باران او ږلۍ ، تالندې اوبرېښنا جوړیدل |قرآن علمي اعجاز

باران مړه ځمکه راژوندی کوی

او له آسمانه مو پاکې اوبه راولېږلې څو په هغه باندې مړه ځمکه راژوندی کړو اوهغه څه چې له څارویو اوانسانانو مو پیداکړی ، هغوی پرې اوبه کړو (الفرقان ۴۸-۴۹).

باران نه یواځی داچې دژوو بنسټیزه اړتیا ده دسرې په څیر دشنه کیدو اوتقویه کیدو ځانګړتیا هم لری. باران چې دسمندر له سطحې نه تبخیریریږی اوورېځو ته رسېږی دداسې موادو درلودونکی دی چې ځمکه پری ددوهم ځل لپاره ژوندی کیږی. دغه څاڅکی دداسې یوډول سرې له ځانګړنې نه برخمن دی چې دسطحی راکښل کیدونکو وړوڅاڅکو په نامه یادیږی . دغه څاڅکی دسمندر دپورتنۍ سطحې څخه جوړیږی چې بیولوجیستان ورته میکروسکوپی پوړ وایی . دغه پوړ دملی متر له لسمې برخی نه هم کوچنی پریړوالی لری ، دډیرو عضوی موادو چې دالجی اونورو ژوندیو میکروسکوپی موجودواتو څخه په لاس راتلای شی  جوړیږی.  دغه مواد سره یوځای کیږی اوفاسفورس ، مګنیزیم اوپوتاشیم چې دسمندرپه اوبو کې ډیر لږوی اودغه راز داسی فلزونه لکه مس، جست ، کوبالت اوسرب هم ځان ته جذبوی. په دې توګه دځمکی نباتات ډیرهغه مواد چې دخپلې ودی لپاره ورته اړتیا لری دباران له څاڅکو څخه په لاس راوړی.

هغه مالګې چې دباران له څاڅکو سره راځی  دسرې دجوړیدو لپاره  یی یوه بیلګه ګڼلی شو چې حاصل پرې زیاتېږی. په  Aerosol ایرسول کې شته درانه فلزات دنبات وده زیاتوی. لنډه داچې باران یوډول سره هم ده .  یوه پېړۍ دباران په  اوریدوسره یوه شاړه ځمکه کیدای شی دکښت وړوګرځی . ځنګلونه هم په همدې توګه خپل داړتیا وړتوکی له سمندرونو څخه په لاس راوړی.

په دې توګه هرکال یوسلو پنځوس میلیونه ټنه دسرې  ‌‌ذرې پرځمکه اوریږی. که دباران دغه ځانګړنه نه وای دځمکې پر سر دنباتاتو کچه به ډیره لږ ه وای، اودځمکې پرسربه دژوند امکان  له مینځه تللی وای. په قرآن کریم کې دباران ددغې ځانګړتیا په اړه معلوما ت ددې  کتاب له بی شمېره معجزو څخه یوه معجزه ده.

د ږلۍ ، تالندې اوبرېښنا جوړیدل

يا  ودی نه لیدل چې الله ورېځې له هرلوری نه وشړی څو چې یوبل سره یی وتړی ، راټولې اومتراکمې یی کړی ، هغه وخت به ووینی چې دباران څاڅکی دوریځو له مینځ نه لاندې توی شی اودآسمان له غرونو نه ږلۍ راتوی کړی څوچې هرچاته خدای  وغواړی ولږیږی اوپر هرچا  یی چې وغواړی  ونه لږیږی اودبرېښنا روښنایی داسې ولږیږی چې سترګې   یووسی ( ویی برېښوی) (النور ۴۳).

په دغه آیت کې ږلۍ اوبرېښنا ته اشاره شوې. او دهواپېژندنې له اړخه هم م وضوع په همدې توګه روښانه شوې ده. کله چې ږلۍ دیوې ډیرې سړې اوکنګل شوی برخې نه تویږی ، ورېځې برېښنایی کیږی . اوبلن څاڅکی په دغه برخه کې کنګل کیږی اوکله چې  دږلۍ دانه یا کنډرکی جوړیږی ، پټه تودوخه ترې آزادیږی . دغه تودوخه دږلۍ سطح له دهغو کنګلونو نه چې دږلۍ په شاوخواکې شته توده ساتی . کله چې دږلۍ دانه دکنګلونو سره تماس مومی یوه م همه پېښه مینځته راځی . الکترونونه دیوه ساړه شی نه دتاوده شی په لوری ځی . په دې توګه دږلې دانه منفی چارج نیسی . دغه اغېزه دسړو څاڅکو اوږلۍ ددانو له تماس څخه  پېښېږی او دکنګل ټوټې چې مثبت چارج لری پرې ماتېږی. دغه مثبتې ټوټې چې سپکې دی دهوا دبهیر له لارې هوا ته پورته کیږی. اوس چې ږلۍ منفی چارج لری دورېځی لاندینی برخې ته لویږی  نو له همدې امله دوریځو لاندینی برخه منفی چارج اخلی اودغه بهیر دبرېښنا دجوړید لامل ګرځی  نو له دې څخه څرګندیږی چې ږلۍ دبرېښنا دجوړیدو لامل دی.

لاندینی آیت دبارانی وریځیو اوبرېښنا په مینځ کې داړیکو،اود برېښنا دجوړیدو څرنګوالی  روښانوی .
لکه دتوپان په څیر ورېځې په آسمان کې چې په هغو کې تیاره اوتالنده اوبرېښنا وی. (البقره ۱۹).
بارانی ورېځې دډیر حجم اووزن درلودونکی وی چې پراخوالی یی ترددوسوو شپېتو کیلومترو پورې اوجګوالی یی تر دولسو کیلومترو پوری رسېږی. له دې کبله یی لاندینی برخه تیاره وی او  داوبو اوکنګل دزیاتوالی  له کبله دلمر وړانګې نه شی کولای له هغو تېرې شی . نو له همدی کبله دلمر لږه انرژی ځمکې ته رسېږی.

په دغه آیت کې دتالندې اوبرېښنا دجوړیدو پړاوونه دورېځې دتیارې نه وروسته  یاد شوی. په وريځو کې یو بریښنایی چارج جوړیږی ، کله چې هوا ونه شی کولای دعایق په څیر عمل وکړی ددغو چارجونو ټولیدل دیوی شارتی اولمبې لامل ګرځی چې دمثبتو اومنفی چارجونو دیوځای کیدلو له کبله مینځته راځی او دبريښنا ولتاژ ان تر یو میلیاردو ولټو ته رسیږی . دغه لمبه یا چې موږ ورته برېښنا وایو ددوو وریځو دکتلی یاهم دوریځو دمثبتو چارجونو اودځمکې دمنفی چارجونو  دټکر له امله مینځ ته راځی. ( کله چې دوریځو مثبت چارجونه دځمکې له منفی چارج سره یوځای شی نو په ځمکه کې دتندر دلویدولامل همداوی) ” ژباړن.

ددغو چارجونو ناببره زیاتیدل دبرېښنا دخط په تګلوری کې تر لسوزرو سانتی ګریدو پورې د تودوخې لامل ګرځی چې په پایله کې یی هوا په چټکۍ سره پړسیږی چې دتالندې دغږ لامل ګرځی.
اوتالنده دده تسبیح وایی (الرعد ۱۳).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب