جګړې، جهاد او غزاګانې

بدر غزا

د بدر غزا

  هرمسلمان چي دبدر د غزا ټول اړخونه  په پوره غورسره مطالعه کي  نو دا غزا به ودته ډېره دعبرت او د ډاډا و اطمینان  درسونه ورکړي  چي یوغټ درس له هغو درسو څخه به داوي  چي  یوخوبه  په دې وجه چي دظاهري اسبابو له مخي مسلمانان ددین ددښمنانوپه پرتله بيخي  کمزوري  ښکاره کېږي ،له دین اووطن  څخه د دفاع په لاره کي وارخطائي نکوي ، اوبل به ددښمن له ظاهري قوت اوزور څخه  وېره نکوي .

قدرمنو وروڼو  په دې برخه   په دې باره کي  خبردرته کوم چي  د  اسلام دهمدغه  اول او ړومبنئ فيصله کن جنګ  چي  د بدر غزا ده  ظاهري  منشأ او سبب کوم شی وګرځېده  ؟
اصلي عامل ددې غزاخوداؤچي  الله پاک وغوښتل  چي  یوه غټه نښانه  دحق وباطل پرستانوته ښکاره کړي  اودخپل رسول اودمسلمانانو له پټ قوت اوزورڅخه  کافران خبرداره کړي اوخپله کلمه  لوړه کړي  او د مسلمانانو په دې باندي  نورهم یقین پوخ سي چي الله ددوی ناصردئ  اوکامیابي اوناکامي تنها او یوازي دده په قبضه کي ده ، اوحربي وسائل اوکثرت دعدد اصلي  موجب دغالبیت ندئ ،  اودارنګه ئې ددې  اراده وکړه چي یوتعداد الهي باغیان دمجاهدینو د برچو په توسط  ددوۍ دبغاوت  په سزاورسوي خو ظاهري  سبب ئې په دې شرحه ؤ :

د بدر له غزا څخه مخکي د قريشو يوه غټه قافله د أبو سفيان په مشري کي له مکې څخه د شام و طرف ته روانه  وه ، رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) له يو نيم سل ۱۵۰ يا دووسوو ۲۰۰ مهاجرينو سره پر هغې قافلې باندي د حملې کولو لپاره ووتئ خو قافله تيره سوې وه او له حملې څخه خلاصه سوه ، نو کله چي دا قافله بيرته له شام څخه د مکې و طرفته را روانيدله  نو رسول (عليه الصلاة و السلام) يو څو صحابه چي يو طلحه بن عبيد الله  او بل سعيد بن زيد (رضي الله عنهما) ؤ د قافلې د حال معلومولو دپاره د شمال و طرف ته وليږل  ، دوۍ دواړه و « حورآء »  ته کوم چي د يو ځائ نوم دئ ورسيدل او هلته منتظر سول  .

کله چي ابو سفيان له قافلې سره پر مقام حورآء باندي تير سو نو دوۍ دواړو په ډيري چټکي او تيز رفتاري سره و مدينې ته  ځان ورسوئ او رسول الله   (صلی الله عليه وسلم ) ته يې اطلاع او خبرادرئ ورکړ    .
په دې قافله کښي د مکې د خلګو ډير مال او دولت ؤ  ، د اوښانو تعداد يې و زرو ۱۰۰۰ته رسيدئ ، چي پر هغو  باندي يې د پنځوستوزرو دينارو  ( چي دوه سوه او دوه شپيته ۲۶۲کيلو سره زر کيږي ) د ماليت ساز او  سامان بار کړئ ؤ    .

د صحابه ؤ دپاره دا يو ه ډيره ښه موقع او فرصت ؤ  ؛ ځکه چي د قافلې  محافظين صرف څلويښت ۴۰ نفره وو چي د هغوۍ له منځه وړل ډير اسانه ؤ  ، خو د مکې د خلګو دپاره له دې غټ دولت څخه محرومي د يو محکم قومي ، سياسي او اقتصادي شکست او ماتي حيثيت درلودئ  ، نو ځکه  د اسلام پيغمبر و مسلمانانو ته اعلان وکړ چي د قريشو هغه قافله چي له مکې څخه و شام ته تللې وه اوس له زبردست مال او دولت سره سره له شام څخه د مکې و طرفته راروانه سوېده او ممکنه ده چي الله (جل جلاله) به ددوۍ دغه ټول مالونه د غنيمت په ډول ستاسي نصيب وګرځوي  .

خو څرنګه چي له دې قافلې سره صرف څلويښت بې دفاع محافظين وو ، او و دې ته ضرورت نه ؤ چي ددې قافلې د غنيمت کولو دپاره په لوړه کچه جنګي مسلح تدبير ونيول سي ، او يا په زيات تعداد سره خلګ ورووځي ، نو د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم) سره له دې چي پخپله خو يې ددې قافلې د راګرځولو دپاره د خپل ځان وتل مناسب ګڼل  خو و  اصحاب کراموته  يې د وتلو دپاره اجباري حکم صادر نه کړ بلکي دوۍ يې و خپلي خوښي ته پريښودل او وې ويل چي څوک چي امادګي لري او خوښه يې وي نو هغه دي راسره روان سي ، او څوک چي و روانګي او وتلو ته اماده نه وي نو پر هغه باندي کوم اجبار ځما له طرفه نسته    .

د بدر د غزا د رامنځته کيدو ظاهري عامل او سبب همدغه د قريشو قافله وه کومه چي له شام څخه و مکې مکرمې ته د ابوسفيان په مشيرۍ راروانه وه   ، چي په آينده برخو کښي بې انشآءالله تعالی تفصيلات درته راسي    . او کوم بيان چي درته ذکر سو هغه د سِيَر په ټولو عمده کتابو کښي ، او د بخاري شريف و غيره په معتمدو شروحو کښي موجود دئ   .

تنبيه :

کوم بيانونه چي دنبوي غزاګانو په تفصيلاتو کښي زه درته ليکم نو د هغوۍ مأخذونه هغه کتابونه دي چي ټول أمت مسلمه پر هغو کتابو باندي اعتماد لري  لکه  «  البداية والنهاية » « سيرة حلبية » « سيرة ابن هشام» « شرح مواهب لدينيه » « قلب جزيرة العرب » « تاريخ طبري » « روض الأنف» « زادالمعاد» او صحاح ستة او داسي نور  …

فأعوذ بالله من الشيطن الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم   ، و لقد نصرکمُ اللهُ بــــبَدرٍ  و أنــــتُم  اذلّة  ، فاتقوا الله لعلکــــــم تشکرون  ( القرآن  )  . قدرمنومجاهدواواسلامي وروڼو په دې برخه کي دبدردغازیانوشمېر اوپه دې اړه داختلاف دروایاتودتطبیق  په اړه اودارنګي په مجمل ډول  دځنواسراروبیان درته کوم ،بیانونه په غورګورۍ  ځکه چي  دتحقیق اوتوثیق اودبې مثاله څېړني اودمحکمومأخذونو په اعتباراودارنګه دکاملوتاثیراتوپه لحاظ شایدپه سابق اولاحق کښي نظیرونلري اودامبالغه یا اظهاردعجب بایدونګڼۍ،

د بدر په غزا کښي  د مجاهدينو تعداد او شمير:

پوه سه !  چي د بدر د مجاهدينو شمير مطابق د هغه روايت چي امام أحمد ( رحمه الله) په خپل مسند کښي له عبد الله ابن عباس (رضي الله عنهما) څخه  کړئ دئ   درې سوه او ديارلس ۳۱۳وو   ، او مطابق د هغه روايت چي په معجم طبراني کښي له حضرت أبي أيوب انصاري (رضي الله عنه) څخه سوئ دئ  درې سوه او څوارلس ۳۱۴ وو  ، او مطابق د هغه روايت چي بيهقي له عبد الله ابن عمر ابن العاص څخه کړئ دئ  درې سوه او پنځلس  ( ۳۱۵)  وو   ، او په ځينو روايتو کښي درې سوه اونونس  (۳۱۹) راغلي دي  .

د بدر د غازيانو په شمير  کي د ذکر سويو مختلفو رواياتو تطبيق :

کچيري  رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  او يو هغه صحابي کوم چي د صحابه ؤ د شميرلو په وخت کي موجود نه ؤ او له ليري څخه پر اوښ باندي راروان  په نظر راتلئ  و نه شميرل سي  نو د صحابه ؤ د بدر تعداد ( ۳۱۳  درې سوه ديارلس )  کيږي  ، او که هغه غيرموجود صحابي هم ورسره وشميرل سي نو بيا يې تعداد (۳۱۴  درې سوه څوارلس ) ته رسيږي  ، او کچيري رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  هم ورسره وشميرل سي نو بيا ( ۳۱۵ درې سوه پنځلس کيږي  )  ، او کچيري هغه څلور صحابه کوم چي د سن او عمر د کموالي په وجه  د جهاد اجازت  ورنکړ  او له دوۍ سره راغلي وو نو يې شمير  (۳۱۹ درې سوه او نولس ) ته رسيږي  .  ( أنظر فتح الباري ج۷ ص ۲۹۱ )  .

دغه څلور صغيرالسنه ( کم عمره)  صحابه کوم کوم ؤ   ؟   پوه سه ! چي په دغو څلورو صحابه ؤ کي يو انس بن مالک ، او بل عبدالله بن عمر ، او بل حضرت جابر ، او بل حضرت برآء بن عازب (رضي الله عنهم) ؤ  .

پر مذکوره رواياتو سربېره د (۳۱۲ )  او د ( ۳۱۷) روايتونه هم راغلي دي  ، خو معتبر  روايت د درې سوه او ديارلسو روايت دئ    ، امام بخاري ( رحمه الله) چي د بدر د غازيانو په باره کښي کوم روايتونه ذکر کړيدي نو په هغوۍ کښي داسي راغلي دي چي د بدر  د غازيانو تعداد د طالوت د أصحابو او ملګرو له تعداد سره برابر ؤ  ، او د طالوت ملګري (۳۱۳درې سوه او ديارلس ) وو   .

 

يوه ضروري  تــــــنبــــيه    :

پوه سه چي د (۳۱۳درې سوه او ديارلس ) عدد له هغو اعدادو څخه دئ چي الله پاک په هغوۍ کښي ډير مخفي اسرار  ايښي دي  ، چي اوليآء کرامو او علمآؤ د علم باطن د هغو اسرارو له معرفت څخه کافي ونډه (برخه) اخستې ده  ، د بيلګي په ډول د لاعلاجه مرضو دپاره  چي سورت فاتحه  مثلاً(۳۱۳) واره وليکله سي نو دا يو کافي او قطعي تاثير ناک علاج دئ   ، او دارنګه په دغه عدد سره ځيني مأثوره أذکار ويل ځانګړې ګټي لري  .

 

د بدر په غازيانو کي د مهاجرينو تعدادڅوؤ او د انصارو تعداد څو ؤ   ؟

په دې باره کښي هم روايتونه مختلف راغلي دي  : په يوه قول کښي د مهاجرينو تعداد شپږ شپيته ۶۶ او د انصارو تعداد (۲۴۷ دوه سوه او اوه څلويښت )  ؤ  ، چي مجموع يې (۳۱۳) کيږي  ، تاريخ پوهانو او أصحابُ السيَر د مهاجرينو او انصارو په همدغه شکل تعداد نقل کړئ دئ   . او ځينو د مهاجرينو تعداد ۸۲ ، او ځينو ۸۳ ، او ځينو (۸۶ شپږ اتيا)  ښودلئ دئ  ، او باقي نور ټول يې انصار بللي دي   .

بيا په انصارو کښي د يوه روايت مطابق د «أوس » د قبېلې ( ۶۱) يو شپيته ، او د «خزرج » د قبېلې (۱۷۰) يو سلو اويا نفره وو   .

د بدر د غازيانو د سورليو ( مرکبونو ) شمېر  :

د بدر له غازيانو سره صرف دوه اسان وو ، چي يو د حضرت مقداد بن أسود (رضي الله تعالی عنه ) ؤ  ، چي نوم يې « سَبــحه» ؤ ، او بل د حضرت زبير بن العوام (رضي الله تعالی عنه ) ؤ چي نوم  يې سَيل ؤ  ، او په ځينو روايتو کي راغلي دي چي دوهم آس د « مَرثــد بن أبي مَرثـَد غنوي »   ؤ  ،  او دارنګه له دوۍ سره (۷۰  اويا) دانې اوښان وو .

(أنظر الکامل لابن الأثير ج۲ ص۸۳  )  .

او  پر دغو اويا اوښانو باندي د دوۍ تقسيم  اووېش وسوپه دې ډول ، چي په هر اوښ کي   به دوه يا درې نفره  سره شريکان  وه ، او نوبت په نوبت به باندي سپرېدل   .

له حضرت پيغمبر  ( صلی الله عليه وسلم ) سره په اوښ کي حضرت علي او حضرت ابو لبابه بن عبد المنذر (رضي الله تعالی عنهما )   شريکان وه  ، چي کله به د نبي  (عليه السلام) د سپرېدو وار سو نو دوۍ دواړه به په پښو ورسره تلل ، او کله چي به په دوۍ دوو کښي د يوه وار سو نو رسول (عليه السلام) به پياده ورسره تلئ ، حضرت علي او حضرت لبابه دواړو و نبي (عليه الصلاة والسلام) ته  عرض وکړ  چي ځموږ نوبتونه هم تاته درکوو ، موږ تر پايه پياده درسره ځو  !  د اسلام پيغمبر  (صلی الله عليه وسلم )  ودوۍ دواړو ته په جواب کښي وويل  چي نه تاسي تر ما قوي ياست او نه زه تر تاسي د الله پاک له ثواب څخه مستغني يم  ، و ماته هم د ثواب ګټلو ضرورت سته   .

پوه سه چي په حضرت علي ( کرمَ الله وجهه) کي خو ټول روايات متفق دي چي دَی له رسول (عليه السلام) سره د اوښ په سورلۍ کښي شريک ؤ ، البته په دوهم نفر کښي روايتونه مختلف راغلي دي  :  د حاکم د روايت مطابق دغه دوهم نفر حضرت أبولُبابه  ؤ  ، او د ابن اسحاق په نزد دغه دوهم نفر « مَرثــد بن أبي مَرثـَد غنوي »  ؤ  ، او ابن أثير ويلي دي چي زيد بن حارثه ؤ   .     (  أنظر سيرة ابن هشام  ج ۱ ص ۶۱۳ /  کامل  لابن الأثير ج۲ ص۸۳   )   .

 

( ۱ )   :  د بدر د غازيانو شمير چي (۳۱۳)  وو  .

( ۲ )   :  د سورليو کمبود نسبت و شمير د غازيانو ته  .

( ۳ )  :  د اسلام د پيغمبر  (صلی الله عليه وسلم ) په خپل نوبت کښي پياده تلل .

( ۴ )  :  دا چي حضرت علي او أبو لُبابه دواړو خپل نوبت ونبي    (صلی الله عليه وسلم ) ته وروبخښئ  ، سره له دې نبي عليه السلام له دوۍ څخه د دوۍ دغه لورَونه قبوله نکړه  .

 

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: