ایا غواړئ چې ښه حافظه ولرئ؟

 

هغه کسان چې ښه حافظه نه لري هغوی تل په ټولنه خپل ځان تر نورو کم احساسوي، د خلکو په مخ کې خبرې نه شي کولای، د زده کړې او مطالعې سره مینه لري او له زده کړو نه بې برخې پاتې کېږي.

ډېر خلک په دې نظر دي چې هغه کسان چې ضعیفه حافظه لري، په همدې ډول نړۍ ته راغلي دي؛ خو ډاکټران او ارواپوهان دا خبره ردوي. دوی وایي چې هېڅ مور کم حافظه ماشوم نړۍ ته نه راوړي، یوازې د ژوند حالات دي چې د انسان په حافظه تاثیر کوي د دوی په اند هغو کسانو ته که ښه د ژوند زمینه برابره وي او هېڅ کومه جسمي او روحي ناروغي ونه لري، تر هغو کسانو چې په خپل ژوند له هر ناورین نه کړېږي ښه او غوره حافظه لري.

خو ځینو ارواپوهانو د هغو کسانو لپاره چې له خپلې حافظې خوښ نه دي ځینې اسانې لارې په ګوته کړي چې په عملي کولای سره یې کولای شي چې په کم وخت کې خپلې حافظې ته قوت ورکړي:

۱ـ  په ورځ کې لږ تر لږ ۲ ساعته په آزاده هوا کې واوسئ.

پاکه او تازه هوا د انسان جسمي او روحي روغتیا لپاره ګټوره ده، هغه کسان چې په روحي نارغیو اخته وي ډاکټران ورته په ازاده هوا کې د اوسېدو لارښوونه کوي او همداراز د دوی په اند په ازاده هوا کې اوسېدل او قدم وهل حافظې ته هم قوت وربښي.

۲ـ  نوي مطالب مطالعه کړئ!

مغز عضلې ته ورته دي چې په تمرین سره لوېږي او قوي کېږي، که تاسو هم په ورځ کې لږ تر لږه ۱۰ مخه هغه کتاب ولولئ چې مخکې مو نه وي لوستی، که مو په یو ځل په حافظه کې پاتې نه شو په وار وار یې ولولئ چې تکرار سره یې ستاسو د مغز او د حافظې په قوي کولو کې پوره مرسته کوي.

۳ـ  د وجود غړو ته مو منظم حرکات ورکړئ.

د سر، لاسو، پښو، ګوتو او د سترګو په حرکت سره هم کولای شئ چې خپل مغز او حافظې ته ګټه ورسوئ، ارواپوهان وايي چې هغه کسان چې د بدن غړو ته حرکت ورکوي هغوی هېڅکله ژر نه ستړي کېږي، روحاً ارامه وي او هغوی تر هغو خلکو ښه حافظه لري، چې تمرین نه کوي.

۴ـ  پوره خوب وکړئ.

هغه کسان چې پوره خوب نه کوي هغو تل خسته، ستړي او بې حوصلې وي او تل له خپل کار ناراضه وي، هڅه وکړئ چې پوره خوب وکړئ د شپې تر ناوخته مه کېنئ ، په وخت ویده شئ چې په وخت له خوبه ویښ شئ، په وخت ویده کېدل، په وخت له خوبه پاڅېدل ستاسو ذهن او د ښې حافظې په درلودلو کې پوره رول لري.

۵ـ  پوره غذا وخورئ.

بې وخته ډوډۍ خوړل ستاسو د غير منظم غذایي ریژم سبب کېږي، هڅه وکړئ چې په وخت او ګټور خواړه وخورئ، سبزي، تازه او وچه مېوه ستاسو د حافظې په قوي کولو کې مرسته کوي. په سبزیو کې له ګازرو، بېنډیو، پالکو څخه او په وچو مېوو کې له بادامو، چهار مغزو او په تازه مېوو کې له انارو، توت او زردالو څخه استفاده وکړئ.

ډاکټر مجتبی «عزیزیار»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب