بريالی زده کوونکی [2] ستونزې او حل لارې

افغانستان تعلیمي سیستم ستونزې او حل لارې

هغه څه چې افغان طالب او زده کوونکی یې له بل هر څه زیات اغیزمن کړی هغه دافغان زده کوونکي او طالب ټولنیزې او په ټولنه کې دمسلط سیاسي چاپیریال ستونزې دي؛ لکه ټولنیز فقر، بې نظمي، دعامه پوهاوي نشتوالی، سیاسي نامتوازن چاپيریال، دهیواد په کچه دپوهې او علم دارزښت نشتوالی، جګړه او دامنیت اړوند ناباوري. دا او دې ته ورته بلا ډیرې ستونزې هغه څه دي چې افغان طالب یې دخپل مستقبل په اړه درواني، فکري، او فزیکي په دری واړو لحاظونو ګواښلی. ځکه کله چې په یوه ټولنه کې دفقر ترڅنګ عامه نظم او سیاسي ساختار مختل وي؛ نو طبیعي خبره ده هلته دیو شاګرد بدن او دماغ یو بل سره دغښتلي او فعال تعامل څخه لویږي.

د دې ستونزې اساسي عامل ددې هیواد په چارواکو کې ددې ملت په وړاندې داجتماعي فکر نشتوالی دی، ګوری ! دروسانو سره دجهاد په دوره کې افغان ولس دخپلو مشرانو ښه میړنی ننګه وکړه، او دالله تعالی په مرسته يې پوره نیمه نړی کمیونزم ورته راچپه کړ، ولې دملت په اړه له اجتماعي فکر څخه محروم جهادي مشرانو په شخصي او لنډ مهاله غوښتنو اصرار دادی زمونږ ددې ټولو بدبختیو لامل دي چې تر ټولو زیات پکې زمونږ ځوان او زده کړی نسل سوځېږي.

دتعليمي سيستم او ادارې ستونزې

الف: دنصاب ستونزه:

تعلیمي پروسه خپله څلور بنیادي عناصر لري؛ معیاري او متوازن نصاب، وړ تعلیمي چاپېريال او اړین تعلیمي وسایل، مسلکي او متخصص استاذ، ښه او فعال مدیریت.

نصاب یو له دغو مهمو عناصرو څخه ګڼل کیږي؛ ځکه چې هرعصر خپله ژبه او تعبیر لري، چې دوخت په بد لیدو تعبیرونه هم بدلېږي، په دې معنا چې مستویات بدلون مومي او عموما شاته را درومي، که مونږ دنن نه تقریبا دیرش کلونه مخکې ولاړ شو، او دهغه وخت خپل درسي ملګري دنن مهال په هماغه مستوی دیوې مدرسې دشاګردانو سره مقایسه کړو جوت پوهیږو چې څونې توپیر موجود دی، خو بیا هم زمونږ په ځینو مدارسو او تعلیمي ادارو کې هماغه نصاب، په هماغه زماني مقطع کې تطبقیږي، چې ماته اوسنی نسل –خصوصا- دفنونو په برخه کې دهغې د هضمولو څخه عاجز ښکاري.

your ads

حــــــل

هغه مدارس چې دغه نصاب تطبیقوي دوه کارونه ورته اړین دي:

یو دا چې ددغه نصاب طالب باید کم له کمه ابتدایه تعلیمي مرحله تیره کړې وي.

بل دا چې په تدریجي بڼه دمستعدو استاذانو له خوا نوموړی نصاب د (اصالت او معاصرت) په بنیاد په نوې بڼه تهیه او ترتیب شي.

ددې ګټه داده چې له مخې به شاګرد ته دپخوا په څیر قوي خلفیه ور انتقالوي، او معاصرت په رڼا کې به دطالب دژر پوهیدا لامل کیږي.

ب: دتطبيقي اړخ نشتوالی:

زمونږ دشاګردانو او په ځانګړې توګه ددینې مدرسو دطالبانو بله ترټولو ستره ستونزه داده چې استاذان یې دفنونو دتدریس پرمهال دتطبیق خوا ته نه ورولي، ګورئ! مونږ چې دا فنون وایو ددې هدف او غرض لپاره یې وایو چې په نهایة المطاف کې دقرآنکریم او نبوي حدیثونو سم فهم ته که ونه رسیږو؛ نو اقلا ورنږدې خو شو.

مثلا دنحو، صرف او بلاغت دعلومو د ویلو هدف او غایه داده چې دعربي ژبې داسالیبو سره دبلدتیا وروسته په فصیحه عربي ژبه راغلي قرآن او نبوي حدیثونو کې دبیان شویو احکامو طبیعت او دهغې مراتب وپیژنو، او هم یې دلوستلو پرمهال دصحیح تلفظ او سم فهم وړتیا پیدا کړو.

د اصول فقه علم ددې لپاره زمونږ اسلافو په تعلیمي نصاب کې ځای کړی چې په مټ یې دقرآن کریم او نبوي حدیثونو څخه دحکمو او فوائدو دراویستلو دطریقې سره اشنا شوو، څو دژوند په لارو چارو کې لارښونه ځینې واخلو، او هم په قرآني نصوصو او نبوي حدیثونو کې دبیلګې په توګه ظاهر، نص، مفسر، محکم، صریح، کنایه او…. بیلابیلو اقسامو ترمنځ تمییز او تفکیک وکړای شو.

دمنطق او حکمت علم مونږ ته له دې نوره څه ګټه لري چې دخپلو مخالفینو سره دقرآن کریم داستدلال  طرز او فلسفه زده کړو، او هم دمناقشې او مباحثې پرمهال ددلایلو دپرځای استعمال او استخدام مواقع او مقامات درک کړای شو.

خو له بده مرغه زمونږ په مدارسو کې ډیر برجسته او پیاوړي استاذان دخپلو شاګردانو دغه اړخ ته ډیره پاملرنه نه کوي.

د دې ستونزې زيان

ددغه اړخ دنادیده نیولو تاوان دادی چې زمونږ یوه برخه شاګردان -البته ټول نه- دټاکلي نصاب دویلو څخه فارغ شي، په نحو کې –مثلا- دنحومیر څخه تر شرح جامي پورې يې دټولو دقیقو نکاتو او حاشیو په شمول خپل ذهن ته نقل کړې وي، ولې تر عمره پورې دهغه په ذهن کې دفاعل تصور د (زید)، دمفعول تصور د (عمرو) او دحال تصور د(راکبا) پورې محصور وي، دیته ورته یې نور اعرابي حالتونه درواخله.

حــــــل

دابهترین نصاب دی چې دنحو په اړه کلي قواعد په لنډه توګه طالب ته انتقالوي، په دې شرط چې استاذ لږ زحمت په ځان ومني، یوه ښه کتابچه ځان ته واخلي، او شاګرد ته دورځني درس په اړه دمبتدا، یا خبر، یا فاعل او …. اړوند قواعد دنحومیر، یا هدایة النحو، یا کافیه ( هر کتاب چې استاذ یې په پدغه کال تدریسوي) څخه ووایي، او تطبیق لپاره یې څو مثالونه دقرآن کریم آیاتونه یا نبوي حدیثونه راوړي، چې استاذ به دمخه په خپله کتابچه کې لیکلي وي، ددې ګټه به داوي چې هم به یې طالب دنحو په هدف پوه کړی وي، او هم به یې دکال په پاې کې دراتلونکو شاکردانو لپاره تطبیقي نحو میر، تطبیقي هدایة النحو، تطبیقي کافیه ترتیب کړیوي، همدغه په نصاب کې داصالت او معاصرت بنیاد تشکیلوي.

همدیته ورته داصول فقه فن درواخله مونږ په اصولو کې داصول الشاشي څخه تر مسلم الثبوت پورې ډیر قوي نصاب لرو خو که بیا له یو شاګرد څخه پوښتنه کوی چې ظاهر او نص راته په قرآن کریم کې تطبیق کړه، نو فقط همدغه یو آیت يې زده وي چې ( فانکحوا ما طاب لکم من النساء ….). دلته یوه جالبه خاطره راپه زړه شوه زما یو ملګری دی ددکتورا په مرحله کې زما همصنفي و، اوس په کابل پوهنتون کې استاذ دی، ښه عالم شخصیت دی، ماته یې یو ورځې خپله خاطره بیانوله ویل يې : ما دفقه او اصولو سره زښته زیاته علاقه درلوده، خو تر پایه مې په قرآن کریم دهغو محدودو آیاتونه څخه پرته (نص) تطبیق نه کړای شو، نو تصمیم مې ونیولو چې عربي علومو ته مخه کړم، ما ورته خندل چې زه عربي له پدې نیت راغلی یم چې په اصول فقه پوه شم؛ ځکه داصولو ډیری قواعد په لغوي بنیادونو ولاړ دي، او ته له اصول فقه څخه عربي ته راتښتیدلی يې.

همدا راز ماته داعملي نه ښکاري چې زمونږ استاذ دې د (سلم) طالبانو ته خپل ټول قوت په (سبحانه ما اعظم شانه) کې مصرف کړي، او په پاې کې دې زمونږ طالب دسلم دویلو په غرض او غایه سر نه وي خلاص.

زما هدف دادی چې زمونږ استاذان باید دشاګردانو دغه ستونزه په پام کې ونیسي، او دفنونو دتدریس پرمهال یې باید ځان سره دتطبیق خواته بوزي.

او په دې اړه دې څوک دا نه وايې چې دا خو زمونږ دپخوانیو علماوو نصاب دی، او ځانونه په هغوي قیاس کوي، نه !! دا غلطه ده ، بلکې پدې اړه دهغوي اتباع پکار ده، او هغه داسې چې هغوي په ذاتي محنت او کوشش دا نصاب دتطبیق وسیله ګرځولې وه، نه غایه.

دمثال په توګه تاسو خو په مقامات دمولانا ادریس کاندهلوي –رحمه الله- حاشیه وګورئ، بیا درته خپله دهغه په عربي علومو کې تبحر او وسیعه مطالعه معلومیږي، نادرې لغوي نکتې بیانوي، په بې شمیره قرآني آیاتونو استشهاد کوي.

یا دمولانا عبد الحي لکنوي –رحمه الله- تالیفات وګورئ، دبیلګې په توګه په علوم حدیث کې دهغه یوه وړه رساله ده، د الرفع والتکمیل په نامه، نږدي له یونیم سل مصادرو څخه یې پکې استفاده کړې ده، داسې نور علما درواخله. څوک دا نشي ویلی چې دغو علماو دې په دغه محدود نصاب اکتفا کړې وي.

بل دا چې زمونږ دشاګردانو لپاره هغه سویه، هغه محیط، او هغه چاپیریال اوس چیرې پاتې دی؛ نو پکار ده چې استاذان دخپلو اوسنیو شاګردانو سره په دې مورد کې زحمت وباسي.[irp][irp]

ج : دعلمي سياليو او بحثونو نشتوالی:

زمونږ دشاګردانو بله ستونزه چې دادارې سره تړاو لري داده چې زمونږ اکثره مدارس دشاګردانو تر منځ دعلمي سیالیو او بحثونو دایرولو خواته بیخي پاملرنه، نه کوي، چې دنه شتون له امله یې زمونږ اکثره  فارغان جامد او غیر متحرک وي.

حــــــل

دعلمي سیالیو او بحثونو دایرول دشاګردانو په فکري روزنه کې دملا دتیر حیثیت لري، دعلم داهدافو سره یی اشنایي پیدا کوي، دهغه داخلي جوهر صیقل کیږي، بالقوة استعداد یې په بالفعل بدلیږي. په ګانده کې په ټولنه کې دیو واقعي لارښود، قاید او ژوندي معلم کردار لوبولی شي.

امام بخاري –رحمه الله- په کتاب العلم کې درسول الله –صلی الله علیه وسلم- دعلمي حلقې په میتود او طریقه یو باب ایښی (باب طرح الإمام المسألة على أصحابه ليختبر ما عندهم من العلم) چې دا مونږ ته را په ګوته کوي، چې کله ناکله دشاګردانو ترمنځ سیالی ترتیبول ځکه لازم دي چې یو بل ته یې علمي ذوق او علمي مقام ورمعلوم شي.

دې ته ورته بله ستونزه دلیکوالۍ دفن سره زمونږ دشاګردانو نا اشنايي ده، له بده مرغه ډیری مدارس په دې اړه بیخې بې تفاوته دي.

 مونږ دمیډیا په عصر کې اوسیږو چې په ټولنه کې دیو فعال قوت په توګه په عامه اذهانو سیطره او واک لري، او هر لورې ته دهغوی دسوق کولو توان او ظرفیت لري.

دمدارسو هدف په ټولنه کې دفکري پلوه دقدوه کدرونو روزنه ده، چې ټولنه به رهبري کوي، عوامو ته به دژوند په هر اړخ کې لارشونه کوي، دبیګانه وو دفکري یرغل په وړاندې به لکه دسپر دریږي. ولې زمونږ مدارس دې ډګر ته یا ندي متوجې شوي او یا ورته بیخي مهم نه بریښي.

دشاګردانو داستونزه په ډیره اسانه توګه مهاریدی شي، که چیرې کومه مدرسه داخبار یا مجلې دچلولو امکانات نه لري، اقلا دوه دوه درې ورزیده استاذان دي مکلف کړي، چې دشاګردانو لپاره دیوالي جریدې ایجاد کړي، او دبیلابیلو مستویاتو او ټولګیو شاګردان دیته وهڅوي چې دغو جریدو ته خپلې لیکنې دنشر لپاره وروړي. دا کار دشاګردانو په فکري روزنه کې خورا عمده رول لري، په شاګرد کې فکري وسعت او بصیرت پیدا کيږي، او هم په راتلونکي کې دخپلې ټولنې په درد خوري.

د: په تعامل او رويه کې تشدد:

له بده مرغه په ځینو مدارسو او تعلیمي ادارو کې یو ډول تشدد لا اوس هم حاکم دی چې کله شاګرد آن له درس څخه زړه تورن کړي، دشاګردانو وهل، په یوه ځانګړی او مخصوصه طریقه په درسي حلقه کې دشاګردانو جبرا کښینول، دنورو شاګردانو په منځ کې دیو شاګرد توهینول، دا او دې ته ورته په رویه او تعامل کې تشدد او سختي دافغاني شاګردانو هغه ستونزه ده چې په هیڅ توګه دشاګرد دمستقبل لپاره ښه پیغام نه لري.

حــــــل

اداره باید استاذان په دې واداره کړي چې دخپلو شاګردانو سره په رویه او سلوک کې له نرمۍ کار اخلي، ددې ښه مثال دیو معلم او مشر په توګه درسول الله – صلی الله علیه وسلم- هغه تعامل او رویه ده چې دهغه – صلی الله علیه وسلم- د اوږدې مودې خادم او شاګرد انس –رضی الله عنه- مونږ ته رانقل کړی دی.

د دې ستونزې لاملونه//

لومړی لامل: د چاپېریال د څرنګوالی پوري اړه لري

 معنا داچې شاګرد یا زده کوونکی دغه ډول رویه دخپل چاپیریال څخه اخیستی، په دې معنا چې کیدای شي دی یو چا په خپل چاپیریال ،کور یاښوونځي کې په همدې ډول ګواښلی وي اوتېری يې پرې کړي وي.

بل حــــــل

په ټولیزه ډول به ووايو چې داسې ډول شاګردانو ته باید نرمي خبرې وشي په خوږه لهجه ورته خطاب وشي، او له دې سره سره دا ورته وويل شي چې بل چاته غوسه کول او يا ورباندې تيری کول ښه کارنه دی او ناوړه پايلي لري.

دویم لامل: په صننفونو کې دشاګردانو بې توازنه ویش

 ددې پائله بیا داوي چې په یوصنف کې دیوه ورانکاره شاګرد څخه زیات ورانکاره وجود پيداکړی چې دا په خپله دې ستونزې ته قوت ورکول دي.

حــــــل

باید دصنفونو په کچه دشاګردانو ویش کې پوره دقت وشي، په داسې توګه وشي چې هراړخیزه توازن په کې مراعت شي.

دريم لامل: دشاګرد نفسي ناروغي

معنا داچې په غیر شعوري توګه دا ډول حرکات کوي.

حــــــل

په داسې صورت کې باید دشاګرد تنده او محرومیت په نورو تربیوی شیانو چې دده له سویې ئی سره برابری وي ماته کړی شي.

څلورم لامل يې له شاګرد سره په مدرسه یا کور کې نا منصفه چلند کول دي.

حــــــل

باید په کور سرپرست، او ښوونځي کې استاد دې ټکې ته پوره پام وي، ځکه ددوی نامنصفه چلند دی احساساتي کوي تردې چې بیا دتیری او زور چلوونکې رویه خپلوي.

پنځم لامل

دشاګرد ددینی پوهې لږوالی.

حــــــل

زده کوونکی یا اداره باید دشاګرد دې اړخ ته ځانګړې توجه وکړي، باید په مدرسه یاښوونځې کی دشاګردانو اصلاحې اړخ جوړولو لپاره په پرلپسي ډول پروګرامونه وجود ولري، او په منظم ډول دښو جیدو علماء او مصلحینو لخوا پرمخ يو وړل شي.

شپږم لامل: دشاګردانو ټولنیز ژوند غیرمنظم تېریدل

معنا داچې دیو منظم پلان نشتوالی چې دوی خپل فارغ وختونه څرنګه او په څه کې تیرکړي، ځکه که دوی ته د فارغ وختونو لپاره یوه منظمه تګلاره وجود ونه لري نو طبیعې ده چې دوی به ناوړه چلند کوي او بد سلوک به خپلوي.

حــــــل

باید شاګرد ته دده په خوښه دفارغ وخت تېرولو لپاره یوه منظمه تګلاره ورکړل شي، دمثال په توګه: ځیني سپورټونه ، په ځینو ټولنېزه کارونو کې برخه اخيستل او دغه راز ځینې اسانه حرفوي کارونه پرمخ بېول.

اووم لامل: دټولنې او چاپيریال تاثیر

حــــــل

باید سرپرست اوزده کوونکی هریو په خپل وار او ځای کې شاګرد ته صاف ماحول او چاپیریال برابرولو کوښښ وکړي، دمثال په توګه: شاګرد په ځینو مرحلو کې دتلویزیو کتو ته هیڅ ډول اړتیا نه لري، باید لری کړای شي ځکه کله ناکله داسې سریالونه اوایکټونه راځې چې شاګرد يې په خپل ژوند کې دعملي کولو کوښښ کوي، همدا ډول باید دځینو مرحلو شاګردانو څخه موبائل او ټیبلیټ واخیستلای شي ځګه دوی ټول وخت په ګیمونو او ډرامو کتوباندې تېروي چې داپه خپله شاګرد د يو ډول سختدریځۍ په لوري بیاي.

هـ: دشاګرد سره تړلې ستونزې :

الف: اهمال او بې رغبتي:

ځینې شاګردان مونږ وینو چې دخپلو ورځنیو درسونو او تعلیمي دندې اړوند مهملانه او بې رغبته چلند کوي، له درسونو څخه پټیږي، غیر حاضري کوي، او که کله حاضر هم وي؛ نو په ذهني لحاظ مستحضر نه وي، دورځنیو درسونو مراجعه نه کوي، که پوښتنه ځینې کوی ځواب نه وايي، په صنفي فعالیتونو کې دشوق له مخې برخه نه اخلي، چې ددې ټولو جرړه او اساس بې رغبتي او اهمال ګڼل کیږي، چې دا یوه ستونزه ده او زمونږ په تعلیمی ادارو کې شتون لري.

حــــــل

د دې ستونزې تر شا ممکن ډیر عوامل وجود ولري، او اداره او استاذ یي باید په ګډه ددرک کولو او له منځه وړلو هڅه وکړي، چې ددغې ستونزې ممکنه عوامل په لاندې توګه څیړو:

  • کله کله ددرسونو سره دیو شاګرد بې رغبتي دکورنی محیط له امله وي؛ یعنې کورني نا مساعد حالات دیو شاګرد دبې رغبتی لامل شوی وي.
  • کله کله دیو استاذ ناسمه رویه دیو شاګرد داهمال او بې رغبتی لامل کیږي.
  • کله په ټولګي او صنف کې دملګرو له خوا یو شاګرد دفشار لاندې راځي او دهغه دبې رغبتی لامل کیږي.
  • کله کله په یو مضمون کې دیو شاګرد نه پوهیدل ددې سبب کیږي چې هغه دنورو درسونو اړوند هم داهمال خوا نیسي.
  • کله کله یو استاذ په صنف کې دلوړ استعداد دشاګردانو په سویه درس مخ ته وړي، او دکمزورو شاګردانو داهمال سبب کیږي.
  • کله فقر او مالي بې وسي دیو شاګرد دبې رغبتی باعث شي، او نه شي کولی په ارامه ذهن خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

دا ډول ستونزې هغه ستونزې دي چې دشاګرد سره تړاو لري، خو دا قابل علاج ستونزې دي، او په حل کولو کې یې اداره او په ټوله کې استاذ کلیدی کردار لوبولی شي.

اداره باید دیوې مشفقې او مهربانه مرجع په توګه دشاګردانو په زړونو کې ځای ونیسي، او استاذ باید داستاذې ترڅنګ دیو صمیمي دوست او خواخوږي په توګه شاګردانو ته خپل باور ورکړی وي. بیانو که چیرې دکورنی نا مساعد حالات دیو شاګرد دبې رغبتی سبب وي، اداره او استاذ کولی شي دنوموړی شاګرد دکورنی سره په بیلا بیلو وختونو کې ناستي ولري ترڅو دپیښې ستونزې اړوند حل او تفاهم ته ورسیږي.

که فرضا داستاذ رویه دبې رغبتی لامل وي، نو صمیمي اړیکی یواځینی لاره ده چې دشاګرد په رشد او پالنه کې محوري رول لري، او یوه فعاله اداره باید پدې اړه ناخبره ونه اوسي.

که چیرې په یو مضمون دنه پوهیدا له مخې یو شاګرد اهمال کوي، نو باید استاذان په هماغه مشخص مضمون کې دشاګرد نیمګړتیاوې ورحل کړي، ترڅو دفهم کچه یې له نور سره برابره شي. دلته غواړم خپله یوه خاطره درسره شریکه کړم، دمدرسې دپیل په وخت کې مې دصرفي ګردانونو دزده کولو سره بلا ورانه وه، دزده کولو هیڅ هڅه یې ما نه کوله، میزان الصرف مو ویلو، او دمنشعب برخې یې بیخي زړه رانیولی وو، زمونږ استاذ وو مولوی صیب حضرت محمد –رحمه الله- الله تعالی په جنت کې لوړ مقام ورپه برخه کړي، نورې ورزې به یې درس ویلو او دچارشنبې په ورز به یي پوښتنې کولې، او سخت وهل به یې کول، زه به دغه ورز مدرسې ته نه تلم؛ ځکه ګردانونه مې نه زده کول، آخر مې فکر وکړ چې تر څو به له مدرسې پټیږې، بس عزم مې وکړ چې دا ګردانونه به یادووم، سل دانې تسبې مې پیدا کړی، اول مې دفعل ماضی ګردان پوره سل ځل وویلو، او ښه مي یاد شو، بیا مې دفعل مضارع، بس نور مې بیا ترآخره نه بې ضرورته غیرحاضري وکړه، او نه راته نور په صرف کې ستونزه وه.

که چیرې دشاګردانو فشار دیو شاګرد روحي مورال ګواښلی او دهغه دبي رغبتی باعث شویوي؛ نو دادارې دنظم کمیټه باید دغه ستونزه برسي او تعقیب کړي، او دشاګردانو ترمنځ دهمکاری او تعاون روحیه تلقین کړي.

همدا راز که فقر دیو شاګرد ددرس مانع کیږي، باید اداره دمتمولو اشخاصو له لارې ممکن دشاګرد ستونزه حل کړې چې دا زمونږ داسلافو سیرت دی، او دمعاصرې نړې ډیرې تعلیمي ادارې دنادارو زده کوونکو لپاره  د(وجهي صندوق) په نامه ځانګړی بخش لري.[irp][irp]

ب: له درسونو تېښته:

ځینې مهال په بالقوه توګه ذکي طالبان وینو چې شوخ طبیعتونه لری، خپله هم درس نه وايي او نور هم له درسونو کاږي.

حــــــل

داهم یوه ستونزه ده چې حل یې له څو لارو ممکن دی:

۱- داستاذ ګذشت:

دا ډول شاګردان عموما استعداد لري، خو شوخي او له درسونو تيښته یې عادت ګرزیدلی، که چیرې استاذ دحکیمانه رويي له مخې دغه ډول شاګردان له ناکامی وژغوري، او کامیاب يې کړي، دا کار ډیر ځله پدوي کې مثبت احساس پیدا کوي، درسونو ته را مایل کیږي، او پدې فکر یې مجبوروي، که چیرې درس ووايي نو ښي نمرې او لوړ مقام به ترلاسه کړي.

۲- تنبیه :

که چیرې له معقول ګذشت سره سره بیا هم سم مسیر ته را ونه ګرځي نو اداره یا استاذ باید دا ډول شاګردان تنبیه کړي چې دا څو لارې لري:

۱- توصیه ورته وکړي.

۲- نمرې یې قصدا ورکمې کړي، او دبې نظمو شاګردانو په کتګوری کې يې وشمیري.

۳- مناسبه تادیبي جزا ورکړي.

د: شاګردانو کې ددروغ ویلو ستونزه:

زموږ او ستاسې ټولنه یوه مسلمانه ټولنه ده چې سرچینه دقرآني ایاتونو او نبوي احادیثو څخه اخلي، دغه مصادرو مونږ ته په مختلف ډولونو لارښوونه کړې چې دروغ ویل یوه بیکاره ګناه، دمنافق د خویونو څخه ده، مګربیا هم له بده مرغه دغه ستونزه زموږ دټولنې دزده کوونکوپه قشرکې په لویه کچه وجود لري، دروغ ویل ښه کار نه دی په ځانګړي ډول شاګرد ته ځکه دده اساس په دروغو جوړيږي، دی بیا دژوند په هر ډګر کې دروغ ویل د يوې حربې په توګه کاروي ،او ګټه ترې اخلي، اوس پوښتنه داده چې شاګرد ولی دروغ وایی؟ دا زموږ اصلي موضوع ده.

په لاندې کرښو کې يې لاملونه او درملنه په ګوته کوو:

له جزا څخه وېرېدل شاګرد دروغ ویلو ته اړ کوي.

حــــــل

باید سرپرست او زده کوونکی شاګرد ته تل ډاډ او اطمئنان ورکړي، او کومه غلطی چې ترې کیږي هغه ورته په ګوته کړی، د غلطي له بيا تکراره يې منع کړي، او د غلطي د ډېر تکرار په صورت کې دې دناراضه کېدو او فیزیکی سزا اخطار ورکړل شي.

دویم لامل: دښه او غوره نمونې نشتوالی

کله چې هم شاګرد په کور یامدرسه کې دغوره نمونې نشتوالي سره مخ شي نو بیا هرهغه څه کوي چې دته ښه ښکاري، سره له دې چې د ده عقل په دغه مرحله کې د هرشي په اړه دپرېکړو جوګه نه دی.

حــــــل

باید سرپرست په کور او معلم په مدرسه کې او هرمشر په ټولنه کې یوه غوره نمونه او قدوه حسنه وي، ځکه نوی نسل تل دلویانو او خپلو استاذانو او مور اوپلار په څېر چلند خپلوي، ددوی خویونه خپلوي، ډېر مهال به تاسو لیدلی وي که دیو شاګرد پلاره یا استاذ سګریټ یابل کوم ناوړه عمل کوي نو یوه ورځ به ضرور هغه ځوی او شاګرد د خپل استاد دغه عمل خپلوي، پرته له دې چې ګټې او زیان ته يې وګوري. دلته دامام أبوحنیفه – رحمه الله – په اړه دمناقبو په کتابونو کې یوه قصه راغلی چې یوه ورځ یو چا امام صیب ته خپل ځوی راوست اوامام صیب ته وویل چې دته لږ نصیحت وکړ، کور کې ګوړه (خوږه) خوري او دا د ده صحت ته تاوان رسوي، امام صیب چونکه دیو لوی مقام خاوند په دغه مهال خپله ګوړه خوړله نو د هلک پلار ته وویل چي دی سبا ماته راوله سبا هغه پلار بیا خپل ځوی راووست نو امام صیب هلک ته وويل: بچیه ګوړه مه خوره دا تاته تاوان کوي او بس، نو پلار امام صیب ته وویل: دومره خبره خوتا پرون هم کولای شوه ولی دی نن وکړه؟ امام صیب ورته وویل: پرون می ځکه ونه کړه چې ماخپله ګوړه خوړه که مې هلک ته پرون ويلي وای نو ده به خامخا وویل چې تاوان کوي نو ته يې ولي خورې، ځکه می نن ورته وویل.

دريم لامل: دبدو او دروغ ګویه ملګرو ملګرتیا

هرملګری که ښه وي یابد دخپل ملګري په شخصیت کې لوی رول لري، لکه څرنګه چې ښه ملګری مثبت رول لري، همدا ډول بد ملګري بیا منفی رول لري.

حــــــل

باید مونږ خپلو کمکیانو ته دپاک چاپيریال په هڅه کې شو، که په کور کې وي او یاهم مدرسه کې، باید دوست يا ملګري په اړه پوره معلومات وکړو چې څرنګه شخص دی، دښو ملګرو صحبت باندې ورته لارښوونه وکړو، دپيغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث دی چې یوازې دنیکو خلکو ملګرتیا کوه.

څلورم لامل: دشاګرد پرځان دکمتري یا نیمګړتیا احساس

 کله ناکله مجبوره کوي چې دروغ ووایه، او دایوه طبیعی خبره ده چې هرانسان کوښښ کوي چې خپل ځان چېرې کم رانه ولی.

حــــــل

باید دکور سر پرست او ښوونکی شاګرد سره په دې کې کومک وکړي، اوشاګرد ته ډاډ ورکړي، پرځان يې باوري کړي ، چې هیڅ انسان یو مقام ته پرته دکوښښ، زیاراوپرلپسی محنت نه دی رسېدلی.

پنځم لامل: له څېړنې پرته سزا ورکول

دروغ وویونکي انسان ته پرته له دي چې ددروغ ویلو لاملونه يې وڅیړل شي سزا ورکول هم د درواغو ويلو يو لامل دی؛ ځکه هغه په یوه معینه سزا عادت شي نو بیا هروخت دروغ وایي.

حــــــل

 باید شاګرد ته ځینې داسې تربیتي پروګرامونه، فیزیکي مقابله، او دصحابه کرامو کيسې ورته وشي چې په هغې کې ددروغ ناوړه پايلې په ګوته شي ،ترڅو هغه ددروغ ویلو نه په خپل ورځني ژوند کې ځان وژغوري.

په پای کې: باید رښتیا ویونکوته مکافات ورکړل شي ترڅو نورو شاګردانو ته یوه زده کړه شي، چې لکه څرنګه چې رښتیا ویلو په بدله کې الله پاک انسان په رښتاویونکو کې شماري، همداسې په ټولنه کې هم الله پاک ورته مقام او انعام ورکوي.

و: شاګردانو کې دنه زغم او تعصب ستونزې:

لاملونه اوعلاج:

لومړی لامل: په دین کې دپوهې کموالی، ناحقه قوم پالنه

حــــــل

دکور سرپرست او استاذ باید په خپل وار سره دې ټکې ته پوره پام وکړي، اوخپل اولادونه په اسلامي روحیه وروزي، او د صبر ثواب او اجر نه خپل کمکیان خبرکړي، دغه راز ورته په اسلام کې د تعصب اوقوم پالنې قباحت په ګوته کړي، ورسره په څنګ کې کمکیانو ته دموضوع اړوند د نبوي احادیثو کوچني کوچني کتابونه پیداکړي.

دويم لامل: د يوې سيمې شاګردان له اړتيا پرته يو ځای اوسول

دیوې سیمې، او ژبې شاګردان په یوځای او یو صنف کې بې له کوم ضرورته میشتول ددې لامله کیدای شي چې دوی کې یو نه یو ډول تعصب اور بل کړي.

حــــــل

استاد او اداره باید دې ټکي ته پوره پام وکړي، دشاګردانو هرډول کړو او وړه، خبري او ناسته ولاړه يې وڅاري، دنېمګړتیا په صورت کې يې ژر ترژره خبر کړي، او له ناوړه کړنو او خبرو څخه يې وژغوري،او باید اداره یا ښوونکی د شاګردانو ناسته پاسته، په صنف او لیله کې په پوره توازن، دسیمو اوژبو په تناسب سره ترتیب کړي.

دريم لامل: په لوی لاس دې کار ته لمن وهل

په ځینو کورنيو کې په لوی لاس دې کارته لمن وهل کیږي، چې دابیا په مستقیم ډول دهغه کورنیو په شاګردانو اغیزه کوي چې په پای کې د دوی له امله پر نورو هم اغیزه کوي.

حــــــل

کورنۍ باید دانصاف، یووالی، مساوات درس خپلو اولادونو ته ورکړي، انسانان ټول دآدم علیه السلام اولاد دی، او آدم علیه السلام الله پاک دخاوري نه پیدا کړي، دتور په سپین، او دعرب په عجم هیڅ ډول لوړ والی نه شته ، د الله په وړاندې لوړ والی یوازي په تقوا سره دی چې هرڅوک ډیر متقي او پرهیزګاره وي هغه الله پاک دې ته ډېرنږدې وي.

څلورم لامل: تکبر او لويي

متکبر انسان تل ځان پر بل لوی ګڼې، ځان خپله کورنۍ ټولنه ورته دبل نه غوره او لویه ښکاري، لکه شیطان ابلیس چې په آدم علیه السلام ځان لوی وګاڼه او دالله په امر يې دتعظیم سجده ورته ونه کړه، نو الله پاک دټول عمر لپاره زلیل او خوارکړ.

حــــــل

دکور سرپرست او معلم باید شاګردانو ته د تکبر بدي او تاوانونه بیان کړي، او دا ورته وښي چې تکبر یوه بده ګناه ده چې انسان، کورنۍ، او ټولنه ډېره ژر خواروي، او دالله پاک د درباره څخه درټلو لامل ګرځي.

شاګردانو کې دناوخته کېدو اوغائبېدو ستونزه:

دغه ستونزه په ټولیز ډول دهرې مرحلې په شاګردانو کې شته، مګر دابتدائی، متوسطې، او ثانوی مرحلو شاګردانوکې دنورو مرحلو په نسبت ډېره وي، په لاندې کرښو کې مونږ ددې ستونزې لاملونه اوعلاج باندې رڼا اچوو.

لومړی لامل: د کور له سرپرست يا استاد څخه وېره

دکور دسرپرست او دځینو زده کوونکو (معلمین+معلمات) څخه وېرېدل او خوف احساس کول، یقینا ډېر وخت په شاګردانو کې دناوخته راتلو او کله ناکله د نیمه یا پوره غائبېدو لامل ګرځي، ځکه شاګرد دهغه استاد – چې دی ترې نه دخوف احساس کوي- درس یا صنف ته ترهغې نه ورځې ترڅو چې دی له صنف څخه وتلی نه وي، او که لومړی درس د همدغه استاد وي نو بيا صنف ته ناوخته ورځي[irp][irp]

حــــــل

بايد سرپرست او ښوونکي په پوره قوت سره کوښښ وکړي چې د شاګرد له زړه او فکر څخه وېره او خوف لري کړي او يوه پرامنه او ارامه فضا ورته برابره کړي ترڅو شاګرد هم په ډاډه زړه خپل ټول قوت او معنويات او کوښښونه په کار واچوي او يو مثبت کار ترسره کړي.

دريم لامل: ناروغي

د شاګرد ناروغتيا هم کله ناکله د غائبيدو او ناوخته راتللو لامل ګرځي.

حــــــل

بايد د کور سرپرست او د مدرسې اداره چې څومره شونې وي د شاګردانو د ښه صحت لپاره تدابير په ذهن کې ولري، دوی ته په اونۍ کې دوه درې ساعته فزيکي تمرينونه ورکړي، دا به د دوی جسم قوي کړي او د ناروغۍ په وړاندې به يې مخ ونيسي.

دريم لامل: بد دوستان او بد ملګري

لکه وړاندې چې يې هم يادونه وشوه بد ملګری او بد شاګرد هم يو شاګر بې لارې کولای شي او د هغه د غائبېدلو سبب کېدلای شي.

حــــــل

بايد مشر او ښوونکی د شاګردانو له حالاتو ځان خبر کړي، د دې ملګري ناسته پاسته معلومه کړي چې څه ډول خلکو سره اړېکې لري.

څلورم لامل: د کورنۍ وظيفې ډېروالی

د مدرسې يا ښوونځي له خوا د کورنۍ وظيفې ډېروالی او پرلپسې والی هم کله ناکله د شاګرد د غائبېدو او ناوخته راتللو لامل ګرځي.

حــــــل

بايد د کورنۍ دندې په ورکولو کې دقت وشي، د دوی سويې او وخت ته په کتلو سره ورکړل شي، هممهاله د مدرسې چاپېريال ورته د ځينې تفريحي رحلاتو او مقابلو او مسابقو له لارې محبوب کړل شي.

پنځم لامل: د شاګرد عمومي علمي کمزورتيا

د شاګرد  د عمومي کمزورتيا او د ځينو مضامينو سختوالی هم کله ناکله د غائبېدو لامل ګرځي.

حــــــل

بايد د مدرسې او کورنۍ ترمنځ په دې اړه پرلپسې ناستې وشي ترڅو اصلي ستونزه معلومه شي چې آيا د کورنۍ دندې ډېروالی، د استاد د تدريس طريقه، په شاګرد باندې کور کې نور مسؤليتونه، کوم يو د شاګرد د عدم رغبت لامل دی چې شاګرد ته په علمي ميدان کې ستونزې پيدا کړي دي؟

ز: د شاګرد اخلاقي، ټولنيزي او سلوکي ستونزې او حل لاري يې:

باید دکور سرپرست او معلم دلومړی ورځې نه دشاګرد په دینی اړخ ډیر ټینګار وکړي، په دې معنا چې کوښښ وشي دده هرډول کړه وړه دکوچني والی څخه وڅارل شي او ښو ته ښه او بدو ته بد وویل شي، دبدو څخه منع کولو په صورت کې ورته ښه په ګوته شي، دکولو لارښوونه ورته وشي.
باید ښوونځې کې ټول معلمین او په کور کې ټول مشران شاګرد ته دیوغوره نمونې او بهترین ماډل په توګه بروز وکړي، هغه څه چې دی خپل ځوی ته غواړي باید پیل له دی له خپله ځانه وکړي.
دکور سرپرست او ښوونکي باید دشاګردانو دعمر دهرې مرحلې دځانګړتیاو نه پوره اګاه وي، ځکه دعمر هره مرحله خپلې خپلې ځانګړتیاوي، او اقدامات لري، او دیوه طبیعی خبره ده ځکه داممکنه نه ده چې یو استاد دې دلومړي او دویم ټولګي شاګردانو سره هغه ډول تعامل وکړي چې د شپږم یا تر دې لوړو ټولګيو شاګردانو سره يې کوي، یا ددې برعکس باید دې ټکو ته پوره پام وشي.
ښوونکی باید په هره ادا کې ځانګړي توجه او پوره دقت وکړي، ځکه دده مثال اوس دهغه بزګر یا باغوان دی څوک چې وړکی نیالګیه یا بوټی ږدی، باید پوره دقت وشي ترڅو په ښه توګه کیښودل شي.
دکور او مدرسې ترمنځ دشاګرد دښی روزنې اړوند باید پرلپسی اړیکی او ناستې وي، ځکه همدا دواړه جهتونه دی چې کولای شي دشاګرد په روزنه کې انقلاب راولي او دده مستقبل روڼ، مثبت، او ددین او ملت په ګټه وڅرښوی.

يو شمېر نورې ستونزې او حل لارې يې:

د زده کوونکو د زده کړې لپاره تر ټولو مهم کار د زده کوونکي ذهنیت دی.

او ذهنیت په جوړولو کې درې بنسټېز څېزونه خورا د اهميت وړ دي:

1- کورنی چاپېریال

2- خپلوان او ملګري

3- کلی او ګاوند

۱. که کومې کورنۍ کې د علم خبرې کېږي علم ستایل کېږي د عالمانو ستاینه کېږي نو زده کوونکی له هماغه حایه د علم سره مینه پيدا کوي او علم زده کړې ته ېي ذهن په پوره اندازې سره چمتو کېږي.
۲. که چېرې خپلوان او هغه کسان چې زذه کوونکي یا هم دده د کورنۍ سره تګ او راتګ کوي عالمان وي او د علم په ارزښت پوه خلک وي نو دا هم د زده کوونکي ذهنیت برابروي او زده کوونکی زده کړو ته هڅوي او ذهنيت جورولو مرسته كوي.
۳. هغه کلی او ګاوند چې يو زده کوونکی پکې اوسېږي که هلته خلک علم ته ارزښت ورکوي نو زده کوونکي ذهن هم علم ته په دېره اندازه چمتو کېږي.

په دېر تاسف سره چې دلته د اکثره زده کوونکو ذهن بلې خواته وي يا کورنی چاپېریال نه وي مناسب او يا هم د دوو نورو یادو شوو نقطو کې مشکل وي.

د یوې تعلیمې ادارې مشر او استاذان باید د پلان مطابق په زده کوونکي کار وکړي او زده کوونکی دېته په مختلفو او ګټورو لارو سره وهڅوي او د علم اهمیت ورته په عملي او معنوي ډول ور زده کړي.

کله چې ذهنیت علم ته چمتو شو نو په زده کړو کې کوم بل جدي مشکل نشته. ټول سالم انسانان یوه اندازه مغزه لري که څه هم بعضي شیان تاثیر اچوي خو مخنیوی ېي نشي کولی ذهن چې علم ته برابر شې نو علم سره مینه پيدا کېږي او زده کوونکی په سختو شرایطو کې د علم زده کړه کوي.

که موږ داسي مفکوره ولرو چې د عربو یا نورو خلکو مغزه له موږه زيات دي نو موږ لویه تېروتنه کووفقط باید کار وکرو مغزو اندازه مو بیخي برابره ده او فقط ذهنیت مو لږ مشکل لري.

ترتيب او راټولونه: عبدالحق حماد

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب