بار ورکوونکی بادونه او باد د جوړېدو پړاوونه | قرآن علمي اعجاز

بار (حمل) ورکوونکي بادونه

د قرآن کریم په یوه آیت کې دبارورکوونکو بادونو اودباران جوړیدل یادشوی :
موږ بار(حمل) ورکوونکی بادونه راولېږل اودهغو په اثر مو باران له آسمانه واوراوه څوچې ټولوته اوبه ورکړی (الحجر۲۲).
دغه آیت څرګندوی چې دباران دجوړیدو لومړی پړاو باد دی . له شلمې زیږدیزې پېړۍ څخه مخکې داسې انګیرل کیده چې دباد یواځینې دنده دورېځو راوړل دی. په داسې حال کې چې دهوا پېژندنې موندنو دباد ونډه دبارانونو په بارول کې روښانه کړه.

څه ډول چې مو مخکې وویل دسمندر په سطح کې بې شمېره حبابونه جوړیږی کله چې دغه حبابونه وچوی بېشمېره دملی متر په سلمه برخه  کوچنۍ ذرې هواته پورته کیږی. دغه  ایرسولونهAerosol  چې له ځمکې نه پورته شویودوړو اولړو سره له باد سره  یوځای راځی اوسره ګډېږی دځمکې پورتنۍ برخې ته اوچتېږی اوخوځښت کوی ، په پای کې دبادونو له لارې پورته اوپورته وړل کېږی څوچې دابودبخارونو سره تماس مومی . داوبو بخار ددغو ذروپه شاوخوا تراکم کوی اوداوبو څاڅکی جوړوی چې ټول یوځای ورېځې جوړوی اوپرځمکه دباران په څېر اورېږی. نو وینو چې څه ډول باد تبخیر شوې اوبه دهغو ذروله لارې چې دسمندر له مخې څخه یی اخلی بارورکوی اودورېځو اوباران په جوړیدو کې مرسته کوی.
دباد له لاری دباران اووریځو په جوړیدو کې دغه ارزښتنا ک ټکی سلګونه کاله مخکې کله چې دطبیعی پدیدو په هکله پوهې ډیر لږ پرمختګ کړی و په قرآن کې بیان شوی.

بله مهمه مسأله په دې آیت کې دګلانو په تلقیح اوبارورکونه کې دباد ونډه ده.
ډیر ګلان خپل ګردونه یا Pollen دباد له لارې شېندې اودخپل ډول بقا ته ادامه ورکوی. ډیر نباتات له پرانستو( دخپریدووړ)  تخمونو سره لکه دصبردونو، دکجورو دونو، هغه هګې لرونکی نباتات چې ګل کوی اودشنې ګیاه په څیر نباتات ټول دباد له لارې القاح کېږی. باد د نبات له یوه بوټی نه بل همغه ډول بوټی ته ګرد لېږدوی اودالقاح عملیه ترسه کېږی.
تردې وروستیو پوری  دغه حمل ورکونکی میکانیزم څرګند نه وو، کله چې څرګند شوچې نباتات هم دنارینه اوښځینه جنس درلودونکی دی دباد دغه عمل هم وموندل شو . په داسې حال کې چې قرآن له مخکې دا مسأله څرګنده کړې وه.

د باد د جوړېدو پړاوونه

اوباد ته په لوری ورکولو کې دعقل دخاوندانو لپاره نښانې دی (الجاثيه ۵).
باد ددوو مرکزونو په مینځ کې دبېلابېلې تودوخې دخوځښت څخه عبارت دی. توپیر لرونکې دتودوخې درجې ، دهوا توپیر لرونکی فشارونه جوړوی اوتل له پورته نه  له لوړفشار څخه ښکته ټیټ فشار خواته جاری وی. هرڅومره چې دتودوخې ددرجې توپیر اوپه پایله کې یی دفشار توپیر زیات وی ځواکمن بادونه جوړوی. حیرانوونکی مسأله داده چې دځمکې ګردچاپېره دتودوخې ددرجې اوفشار دډیر توپیر سره سره لکه داستوا دکرښې تودوخه  او دقطبونو سړه هوا بیا دخدای په فضل ډیر وژونکی اوورانوونکی بادونه نه جوړیږی. اوکه چېرې داستوا او قطبونو په مینځ کې بادونه کرار نه وای  دځمکې پر سربه دژوند امکان موجود نه وای. اوتل به ځواکمنو  بړبوکېو اوتوپانونو دوام درلود.

دتصريف لغت  يعنى څوواره راتاوول ، لوری ورکول ، بڼه ورکول تنظیمول او اوخپرول دی . ددغه لغت انتخاب دباد لپاره په خپله دهغه دبهیر ډول څرګندوی.اوهمدا رنګه دا رسوی چې بادونه تصادفی نه دی بلکې تل داسې دالله (ج) له خوا تنظیمېږی  چې دژوند بقا په ځمکه کې تأمینېږی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب