برهان الدين رباني
پېژنليک | |
---|---|
بشپړ نوم | برهان الدين رباني |
مشهور په | استاد ربانی |
د زېږېدو نېټه | ۱۹۴۰ |
د زېږېدنې ځای | بدخشان, افغانستان |
د مړينې نېټه | ۲۰ د سېپتمبر ۲۰۱۱ |
اولادونه | صلاح الدين رباني |
سياسي مالومات | |
د کار موده | ۲۸ جون ۱۹۹۲ تر ۲۶ سپتمبر۱۹۹۶ |
ترتيب | د جهادي پېر دويم او د افغانستان اووم هېوادمشر |
مخکينی هېوادمشر | صبغت الله مجددي |
وروستنی هېوادمشر | ملا محمد عمر |
سياسي اړخ | د جمعيت د گوند مشر |
گوند | د افغانستان د اسلامي جميعت گوند |
نورې دندې | د سولې عالي شورا مشر |
برهان الدين رباني
د ۱۹۹۲ – ۱۹۹۶ ز. کال پورې د افغانستان هېوادمشر و. همداراز هغه د سولې د شورا مشر او د جميعت اسلام د گوند مشر او پخوانی جهادي جنگيالی هم پاتې شوی. نوموړی د توکم له پلوه دېگانی دی. نوموړی د افغانستان د ژغورنې د جبهه ېې ملي تر نامه لاندې سياسي گوند لارښود هم وه، چې همدا وروستی نومېدلی گوند د بېلابېلو پخوانيو کورنيو جگړو کې ښکېلو ډلگيو يوه سياسي اېتلافي جبهه ده چې په افغانستان کې يې د طالبانو د غورځنگ په وړاندې د جگړې لپاره لاس يو کړی دی. رباني د افغانستان د هېوادمشر په توگه تر هغه مهال پر کابل کې خپل واک چلاوه تر څو چې د طالبانو له غورځنگ سره په ټکر کې او د کابل په نيولو سره د کابل ښار نه تېښتې ته اړ شو. د هغه دولت د ملگرو ملتونو او د گڼ شمېر نورو هېوادونو لخوا يو پېژندل شوی دولت و.
مخينه
برهان الدين رباني د محمد يوسف ځوی دی چې په ۱۹۴۰ ز.کال کې د افغانستان سهېلي ولايت بدخشان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۵ ز پورې د افغانستان په کورنيو جگړو کې ښکېل و ، او د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانگې له خوا چې وايي ، ده افغانستان کې ېې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې گناه ولسونو هر راز غیر بشري تېري ترسره کړل تورن دی همدارنگه ېې دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټلو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دی.
زده کړې
وروسته له دې چې يې خپلې لومړنۍ زده کړې په بدخشان کې پای ته ورسولې نو بيا کابل ته ولاړ او هلته يې د ابو حنيفه په دارالعلوم شرعي کې خپلې زده کړې پرمخ بيولې. وروسته له دې چې نوموړی د همدغه دارلعلوم نه بری وواته نو بيا يې د کابل پوهنتون کې د اسلامي قوانينو او شرعياتو فاکولتې کې لاره وموندله. په کابل پوهنتون کې د څلورو کالونو د مودې وروسته يې په اسلامي زده کړو کې نوم ترلاسه کړ چې ډېر ژر بيا په ۱۹۶۳ ز.کال کې په هماغه پوهنتون کې د استاد په توگه دنده ترسره کوله. د دې لپاره چې خپله اسلامي زده کړه نوره هم پراخه کړي، نو په همدې تکل په ۱۹۶۶ ز. کال کې مصر ته ولاړ او هلته يې په قاهره کې د الازهر په اسلامي پوهنتون کې په زده کړو پيل وکړ او د هماغه پوهنتون نه يې په اسلامي علومو او اسلامي فلسفه کې د ماسټرۍ بری ليک ترلاسه کړ.
جميعت اسلامي
کله چې برهان الدين رباني په ۱۹۶۸ ز. کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو نو بيا يې د جميعت اسلامي افغانستان گوند لپاره په سياسي فعاليتونو پيل وکړ. هغه د پوهنتون په غولي کې د محصيلينو په جذب او منظمولو پيل کړی و. چې د همدغه فعاليت په پايله کې د ۱۹۷۲ ز. کال په گونديزو ټاکنو کې د يوه ۱۵ کسيزه ډلگۍ او د جميعت اسلامي د بنسټگر، غلام محمد نيازي لخوا د جميعت اسلامي د گوند مشر وټاکل شو.
کله چې په ۱۹۷۴ ز. کال کې افغان پوليس د کابل پوهنتون ته د ده د نيولو په تکل راغلل نو برهان الدين رباني د خپلو پلويانو لخوا پټ شو او پوليس و نه توانېدل چې هغه ونيسي او په همدې توگه هغه پاکستان ته په تښتېدلو کې بريالی شو. کله چې رباني پېښور ته ورسېده نو هماغلته يې د خپل گوند مرکز تاسيس کړ او له هماغه ځايه يې د جميعت اسلامي د گوند لارښوونه کوله. په پاکستان کې د نورو جهادي گوندونو تر څنگ يې د روسانو او د هغه وخت د حکومت په وړاندې د جهاد اعلان وکړ او بيا د امريکا په وسلو او پېسو او د پاکستان په پوځي او سياسي لارښوونو د روسانو د يرغل په واندې ودرېده. کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکټر نجيب الله دولت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنگ شو نو د رباني په مشرۍ د مجاهدينو لومړنۍ ملېشې کابل ته راننوتلې چې بيا تر ډېر مهاله يې د کابل واک په خپل لاس کې نيولی وه.
په افغانستان باندې د روسانو د يرغل په وخت د برهان الدين رباني ونډه
د يو عرب مؤرخ ليکوال وايي: په کال ۱۹۷۴ کې استاذ رباني د حج په موسم کې د سعودي له پاچا شا فيصل (رحمه الله) څخه د مرستې غوښتنه وکړه، او هغه ته يې د داود خان د سپينې کودتاه سره واک ته د کمونستانو د رسېدو وېره څرګنده کړه، شاه فيصل په دې خبره اهتمام وکړ، او اهتمام يې داسې څرګند شو چې په کابل کې د سعودي سفارت يو رپورټ خپور کړ چې په هغه کې داود يو مخلص وطنپال شخص معرفي شوی و، او دا چې له اړخه يې واک ته د کمونستانو رسېدل توجيه نلري، او دې سره استاذ رباني ونشو کولی چې د داود خان په ضد له سعودي څخه مادي او معنوي مرستې تر لاسه کړي. محمود المرداوي, أفغانستان والاجتياح الروسي، ص (14).