بدعت تعریف
د بدعت شرعی معنی داده چې په دين کې د څه کار زياتوالی او کموالی کوم چې د قرآن ،سنتو ،صحابه ،تابعين نه پس شوي وي او دنبی صلی الله عليه وسلم نه د هغه د کولو ثبوت نه قولاً ،نه فعلاً ،نه صراحةً او نه هم اشارة ً ثابت وي .
په بدعت کې درجی دی بعضی د مکروه په درجه کې دی بعضی د حرامو او بعضی د شرک په درجه کې دی اصرار کونکی په بدعت په هر حال کې فاسق دي د هغی امام جوړول مکروه تحریمي دی .
اوس مهال بدعت په ډيرو امورو کې شته چې يو اوږد بحث دی.