بیولوژي

بحري چاپیریال

لکه څرنګه چې ځمکه بيلابيل محيطونه لري، اوبه هم د ژوو د بیلابیلو ډولونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره دا فرصتونه برابروي.

داسې فکر کيږي چې بحري ژوند په ممکنه توګه په ژورو آتشفشاني سوړو کې چې د سمندر په تل کې پراته دي او يا په ګرمو سطحي سمندرونو کې رامنځته شوی دی. د ژوند د اړتيا وړ کيمياوي مواد په اوبو کې په اسانه توګه حرکت کوي او د اوبو محیط د ګڼو ژوو او نباتاتو لپاره د ژوند زمينه برابروي.

بحري ژوند د لمر وړانګو او هغو کيمياوي مواد ته اړتیا لري چې په اوبو کې په آسانۍ سره حل کيږي. ژووي فاسفورس، نايټروجن، اکسجن، کاربن (کاربن ډای اوکسایډ حل شوې بڼه)، سلفر، کلسیم او هايدروجن ته اړتیا لري. د دې کيمياوي موادو له منځه ځينې يې له ځمکې اوبو ته راوړل کيږي. او نور يې د مړو ژوو او بوټو د جسدونو له تجزيې څخه بيا ترلاسه کيږي. دې موادو ته د لاسرسي امکان د هغو ژوو شمير محدودوي چې په بيلابيلو سيمو کې ژوند کوي.

د لمر وړانګې د بحري ژوو د نفوس د جوړښت په ټاکلو کې مهم عامل ګڼل کيږي. په خړو اوبو کې د لمر وړانګې په سختۍ د سیند له سطحې ښکته تيريږي: خو په ژورو سمندرونو کې چې اوبه يې رڼې دي، ۱۰۰ ميتره ژورې ننوزي. خو رڼا او غذايي مواد په هغو اوبو کې پریمانه دي چې د سمندر له سطحې څخه يو ميتر ژورې دي. بوټي يوازې په هغو ځايو کې شنه کيږي چې رڼا ولري.

د غذايي موادو په توګه د کاريدونکو کيمياوي موادو او لمر د وړانګو د محدوديت له کبله د بحر په ځينو برخو کې ژوي شتون نه لري، خو ځينې نورې برخې يې بيا له ژوو ډکې دي. وچې ته په نږدې سيمو، او په تیره بيا د سمندر په سطحي برخو او هغو ځاينو کې چې غذايي مواد له وچې اوبو ته ورګډيږي د بيلابيلو ژوو لوی شمير ژوند کوي.

بيلابيل بحري چاپیریالونه ټاکلي مشترکې ځانګړنې لري

  • د اوبو تودوخه په کراره بدليږي او د ځمکې د تودوخې د بدلون په څير زياته نه ده.
  • اوبه د ژوو جسدونه ساتي. د اوبو ژوي د خپلو جسدونو د حفاظت په برخه کې د وچې د ژوو هسې انديښمن نه دي.
  • د اوبو ژوي د ډيهايدريشن[د بدن د اوبو د کموالي] په خطر کې نه دي.
  • اوبه د هوا په پرتله ډيرې غليظې دي. هغه ژووي چې په اوبو کې چټک حرکت کوي بايد داسې بڼه ولري چې اوبه په ښه ډول چيرې کړي.
  • لمر وړانګې په اوبو کې ډيرې ژورې نه ځي.

په اوبو کې غذايي مواد يا د موجودو ژونديو اجسامو له تجزيې څخه رامنځته کيږي او يا له وچې څخه اوبو ته ورګډيږي.

د بحري چاپیريال ډولشرایطژووي
منځنې څپه ييزه سيمهد لويو او کوچنيو څپو تر منځ سطحو کې پرته ده. په نوبتي ډول وچه او لنده وي.  چاپیريال يې له ننګونو ډک دی!په دې چاپیريال کې چنګاښ، سرخاب، حلزون ژوند کولی شي – بهرنی اسکليټ يې لکه د کيشپ د کاسې په څير له داړه مارو ژوو او ډيهايډريشن څخه ژغوري.
د بحر هغه برخه چې د سيند په خوله کې ننوتلې وي، او خوږې او تروې اوبه يې ګډې وډې شوي وي.په هغه ځای کې چې سيند له بحر سره يو ځای کيږي ډير غذايي مواد پيدا کيږي.دا چاپیريال ډير حاصل خيزه دی: د ګڼو ژوو پالنځای په توګه کار ورکوي.
د سطحي سمندريزو اوبو خاورين پوړتودې اوبه، نرمې څپېصدف، پلن کب، سوری جوړونکي چنجي، بحري واښه ژوند کولی شي
سطحي بحري اوبهښايي غښتلې څپې ولري، د څپو حوضونه ليدل کیږيستورکب، ريدي ګل، کلک پوستي، کوچني بوټي

بوټي او ګڼ ژووي ګټونو ته موښتل کيږي

پر ريګ پرتې سطحي اوبهريګ په آسانۍ د اوبو په مرسته ښورول کيږي. د بوټو لپاره ستونزمنه ده چې بيخ ونیسي.صدف – دا ژووي ښايي ريګ وکيندي او يا په ريګ کې د ځان منډلو له کبله پټ شي.
مرجاني ډبرو اوبهتودې، رڼې، ژورې اوبهبیلابيلې حيواني ټولنې: لکه کبان، مرجان، بحري ريدي ګل، مارماهي، اته پښي [اختاپوس] ژوند کولی شي
بحري ځنګلونهاوبه يې ژورې دي خو بيا هم رنا ور رسيږيلوی بوټي کوچنيو کبانو، حلزون، بحري زيږکي، آبالون [يو ډول صدف دی] ته پناه ځای برابروي
د سمندر تليخ، تیاره، لوړ فشار، ډیر لږ خواړه، ډیر کم خو ډیر متنوع ژويستورکب، نيماتود چنجيان، کله کله ماهي ليدل کیږي: بوټي نه ليدل کيږي.
د اوبو تودونکې سوړېد سمندر په تل کې آتشفشان: تودې اوبه او سلفر، حل شوي منرالونهد وينې چنجي، باکتریا، صدف ليدل کیږي
سيندونه او نهرونهخوږې اوبه: خو په غرنيزو سيمو کې يخېکبان، يو ډول چنګاښ، د اوبو بوټي
جهيلونهخوږې اوبه: خو چاپیریال يې سمندر ته ورته دیکبان، د اوبو نیلوفر، لوخې، د حشراتو لاروا په کې ژوند کوي

 

 

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: