړی، نو بیا يي په فکرونو پادشاهي کولی شی او تورې ته بیا اړتیا نه پیدا کیږي. اوس چې ژبه دومره مهمه ده نو راځی چې په اړه يي څو مهمو ټکو ته اشاره وکړو:
لمړی دا چې ژبه د انسانې ټولنې لپاره یوه اړتیا ده. د بشر په خلقت کښې ژبه یو مهم عنصر دی. انسان خبرې کوي او د بیان قوه لري. دا خبره دومره واضحه او څرګنده ده چې په دوو ګوتو نشي پټیدلی، نو په اړه يي ډیرو خبرو ته هم اړتیا نشته.

دوهم دا چې، ژبه په یوه ټولنه کښې قراردادي شکل لري او معمول شوي ده. نو که غواړې چې د یوه قوم سره خبرې وکړې، دهغه قوم د قراردادي ژبې په وسیله ورسره خبرې کوه. د دوی په ژبه کښې نوښتونه ستا کار ندی. ستا هدف دادی چې په یوه خاصه مسله باندې ، د دې قوم قناعت حاصل کړې. نو په هغه شکل ورسره خبرې کوه چې دوی پرې پوهیږي. ته، د ژبې د تغیر هدف نلري او نه هم دا وړتیا لرې، ځکه چې، په قومونو کښې د ژبو د تغیر پروسه د نسلونو د عمر څخه هم اوږده او بطي ده. که نشې کولی چې د یوه قوم د قراردادي ژبې مطابق بحث وکړې، نو زحمت مه وباسه او به بحث کولو باندې، خپل وخت او د هغه قوم وخت مه ضایع کوه. د موضوع د لا واضح کولو لپاره یو مثال وړاندې کوم، لږ رسوا غوندې دی، خو موضوع ښه روښانه کولی شي: د افغانستان په اطرافو کښې د پښتنو په ځینو سیمو کښې خلک وړو ته ( ماشومان) نه وايي بلکه د (حیوانان) کلمه کاروي. دا کلمه که څه هم ښه کلمه نده خو اوس یوه منل شوي کلمه ده. نو کله چې دغو خلکو سره بحث کوی نو د حیوانانو کلمه د ماشومانو لپاره کارول کیږي. همدارنګه ځینې پښتانه خپلې ښځې ته کډه وايي حال دا چې په اصل کښې (کډه) د فارسي (کوچ) په معنی ده، خو اوس دا کلمه منل شوي ده، او تغیر یي داسې اسان کار نه ښکاري. نو بهتره دا ده چې بحث په وخت کښې د ژبې قراردادي بڼې ته پام وکړو.

د ژبې د قراردادې جنبې لپاره ځینې محدودیتونه هم شته چې دلته یي څو مهمو ته اشاره کوو:

لمړی – ژبه یواځې د بیان وسیله ده او د یوه شي په ماهیت کښې تغیر نشي راوستلی. مثلا: ویل کښې کيږي چې په یوه محکمه کښې یوه مدافع وکیل د شاهدي ورکوونکي نه پوښتنه وکړه چې آس څو پښې لري؟ شاهدي ورکوونکي ځواب ورکړ چې آس څلور پښې لري. بیا مدافع وکیل پوښتنه وکړه چې، که د آس لکۍ هم، پښه وبولو نو بیا به آس څو پښې ولري؟ شاهد ځواب ورکړ چې بیا به پنځه پښې ولري. مدافع وکیل ورته وویل چې.، نه، لکۍ ته صرف پښه ویل له هغې نه پښه نشې جوړوی. پدې مثال کښې دې خبرې ته اشاره ده چې که یوه ټولنه یوه شي ته کومه کلمه وکاروي دا د هغه شي د بیان لپاره ده او د هغه شي ماهیت نشي تغیرولی. نو که یو قوم هر څومره ووایي چې آس پنځه پښې لري او د هغه لکی هم پښه حساب کړي، دا امکان نلري او دا ډول قرارداد نشي رامینځ ته کیدای.

دوهم ـ دا چې ژبه یوه اجتماعي پدیده ده. ژبه په اجتماع کښې نمو کوي او تکامل ته رسیږي. نو د ژبې قراردادې جنبه باید د ټولنې په خوښه وي. که د ژبې قراردادې جنبه د اجتماع په خوښه نه وي او یا دا چې اجتماع یوه خاصه اصطلاح نور نه غواړي چې وکاروي نو بیا دا اصطلاح قراردادي نشي پاتې کیدای.

دریم – د ژبې ګرامر هم د ژبې د قراردادي جنبې په وړاندې یو لوی محدودیت دی. ځکه چې ډیری معمول او قراردادي اصطلاحات د یوې ژبې د ګرامر له نظره سم ندي.

همد ارنګه، د ژبې کارونې په وخت کښې د خبرو کولو به طرز هم ځان پوه کړې. د آواز ټیټوالی او جګوالی، د لهجې مراعات، احترام او نزاکت مراعتول… او داسې نور، ټول هغه ټکي دي چې د مباحثې په کامیابی او ناکامی کښې لوی رول لوبوی شي.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: